کابل کې چاودنه شوې
د طالبانو حکومت وايي، په کابل ښار کې چاودنې یو شمېر ملکي کسان ټپيان کړي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن مازدیګر د څلورمې حوزې اړوندو سیمه کې په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په دغه چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. د کابل امنيه قوماندانۍ وياند همدا شان وايي، چې سيمه ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي. تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.