په بهر کې د افغان-امریکايي پوهنتون لسګونه محصلانې فارغې شوې
د افغان - امریکايي پوهنتون لسګونه محصلانې چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په نورو هېوادونو کې د دې پوهنتون څانګو ته لېږدول شوې وې، نن یې د لیسانس دوره پای ته ورسوله. د طالبانو له راتګ وروسته چې د افغانستان امریکايي پوهنتون وتړل شو، دې پوهنتون ډېر محصلان په نورو هېوادونو کې خپلو څانګو ته ولېږدول چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. له دې ډلې ۲۱ کلنه زحل احمدزۍ چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغانستان امریکايي پوهنتون د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې وې، نن په قرغزستان کې د دې پوهنتون د منځنۍ اسیا له څانګې فارغه شوه. Читать дальше...