Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 17.06.2022

افغانستان کې زياتېدونکې لوږه؛ د کابو کولو لپاره يې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې. په دې اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړي ګواښي. ۲۶ کلنه مېرمن چې د تېر حکومت له پوځیانو څخه ده او اوس بېکاره شوې له خپلې بېکارۍ کړېږي. نوموړې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل، چې له دې مخکې یې په میاشت کې شل زره افغانۍ تنخوا درلوده. دا وایي دې... Читать дальше...

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن هېواد ته ستنه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره تر لوبو وروسته نن کابل ته ستنه شوه. افغان لوبډلې له زمبابوې سره درې یو ورځنۍ او درې د شل اورو لوبې وکړې او ټولې یې وګټلې. له دې سره افغان لوبډلې د دوه زره درویشتم کال د پنځوس اورونو نړیوال جام ته د رسېدو لپاره دېرش پواینټونه ترلاسه کړل. دې جام ته د رسېدو لپاره به افغان لوبډله له استرالیا، پاکستان او سریلانکا سره هم لوبې وکړي. د کابل په هوایي ډګر کې افغان لوبغاړو ته نن د چارواکو له لورې د ګلونو ګېډۍ ډالۍ شوې.

کندوز: د امام صاحب ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د کندز د امام صاحب ولسوالي د الف بردي کلي په جومات کې نن د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې د دې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان شوې دي. تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په کندز، کابل او بلخ کې په جوماتونو کې د شویو چاودنو مسوولیت د داعش خراسان څانګې اخیستی و.



د ملګرو ملتونو يوه چارواکي بلاول بوټو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو یوه چارواکي په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مرستیال کلي کلمنټس پرون له بلاول بوټو زرداري سره په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي کلمنټس په ټوېټر کې لیکلي دي چې د خبرو پر مهال یې د افغان نجونو د زده کړې په شمول د ژوند په چارو کې د ښځو پر ونډې هم خبرې کړې دي. کلمنټس زیاتوي چې افغانان باید هېر نه‌شي او د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه هڅې کوي. کلي کلمنتس د پاکستان تر سفر مخکې افغانستان ته تللی و.

ملګرو ملتونه: د اوکراين په ختيځ کې بشري وضعيت خطرناکې کچې ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو نن وویل، پر اوکراین له نژدې څلورو میاشتو راهیسې د روسیې د غیرموجه مداخلې له امله، د دغه هېواد په ختیځ کې بشري وضعیت خورا خطرناکې کچې ته رسېدلی. د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا نن په یوه بیان کې وویل، بشري وضعیت په ځانګړي ډول په دنباس کې د خطر د زنګ کچې ته رسېدلی او په سرعت پسې خرابیږي. د اوچا په بیان کې د سیویرو دونڅک شاوخوا وضعیت ډېر خراب بلل شوی دی، د اوکراین په ختیځ کې په دې ښار کې له څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه ده. اوچا وایي، په سیویرو دونڅک کې په زرګونو... Читать дальше...

خلک: پاکستاني ځواکونه د سپين بولدک دروازه کې خلکو سره غير انساني چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو ورځو کې د بولدک په دروازه کې له افغان مسافرو سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا چلند غیر انساني دى. دوی وايي اوس مهال په دغه دروازه پاکستان ته د تلونکو افغان کډوالو اوښتل سخت شوي دي ان پاکستاني سرحدي ساتونکي په دې دروازه تلونکو افغان مېرمنو ته سپکاوی کوي. په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې په خپره شوې يوې ویډيو کې یو افغان ښکاري چې پاکستاني سرحدي ځواکونه يې وهي، کشوي او ورسره په چادري کې پوښل شوې افغان مېرمن چېغې وهي. Читать дальше...

ريچارډ بينيت: طالبانو ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي. ریچارډ بنییت چې پرون پنجشنبه ناوخته د اروپا پارلمان ناسته کې د افغانستان اړوند خپل راپور وړاندې کاوه ټینګار یې وکړ، چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونې روانې دي او د دې ښځو د حقونو په تامین کې پاتې راتلل د نړیوالې ټولنې "ناکامي" ده. په افغانستان کې د دغه هېواد لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...

اوکراين کې دوه پخواني امريکايي سرتېري لا درکه شوي

Pa.azadiradio.com 

دوه پخواني امریکایي سرتېري چې ویل کېږي د اوکراین له ځواکونو سره یې د روسیې پر ضد جګړه کوله، د اوکراین په ختیځ کې لادرکه شوي او ویره شته چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي وي. د ۲۷ کلن انډي هوین Andy Huynh او ۳۹ کلن الیکسندر درویکAlexander Drueke خپلوانو ویلي چې دوی وروستی ځل یوه اوونۍ مخکې ورسره تماس درلود. دا دوه پخواني امریکايي سرتېري د الاباما ایالت اوسیدونکي دي. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون (د جون په ۱۶ مه) وویل چې دوی د دوو امریکایانو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره "سخت کار کوي"... Читать дальше...



ريچارډ بينيت افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر/ راپور ورکوونکي ریچارډ بينيت ویلي په پنجشر، بغلان، بدخشان او تخار کې د بشري حقونو د سرغړونو او له ملکيانو سره د تاوتریخوالي ادعاو سخت اندېښمن کړی دی. ریچارډ بینیټ پرون د اروپا د پارلمان د بشري حقونو کمېټې ته وینا درلوده. هغه وویل اړتیا یې ده چې په سیمه کې وضعیت له نږدې وڅارل شي. د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ښاغلي بېڼېټ زیاته کړه چې هره ورځ د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني... Читать дальше...

د طالبانو لخوا پر رسنيو محدوديت؛ ولايتونو کې پر کار بوخت خبريالان له ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې د خبریالانو په ځانګړي ډول په ولایتونو کې په کار اخته خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېرې شوي دي. معلوماتو ته نه لاس رسی، د موضوعاتو سانسور، ګواښونه او د سیمه ییزو چارواکو له لوري د پېښو پټېدل هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې ځینې ستونزې مني خو په خبره یې، دوی هڅه کوي چې په ولایتونو کې د اطلاعات او فرهنګ ریاستونو له لارې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: له افغانستان د نشه‌يي توکو قاچاق ګاونډي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه افغانستان د ګاونډيو هېوادونو لپاره د نشه يي موادو د قاچاقو او سازمان شويو جرمونو سرچينه بولي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، له افغانستان څخه د نشه يي موادو قاچاق نړیوال اقتصاد او سوادګري زيانمنه کړې ده. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ګمرکونو له لارې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د سيمې د هېوادونو په کچه د ګمرکونو يوه شبکه جوړه کړه چې د افغانستان په ګډون یې آزربايجان، ګورجستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجيکستان، ازبيکستان او ترکمنستان غړيتوب لري. Читать дальше...

اروپايي ټولنه له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاقو له ډېرېدو اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به بېوزلي او بېکاري په دې هېواد کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو د ډېرېدو سبب شي. د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په تازه راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې بې کارۍ او بېوزلۍ د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو ته لاره اواره کړې ده. د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه يي موادو د توليد، قاچاقو او استعمال د وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې په افغانستان کې... Читать дальше...

ادبي راډيويي مجله؛ د طالبانو له واکمنۍ را وروسته ادبي بهیرونه

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې مشاعرې شروع شوي. په هلمند کې لیکوال انتظار دي چې چارواکي به یې پرمخ تړلې لارې پرانیزي. پښتو ژبې ته د هنري، دیني او تخنیکي ژباړو ستونزې او اسانتیاوې. د اوونۍ ادبي او فرهنګي فعاليتونه او خبرونه په ادبي راډيويي مجله کې چې احمد شيبر يې چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اروپايي هېوادونو کې د ګازو بيې ۲۵ سلنه لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو د کمښت له امله په اروپايي هېوادونو کې د ګازو بیې پرون پنجشنبه ۲۵ سلنه لوړې شوې. د روسیې د ګازو ملي شرکت اروپا ته د روسیې د ګازو صادراتو په کمولو کې د لویدیځ بندیزونه پلمه کوي. د رویټرز په وینا اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو کمېدل به د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.

شمالي وزيرستان کې د پوليو نوې قضيې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د پوليو يا ګوزڼ نوې قضیې رپورټ شوي چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د پېښو شمېر لسو ته ورسېد. تر دې دمه په پاکستان کې د پولیو ټولې پېښې له شمالي وزیرستان سره تړلې دي. ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ميرالي او دوسلي سيمو کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. د سیمې اوسېدونکو د پولیو ضد واکسین مخالفت کړی دی.

د ايران د پارلمان مشر افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف پرون په تهران کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل او په افغانستان کې یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي قالیباف همدارنګه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم وباله، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره موادو پر ضد مبارزه اړینه ده. تر دې مخکې د يو شمېر نورو ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو بېلابېلو مشرانو هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.

کام اير هوايي شرکت نوي ډيلي ته الوتنې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې د تېر کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ځنډول شوې وې، خو کام ایر هوايي شرکت مسؤلين وايي چې، د چهارشنبې په ورځ یې په یوه ځانګړې الوتنه کې څو مسافر نوي ډیلي ته رسولي دي. تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د هوايي چلند د وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي و چې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړي. نوموړي ويلي: "چين ته لومړۍ الوتنه به انشاالله د روانې مياشتې په شلمه نېټه ترسره شي، چې د الوتنې د عادي مهالوېش سره سم به پيل شي او اونیز پروازونه به ترسره کېږي."... Читать дальше...

طالبان: پنجشېر کې مو هليکوپټرې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو تایید کړې چې د دوی یوه هیليکوپټره په پنجشېر ولایت کې له تخنیکي ستونزو سره مخ وه او د ملي مقاومت د جبهې هغه ادعا یې رد کړه چې ګواکې دوی دا هیلیکوپټره هدف ګرځولې ده. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې هیليکوپټره د تخنيکي ستونزې له امله کښېناسته او وروسته بیا والوته. د ښاغلي مجاهد په وینا په دې پېښه کې د هیلیکوپټرې سپرلۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی. له بلې خوا د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي، چې تېره شپه د پنجشېر په ارزو دره کې د دوی ځواکونو... Читать дальше...

د "سن بیترز بورګ" په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان يو پلاوی روسيې ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پلاوی، چې د سن بیترز بورګ په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی، وايي چې د دې غونډې په ترڅ کې به هڅه وکړي د غنمو، ګازو او تېلو پر وارداتو خبرې وکړي. د دې خونو مرستیال خانجان الکوزي تېره شپه ازادي رادیو ته وویل، په دې نړیوال کنفرانس کې د کابو ۹۰ هېوادونو، شرکتونو او موسسو استازي ګډون کوي. ښاغلي الکوزي په دې غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون د هدف په اړه وویل: "د افغانستان او روسیې راکړه ورکړه خورا کمه شوې ده. خصوصاً روسیې ته د افغانستان صادرات. افغان پلاوی... Читать дальше...

انډيپنډنټ ورځپاڼه: د برېتانيا وزيران بايد د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

انډيپنډنټ ورځپاڼه: انډیپنډنټ ورځپاڼې کابل ته د برېتانیا د کارګر ګوند د یوې مشرې پریت ګېل پر وروستي سفر لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼې د مېرمن ګېل په حواله لیکلي، د برېتانیا وزیران باید د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي. پریت ګېل چې د برېتانیا د نړیوالې پراختیا وزارت لپاره د کار ګر ګوند بدیله وزیره یا "شډو منسټره " ده، په دې وروستیو کې یې د کارګر ګوند له بل لوړپوړي سیاستوال ډیوید لمي سره یوځای کابل ته سفر کړی دی. د دوی د سفر هدف دا ښودل شوی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د روان بشري وضعیت جاج واخلي. Читать дальше...

د بخښنې نړيوال سازمان: نړيواله ټولنه دې طالبانو سره د نجونو پر زده کړو هيڅ راز معامله نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انترنشنل، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په هر راز خبرو کې د نجونو د تعلیم حق د نه معاملې وړ اعلان کړي. دا سازمان وايي، زده کړې د بشر یو اساسي حق دی او طالبان مکلف دي چې دا حق ورکړي. د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو اوسنۍ پالیسي له تبعیضه ډکه، نامنصفانه او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلله. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې له نړیوالې ټولنې غواړي له طالب مشرانو سره په خبرو کې د نجونو د تعلیم د حق موضوع سره کرښه وګرځوي او طالبان باید بې... Читать дальше...

افغانستان کې د "ترکستان اسلامي ګوند" دوه مخکښ غړي ليدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکستان اسلامي ګوند، چې القاعده او طالبانو ته نژدې ډله ده، د خپل مشر عبدالحق ترکستاني هغه ویډیو خپره کړه چې نوموړی په افغانستان کې ښېي. د لانګ وار ژورنال خپرونې د راپور له مخې، د ترکستان د اسلامي ګوند له لوري له خپرې شوې ویډیو سره سم، ترکستاني د مې د میاشتې په نیمايي کې له خپلو ملګرو سره په افغانستان کې اختر لمانځي. په دې ویډیو کې د عبدالحق ترکستاني ترڅنګ عبدالسلام الترکستاني، چې د ترکستان د اسلامي ګوند یو بل مهم مشر دی لیدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي. Читать дальше...

د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې په پنجشېر کې وژنې او نيونې ودروي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسیا څېړونکي زمان سلطاني په پنجشېر کې د طالبانو له لوري د ملکیانو د شکنجې او بې محاکمې نیونو او وژنو د راپورونو د سملاسي درېدو غوښتنه وکړه. نوموړي وويل: "پر له پسې راپورونه راځي چې طالبان په پنجشېر کې ملکیان نیسي او وژني. د وروستیو څو اوونیو پېښو په دې کې لږ شک پرې ایښی چې هلته د طالبانو له لوري بې محاکمې وژنې او نیونې زیاتې شوي دي. د بشري حقونو جدي سرغړونو په سیمه کې د بیرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې ده..." ده همدا راز ویلي چې د نړیوال بشري قانون سرغړونه ممکن جنګي جنایت وګڼل شي. Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Не зря Пугачева переживает: сколько стоит пожить в элитной квартире Кристины Орбакайте




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России