د 'اجمل حقيقي' د خپور شوي اعتراف ويډيو غبرګونونه راپارولي
د طالبانو له لوري د افغانستان دمشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي او د همکارانو د اعتراف ویډیو خپرولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په رسنیو کې د خپرې شوې ویډيو پر اساس، افغان مشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو درېيو همکارانو سره د طالبانو د کمرې پر وړاندې په ولچک شویو لاسونو او پرېشانه څېرې د افغانستان له خلکو او طالبانو بخښنه وغوښته. اجمل حقیقي په دې ویدیو کې وایي، چې په یوټیوب کې خپرو شویو ویډیوګانو کې يې مقدساتو ته توهین کړی دی. خو مشخصه نه ده، چې د نوموړي دغه ویډیو تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې ده. Читать дальше...