Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2022

Новости за 21.04.2022

مزار شريف کې چاودنه؛ د وژل شويو شمېر ۲۵ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی. دغه راز نن په کابل، ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

په مزارشریف کې چاودنه؛ د مړو شمیر مخ په ډیریدو دی

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی دی

داعش ډلې مزار شريف ښار کې د چاودنې مسؤليت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په مزاشریف ښار کې د ننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی. رویټرز اژانس څرګندوي چې دې ډلې د ټیلګرام له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړې ده. بل لور ته د دې برید په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي خبریال ریچرد بینناټ پر ټویټر لیکلي دي چې نن بیا افغانستان نورو چاودنو ولړزاوه، په مزارشریف ښار کې یې جومات هدف وګرځاوه او قربانیان یې یو ځل بیا هزاره دي. ریچرډ بینناټ زیاتوي چې په منظم ډول پر هغو ځایونو بریدونه چې ګڼ خلک پکې ژوند کوي، لکه ښوونځي او جوماتونه... Читать дальше...



يو شمېر کابل ښاريان: طالبان دې پر خپلو کسانو هم شريعت پلی کړی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم یو شمېر کابل ښاریان په دې باور دې چې، مجرمینو ته سزا ورکول به جرمونه راکم کړي، خو وايي، طالبان هغه څه چې د شریعت طبیق او خپل قانون ګڼي باید په خپلو کسانو هم، چې په بېلا بېلو جرمونو، مجرم پېژندل شوي هم پلي کړي.  یو تن له دوی، چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:  “مونږ له قانون او شریعت ملاتړ کوو، خو چې پلي کېدل یې په ټولو یو شان وي، که دوی رېښتیا غواړي عدالت ټینګ ګړي باید په هغه چارواکو چې په فساد تورن دي هم حکم جاري کړي، لکه... Читать дальше...

د ايران يو شمېر ښارونو کې ښوونکو لاريونونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران په یوشمیر ښارونو کې د پلازمینې تهران په شمول، ښوونکو نن لاریونونه وکړل. دوی د مناسب معاش او د ښو شرایطو د چمتو کېدو غوښته کوي، په ورته وخت کې دې اعتراض کوونکو له حکومته وغوښتل چې زنداني ښوونکي دې ژر تر ژره له بنده خوشي کړي. د ایران د ښوونکو د همغږۍ شورا په تیلګرام کې لیکلي دي چې په تهران کې لږ تر لږه دېرش اعتراض کوونکي نیول شوې دي.

طالبانو د ټيک ټاک اپليکېشن د بندولو پرېکړه کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ته دنده سپارلې ده چې د (PUBG) په نوم د ان لاین لوبې مخه ونیسي او د ټیک ټاک په نوم ان لاین اپلیکیشن بند کړي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني په ټویټر کې لیکلي دي دا پرېکړه د طالبانو د کابينې په غونډه کې شوې. د نوموړي په وینا کابینې لارښوونه کړې ده چې تر وسه وسه دې د هغو چاینلونو مخه ونیول شي چې غیراخلاقي خپرونې کوي.

د امريکا فوټبال لوبډله له مراکش لوبډلې سره دوستانه سيالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فوټبال لوبډله په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام د ګډون لپاره د تیاریو په موخه له مراکش لوبډلې سره دوستانه سیالی کوي. دا لوبه د غبرګولي په یولسمه په امریکا کې کېږي. دا امریکا لوبډله په قطر کې د فوتبال په نړیوال جام کې په بي ګروپ له ایران او انګلستان، سره لوبه وکړي او بله سیاله لوبډله یې لا نه ده معلومه. خو لومړنۍ سیالي یې، چې د لیندۍ په اتمه کېږي له ایران لوبډلې سره ده. مراکش لوبډله بیا په اف ګروپ کې له بلژیک ، کانادا او کرواسي سره په ګروپ کې یو ځای ده.

خوست کې د روژې جام سياليو دوام؛ خوست ځوانان د سنګين پر وړاندې لوبيږي

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې د روژې جام سیالیو په دوام، نن د خوست ځوانانو لوبډله د سنګین لوبډلې په وړاندې لوبه کوي. وړاندې له دې د خوست ځوانانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د ۲۱ مڼډو په توپیر علي اکبر لوبډلې ته ماتې ورکړه او سنګین لوبډلې هم د ۱۸ مڼډو په توپیر له دیګان ځوانانو لوبه وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه. د کرکټ دا لس اوریز جام چې د روژې میاشتی په لومړۍ نېټه پیل شوی و، ۱۶ لوبډلې په کې سیالي کوي او ۸ لوبډلو نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده.



ننګرهار کې د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په کچه د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت دمخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسیدې. د دې سیالیو په وروستۍ لوبه کې د پیداګوژۍ او ننګرهار کلپ لوبډلو په خپلو کې سیالي وکړه او لوبه ۳ د ۲ په وړاندې د پیداګوژۍ فوټسال لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده. د دې سیالیو هدف په ننګرهار ولایت کې د فوټسال لوبې وده بلل شوې.

کابل او يو شمېر ولايتونو کې چاودنې؛ اتلس تنه وژل شوي او شپېته ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل ترڅنګ په مزارشریف، کندز او ننګرهار کې د چاودونو راپورونه ورکول شوي دي، خو د مزار شریف چاودنه يې تر ټولو خونړۍ بلل شوې. دغه چاودنه چې د مزار شریف ښار د دوهمې ناحیې اړوند د سې دوکان سیمه کې د شیعه ګانو په مشهور جومات کې دننه شوې ده، د تلفاتو په اړه يې بېلا بېل نظرونه ورکول کیږي. په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي پېښه په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له امله رامنځته شوې چې ۱۰ تنه لمونځ کوونکي يې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي. نوموړی وايي... Читать дальше...

کندوز کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدي ازادي راډيو ته وويل، د کندز ښار د دورې سر ښارګوټې د ۲۱۷ عمرې قول اردو د مستریانو کاسټر موټر باندې چاودنه شوې چې پکې د تخنيکي ورکشاپ ۴ تنه کارکوونکي وژل شوې او ۱۹ ژوبل دي. نوموړی وايي، په ټپیانو کې ۳ تنه لارویان ماشومان هم شامل دي. د ښاغلي عابدې په خبره، چې چاودنه په یو بايسکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د يادې پېښې مسؤليت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی.

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د هرات ښځينه زندان مديره عاليه عزيزي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د هرات د ښځو د زندان مدیره عالیه عزیزي له زندان څخه خوشې کړي. د هرات د ښځو د زندان د رييسې عاليې عزيزي له ورکېدو څه باندې اووه مياشتې تېرېږي او د مېرمن عزيزي د کورنۍ غړي د هغې له ژوند او مرګ بې خبره، له ژور خفګان سره مخ دي. د عالیې عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې طالبان له دوی سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي. نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې ځواب ویونکې اوسي او ژر تر ژره دې د خپلې خور له حاله دی خبر کړي. ښاغلی عزيزي وايي: "له هغې ورځې راهیسې چې عالیه... Читать дальше...

د خوراکي امنیت اسلامي سازمان له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو په کابل کې د خوراکي امنیت اسلامي سازمان له سکرتر جنرال سره لیدلي. دغې خونې تیره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواو په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب اسلامي سازمان د پروژو د تطبیق او د دوه اړخیزو همکاریو په کېدو ټینګار کړی دی . د خبر پاڼې په حواله، د خوراکي امنیت اسلامي سازمان استازي په افغانستان کې له قزاقستان څخه د غنمو او اوړو د مرستې پروژه او د افغانستان خلکو ته یې لېږدول، د غنمو د تولید لپاره د ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د... Читать дальше...

په ويمبلډن لوبغالي کې د روسيې او بيلاروس پر لوبغاړو بنديز وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تنس تر ټولو غوره لوبغاړي نواک جوکوویچ دا پریکړه وغندله چې د روسیې او بیلاروس لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې د ویمبلډن په تنس لوبو کې ګډون وکړي. پرون پریکړه وشوه چې د ویمبلډن په لوبو کې پر اوکراین د روسیې د برید لپاره پر روسیي او بیلاروسیي لوبغاړو بندیز ولګوي. د ویمبلډن پر دې پریکړه د نړۍ د نارینه او ښځینه تنس لوبغاړو بنسټونو هم اعتراض کړی دی. ټاکل شوې ده چې د ویمبلډن تنس لوبې د جون په اووه ویشتمه پيل شي او د جولای په لسمه پای ته ورسیږي.

د صرافانو پر جوړې شوې طرحې بيا کتنه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون ماليې وزارت، د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته دنده سپارلې چې د افغانستان بانک لخوا د صرافانو لپاره پر جوړې شوې طرحې يوځل بيا کتنه وکړي. د طالبانو حکومت د ارګ په نوم په خپله ټویټر پاڼه کې لیکي، د دغه کمېسیون د تېرې ورځې ناستې مشري د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کوله. په خبر کې وړاندې راغلي، هغه طرحه چې د افغانستان مرکزي بانک صرافانو لپاره جوړه کړې و په هغې کې بايد هر صراف د کار جواز ولري، ۵ ميليونه افغانۍ د افغانستان بانک ته ضمانت ورکړي... Читать дальше...

د نجونو پر زده کړه د بنديز دوام؛ توماس ويسټ او کرزي يې پر اندېښنو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده کړو د بندیز دوام ته اندېښمن دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي د نجونو د زده کړو د مخنیوي دوام د طالبانو د بار بار ژمنو خلاف عمل دی او د ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي. ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې خبرې کړي او د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر دوام يې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په کابل کې... Читать дальше...

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته دوام ورکړى

Pa.azadiradio.com 

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې پراخو عملیاتو ته وروسته تر دې ادامه ورکړه چې کییف له روسیې سره د خبرو لپاره وړاندیز وکړ چې د ماريپول په ښار کې دې خبرې وشي. روسانو په ماریپول کې اوکرایني ځواکونو ته د تسلیمي لپاره ضرب الاجل ټاکلی و چې پرون پای ته ورسېد.  د بریتانیا دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې په دنباس کې مېشت روسیي پوځیان د کراماتورسک د ښار په لور د پرمختګ په حال کې دي او اوکرایني پوځیان یې په توغندیو په نښه کوي. د بریتانیا دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي، چې په سیمه کې په لوړه کچه د هوا له لارې... Читать дальше...

د پوهنتونونو فارغان: خپل راتلونکي ته اندېښمن یوو

Pa.azadiradio.com 

تازه ګڼ افغان محصلان له پوهنتونونو فارغ شول، دا که له یوې خوا دوی ته ښه خبر دی چې د لوړو زده کړو یوه دوره یې پای ته ورسوله خو بل پلو په اوسنیو شرایطو کې د دندې موندل او د کاروبار پیلول هغه څه دي چې دوی یې باید په اړه فکر وکړي. د پوهنتونونو تازه فارغان وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې د خصوصي سکتور په برخه کې کارونه بیخي کم شوي او په دولتي ادارو کې هم د مقررۍ معیار دا دی چې باید د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي وي. دا فارغان د طالبانو له حکومته غواړي چې په دولتي ادارو کې د مقرریو... Читать дальше...

کابل او نورو ولايتونو کې چاودنې؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په څو ښارونو چاودنې شوې چې د راپورونو په اساس لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله رسېدلې. په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه تاریخي جومات ( سه دوکان ) کې د ماسپيښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې. د بلخ د روغتون رییس ډاکتر غوث الدین انوري تایید کړې چې روغتون ته لس مړي او څه باندې څلوېښت ټپیان ور انتقال شوي. په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو رییس ذبیح الله نوراني بیا د مرګژوبلو شمېره ۲۵ یاده کړې. اخوا په کندز کې د طالبانو د په یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
PR time

«Сурганова и Оркестр» приглашают на Летник на Флагшток





Rss.plus
Культура

Афиша театра кукол Бурятии "Ульгэр": Россия, Культура, Театр, Дети - Спектакль "Курочка ряба"




В Сочи 83-летняя одинокая пенсионерка более 30 лет стоит в очереди на жилье

Что делать с долгами по кредитам в трудной жизненной ситуации?

Концерты оркестра Бутмана посмотрели более 50 миллионов китайцев

Еще 1,2 тысячи мусорных баков установят в Подмосковье за неделю




ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور ۳ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي، درې تنه یې د اسرایيلو استخباراتي سازمان " موساد" ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه مشکوک کسان د ایران په جنوب ختیځ ښار زاهدان کې نیول شوي دي. ویل شوي چې دغو کسانو موساد ته پټ اسناد ورکول. د دغو دریو تنو هویت تر اوسه رسنیو ته نه دی ښکاره شوی. اسرایيل د ایران له اسلامي انقلاب را وروسته ۴۳ کلونو کې د ایران سر سخته دښمن ګڼل کېږي.

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښو کاندیدانو يو پر بل سختې نیوکې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په ټاکنو کې پر خپلې سیالې مارین لوپن له روسیې سره د اړیکو په پار نیوکه وکړه. مکرون پرون په یوه ټلویزیوني مناظره کې وویل، د مارین لوپن ګوند ۲۰۱۴ کال کې له یوه چکي-روسي بانکه پور اخیستی و. مکرون ویلي، که یې سیاله د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، له روسیې سره به د پور په خاطر اړیکو کې خلاص لاس ونه لري. مېرمن لوپن بیا دې مناظره کې مکرون" غیرصادق" کس یاد کړ او وې ویل، دا خپله نه، بلکې ګوند یې د روسي بانک پور خلاصوي. لوپن مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین بریدونه پيل کړي،... Читать дальше...

ارزګان کې سلګونه مېرمنې د ورځې له ‍۱۴ افغانیو په ټيټه بیه کار کوي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې تر ۶۵۰ زیاتې مېرمنې د ورځې په ‍۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټ بیه کار کوي. په دغه ولایت کې سلګونه ښځې د سهار تر ماښام پورې د ۱۴ افغانیو په بدل کې کار کوي؛ کوم چې د فقر او ولږې ښکاره بېلګه ګڼل کېداى شي. نور بي بي او د کلي نورې ښځې په ترینکوټ ښار کې د اغاشېرین دوکان ته راغلي. دوى د اغاشېرین سره د لاسي غاړو د جوړولو په برخه کې کار کوي. یادې ارزګانۍ مېرمنې چې د ورځې په۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټه بیه کار کوي، د خپلو ګټلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره راغلي څو د اختر لپاره د کور توکې... Читать дальше...

نغمه: طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي

Pa.azadiradio.com 

افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي. له بېلابېلو کورنیو او نړیوالو بنسټوتو او مطرحو شخصیتونو د غوښتنو په دوام، افغان مشهوره سندغاړې ښاپیرۍ نغمه هم له طالبانو غواړي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.  اغلې نغمه اندېښنه څرګندوي وايي، که چېرې د ښوونځیو دروازې دغه شان د نجونو پر مخ تړلې پاتې شي، د دې په خبره، په ژور خپګان به اخته شي.  هغې وویل: "زه د اسلامي امارت له مشرانو... Читать дальше...

سرچینه: د کابل دشت برچي وروستى بريد زده کوونکي کړى و

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو داسې معلومات تر لاسه کړي، چې ښيي د کابل په لوېدیځ کې په ممتاز ښوونیز کورس کې د سه شنبې د ورځې برید د چا له خوا شوی دی. یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو او غږ نه خپرېدو په شرط دا معلومات شریک کړي دي. سرچینه وايي، په متاز ښوونیز کورس کې برید کوونکی د دغه کورس یو شاګرد و چې د ده په خبره، لس ورځې مخکې یې په کې نوم لیکنه کړې وه. سرچینه دا هم وايي، چې یاد کس لومړۍ د کانکور ازموینې تولګي لپاره نوملیکنه کړې وه خو ورسته یې ټولګی بدل کړی او د فزیک په برخه کې یې زده کړې کولې . Читать дальше...

کندز کې د انجې کرکېلې ته لېوالتیا زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د کروندګرو لېوالتیا د انجې کرکېلې ته زیاته شوې ده او له امله یې د دې ولایت للمې او شاړې ځمکې پرې ښېرازه شوې دي. انجه، هنګ یا انغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده، چې په دې وروستیو کلونو په هېواد کې کرکېلې وده کړې ده. د کندز په للمې او وچو ځمکو کې د انجې کرکېله د غوړېدو په حال کې ده.  که څه هم دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د شمال او شمال ختېځ ولایتونو په غرونو کې راشنه کیږې،ګ خو په تېرو کلونو کې په نامسلکي ډول د انجې حاصل راټلولو له امله دغه بوټې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شو. Читать дальше...



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Uriah Heep

Uriah Heep. Come Back To Me




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России