اوچا: په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره تیاری نیول شوى
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې بشرپاله شریکان یې د طالبانو له چارواکو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زیانمن شویو کورنیو سره د مرستو لپاره تیاری نیولی دی. دې ادارې ویلي، چې لومړنۍ عاجلې اړتیاوې په نښه شوي چې په کې ټپیانو ته لومړني روغتیایي خدمات، عاجله سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي مواد، پاکې اوبه او د حفظ الصحې مواد شامل دي. خو دغې ادارې ویلي، چې سختو ورښتونو او یخنۍ ته په پام عاجله سرپناه اوس لومړیتوب لري. اوچا ویلي، چې راپورونه یې ترلاسه کړي چې... Читать дальше...