Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 29.04.2022

ننګرهار کې چاودنې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۶ تنه یې کړي دي. د طالبانو حکومت د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې اړه په رااستول شویو معلوماتو کې ویلي چې چاودنه نن غرمه مهال د سرخ رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې چې یو ماشوم په کې ووژل شو او د یوې ښځې په ګډون یې ۶ تنه ټپیان کړل. د رااستول شویو معلوماتو له مخې، په پېښه کې وژل شوي ماشوم یوه ناچاوده مرمۍ له پیداکولو وروسته په خپل کور کې ټکوله چې د چاودنې پرمهال یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

ځينې ښځينه افغان کارکوونکې: د دندو برخلیک مو نامعلوم دى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په دولتي ادارو کې ښځینه کارکونکې شکایت کوي، چې د کار برخلیک يې نامعلوم دی. یلدا د هرات ولایت د څارنوالۍ د ریاست کارکوونکې ده، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ راهیسې ورته دفتر ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې. هغه چې اوس هم له دې ادارې معاش اخلي، وايي له اتو مياشتو راهيسې يې دا او نورې همکارانې يې د کار په برخه کې بې سرنوشته دي او د دوی د پرلپسې غوښتنو سره سره يې د طالبانو له لوري د کار د پیل مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه زياتوي: "زه څارنواله وم، د اسلامي امارت له راتګ راهیسې دوی زموږ معاشونه راکوي. Читать дальше...

طالبان: د کابل په دارالامان کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۰ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه دارالامان پر سړک کې چاودنه شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چاودنه په یوې خانقا کې دننه شوې چې له امله یې نږدې دېرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه وايي، ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي. دا وایي دا لومړمي معلومات دي. خو د پېښې عیني شاهدانو ویلي، ښايي تلفات زیات وي ځکه د دوی په وینا د چاودنې غږ ډېر دروند وو. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.



اوکراین کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ژورنالیسته مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ژورنالیسته ویرا ګیریچ د اوکراین په پلازمېنه کییف کې مړه شوه. هغه ودانۍ چې دې په کې ژوند کاوه، د پنجشبې په ورځ د روسیې د هوايي برید ښکار شوه. د ازادۍ راډیو د اوکراینۍ څانګې د راپور له مخې د مېرمن ګیریچ مړی نن له نړېدلې ودانۍ پیدا شو. هغه چې په ۱۹۶۷م کال زېږېدلې وه، په ۲۰۱۸م کال کې یې له ازادۍ راډیو سره کال پیل کړ.

د طالبانو مشر نړیوالې ټولنې ته: زمونږ حکومت په رسمیت وپېژنئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر نن له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. ملا هبت الله اخندزاده په یوه لیکلي بیان کې چې د کوچیني اختر په مناسبت یې خپور کړ، ویلي دي چې دیپلماتیک روابط د افغانستان د ستونزو په هوارېدو کې مرسته کولی شي. وروسته تر دې چې تېرکال د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، تر اوسه د تېرو نژدې اته نیمو میاشتو په ترڅ کې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د قزاقستان ولسمشر: په اساسي قانون کې اصلاحاتو لپاره دې ټولپوښته وشي

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره نن د ملي ټولپوښتنې وړاندیز وکړ. قاسم جومارت توقایف سږکال په اساسي قانون کې د یوشمیر تعدیلاتو وړاندیز کړی چې له تېلو په دغه مالامال هېواد کې واک غیرمتمرکز شي. د دې ټولپوښتنې وخت تر اوسه نه دی ټاکل شوی. په قزاقستان کې تېرځل په ۱۹۹۵ کال کې ټولپوښتنه شوې وه چې اوسنی اساسي قانون یې تایید کړی و.

په هرات کې د یو خبریال او دوو مدني فعالانو بندي کولو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د یو خبریال او دوه مدني فعالانو بندي کولو ګڼې نیوکې راپارولي دي. د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د یو خبریال او دوه مدني فعالانو نیولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو خبریال خالد قادري، فیاض غوري او یو بل مدني فعال په یوه نظامي محکمه کې په زندان محکوم کړي دي. په ښکاره د دغو کسانو د نیولو انګېزه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد لیکنې او تبصرې یادې شوي دي. د خبریال خالد قادري خور حمیرا قادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي... Читать дальше...

په ننګرهار کې د رمضان جام شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د رمضان جام شل اوریزه شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې. تېره شپه د دې سیالیو پایلوبه د مجاهد شینواري کرکټ لوبډله په بري پای ته ورسېده. په پای لوبه کې وحید کرکټ کلب او مجاهد شینواري لوبډلې د یو بل سره مخامخ وې. وحید کرکټ کلب د لومړۍ توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شلو اورونو کې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، چې مجاهد شینواري لوبډلې دغه هدف د سیالۍ په شلم اور کې پوره کړ او د سږ کال رمضان جام د اتلولۍ جام يې پورته کړ. د دغه سیالیو یو تنظیمونکی او د ننګرهار د کرکټ د ادارې سرپرست نعمت عالم وايي،... Читать дальше...



د خونړیو بریدونو دوام؛ داعش په بلخ کې د پرونیو چاودنو مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

داعش خراسان څانګې په مزارشریف ښار کې د تېر ماښام دوه غبرګو چاودنو مسوولیت منلی. یو تن د خپل وژل شوي ورور کیسه کوي. دا چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، ۴۴ کلن ورور يې د تېرې ورځې په بمې چاودنه چې د مزار شریف ښار اړوند لسمې حوزې سیمه کې وشوه ووژل شو. هغه وویل: "نعمت الله ۴۴ کلن وه، څلور ماشومان ترې پاتې شول له ورور پرته مې د کورنۍ لپاره یې بل سرپرشت نه شته." دی وایي، د دې لپاره چې شیعه مذهبي دي او په خبره یې په دې وروستیو ډېری شعیه افغانان زیات په نښه... Читать дальше...

خوست کې سلګونه بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ترکیې هېواد د یو خیریه بنسټ لخوا پر پنځه سوه بې وزله او غریبو کورنیو د مرستې په ډول دوه دوه بوجۍ اوړه وویشل شول. د مرستو ویشونکو وویل، دوی د بې وزلو او معلولینو دا کورنۍ د خوست له ډېریو ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو انتخاب کړي او هڅه يې کړې ده چې مرسته مستحقو کورنیو ته ورکړل شي. د مرستې لپاره د کسانو په انتخاب او وېش کې له ترکي خیریه بنسټ سره د کاروان په نوم یو ځايي خیریه بنسټ مرسته کړې ده. د یاد بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان مشال راډیو ته وویل، دا مرسته چې ټول ورباندې دوه نیم میلیونه... Читать дальше...

په کابل کې د ترکیې سفارت د مزار پرونۍ چاودنې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ترکیې سفارت د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې پرونۍ چاودنې وغندلې. په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سورلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. په ځینو نورو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی. داعش یا اسلامي دولت ډلې د دغو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی. د ترکیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه غیرانساني حملې چې په وروستیو کې یې شمېر زیات شوی دی په کلکه غندي.

ملګري ملتونه: اوکراین د نه زغمل کېدونکي درد او کړاو په مرکز بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي اوکراین د نه زغمل کېدونکي درد او کړاو په مرکز بدل شوی دی. انتونیو ګوتیریش پر ملکیانو حملې وغندلې. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پلازمېنې کییف له شا و خوا څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته مسکو هلته یو وار بمباري کړې ده. روسیې پرون پنج شنبه هم په اوکراین کې پر ځینو اهدافو خپلې حملې سختې کړې. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په اوکراین کې راغلی وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله. هغه پرون په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یوځای یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل... Читать дальше...

د طالبانو مشر: امریکا دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وايي، امریکا دې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه نه کوي. د ښاغلي هبت الله اخندزاده له لوري په خپور شوي لیکلي اختریز پیغام کې د دوحې د هوکړې په عملي کېدو ټینګار شوی او په کې راغلي دي د فشار پر ځای دې د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي. د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له ادرسه په لیکلي اختریز پیغام کې راغلي دي، چې دوی هیچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد استعمال شي. په دغه اختریز پیغام کې له نورو... Читать дальше...

د هرات د صنايعو اتاق: د وقايې لپاره معتادانو ته کار ورکوو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د خصوصي سکټور په مالي همکارۍ د درملنې لپاره تر دوه زره او دوه سوه ډېر معتادان په زندان کې ساتلي دي. ۶۵ عبدالقادر چې له دریو لسيزو راهيسې نشه کوي، نژدې څلور مياشتې کېږي چې د درملنې لپاره له سلګونو نورو معتادانو سره يو ځای د هرات په زندان کې ساتل کېږي. دی دوه زامن لري، خو د نشې له امله تر دېرش کاله ډېر وخت کېږي چې له کورنۍ څخه جلا ژوند کوي. عبدالقادر وايي چې دوو زامنو يې ودونه کړي او لمسیان لري، خو ده نه يوازې دا چې د خپلو زامنو د واده په ښادیو... Читать дальше...

وروستیو مياشتو کې د کابل هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی هم نه دی نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو مياشتو کې د کابل د هوايي ډګر له لارې بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی هم نه دی نيول شوی. اته مياشتې مخکې د افغانستان په هوايي ډګرونو، په تېره بيا د کابل په هوايي ډګر کې ډېر داسې قاچاق کوونکي نيول کېدل چې بهرنيو هېوادونو ته به يې نشه يي مواد قاچاق کول، خو له تېرو اتو مياشتو راهيسې په دې هوايي ډګر کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د نيولو په اړه راپور نه دی ورکول شوی. وروستی راپور د ۱۴۰۰ شمسي کال د لومړیو دريو مياشتو په اړه و چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خپور کړ. Читать дальше...

د تاوتریخوالو دوام؛ خلک: د ناوړه چلند له امله طالبانو ته مراجعه نه کوو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ولسي وګړي د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت کوي. دوی وايي، طالب ځواکونه د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي او دوی غوره نه ګڼي چې د ستونزې پر مهال طالبانو ته مراجعه وکړي. یوه نجلۍ چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم یاد شي وايي، پر طالب ځواکونو يې بې باوري له نږدې ۱۵ ورځې وړاندې هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو یوې ښځینه غړې يې مور ووهله. هغه وايي، مور يې د کابل ولایت مقام په دروازه کې د طالبانو د یوې ښځینه غړې له خوا هغه مهال ووهل شوه چې مور يې نه غوښتل د طالبانو دغه ښځینه غړې يې تېلیفون وګوري. Читать дальше...

متحده عرب اماراتو د پاکستانیانو په ګډون لسګونه سوالګر نیولي

Pa.azadiradio.com 

د متحده عرب اماراتو حکومت ۱۷۸ سوالګر نیولي چې نږدې ۱۰۰ تنه یې پاکستانیان دي. خلیج ټایمز او څو نورو رسنیو د دوبۍ د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دا سوالګر د خیرات غوښتونکو/ګدایګرو د ټولولو په یوه کمپاین کې نیول شوي. په دې ډله کې ۴۴ ښځې هم شاملې دي. د دوبۍ پولیسو ویلي چې دا نیول شوي سوالګر به د قانون سره سم درې کاله بند تېروي او هر یو به پنځه زره درهمه جرمانه کېږي. د راپورونو په اساس متحده عرب اماراتو ته هر کال ګڼ شمېر پاکستانیان د چکر او کار لپاره ځي خو ځینې د بې روزګارۍ له وجې په سړکونو خیرات غواړي.

ټوماس ویسټ د طالبانو له لوري خوشې شوي افغاني الاصله امریکايي سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د هغه افغاني الاصله امریکايي پوځي سره لیدلي چې د طالبانو په اسارت کې و. ټوماس ویسټ نن په یوه ټويټ کې ویلي، چې خوشاله دی له صفي الله رووف سره یې لیدلي دي. صفي الله رووف د امریکا د سمندري ځواکونو احتیاط غړی وو چې په کابل کې یې له یوې خیریه ټولنې سره هم کار کاوه. دی د طالبانو له خوا نیول شوی وو او ان تر تېر ډسمبر پورې له طالبانو سره بندي وو. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ښاغلي ټوماس لیکلي، چې صفي الله اوس په کور ( امریکا ) کې دی. Читать дальше...

داعش په مزار شريف کې د پرونيو چاودنو مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

داعش یا اسلامي دولت ډلې په مزار شريف کې په شیعه ګانو د پرونيو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی. په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سپرلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې داعش په مزار شریف کې په شيعه مسلمانانو د بريدونو مسوولیت د ټيليګرام چېنل له لارې په غاړه اخیستی. تېره اوونۍ هم په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. تر دې دمه د مزارشریف د تېر ماښام د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «Вселенная Depeche Mode» в исполнении концертного симфонического оркестра





Rss.plus
Дарья Донцова

Олег Рой и Дарья Донцова высказались о необходимости масштабирования опыта Башкортостана в проведении книжных фестивалей




Вход в Музей Победы для детей до 14 лет будет бесплатным 1 и 2 июня

Библиотеку в поселке Фосфоритном отремонтируют к августу

В ряде населенных пунктов Ступина и Домодедова временно отключат свет в пятницу

Что изменится в жизни россиян с 1 июня




په کابل کې سلګونه کورنيو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه مرکز د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالي کې ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي مواد ووېشل. د سعودي عربستان د ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مرسته د روژې په مناسبت په ۲۰۲۲ کال کې د مرستو د پروژې په لړ کې ووېشل شوه. د دې پروژې پر اساس به د سعودي عربستان له لوري ۱۸ زره ۶۰۰ کورنیو یا یولکو یوولس زره ۶۰۰ تنو ته مرسته ورکول کېږي.

په پاکستان کې د بلوڅ محصل د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمینسټي انټرنېشنل د هغه بلوڅ محصل د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې په کراچۍ ښار کې پر چینایانو له ځانمګري برید وروسته نیول شوی او د برخلیک په اړه یې معلومات نه شته. ادعا کېږي، چې د یوې بلوڅې ښځې له لوري له انتحاري بریده وروسته په کراچۍ کې یو شمېر کسان په دې خاطر نیول شوي چې په خټه بلوڅ دي. د بخښنې نړیوال سازمان پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د بلوڅ محصل بیبګر امداد په اړه دې ووايي چې چېرې دی او که دوی نیولی وي نو سمدستي دې خوشې کړي او یا دې یې محکمې ته وړاندې کړي. Читать дальше...

ايران د افغان کډوالو پېژندلو په هدف سرشمېرنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران یو جګپوړی چارواکی وايي، هېواد یې غواړي چې د افغان کډوالو د پېژندلو په هدف د هغوی سرشمېرنه وکړي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون (پنجشنبې) وکړه. ده ویلي، چې د ایران د اقتصادي پروګرامونو او د کډوالو د پاللو لپاره پکار ده چې افغان کډوال معلوم شي. د ایرن د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، له افغان کډوالو او د نورو هېوادونو له اتباعو غوښتل شوي چې د حکومت او پولیسو ادارو ته ورشي څو په خپل وخت د خدماتو د ورکولو د څرنګوالي په اړه د هغوی سرشمېرنه وشي. Читать дальше...

د اوکراین لپاره له ٣ ميليارده ډالرو زياتې بوديجې تصویب غوښتنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن به د اوکراین د ملاتړ لپاره له کانګریس څخه د ۳ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو د تصویبېدو غوښتنه وکړي. بایډن وویل، دا پیسې اوکراین ته د خپلې خپلواکۍ د جګړې په خاطر ضروري دي. بایډن، چې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره ږغېده، زیاته کړه: »موږ دې لایحې ته اړتیا لرو... موږ باید دا کار وکړو. د دې جګړې لګښت کم نه دی... خو یرغل ته شا اړول به لا ګرانه تمام شي.»

ناټو د روسیې خلاف جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، ناټو چمتو ده چې د روسیې خلاف په جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ستولتنبرګ پرون (پنجشنبې) په بروکسل کې یوې غونډې ته وویل، ناټو باید د اوږدې مودې لپاره چمتو واوسي او دا احتمال شته چې دا جګړه میاشتې – میاشتې او کلونه دوام وکړي. ده دا هم وویل، چې ناټو به د اوکراین د شوروي د دورې د زړو وسلو ځای په نویو لوېدیځو وسلو ډک کړي.

په پېروزي ښارګوټي کې صنعتي پارک جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې وزارت پرون پنجشنبې له یوه چینايي شرکت سره د کابل د ده سبز ولسوالي په پېروزي ښارګوټي کې د صنعتي پارک د جوړولو موافقه لاسلیک کړه. د طالبانو د ريیس الوزرا د لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې صنعتي پارک کې به د بیجنګ – ننګرهار د تولیدي او تعمیراتي شرکت له لوري د پېروزي ښارګي په ختیحه برخه کې ۱۵۰ فابریکې جوړې شي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې پر دې پروژې به ۲۱۶ میلیون ډالره ولګول شي او څه باندې ۱۳ زره تنو ته به په کې دایمي او ۳۰ زره نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار فرصت برابر شي.



Москва

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

С 31 мая по 7 июня 2024 в Самаре пройдет детская академия Башмета




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Среднемесячная аудитория приложения «Моя Москва» достигла 1,2 млн человек



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России