Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 20.04.2022

نورستان کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د لوېديځ نورستان په دواب ولسوالۍ کې زیاتو بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي. د نورستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس مولوي سمیع الحق حقبیان د چهار شنبې په ورځ  ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېره شپه د لوېديځ نورستان د دواب ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا درو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولې دي. هغه زیاته کړه: "د نورستان دواب ولسوالۍ اړوند و سېمو کې بېګاه شپه ۹ بجې سېلابونه راوتلي. په جونیا دره، کولم دره، بجګل او کورګل ساحو کې  د خلکو په سلګونو جریبه... Читать дальше...

کندهار کې د درملو جوړلو فابریکې د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د درملو جوړلو د یوې لويې فابریکې د جوړېدو چاري بشپړېدونکي دي چې د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پرې شوې او پر یوه وخت به په زیاته کچه درمل چمتو کولای شي. دغه فابریکه د ډبلیو اچ يا نړیوال روغتیا سازمان او جي ام پي په نړیوال معیار جوړېږي. نور جزييات د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

د اروپايي کمېسیون مشر کييف ته رسېدلى

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي کمېسیون مشر چارلس میچل نن په وار له مخه نه اعلان شوي سفر د اوکراین پلازمینې کییف ته ورسېد. د دې سفر هدف پر اوکراین د روسیې د بې دلیله برید په وړاندې د اوکراین ملاتړ دی. ښاغلي میچل په ټویټر کې یو عکس خپور کړی دی چې د کییف د ریلګاډي په تمځي کې یې اخیستی دی او ترې لاندې یې لیکلی دي، نن په کییف کې، د ډیموکراتیکې او خپلواکې اروپا په زړه کې.



ملګري ملتونه: د اوکرایني کډوالو شمېر تر ۵ میلیون واوښت

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره وایي، پر اوکراین د روسیي ځواکونو د برید له پیله تر اوسه د اوکرایني کډوالو شمېر تر پنځه میلیونه واوښت. دا له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته په اروپا کې تر بل هر وخت ډېر کسان دي چې کډوال کېږي. د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو  ادارې( یو این ایچ سي ار) نن خبر ورکړ چې څه باندې پنځه میلیونه او څلور دېرش زره اوکرانیان د فبروري له څلرویشتمې راپدېخوا خوا له خپل هېواده وتلي دي. د ملګرو ملتو په وینا د اوکراین په داخل کې بیا نژدې اووه اعشاریه یو میلیون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خوستۍ ښځې کار او زده کړو فرصتونه غواړي

Pa.azadiradio.com 

خوستۍ نجونې او ښځې هغوی لپاره د زده کړو او کار د مناسبو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي. هغوی همداشان غواړي، د هغو نجونو او ښځو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، چې دا مهال د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوې دي. د تېر کال په اګست کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغان نجونو پر مخ د اوم ټولګي څخه د پورته صنفونو زده کړې بندې شوې دي. خوستیو نجونو او ښځو یادې څرګندونې نن د اپریل په ۲۰مه د النور د روغتیايي زده کړو په انسټیټوټ کې د شمولیت په خاطر د کانکور د ازموینې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې. Читать дальше...

افغان خبريالان: ورځ تر بلې پر رسنیو محدودیتونه زیاتېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له پېښو د خبریالانو په خبري پوښښ ورځ تر بلې محدودیت زیاتېږي. یو شمېر خبریالان چې پرون د کابل د ۱۸مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونځي او یو ښوونیز مرکز د چاودنو خبري پوښښ ته ورغلي وو، له دوی سره د طالبانو د چلند او د پېښې د خبري پوښښ د مخنیوي په اړه غږېږي. د راه فردا تلویزیون خبریال رضا شهیر وايي، طالبانو ترې کېمره واخيسته او هغه مهال چې په خپل ټیلفون یې تصویرونه اخىستل، طالبانو وهلي او څو ساعته یې بندي کړي و. هغه وویل: "کله چې دوی زما تصویرونه واخستل، په دوه میله وسلې یې یو ځل په کېڼه پښه او بیا په ښې پښه ووهلم. Читать дальше...

طالبانو د کابل اتلسمه حوزه کې د يوه ښوونيز مرکز مسئولين بنديان کړي وو

Pa.azadiradio.com 

د کابل اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې تېره ورځ تر چاودنو وروسته د ممتاز ښوونیز مرکز مسئولين وایي، چې طالبانو بنديان کړي وه. ​پرون سه شنبه د کابل د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د دریو پر لپسې بمي چاودونو وروسته د ممتاز په نوم د یو ښوونیز مرکز چې دغه مرکز ته څېرمه هم یوه بمي چاودنه شوې، مسولین  وايي، چې د طالبانو له لوري بندي او تر تعقیب لاندې نیول شوي دي. د دې مرکز یو استاد شریف لعلي ازادي راډیو ته وویل، چې د ممتاز ښوونیز مرکز مشر، مسئول مدیر محمد امین جویا او یو استاد د طالبانو له لوري بنديان شول چې بیا... Читать дальше...

په دشت برچي کې د قربانیانو کورنۍ له طالبانو د امنيت ټينګښت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید په لېسه او په ممتاز ښوونیز کورس کې د تېرې ورځې د پېښې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ د ځان او خپلو ماشومانو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي. عبدالوهاب نومېږي او د خپل ۱۸ کلن وراره میلاد علیزاده په اړه خبرې کوي. نوموړی د سه شنبې په ورځ د عبدالرحیم شهید په لېسه کې په لومړۍ چاودنه کې ووژل شو. میلاد علیزاده د دولسم ټولګي زده کوونکی او د کورنۍ تر ټولو مشر اولاد وو، چې له خپل معیوب پلار، مور او دوو کوچنیو خویندو سره يې د کابل په لویدیځ کې ژوند کاوه. عبدالوهاب وایې: "پرون... Читать дальше...



د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د قومي او مذهبي لږکيو ساتنه کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر ښوونیزو مرکزونو پرونۍ حملې وحشتناکه ګڼلي وايي، پر پوهنې برید د یوه هېواد پر راتلونکي برید دی. په کابل کې په دوو ښووونیزو مرکزونو د پرونیو بریدونو یوه ورځ وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان دا حملې زړه‌ بوږنونکې بولي. د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدربار ازادي راډیو ته وویل، د دشت‌برچي سیمې اوسېدونکي چې اکثریت یې هزاره ‌‌ګان دي، له تاوتریخوالي سره مخ دي. نوموړې وويل: "په دشت برچی کې پر ښوونځي او ښوونیز مرکز پرونی برید واقعاً ځوررونکی دی. د زده‌کړو پر... Читать дальше...

د دشت برچي پېښې وروسته طالبانو له خلکو سره تاوتريخوالى کړى

Pa.azadiradio.com 

پر ټولنیزو رسنیو څو بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پرون سه شنبه د کابل په لویدیځ کې له بریدونو وروسته د قربیانیانو ځینو کورنیو او وینې ورکوونکو کسانو سره د طالبانو له لوري تاوتریخوالی شوی دی. پر فېسبوک بیا دا ويډيو زیاته لاس په لاس کېږي. دا ویډیو هم د همدې روغتون مخې ته د ګڼو راټولو شویو خلکو او طالبانو نښته ښيي. ویډیو اخیستونکی شخص په دې ویډیو کې وایي، چې دا نښته د طالبانو او د برید د قربانیانو د کورنیو تر منځ ځکه رامنځته شوې چې طالبان روغتون ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. په یوه... Читать дальше...

روسيې کلا بندو شويو اوکرايني پوځيانو د تسليمۍ لپاره ضرب الاجل وټاکه

Pa.azadiradio.com 

دغو اوکرایني پوځیانو د ماریوپول په یوه صنعتي ودانۍ کې داسې مهال سنګر نیولی چې روسیې د اوکراین پر ختیځ بریدونه ګړندي کړي دي. د روسیې دفاع وزارت وایي، د بشرپالنې د اصل پر بنسټ یې ځواکونه یو ځل بیا وړاندیز کوي چې په اوکراین کې ملتپاله او بهرني جنګیالي دې نن له ماسپښین وروسته جګړه ودروي او وسلې پر ځمکه کښېږدي. بل لورته اوکرایني پوځیانو نن وختي ویلي، روسیي ځواکونو ماريوپول کې د ازوفستال په نوم د فولادو پر هغې کارخونې بریدونه جاري ساتلي چې اوکرایني سرتیري او عام خلک په کې ځای پر ځای دي. د اوکراین... Читать дальше...

نورستان کې د دوو جلا پېښو پر مهال اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې چارواکي وايي، تېره ورځ د وانت وایګل ولسوالۍ د بر وایګل کلي کې دوه کورنۍ چې دښمني يې درلوده يو پر بل بریدونه کړې چې پکې له دواړو خواو دري تنه وژل شوي دي. د نورستان ولایت مطبوعاتې مسول سیف الدین لټون ازادۍ راډیو ته وویل: «دا یوه شخصې دښمنې ده چې له دواړو خواو پکې دري تنه وژل شوي دي.لومړی د یوې کورنۍ غړی چې پخوا يي ورور وژل شوی و، د هغه د قتل پر تور يي د مقابلې کورنۍ پر یوتن برید کړی او هغه يي وژلی، کله چې د وژل شوي تن کورنۍ خبریږي هغوی راځي برید کوونکی او بل ورور يي وژنې. دا دواړه پېښې پرون شوې. Читать дальше...

افغان سوداګر: ګمرکي تعرفې دې راټيټي شي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر سوداګرو او د فابریکو څښتنانو د خپلو ستونزو د حل لپاره د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت له سرپرست سره وکتل. په دې لیدنه کې سوداګرو او د فابریکو څښتانو په خامو موادو د ګمرکي تعرفو د ټيټولو، د ویزو د اخیستلو په برخه کې د ستونزو د حل او فابریکو ته د دوامداره برېښنا د ورکولو غوښتنه وکړه. دې سوداګرو او پانګه والو په دې لیدنه کې ویلي دي، که ستونزې یې حل شي، کار او تولیدات به یې لا ډېر شي. د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به یې هڅې وکړي.

طالبان: پانګوال کولی شي بهر ته پيسې ولېږدوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک وايي، د سوداګرو او پانګه والو لپاره یې بهر ته د پیسو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي. د دې بانک ویاند محمد صابر مومند ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د دې پرېکړې پر بنسټ سوداګر او پانګه وال کولای شي د خوراکي توکو، طبي او کرنیز درملو، سون توکو، عصري ماشینونو او ټکنالوژیکي وسایلو د اخیستو لپاره د بانکي سیستمونو له لارې پیسې بهر ته ولېږي. د ښاغلي مومند په وینا په بهر کې محصلانو ته هم د ټلګرافي یا ټي ټي سیستم له لارې پیسې لېږل کېدای شي. ښاغلی مومند... Читать дальше...

د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته؛ خصوصي ښوونځي له مالي بحران سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ترڅنګ، په افغانستان کې شته اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې ځیني خصوصي یا شخصي ښوونځي هم د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شي. ساحل د پنځم ټولګي زده کونکی یو له هغو لسګونو زده کونکو دی چې د اقتصادي ستونزو له امله یي په دې ورستیو کې خصوصي ښوونځی پریښی او دولتي ته تللی. ښاغلی ساحل وايي: "د دې لپاره، چې پلار جان مې زمونږ میاشتنی فیس نه شو ورکولای مونږ له خصوصي ښوونځي دولتي ته راغلو." ساحل وايي، په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو... Читать дальше...

کابل کې د يوې چاودنې له امله يو کس ژوبل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، نن له غرمې وروسته ۱۲:۱۲ پره يوه شخصي موټر د چسپکې ماين چاودنه شوې چې پکې يو کس ژوبل شوی دی. د ځدارن په وينا د چسپکې ماين دا چاودنه، د کابل ولايت د قوای مرکز سيمې ته نزدې کندهاري مارکېټ سره شوې. د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی. دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د کابل ولايت دشت برچي سيمه کې پر يوه ښوونځي درې چاودنې وشوې چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ژوبل شول.

له ځنډ وروسته؛ نړيوال بانک افغانستان کې پر درې پروژو کار پيل کړی دی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په افغانستان کې پر هغو دریو پروژو بیا کار پیل کړی دی چې د کرنې، روغتیا او کورني معیشت پر مسایلو تمرکز کوي. خو دې بانک د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تعلیم پر پروژو کار لاهم نه دی پیل کړی. له دې پرېکړې باخبرو دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته دا خبر تایید کړی دی. نړیوال بانک د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې د شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې وځنډولې. د یوې سرچینې په وینا چارواکو له تعلیم پرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیون... Читать дальше...

د خوړو نړيوال سازمان: د افغانستان ليرې پرتو سيمو ته بشري مرستې رسوو

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په يو شمېر لرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو خبر ورکوي. د دې مرستو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دی چې د ملګرو ملتو په وینا د افغانستان تر نیمایي ډیر استوګن بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) وایي، چې په غزني، هرات، پروان، کندز او خوست کې یې له زرګونو کورنیو سره مرستې کړې دي. تر ټولو نوې مرستې یې پرون په غزني کې له اووه زره دوه سوه کورنیو سره وې چې پیسې یې پرې ویشلې دي. ډبلیو ایف پي په یو لړ ټویټونو کې پرون... Читать дальше...

له امنيتي پېښو وروسته د طالبانو ژمنه؛ امنيتي تدابير پراخوو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په لویدیځ کې پر عبدالرحیم شهید ښوونځي ترسره شوی برید چې پرون ترسره شو يو شمېر نړيوالو غندلی دی. تر دې بريد وروسته چې پر کور دننه او بهر وغندل شو طالبانو ژمنه وکړه چې امنيتي تدابير به پراخ کړي. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دشت برچي کې د سې شنبې د ورځې تر چاودنو وروسته د امنیتي ادارو د غونډې پرمهال دا پریکړه وشوه: « په راتلونکې کې ان شاء الله په هغو سیمو کې به زموږ د هېوادوالو د امنیت لپاره جدي پاملرنه وشي. ټولو امنیتي ادارو غونډه وکړه چې په دې برخه کې باید... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»





Rss.plus
Яна Рудковская

Рудковская призвала людей чаще проверять своё здоровье в связи со смертью Заворотнюк




Антитеррористические учения прошли в ТЦ «Светофор» в Балашихе

Большинство родителей считают, что надо помогать детям с покупкой отдельного жилья

В Московской области сотрудники Люберецкого ОВО задержали подозреваемого в умышленном причинении тяжкого вреда здоровью

А. Турчак принял участие в церемонии открытия мемориала бойцам бригады беспилотной авиации ГРОМ «Каскад»




د پاکستان د نوې کابينې لوړه؛ د بهرنيو چارو وزير لا نه دی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د کابینې د دیرش غړیو د لوړې مراسم ترسره شول خو د بهرنیو چارو وزیر یې لاهم نه دی ټاکلی. په دې کابینه کې د اوو سیاسي ګوندونو غړي شامل دي، ځیني سیاستوال دې حکومت ته په دې نظر ګوري چې دوام به ونه کړي. فرانس پریس اژانس څرګندوي چې داسې ښکارې چې د بهرنیو چارو وزارت به بلاول بوټو ته وسپارل شي. بلاول د پخوانۍ صدراعظمې بینظر بوټو زوی دی چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ووژل شوه او د بلاول نیکه ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۹ کال کې پوځي حکومت اعدام کړ. که چیرته ۳۳ کلن بلاول بوټو... Читать дальше...

د عبدالرحيم شهيد پر ښوونځي بريد په نړيواله کچه وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي پرونۍ چاودنې غندلې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما)، د سره صلب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا)، د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي، یو شمېر افغان سیاستوالو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزی، عبداله عبداله، همداراز د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې دا چاودنې په سختو ټکیو غندلي دي. جرمني اژانس د کابل د پولیسو د ویاند خلیل ځدراڼ په وینا وایي... Читать дальше...

جو بايډن د اوکراين په اړه له خپلو متحدانو سره غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن له خپلو متحدانو سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د دې خبرو په ترڅ کې دا مساله وڅېړل شوه چې څرنګه له اوکراین سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستې کولی شو. اغلې ساکي زیاته کړه چې پر دې هم ولسمشر له نورو مشرانو سره وغږېده چې د اوکراین د جګړې له امله په څه ډول له روسیې سره حساب کتاب کېدلی شي.

امريکا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ميليونونه ډالره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د څه باندې اته څلویښت میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان وکړ. په اسلام اباد کې د متحد ایالتونو سفارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا د هغو بشري مرستو یوه برخه ده چې واشنګتن یې له افغانانو سره ژمنه کړې ده. د سفارت په ټویټ کې چې پرون خپور شو له پاکستانه مننه شوې ده چې افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

روسيې د اروپايي ټولنې يو شمېر ډيپلوماټان له خپل هېواده ايستلي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي چې د اروپایي ټولنې د دوو هېوادونو شپږ دېرش ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ايستلي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې یو ویشت ډيپلوماټان د بلجیم او پنځلس د هالنډ دي. دې ډیپلوماتانو ته یې دوې اونۍ وخت ورکړی دی چې له روسیې ووځي. د فبروري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی اروپایي هیوادونو تر اوسه د روسیې تر درې سوه ډېر ډیپلوماتان شړلي دي. د دې په ځواب کې روسیې د هالند، بلجیم او تر دې مخکې د چک جمهوریت، بلغاریا او څو نورو هیوادو یو شمېر ډیپلوماتانو ته ځواب ورکړی دی.

د اسلامي همکاريو د سازمان استازی: زده کړه د نجونو اساسي حق دی

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د خبرو د اجنډا په سر کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو مساله شامله وه. د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم، لکه له افغانانو سره پر بشري او اقتصادي مرستو، همداراز له ترهګرو سره پر مبارزې خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی دی چې دا د نجونو اساسي حق دی چې ښوونځيو ته ولاړې شي. د بشري حقونو او د افغانستان د نجونو او... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Тимати проучил нового владельца “Black Star Burger” и перепродал его долги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


WTA

Пресс-служба WTA мемом отреагировала на тяжёлую победу Свёнтек над Осакой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России