Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 23.06.2022

د زلزلې په سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي؛ خلک لومړنيو مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د ژغورنې او مرستې رسولو ټیمونه‌یې د پکتیکا په زلزله‌ځپلو سیمو کې زیانمن شویو خلکو ته د مرستې رسولو چارې مخ ته وړي. د دې وزارت د نشرانو رئیس مولوي نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل، له ځینو سیمو د لارو د خرابوالي او دا چې ټیليفوني شبکې سم کار نه‌کوي، ګرانه ده چې د وروستۍ زلزلې د زیانونو کره معلومات ترلاسه شي. نوموړي د دغې زلزلې او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه وویل: "د وروستۍ زلزلې... Читать дальше...

اروپايي ټولنه د اوکراين او مالدووا پر غړیتوب خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې سره جرګه کېږي چې په دې ټولنه کې د اوکراین او مالدووا د غړیتوب لپاره کاندیداتورۍ پر تصویب خبرې به یې د اجنډا په سر کې وي. د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه باید دغه اقدام تصویب کړي. داسې نه ښکاري په دې سرمشریزه کې چې سبا هم دوام کوي د دغو دوو هېوادونو کاندیداتوري دې له کوم مقاومت سره مخامخ شي.

مولود چاوش اوغلو: د روسیې لخوا د اوکراين د غله جاتو د غلا تورونه څېړو

Pa.azadiradio.com 

ترکیې ژمنه وکړه، چې له اوکراین څخه به د روسیې له خوا د غله جاتو د غلا د تورونو په اړه څېړنه وکړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن له خپل بریتانوي سیالې لیز ټراس سره په انقره کې وویل، د غله دانو نړیواله ستونزه دې په یوه میاشت کې حل شي، که نه د ویجاړوونکو عواقبو شاهدان به یو. چاوش اوغلو ویلي، چې ترکیه به اجازه ور نه کړي، چې د روسیې یا بل هېواد له خوا غلا شوې غله دانه ترکیې ته وارده شي. د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د اوکراین په ملیونونو ټُنه غله جات د تور سمندرګي په بندرونو کې راګیر پاتې دي.



کونړ: د يوه کور د چت پرېوتو له امله ۶ تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکز اسعداباد کلي کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۶ تنه مړه او څلور ټپیان دي.  ویل شوي دغه کور د زیات اورښت له کبله راپرېوتی دی.  د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب اله حنیف د پنج­شنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسیدنې چارو وزارت وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې ورستیو سېلابونو له امله ۱۸ کسه مړه شوي دي او سلګونه ژوبل دي. له هغې وروسته چې د چهارشنبې په ورځ په پکتیکا خوست او ننګرهار ولایتونو کې زلزلې سلګونه کسان مړه کړل د دغه هېواد په لسو ولایتونو کې سېلابونو ۱۸ کسه مړه کړي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. دغه شمېرې د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت له ازادي راډيو سره شریکې کړې دي. د دغه وزارت په وینا، ورستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ مالي تلفات هم د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي. Читать дальше...

طالبانو له نړيوالو له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د خوړو له نړۍوال سازمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره مرسته وکړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د وزارت سرپرست عبدالرحمان راشد د چهارشنبې په ورځ په دې همدې اړه د خوړو د نړۍوال سازمان له مشر ریچارډ سره وکتل. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې د وروستیو زلزلو او سېلابونو له ځپل شویو سره په مرستو بحث وشو. د تېرې سې شنبې زلزلې او سېلابونو په افغانستان د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي تلفات... Читать дальше...

له زلزله ځپلو سره پر کور دننه او بهر د مرستو ټولولو لړۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په پکتيکا، پکتيا او خوست ولايتونو کې د وړمې شپې د زلزلې له امله زرګونه کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. افغانستان کې دننه او بهر يو شمېر سوداګرو، اشخاصو او بنسټونو له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی. له زلزله ځپلو سره د مرستو تر ژمنو ورسته، د طالبانو حکومت وايي، په کور دننه او له بهر په ډېره اندازه مرستې شوې دي. د طالبانو د حکومت ویاند وايي، بهرنۍ مرستې ځني افغانستان ته رسېدلي او ځني نورې پر لاره دي. ذبیح الله مجاهد مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې د شفافیت ډاډ هم ورکوي. نوموړی وايي... Читать дальше...

افغانستان کې زلزله؛ ځیني خلک لا هم د خپلو کورنيو په 'مړو او ژونديو' پسې ګرځي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې وروستۍ زلزلې لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې اوس هم ډېری کورنۍ د خپلو خپلوانو په مړي او ژوندي پسې لالهانده ګرځي. عاقل خان چې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ د اوچکي سيمې اوسېدونکی او د پوهنتون محصل هم دی، د کورنۍ يې ۲۷ غړي په زلزله کې مړه شوي دي. نوموړي ازادي راډيو ته په ژړغوني غږ کيسه وکړه او ويې ويل، چې د سترګو مخ ته یې د کورنۍ غړي تر تورو خاورو لاندې شول او ځینې یې سخت ژوبل دي. عاقل خان وایي، د دوی کلي په بشپړه توګه ویجاړ شو چې په‌کې اکثره مېشتې کورنۍ تر خاورو لاندې شوې دي او دومره... Читать дальше...



جاپان د افغانستان له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د حکومت یو چارواکی وایي، هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. د جاپان حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي. دی وایي، اوسمهال پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي. مرګونې زلزلې وړمه ورځ پکتیکا، خوست او ننګرهار کې خلکو ته د سرو او مال دروند زیان واړوه. د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې پکتیکا کې شاوخوا زر کسان وژل شوي او یو نیم زر نور ټپیان دي. د پکتیکا د عامې روغتیا... Читать дальше...

يو شمېر نړيوالو بنسټونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې او یو شمېر هیوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو غږ کړی دی. د وړمې شپې زلزلې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کسان مړه کړي، ژوبل کړي او بې کوره کړي دي. د سر ه صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغاني سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په دې ستر ناورین کې له زیانمن شویو سره مرسته وکړي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغاني سره میاشت ټولنه د پکتیکا او خوست په شمول، چې زلزلې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغانستان وروستۍ زلزلې نږدې ۲ زره کورونه نړولي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې پراخوالی ښايي تر هغه څه ډېر زیات وي چې تر اوسه اټکل کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته وویل، باور لري چې نږدې ۲ زره کورونه نړېدلي او د وسایلو نشتوالی د ژوندي پاتې کسانو د موندلو او ژغورلو د هڅو خنډ دی. ده له کابل څخه د وېډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو چې تر اوسه‌یې مړی-ژوندی معلوم نه‌دی، ښايي خورا ډېر وي. په همدې حال کې د یونسیف د ارتباطاتو ريیس سم مورت تېره... Читать дальше...

د فنلنډ وسله وال پوځ قوماندان: د روسيې احتمالي بريدونو ځواب ته چمتو يو

Pa.azadiradio.com 

د فنلنډ د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، هېواد یې له څو لسیزو پخوا څخه د روسیې احتمالي حملې ته چمتووالی نیولی او که پرې یرغل وشي نو په وړاندې به یې کلک ودرېږي. جنرال تیمو کیونین دا خبره پرون وکړه او ویې ویل چې سکنډنیاوي هېوادونه له روسیې سره د مقاومت لپاره ډېرې وسلې لري. پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۲۰ ورځې پوره شوې او ورسره دا وېره رامنځته شوې چې روسیه به پر فنلنډ هم برید وکړي.

هند: يوه اوونۍ کې د کورونا ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې اوس د پخوا په شان د کورونا په اړه ډېر څه نه ویل کېږي، هند په یوه اوونۍ کې د کورونا څه باندې ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي. کتونکي وايي، دې ته په پام کې په هند کې د کورونا نژدې ۲ میلیارده ډوزه واکسینونه شوي، په یوه اوونۍ کې تر ۸۲ زره ډېرو مثبتو پېښو ثبت د اندېښنې وړ دی. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې په مهارشترا، کرالا، ډیلي، کرناټک او تامیل ناډو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

اروپايي اتحاديې اوکراين او مولداويا ته د غړيتوب ورکولو وړانديز کړی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې د خپلې سرمشریزې د نهايي اعلامیې په مسوده کې اوکراین او مولداویا ته د غړیتوب ورکولو وړاندیز کړی دی. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د دې سند یوه کاپي ترلاسه کړي چې پر اساس یې ویل شوي؛ د اروپا شورا پرېکړه کړې چې اوکراین او مولداویا ته غړیتوب ورکړل شي. اوکراين، مولداويا او يو شمېر نورو هېوادونو اروپايي ټولنه کې د غړيتوب غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

منظور پښتين افغانستان کې له زلزله ځپلو سره خواشيني ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله د سر و مال پر زیانونو ژوره خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي پښتین پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په دې لوی غم کې له زیانمنو کورنیو او د دې سیمې له ولسونو سره شریک دی." د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدا راز ویلي چې په اوسني حال کې له پښتون افغان ولس او نړیوالو څخه غوښتنه کوي چې په بېړنۍ توګه له یادو سیمو سره په پراخ مټ مالي او طبي مرسته وکړي.

ګارډین: افغانستان کې به زلزله ځپلو سره د مرستو هڅې ستونزمنې وي

Pa.azadiradio.com 

ګڼو لویديځ رسنیو په افغانستان کې د چارشنبې زلزلې ته پام اړولى.  ګارډین: د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له پېښې سمدستي وروسته، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر مرستندویه ادارو غږ وکړ، چې له افغانستان سره په بېړنیو حالاتو کې مرسته وکړي. د ګارډین د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، اروپايي ټولنه وضعیت څاري او چمتو ده چې له افغانانو او زلزلې له قربانیانو سره همغږي او بېړنۍ مرستې وکړي. خو ګارډین زیاته کړې، چې د ژغورنې او مرستې هڅې... Читать дальше...

د کونډو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کونډې ښځې په کوم وضعیت کې دي؟

Pa.azadiradio.com 

د جون درویشتمه، د کونډو ښځو نړیواله ورځ! دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي، چې پر دغه هېواد د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د نورو وګړو تر څنګ د افغان کونډو مېرمنو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د ژوند د سختو کړاوونو کیسه کوي. سونیا وایي، دوه کاله وړاندې خاوند یې پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته وفات شوی دی. دا مېرمن چې مخکې کابل ښار کې په یو ښوونځي کې د نجونو په یو منځني ښوونځي کې ښوونکې وه وایي، د خاوند له مړ کېدو وروسته یې په کورنۍ کې هېڅ بل نارینه نه شته او د کورنۍ سرپرستي دې ته ورتر غاړې ده. Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام نن زلزله ځپلو سره د مرستو بهير پيلوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له مرګونې زلزلې وروسته د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې له زلزله ځپلو سره به له نن (پنجشنبې) څخه د مرستو رسولو بهیر پيل کړي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی له لوري په مرستو کې به اوړه، غوړي، دال نخود، مالګه او انرژي لرونکي بیسکټ شامل وي. د رسمي شمېرنو له مخې، په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د وړمې شپې (د چهارشنبې د سهار وختي) په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او کابو یو نیم زر نور ژوبل شوي دي خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې هم لوړ وي.

جک سوليفان: امريکا د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیفان په یوه بیان کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې پر ویجاړوونکې زلزلې، چې لږ تر لږه زر تنه پکې وژل شوي، سخت خواشیني دي. ده همدا راز ویلي چې ولسمشر جو بایډن د افغانستان د زلزلې وضعیت څاري او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او نورو فدرالي شریکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې له هغو کسانو سره چې ډېر اغېزمن شوي دي د مرستې پر لارو چارو غور وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار په خپل بیان کې همدا راز ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په دې ویاړي چې له افغانستان... Читать дальше...

کونړ او نورستان کې د واورو د اورښت له امله شپنو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان او کونړ په یو شمېر لوړوغرنیو سېمو کې د بې وخته واورې اورښت له امله د شپنو کوټې نړېدلي چې له کبله یې د سر و مال زیانونه اوښتي دي. له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، په دواړو ولایتونو کې هر اوړی شپانه څاروي د غرونو لوړو او شنو سېمو ته بیايي او هلته د ژمي تر پیل کېدو پورې څاروي څروي، خو سږ کال بې وخته واورې هغوی ته کړاوونه پېښ کړي او په واورو کې بند پاتې دي. د کونړ د ټولګټو چارو سرپرست رئیس او د دیوه ګل درې اوسیدونکي مولوي قدرت الله معاذ په خپله سېمه کې د واورو او هلته د شپنو د حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...



Москва

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган о съемках в шоу «Выжить в Дубае»: «Когда голоден, ты автоматически злой»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Ролан Гаррос

Соболенко победила на старте открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России