Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 02.06.2022

د اروپا – جنوبي امريکا د فوټبال اتلولۍ کې ارجنټاين ايټاليا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا- جنوبي امریکا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې ارجنټاین درې د صفر په وړاندې ایتالیا ته ماتې ورکړه. د دغو دوو قارو د فوټبال د اتلو لوبډلو ترمنځ لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې په فرانسه کې وشوه چې کوربه هېواد یوروګوای ته ماتې ورکړه، بل ځل په نولس سوه درې نویم کال کې په ارجنټاین کې کوربه هېواد ډنمارک ته شکست ورکړ. تر دې را وروسته سږکال یو ځل بیا د جنوبي امریکا او اروپا د فوټبال فدارسیونونو وپتیله چې دا قهرماني ترسره شي، خو دا ځل یې دریم هېواد د لوبې لپاره انتخاب کړ او تېره شپه دا سیالي د لندن په ویمبلي لوبغالي وشوه.

د اوکراين ولسمشر: روسيې د اوکراين شل سلنه خاوره نيولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، د دې سربېره چې روسانو ته د افغانستان د یوې لسیزې تر جګړې په اوکراین کې د روانې جګړې په ترڅ کې ډېر تلفات اوښتي دي، بیا هم روسیه هڅې کوي چې نورې سیمې لاندې کړي. د ولودومیر زیلینسکي په وینا اوس د اوکراین شل فیصده خاوره روسیې نیولې ده. زیلینسکي چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبرګ پارلمان ته خبرې کولې دا هم وویل چې د اوکراین له اټکل سره سم تر اوسه له اوکراین سره په جګړه کې تر دېرش زره ډېر روسي عسکر وژل شوې دي. څه باندې درې میاشتې کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.

د انګلنډ – نيوزيلنډ ترمنځ د کرېکټ ټيسټ لوبه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د انګلنډ او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ کرېکټ لوبه نن د لندن په لارډ لوبغالي کې پیل شوه. د دې لوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه خو دا پرېکړه د نیوزیلنډ لپاره د لوبې په لومړۍ ورځ ښه تمامه نه شوه. نیوزیلنډي توپوهونکي د انګلنډ د توپ اچوونکو په وړاندې ښه و نه ځلېدل او په ۱۲ منډو کې ۴ لوبغاړي اوټ شول خو د نیوزیلنډ لوبډله لا هم خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي. د یادونې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله به له انګلنډ لوبډلې سره درې ټېسټ لوبې وکړې چې لومړۍ هغه یې نن پیل شوه.



انوش دستګير: د فوټبال افغان لوبډله به د اسيا د ملتونو جام ته لار پيدا کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی وايي، افغان لوبډله به د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د روزونکي انوش دستګیر له قوله پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي، چې افغان لوبډلې که څه هم د ویتنام په وړاندې خپله لوبه وبایلله خو بیا هم دا وړتیا لري چې د اسیا د ملتونو جام ته لار ومومي. د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پرون له ویتنام سره لوبه وکړه چې ۰ ـ ۲ یې وبلله. له دې ماتې وروسته هم ښاغلی دستګیر په افغان لوبغاړو ډاډمن دی چې د اسیا د ملتونو جام ته به لار مومي، ځکه د نوموړي... Читать дальше...

کرېکټ بورډ: سږ کال د شپږيزې ليګ کې ۸ لوبډلې لوبيږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د رسنیو برخې مسوول عبدالله پکتیاني نن ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې لوبډلې پلورل شوي او اوس په دې هڅه کې دي چې د لیګ لپاره مالي ملاتړی پيدا کړي. ښاغلی پکتیانی وايي، د لوبډلو لخوا د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ مراسم به هم د روانې جون میاشتې په ۱۰مه نېټه وشي. د ښاغلي پکتیاني د معلوماتو پر بنست په شپږیزه لیګ کې چې پخوا ۶ لوبډلې لوبېدې، سږ کال به ۸ لوبډلې ولوبېږي چې ټولې ۳۲ لوبې به په کې وشي او ۲۰ ورځې به دوام وکړي. د شپږیزې کرېکټ لیګ به د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه په کابل کې پيل شي.

په کندهار کې د لاسي صنایعو یو مرکز مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يوې مېرمنې د لاسي صنايعو د توليد مرکز جوړ کړى دى. په دې مرکز کې لسګونه بېوزله ښځې کار کوي، چې د خپلو کورنیو مالي لګښتونه برابروي. خو د دغه مرکز کارګرانې وايي، چې د تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې مرستې ته اړتیا لري

غزنی: طالبانو د جمعې خطبه کې د ملا هيبت الله اخندزاده د نوم اخيستلو لارښوونه کړې

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي په دغه ولایت کې د حج او اوقافو ریاست له لوري ټولو ملا امامانو ته لارښونه شوې چې باید د جمعې ورځې په خطبه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده نوم واخیستل شي. خو د طالبانو په مشرۍ د حج او اوقافو وزارت دا موضوع ردوي او وایي چې په دې اړه کوم رسمي حکم نه دی ورکړل شوی. سره له دې چې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي د جمعې له لمانځه وړاندې په عربي خطبو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د نوم د یادولو په اړه رسمي حکم نه دی ورکړل... Читать дальше...

د طالبانو په بيا ځلې واکمنۍ کې په لومړي ځل يو هندی پلاوی کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي یو هندي پلاوی کابل ته رسېدلی او دغلته به له طالب مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي. د طالبانو په دويم ځلې واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې هندي پلاوی کابل ته سفر کوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:"کابل ته دهندوستان هېواد یو پلاوی راغلی دی، له مسولینو سره د لیدو کتنو پروګرام هم شته، اوس د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه لري، جزییات به یې وروسته خپاره شي." ښاغلي مجاهد د دغه هندي پلاوي د جوړښت په اړه څه... Читать дальше...



له بنديزونو سره - سره يو شمېر مېرمنې لويو ښارونو کې موټر چلوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د مېرمنو لپاره موټر چلولو د زده کړې کورسونه بند شول خو بیا هم په یو شمېر لویو ښارونو کې مېرمنې او نجونې موټر چلوي. موټرچلونکې مېرمنې له طالبانو غواړي چې د ښځو د موټر چلولو محدویت په اړه خپل نظر بدل کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د زده کړې کورسونه فعالیت وکړي. په هرات ولایت کې سیمه ییزه خبریاله شیما وفا وایي چې له لسو کلونو ډېره موده کېږي چې موټر چلوي. خو نوموړې وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ډېره وېره موټر چلوي، شیما له... Читать дальше...

کابل کې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د قبایلي جرګې ترمنځ د سولې خبرې نن د دویمې ورځې په مخ دوام لري. د قبایلي جرګې یو مشر او د خېبرپښتونخوا پخواني والي شوکت الله نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د دوی د خبرو دریم پړاو روان دی. اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو پلاوی کابل ته ورغلی دی، خو نوموړي د سولې د خبرو په اړه نور معلومات ورنه‌کړل. ځینو طالب سرچینو بیا ازادي راډیو ته د نوم نه ښوولو په... Читать дальше...

پر مرستو د څار په موخه يو هندي پلاوی کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د وزارت په یوه اعلامیه کې نن راغلي چې یو پلاوی یې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو په پروسه باندې د څار لپاره کابل ته لېږلی. په اعلامیه کې د غنمو، درملو، واکسینونو او ژمنیو جامو په برخه کې د هند د بشري مرستو یادونه هم شوې چې په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته رسېدلي. هند د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره د ژمنیو جامو ترڅنګ شاوخوا ۲۰ زره متریک ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل او د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره دوز مرسته کړې ده. تمه ده هندی پلاوی له طالب چارواکو سره د همدغو بشري مرستو په تړاو بحثونه هم ولري. Читать дальше...

ننګرهار: د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پيل شو

Pa.azadiradio.com 

د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شو. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت به خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې په دې پروګرام کې ۴۲۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره د کار فرصت برابرېږي چې هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي. یاد وزارت ویلي، د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد هاشمي د پروګرام په اړه خلکو ته معومات ورکړل او د کار د روڼتيا په برخه کې یې سپارښتنې هم ورته وکړې. د یادونې ده چې د کار... Читать дальше...

د طالبانو سوداګرۍ وزارت ايراني چارواکو سره پر اقتصادي مسايلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په خاطر یې له ایراني چارواکو سره لیدلي دي. دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ملا قدرت الله جمال د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت له ځانګړي استازي میر شفیعي او په کابل کې د ایران سفارت له اقتصادي اتشې حسن شېرزادي سره په اقتصادي مسایلو خبرې کړي دي. په خبرپاڼې کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د سرحدي بنسټونو، بندرونو او صنعتي پارکونو د پیاوړتیا او د سوداګریز بېلانس په اړه خبرې شوې دي. Читать дальше...

خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه ټکنۍ شوې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر عام خلک د برېښنايي تذکرو د ويش په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت لري او وايي، د تذکرو اخیستو ته ان میاشتې په تمه وي خو نوبت نه ورسېږي. محمد اقا دانش د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او د دغه ولایت دولتي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل دی وايي، سره له دې چې د ډېریو رسمي چارو لپاره تذکرې ته اړتیا وي خو د برېښنايي تذکرو په پروسه کې د ځنډ او زیات وخت نیولو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې ترلاسه یې کړي. نوموړی وايي: "ما نور دومره وخت پیدا نه کړ چې د دې پروسې دا څومره وخت چې نیسې انتظار ورته وکړم،... Читать дальше...

له پاکستانه د راغلي پلاوي ناسته؛ طالبان: د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل ته د قبایلې مشرانو د یو پلاوی رسېدل تاييدوي او وايي د سیمې امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی. که څه هم د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي د غړو او قبایلي مشرانو د خبرو د اجنډا په اړه څه نه وايي خو یو شمېر پاکستاني رسنیو د یاد هېواد د ځینو چارواکو له قوله ویلي دي چې دغه پلاوی به له تحریک طالبان پاکستان له مذاکره کوونکو سره د اوربند پر غځېدو خبرې وکړي، هغه چې د روانې اوونۍ سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد... Читать дальше...

خلک: د طالبانو لخوا د حج لپاره ټاکل شوی لګښت نه شو پرې کولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي، خو خلک وايي دا لګښتونه پرې کول يې تر وس وتلي دي. یو شمېر هغه افغانان، چې سږ کال د حج مراسم ترسره کوي، د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل شوې لګښت د خپل وس خبره نه ګڼي. د غزني ولایت اوسدونکي حاجي محمد ګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "قېمت یې دوه چنده شوی دی، پخوا په دوه زره ډالره داخله کېده خو اوس څلور زره او څو سوه روپۍ دي، نو... Читать дальше...

ايران: د استوګنې د يوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د قربانيانو شمېر ۳۷ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران په بندري ښار آبدان کې د استوګنې د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د نړېدو د پېښې د قربانیانو شمېر۳۷ ته لوړ شوی، معترضان د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د چارواکو له لوري پراخه بې غوري او د هغوی په منځ کې اداري فساد بولي، خپل اعتراض ته دوام ورکوي. چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د نړېدلې، میترو پولیس لس پوړیزې ودانۍ تر خاورو او خښتو لاندې یو بل مړی وموندل شو چې په دې سره د مړو شویو شمېر۳۷ کسانو ته ورسېد. دغه راز ۳۷ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او تر اوسه نه‌ده روښانه چې آیا نور مړي به هم تر خاورو خښتو لاندې وي، کنه. Читать дальше...

ايرلنډ له افغانستان سره يو نيم ميليون ايرو مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

آیرلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د یونیم ميلیون ایرو نوې مرسته کړې. د ملګروملتونو د بشري چارو همغږې کونکې ادارې یا اوچا پرون په یوه ټویټ کې له دغو مرستو د مننې ترڅنګ ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د بېړني پروګرام د فعالیتونو د ملاتړ په خاطر شوې ده. په دې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې له دغه صندوق سره د ایرلنډ د سخاوتمندانه مرستو اندازه درې نیم ميلیون ایرو ته ورسېده. د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي پرون اعلان وکړ چې په روانه جون میاشت کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه افغانان خوړو ته فوري اړتیا لري.

د ښځو د حقونو نړيوالو ټولنو غونډه به د افغان ښځو د وضعيت پر بدلېدو څه اغېز وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو ۲۴ ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. دا ډول غونډه به د افغان ښځو د وضعیت پر بدلېدو څه اغېز ولري؟ عصمت څاروان په دې اړه د ښځو د حقونو له یوې افغان فعالې خاطرې صافۍ سره مرکه کړې. هغې په دې اړه داسې وویل:


Музыкальные новости
Алсу

Mash: певица Алсу и ее супруг Абрамов поделят при разводе 2 дома и 2 квартиры





Rss.plus
Владимир Путин

Путин поручил утвердить проект «Пять морей и озеро Байкал»




Российско-китайская перчатка больно прошлась по сусалам коллективного запада (Ko3а), оказалось, что отвечать ему нечем…

Молодежь Чехова сразилась в «Крокодила»

Эксперт Абрамычев: офисная недвижимость в Москве подорожает до 15% до конца года

Прием заявок на кубок по баскетболу 3×3 идет в Чехове




واشينګټن پوسټ: لويديځ د افغانستان په اوسني تياره وضعيت کې لاس لري

Pa.azadiradio.com 

واشینګټن پوسټ: واشینګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې وروستي وضیعت ته په پام یوه لیکنه کې ویلي" لویدیځ د افغانستان په اوسني تیاره وضیعت کې لاس لري." په لیکنه کې ویل شوي، د اوکراین جګړې ته د لویدیځ پاملرنه په افغانستان کې اوسني وضیعت ته د نه پاملرنې سره په تضاد کې یو څه دي. واشینګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د دولت جوړونې او د وسلوالو ضد جګړه کې د ټریلونو ډالرو له لګولو وروسته تېر کال د دوبي په پای کې نړۍ په کابل کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو شاهده وه. ورځپاڼه وايي، په واشینګټن او د بېلابېلو... Читать дальше...

جرمني د عمومي ټرانسپورټ د ټکټ بيې ټيټې کړي

Pa.azadiradio.com 

جرمني د انفلاسیون د منفي پایلو د کمېدو، د تېلو د بیې د زیاتېدو د مخنیوي او چاپېریال ته د زیان د کمېدو لپاره د عمومي ترانسپورت د ټکټ بیه ټیټه کړه. له دې پرېکړې سره سم، د جرمني ټول وګړي په سږني دوبي کې د میاشتې د ۹ یورو په ټکټ د هېواد ټولو سیمو ته په نامحدود ډول سفر کولی شي. له پرونۍ چهارشنبې څخه د دې ډول ټکټونو پلور پیل شو. په دې ټکټ نه یوازې د جرمني هرې برخې ته سفر کېدای شي بلکې په ښارونو کې په بسونو، ټرمونو او میترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډو کې هم سفر کېدای شي. د دې پرېکړې له کبله به د جرمني... Читать дальше...

تېرو ۹ مياشتو کې افغانستان سره نږدې ۹۰۰ ميليون ډالر نغدي مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د ۹۰ میلیون ډالره نورو پیسو له رسېدو سره د افغانستان بانک وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو کابو ۹ میاشتو کې له دې هېواد سره د نغدو پیسو مرسته نژدې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېده. د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند پرون (چهارشنبې) باختر خبري اژانس ته وویل تر اوسه پورې دا مرستې ۸۸۹ میلیون او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ښاغلي مومند د دغو بشري مرستو د ستاینې په څنګ کې وویل چې د افغانستان بانک پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغانانو سره په نورو برخو کې مرسته وکړي.

د فرانسې سفير او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر پرون د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره وکتل. د فرانسې سفیر دیوید مارتینون د دې کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل ملګري ډاکتر عبدالله سره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه ګټورې خبرې کړي دي. ده د خپلو خبرو نور جزییات او ځای په اړه څه نه دي ویلي خو عبدالله عبدالله له اته میاشتې نظربندۍ وروسته د تېر ثور په لسمه د خپلې کورنۍ له غړیو سره د لیدو لپاره هند ته لاړ او لا هم همالته دی. ویل کېږي چې ښاغلی عبدالله غواړي چې بېرته هېواد ته ستون شي.

افغانستان کې د بېوزلۍ له امله زرګونه ماشومانې لويانو ته واده کړی شوي

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو او په افغانستان کې د بېوزلۍ له اوج ته رسېدو وروسته شاوخوا ۱۲۰ زره افغان ماشومانې په پیسو ورکړل شوي دي. ورځپاڼې لیکلي، د بېوزلۍ له کبله نه یوازې ډېر شمېر ماشومان کار کولو ته اړ شوي بلکې په کم عمر لسګونه زره ماشومانې د پیسو په خاطر په لویانو واده شوي دي. پرون د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي اعلان وکړ چې په روان جون میاشت کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه افغانان خوړو ته فوري اړتیا لري.

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست ريیس مولوي صدیق الله نصرت پرون (چهارشنبې) ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره ۱۸ تنه له ایران څخه دې ولایت ته شړل شوي دي. د مولوي نصرت په وینا، په دې کسانو کې ۳۶۷۰ مجردان او پاتې ۳۴۸ تنه د ۹۱متاهلو کورنیو غړي دي. ایران له څو اوونیو راهیسې له خپلې خاورې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی. دا هېواد ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د ایران خاورې ته اوښتي دي.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Долина, Бутман и его оркестр представили Россию на Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Ига Свёнтек

Лишь две теннисистки моложе Свёнтек выигрывали 16 матчей подряд на «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России