په ګيان کې څه تېر شول؟ د يو زلزله زپلي کیسه
د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ يو اوسيدونکی نذير خان د هغې شپې کېسه کوي چې ورانونکې زلزلې په دې ولسوالۍ کې هر څه سره ګډوډ کړل. د چارشنبې په سهار وختي دې زلزلې په پکتيا او خوست کې تر ۱۰۰۰ زيات کسان وژلي
د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ يو اوسيدونکی نذير خان د هغې شپې کېسه کوي چې ورانونکې زلزلې په دې ولسوالۍ کې هر څه سره ګډوډ کړل. د چارشنبې په سهار وختي دې زلزلې په پکتيا او خوست کې تر ۱۰۰۰ زيات کسان وژلي
روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې په بېلابېلو ښارونو کې پر پوځي اهدافو د توپونو او توغندیو حملې کړې دي. د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک نن پر ټویټر ولیکل، چې روسیې تېره شپه پر ټول اوکراین کې د کروز ۴۸ توغندي ویشتلي او لاهم غواړي چې اوکراین وګواښي، وارخطايي جوړه کړي او خلک ووېروي. روسیې په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم پوځي عملیات کړي دي. روسیه د اوکراین په ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په مرسته د دونباس سیمې د نیولو هدف ته نژدې شوې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو په هدف خبرې به ډېر ژر پیل شي. ښاغلي بورېل نن د ایران د بهرنیوچارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خبرو کې د ځنډ درې میاشتې پوره شوي او په کار ده چې خبرې چټکې شي. بورېل بېګا ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې جګړه تایید کړه. دې وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې په بلخاب کې د دوی ګډ چاڼیز عملیات چي څو ورځې مخکې پیل شوي وو پای ته رسېدلي دي. دفاع وزارت ویلي چې دا عملیات نن سهار د مخالفینو چي په اعلامیه کې باغیان بلل شوي د سیمو په نیولو سره پای ته ورسېدل. د طالبانو حکومت له دې مخکې په بلخاب کې د جګړې راپورونه رد کړي وو. خو د طالبانو هزاره قوماندان مهدي مجاهد ته نژدې کسانو نن هم آزادۍ راډیو ته وویل چې د تېرو دریو ورځو په جګړو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي. Читать дальше...
د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو محصلین وایي، د دوی په پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد څانګه جوړه شوې چې د دندې ډېری برخه یې په اکاډمیکو بنسټونو کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو پلي کول دي. صفیه په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصله ده. دا نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په دې راپور کې د پوهنتون نوم خپور شي خو وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دوی په پوهنتون کې د ارشاد او دعوت مدیریت رامنځته شوی چې دنده یې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو عملي کول دي. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکی د اټومي مذاکراتو د بیا پیل لپاره تهران کې خبرې کوي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره ایراني چارواکو سره خبرې کوي. هغه مخکې له دې چې د جمعې په ورځ تهران ته ورسېږي په خپل ټویټر کې ولیکل چې دیپلوماسي د اټومي تړون بشپړ تطبیق او د اوسني کړکېچ د ختمولو یواځنۍ لار ده. بوریل نن د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو چارواکو سره خبرې کوي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل، چې... Читать дальше...
په پکتیکا کې د یوې خونړۍ زلزلې له امله د رامنځته شویو ورانیو تصویرونه ډرون کمرې ثبت کړي. دا د ویجاړیو لږ لیدل شوي انځورونه دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په سهار په زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې او د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ واوښت.
د طالبانو د احصایې ملي اداره وايي، له دې وروسته به په برښنايي پېژندپاڼو کې د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوګو پر ځای ولګول شي. د طالبانو کابینې تازه د دې ډول نویو پېژندپاڼو د چاپ پرېکړه تصویب کړې ده. د طالبانو د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د برښنايي پېژندپاڼو یا تذکرو په نویو چاپېدونکو پاڼو کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوګو یا نښان پر ځای د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه چاپ شي. د دې ادارې مسوولان وايي، په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې به دا بدلون ژر عملي شي. Читать дальше...
د سرپل په بلخاب کې نن هم د طالبانو او د دې ډلې د جلا شوي قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي. له طالبانو د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد پلویان وايي، له تېرې شپې راهیسې د دوی پر سنګرونو د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي خو طالبان بیا وايي، عملیات یې په بریا پای ته رسولي. مهدي مجاهد ته یو نږدې کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، طالبانو په دې جګړه له هوايي ځواکه هم کار اخیستی او د مهدي مجاهد استوګنځای یې بمبار کړی دی. هغه وویل: "د ولسوالۍ تر مرکزه... Читать дальше...
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره تر دې دمه راټولې شوې مرستې د دوی په اختیار کې نه دي ورکړل شوي خو د مدیریت او وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه او بېلابېل بنسټونه ګمارل شوي دي. محمد د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې زلزلې یې په بشپړ ډول کور ویجار او کورنۍ ته یې ځاني او مالي زیانونه رسولي دي. دی وایي، دوی دا مهال بېړنیو روغتیایي او خوراکي توکو ته اړتیا لري. هغه وویل: "نه کلینیک شته نه د تګ راتګ سم سړک، د څښلو پاکې اوبه نه لرو،که... Читать дальше...
د ملګروملتونو د راپور له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له زرو تنو اوښتی. د دې زلزلې مصیبت ځپلي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویې موسسې هڅه کوي چې دوی ته مرستې ورسوي. په همدې حال کې ملګروملتونو له دې مصیبت ځپلو سره د بېړنۍ مرستې لپاره د لږترلږه ۱۵ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو د هڅو په ترڅ کې بېګا دې هېواد ته روان شو. ښاغلي بورېل ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون له دې مخکې ویلي و، چې دوه اړخیز اړیکي، سیمه ییز او نړیوال مسایل او همداراز پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو وروستی حالت به د دې خبرو د اجنډا مهمې مسایل وي.
ایران یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي. د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر د توافق شوې هوکړې سره سره، دا هېواد یو ځل بیا له طالبانو غواړي څو په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره تېره ورځ ټیلېفوني خبرو کې ویلي، طالبان دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدي توګه درناوی وکړي. Читать дальше...
د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په زور اخیستو سره اوکرایني چارواکي وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال والیرې زالوژني ویلي، چې په ختیځو سیمو کې د دوی پوځ د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي څو وضعه سمه کړي. هغه په دې اړه له خپل امریکايي سیال جنرال مارک میلي سره ټیلیفوني خبرې هم کړي دي. اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت... Читать дальше...
ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن شنبه سهار شااوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند« پاس غونډۍ» کلي د احمد شاه په نامه د یوې دینې مدرسې دېوال د پرېوتو له کبله رامنځته شوې ده. نوموړی وایي، په یاده پېښه کې یوه زده کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. تراوسه د دېوال د غورځېدو لامل نه دی معلوم خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو... Читать дальше...
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده. دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې. د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې. د وزارت په وینا، سوداګرو ویلي، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی. د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي وي دغه چاره د افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي. د دغې ټولنې مشر محمد انور رحیمي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې دغه غوښتنه کړې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاده لیدنه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوې د افغانیو غالیو د نړیوال بازار تر څنګ په دغه برخه کې ښه تولید او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هم بحثونه شوي. یاد وزارت وړاندې لیکلي، چې اوسمهال له افغانستان نه نورو هېوادونو ته د غالیو د صادراتو... Читать дальше...
اروپايي اتحادیې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه. دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې نغدو پیسو به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک اوبه، سرپناه او درمل برابر کړل شي. پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس اعلان وکړ، چې هېواد به یې افغان زلزله ځپلو ته دوه نیم میلیون پونډه مرسته وکړي. تر دې مخکې تایوان او جنوبي کوریا هر یو یو – یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه جوړوي. دې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا ناسته به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه دایره شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې لس ورځې وړاندې د جون ۱۵مه په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل. دې دا هم وویل، چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شطبې تجربه کوي.
د هند د سېکانو مذهبي مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي چې په کابل کې د سېکانو هغه ګوردواره ترمیم کړي چې تېره اوونۍ په یوه برید کې زیانمنه شوه. ده د هند له حکومته وغوښتل، چې کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکانات وسنجوي. د کابل په کارته پروان کې د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست. بالجیت سېنګ ویلي، که حکومت کابل ته د دوی د پلاوي د استولو امکان برابر کړي حاضر دي چې د کارته پروان ګوردواره بیاورغوي.
نړیوال خبري اژانسونه وايي، سره له دې چې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته بشري مرستې استول شوي خو پرون جمعه د زلزله ځپلو سیمو ډېرو اوسېدونکو وویل چې لا هم د څښاک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي یا کموالي له ستونزې کړېږي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر کلي یو مخ ویجاړ شوي او له زلزلې څخه روغ وتلي کسان وايي، چې حتی د خپلو مړو د ښخولو لپاره وسایل نه شي موندلی. دوی د څښاک اوبو، خوړو او سرپناه له کموالي شکایت کوي او لویه اندېښنه یې دا ده چې که ژمی راغی نو به څه کوي.
د طالبانو د حکومت د سرچینو په وینا په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېده. یونېسیف وايي، د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي. په افغانستان کې د یونېسیف استازي محمد ایو یا ویلي، چې په دې سخته زلزله کې همداراز نژدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي. د چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و. دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.
د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د وروستۍ زلزلې له ټپیانو سره د مرستې غوښتنه کړې. د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې د وزارت ویاند محمدنسیم حقاني رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې په دې زلزله کې لس زره کورونه یا په بشپړ ډول یا څه ناڅه نړیدلې دي، خو نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت کافي درمل نه لري. حقاني ویلي دي، چې دا یوه لویه غمیزه وه نو ځکه د طالبانو حکومت صحي مرستو او نورو د ضروري شیانو ته اړ دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت وايي، چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په بهر کې روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني وبلله. هغه وویل: "په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کدري شتمني ده. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري." د طالبانو حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو... Читать дальше...
پاکستان له یوه چینايي شرکت څخه ۲،۳ میلیارد ډالره پور اخیستی څو خپله د نغدو پیسو زېرمه چې په چټکۍ سره د کمېدو په حال کې ده پیاوړې کړي. په دې اړه د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل بېګا څرګندونې وکړې. د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمه په بېساري ډول کمه شوې او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم په بېساري ډول سقوط کړی. پاکستان په عین حال کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه هم د پور د اخیستو هڅو ته دوام ورکوي څو په دې هېواد کې سخت اقتصادي بحران کم کړي. پاکستان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د لویو شرکتونو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости