په ارزګان کې د کوکنارو ګلان سم په اوج کې دي
سره له دې چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د مشر له لوري د کوکنارو د کښت د بندولو امر وشو، خو په ارزګان کې د کوکنارو کروندې لا هم شنې او ډکې دي. کروندګر وايي، تر هغه به د کوکنارو کښت پرې نه ږدي چې بدیل حاصلات ورته نه وي برابر شوي. د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړ او د کوکنارو په کښت یې بندیز ولګاوه. طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کښت صفر ته نږدې کړی و، خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو په تېر کې ویلي چې تریاک او نشه... Читать дальше...