Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 26.06.2022

کییف او چیرکاسي کې روسيې توغندویي بریدونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په پلازمېنه کییف او مرکزي ښار چیرکاسي نن د روسیې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې یوه اوه کلنه نجلۍ هم د نړېدلې یوې ودانۍ له کنډوالو را ایستل شوې ده. دا له څو اونیو وروسته پر دغو دواړو ښارونو لومړنۍ لویې حملې دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک ښار څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه. د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې څو توغندي نن سهار وختي د شیوچینسکییفکسي په سیمه... Читать дальше...

ناروې کې د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د هغې حملې قربانیانو ته د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي، چې چارواکو هغه د اسلام پالو یو مشکوک تروریستي عمل بللی دی. پرون د ورځې سهار وختي د همجنسپالانو د یوه رستورانټ په ګډون د اوسلو په درې ځایونو کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول. د ویر په هغو مراسمو کې چې د اوسلو په لویه کلیسا کې جوړ شوي وو، د ناروې د صدراعظم یونس ګهر ستورې په ګډون د ناروې شهزادګۍ میتي میریت هم ګډون کړی و. د ناروې صدراعظم په خپله وینا کې وویل، چې دغو ډزو د سهار وختي د ویاړ پریډ... Читать дальше...

کابل کې يو مدني فعال د کور کرایې ورکولو لپاره خپل کتابونه خرڅوي

Pa.azadiradio.com 

مدني فعال حفیظ اخګر د کور د کرایې ورکولو لپاره خپل کتابونه خرڅلاو ته ايښي دي.  مدني فعال حفیظ اخګر چې په تخار ولایت کې زېږېدلی، خو اوس په کابل کې ژوند کوي. هغه چې په نړیوالو اړیکو کې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي، د ۲۵۰ بستریز روغتون د کتابتون مسوول دی او یو وخت یې ۲۷ زره افغانۍ معاش درلود. ښاغلی اخګر وايي، له کومې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي، لومړی یې د دې روغتون د کارکوونکو معاش کم کړ او په تېرو ۱۰ میاشتو کې هم یوازې د ۴ میاشتو ورکړل شوی دی. د اخګر په وینا د ډوډۍ او د کور د کرایې غم له سخت حالت سره مخ کړی دی. Читать дальше...



جنوب ختیځ کې زلزله ځپلي د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وایي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زرګونه کسان چې وروستۍ مرګونې زلزلې اغېزمن کړي، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري او د ساري ناروغیو د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي.  تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې ادارې اوچا په سیمه کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی و. د دغې زلزلې له امله چې د چهارشنبې د ورځې سهار وختي وشوه، په تر ټولو زیاتو اغېزمنو پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږترلږه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دوه زره تنه... Читать дальше...

د تېر جمهوري نظام ولسي جرګه له افغانستانه بهر خپلې ناستې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې دارالانشا وایي، راتلونکې میاشت به دوی خپلې ناستې په انلاین ډول پیل کړي. پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو او د تېر جمهوري حکومت له پاشل کېدو د څه باندې لسو میاشتو له تېرېدو وروسته، د تېر جمهوري نطام ولسي جرګه په انلاین ډول خپلې غونډې پیلوي. د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل، که څه هم جمهوریت ختم شوی او طالبان د دوی صلاحیتونه او فعالیت نه مني، خو په خبره یې دا ناستې به د پخوانۍ ولسي جرګې له غړو سره د... Читать дальше...

د افغانستان د تکواندو یوه لوبغاړي اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی

Pa.azadiradio.com 

محسن رضايي د اسيا د برونزو مډال وګاټه. د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي د منګولیا او جاپاني سیالانو په ماتولو سره په اسیا کې درېیم مقام خپل کړ. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، رضايي په لومړۍ لوبه کې منګولیايي سیال ته او په دوهمه لوبه کې جاپان څخه سیال ته په ماتې ورکولو سره وکړای شول، چې د برونزو مډال وګټي. د یاد ریاست په وینا، د دغه مډال په ګټلو سره محسن رضايي وتوانېد چې د خپلو پخوانیو نمرو په پرتله ۱۴.۴۰ نمرې زیاتې کړي او په څو ورځو کې به د تکواندو... Читать дальше...

لوګر کې د والیبال سیالۍ د الیاس خان بابا لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولایت کې د والیبال سیالۍ د الیاس خان بابا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د والیبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبې د جوزا میاشتې په ۱۶مه پیل شوې وې چې پای لوبه یې تېره ورځ ترسره شوه. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو پای لوبې ته د الیاس خان بابا او د چینې فابریکې لوبډلې ووتې چې د الیاس خان بابا لوبډلې د لسو نمرو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه. په یادو سیالیو کې د میدان ښار، بغلان او جلال آباد ولایتونو نه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی وو. د دغو سیالیو موخه وزرش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته له استرالیا یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته د استرالیا خلاف د کرکټ یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله. د کرک انفو د خبر له مخې، د (داشان شیناکا) په مشرۍ د سریلانکا لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه له استرالیا څخه تېره ورځ په ۴ منډو وګټله او لوبلړۍ یې ۱-۳ په خپل نوم کړه. سریلانکايي لوبغاړو له ۳۰ کلونو وروسته استرالیا ته د دوی په خپل کور کې ماتې ورکړه. له دې وړاندې سریلانکا لوبډلې په ۱۹۹۲ کال کې له استرالیا ورته یوه لوبلړۍ ګټلي وه. هیره دې نه وي چې د دې دواوړ هېوادنو راتلونکي پنځمه لوبه ښايي روانه اوونۍ په استرالیا کې ترسره شي.



په پکتیکا او خوست کې د زلزلې د تلفاتو لوړېدو اټکل وشو

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اټکل کېږي چې د افغانستان په جنوب ختيځو ولایتونو کې د زلزلې د تلفاتو کچه لوړه شي. د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د زلزلو له امله تر اوسه ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ تنه ټپیان دي. تر دې مخکې د دې زلزلو د تلفاتو په اړه ضد او نقیضې څرګندوې شوې وې. د وروستۍ زلزلو تر ټولو ډېر تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وو. د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی باچان وايي، د دوی په سیمه کې د زلزلې له امله ۹۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه ټپیان شوي دي. Читать дальше...

طالبان: د عالمانو لویې غونډې جوړېدو لپاره چمتووالی پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې، چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی په خبره، د علماو لویه غونډه د چنګاښ یا سرطان میاشتې په اتمه نېټه جوړه شي. د طالبانو د حکومت له لوري، د دوی په خبره د علماو د لویې غونډې لپاره چمتووالی پیل شوی دی. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې غونډې د کره نېټې او اجندا په اړه تر دې دمه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو د دوی په حکومت کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چې دا غونډه د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه جوړېږي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، دې غوندې ته د امنیتي تدابیرو خبره کوي. Читать дальше...

افغان صرافانو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې دوه ویشت میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي. د دې ټولنې مرستیال او د کابل د شهزاده سراۍ د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیسې د افغانستان صرافانو او بهر مېشتو افغان سوداګرو، صرافانو او محصلینو مرسته کړې او دوی به یې پر مستحقو کسانو وویشي. د ښاغلي حضرت زي په خبره ۸ میلیونه د کابل د سرای شهزاده صرافانو او ۱۴ میلیونه نورو چې په کې د افغانستان د نورو سیمو صرافان، بهر مېشتي افغان سوداګر او محصلین شامل دي، کړي دي. Читать дальше...

په اوکراین کې د چاودنو له امله خلک تر نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له هغې چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه، د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمال کې نن په یوه استوګنیزه سیمه کې څو چاودنې وشوې. د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمالي برخه د شیوچینسکییفکسي په سیمه کې نن څو چاودنې وشوې. چارواکو ویلي، چې د دغو چاودنو له امله په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدلی او خلک د نړیدلې ودانۍ تر خاور خښتو لاندې دي. د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې سیمې ته د ژغورنې ډلې استول شوي چېرې چې دوه ودانۍ اغېزمنې شوي دي. Читать дальше...

هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې

Pa.azadiradio.com 

هند د ۳زره مټريک ټنه غنمو بله جوپه افغانستان ته لېږلې. د هند د بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغانستان ته یې د ۳زره مټریک ټنو بله جوپه غنم استولي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې تر اوسه يې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣٥۰۰ مټريک ټنه غنم افغانستان ته لېږلي دي. هند له دې وړاندې هم له افغانستان د سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړي وې. په افغانستان کې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو او وروسته،... Читать дальше...

په کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د ويزو ورکول پیلوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي. ښاغلي وانګ یو دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې کړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، متقي او وانګ یو پرون په کابل کې سره وکتل او دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې کړي. اعلامیه کې د چين سفير له... Читать дальше...

ملګري ملتونه افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، په افغانستان کې یې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه وکړه. د بشري چارو او اضطراري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې به دغه لس ملیونه ډالره به د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي. پرون شنبه له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوې الوتکې او له ترکمنستان څخه یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده.

راشد خان تر اوسه زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه ټوله کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي، چې تر اوسه توانېدلی له بېلابېلو اشخاصو زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه یا چنده ټوله کړي. راشد خان د بسپنې ټولولو دغه کمپاین په انټرنټ کې پیل کړی، چې شېبه شېبه د ټولو شویو پیسو اندازه زیاتېږي. راشد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا تر ټاکل شوي حد ۱۵۰ فیصده زیاتې پیسې دي، چې دوی هدف ټاکلی و.

راتلونکی کال به په نړۍ کې تر ۲ میلیونو زیات پناه غوښتونکي لاسنیوي ته اړتیا ولري

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي په ۲۰۲۳م کال کې به په نړۍ کې تر ۲ میلیونو زیات پناه غوښتونکي د سرپناه په برخه کې لاسنیوي ته اړتیا ولري. دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې په دغو کسانو کې به د افغانستان او میانمار یا پخوانۍ برما پناه غوښتونکي هم شامل وي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې له دولتونو په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د ایران هرمزګان ولایت لړزولی

Pa.azadiradio.com 

د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې پرون د ایران د هرمزګان ولایت لنګه سیمه ولړزوله. په دې زلزله کې لږ تر لږه د یوه تن د مړینې او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. په تېرو دوو اوونیو کې د هرمزګان ولایت په ځینو برخو کې څو زلزلې شوي، چې تر ټولو قوي یې ۵ اعشاریه ۲ درجې وه. ایران د نړۍ په سطحه لسم هېواد دی چې زیاتې زلزلې په کې کېږي.

د مصر ولسمشر د قطر له امیر سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون شنبه د قطر له امیر، شیخ تمیم بن حمد ال­ثاني سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې. د قطر امیر په تېرو څو کلونو کې د لومړي وار لپاره پرون قاهرې ته سفر کړی و. د مصر د ولسمشرۍ دفتر وايي، د دواړو مشرانو خبرې د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو، سیمه او نړیوالو مسایلو راڅرخېدې. په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. د الاهرام په نوم د مصر دولتي ورځپاڼې بیا راپور ورکړی، چې د دغو خبرو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بشپړ عادي کول وو. دغه خړې پړې شوې اړیکې د ۲۰۲۱م کال په لومړیو کې بېرته پیل شوې.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман: Путин продолжает играть в хоккей для поддержания спортивной формы





Rss.plus
#123ru.net

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина




Президент Путин вернулся в Москву и встретился в Кремле с главой Ингушетии

Поэт Владимир Вишневский объяснил, почему не переживает за русский язык

Метод экспресс-диагностики при раке груди открыли нижегородские учёные

Боррель и эстонцы грозят! Что за буи сняли наши пограничники на реке Нарва




بایډن د وسلې په واسطه د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره لویه لایحه توشېح کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، پرون شنبه د وسلې په واسطه د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تر ټولو لویه لایحه توشېح کړه. د دې لایحې په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ جوړجاړی، د وسلو په واسطه تر وروستیو ډله ییزو حملو پورې ممکن نه ښکارېده. په یوه تازه مورد کې د تګزاس ایالت په یوه ښوونځي کې ۱۹ زده کوونکي او دوه ښوونکي ووژل شول. ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې وویل، مهمه شېبه ده او د خلکو ژوند باید وژغورل شي. هغه د ډزو په نتیجه د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره کتنې ته په اشاره وویل، د دغو... Читать дальше...

یونیسف په افغانستان او نړۍ کې ماشومانو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف د نړۍ د اوو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو یا له ډلې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې ماشومانو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق د نړۍ د اوو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا G-7 له ډلې غواړي، په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې هغه ماشومان پامه ونه غورځوي چې د بېوزلۍ او نورو ستونزو له کبله له خوارځواکۍ کړېږي. په افغانستان کې د یونیسف د ارتباطاتو مشرې سم مورت پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپلې ادارې غوښتنه مطرح کړه. Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: سویرو-دونیڅک اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د سویرو-دونیڅک ښاروال وايي، دغه ستراتیژیک ښار اوس د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی. د سویرودونیڅک ښاروال، اولکساندر ستریوک وايي، دغه ستراتیژیک ښار دا مهال د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی او د اوکراین تر ولکې لاندې، نورو سیمو ته یې غځېدلې لارې تړل شوې دي. ستریوک ویلي، له دې ښاره وتل یوازې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو څخه ممکن دي. د سویرودونیڅک ښاروال ویلي، د اوکراین تر ولکې لاندې نورو سیمو ته وتل ناممکن دي او په ښار کې شا و خوا لس زره ملکي وګړي لالهانده او راګیر پاتې دي. اولکساندر ستریوک... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو د افغانستان په لرې پروت جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې د وروستۍ مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې زیانمنو ته د مرستو د رسېدو په څرنګوالي باندې مطالب خپاره کړي. ډيجيټل ژورنال: ډیجیټل ژورنال لیکلي، طالبانو ژمنه کړې چې د بشري مرستو په بهیر کې لاس نه وهي او اجازه به ورکوي چې مرستندویه بنسټونه خپل کار مخته یوسي. په زلزله کې د زیانمنې پکتیکا اوسېدونکي سختو مرستو ته اړتیا لري او بشرپاله سازمانونو او ټولنو ته یې تمې دي. ډیجیټل ژورنال لیکلي، پخوا بشري ټولنو شکایت کاوه چې طالب چارواکي... Читать дальше...

طالبان روانه اوونۍ په کابل کې لویه جرګه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

داسې ښکاري چې طالبان به روانه اوونۍ خپله هغه لویه جلسه جوړه کړې، چې دوی یې د علماوو لویه غونډه بولي. د کابل پوليتخنیک پوهنتون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې د دغه پوهنتون ټول ټولګي به سر له نن یکشنبه چې د چنګاښ یا سرطان پنځمه ده، تر بلې یکشنبې چې د چنګاښ ۱۲مه ده، د «لویې جرګې» د جوړېدو له کبله رخصت وي. د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د دغې غونډې د جوړېدو خبر تایید کړو خو وايي دا لویه جرګه نه، بلکې د علماوو یوه لویه غونډه ده. د طالبانو ریاست الوزا ته په یوه منسوب... Читать дальше...



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 6




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Учащиеся Коломны победили в чемпионате «Профессионалы» по турагентскому делу



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России