یو طالب پلاوى له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شو
د طالبانو حکومت د مالیې وزرات او د افغانستان بانک چارواکي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره نن د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شول. د آسوشیتدپرس خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، چې د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي او په دوحه کې به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس ویسټ او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او بانکي سکتور خبرې وکړي. له دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې... Читать дальше...