Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 11.06.2022

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا له سرپلټونکي سره اختصاصي مرکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې مشر، جان سوپکو، له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د هغو پیسو په باب اندېښنه وښوده، چې ملګرو ملتونو افغانستان ته لېږدولي. هغه په دې مرکه کې د امریکا د دوو ولسمشرانو پرېکړه، د افغانستان د نظام او امنیتي ځواکونو د دړې وړې کېدو اصلي عوامل وبلل. مصطفی صدیقي ورسره دغه مرکه کړې، دلته یې وګورئ

فراه کې د کوکنارو او بنګو د له‌منځه وړلو کمپاين پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت سیمه يیز چارواکي په دغه ولایت کې د بنګو او کوکنارو د له‌منځه وړلو په هدف کمپاین پیل کړی. په دې ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، ۳۰ جریبه هغه ځمکه یې له‌منځه وړې چې بنګ پرې کرل شوي و او دغه لړۍ به دوام ولري.  د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ  بزګران وايي، له هغې وړاندې چې د طالبانو مشر د کوکنارو د کښت د منع کولو په اړه فرمان ورکړي په خپلو ځمکو کې یې د بنګ تخم شیندلی و. دوی وايي: "موږ د امیر المومنین له فرمان وړاندې په ځمکو کې تخم شیندلی و، زموږ نیت دا و چې کله ارامي راغله... Читать дальше...

برېتانيا يو شمېر پناه غوښتونکي روانډا ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د سترې محکمې یوه قاضي پرون (جمعه) افریقايي هېواد روانډا ته د یو شمېر پناه غوښتونکو د لېږلو وړاندیز قانوني او د اجرا وړ وباله. د ېریتانیا حکومت ویلي چې له دې ایسته یو شمېر مجرد پناه غوښتونکي له برېتانیا څخه روانډا ته لېږي او تر څو چې یې قضیې څېړل کېږي همالته به و اوسي. دا پرېکړه د کډوالو د لویې کمېشنرۍ او د بشري حقونو د څو موسسو له سخت مخالفت سره مخامخ شوې وه.



ايران او وينزويلا د شلو کلنو د همکارۍ يو سند لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

په بېلابېلو برخو کې ايران او وينزويلا د شلو کلنو همکارۍ لپاره يو سند لاسليک کړ. په دې سند کې د تېلو، سیاحت، پیتروکیمي او کلتوري چارو په برخو کې همکارۍ شاملېږي. د سند د لاسلیک په مهال د ایران او وینزویلا ولسمشران حاضر و.

د اروپايي کمېسيون مشره د اوکراين پلازمېنې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون ريیسه اورزلا فن دیرلین د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده. دې نن په یوه ټویټ کې ولیکل، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره به د اوکراین د بیا رغونې او په اروپايي اتحادیه کې د دغه هېواد د غړیتوب په اړه خبرې وکړي. پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته دا اوکراین ته د اغلې فن دیرلین دوهم سفر دی.

کابل: يوه موټر کې د اور لګېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي مني چې د دغه ښار په ختیځ احمد شاه بابا مېنه کې په يو لیني موټر کې څلور کسان مړه شوي دي. د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته وویل چې د ارزان قیمت (احمد شاه بابا مېنه) سیمې اړوند یوه مارسیډیس ډوله موټر کې د لګېدلي اور له امله څلور کسان مړه شوي او او دوه نور ژوبل دي. که څه هم ښاغلي ځدران دا ونه ویل چې دا عام خلک دي که نه، خو وایي چې دا لومړني معلومات دي. نوموړی وایي سیمې ته د دوی څېړنیو ټیم رسېدلی او وروسته به معلومه شي دا اور له څه امله دی. Читать дальше...

نړيوالو بنسټونو يو ځل بيا د افغان خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنې ښودلي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړ ځینې نړیوال بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي. د انګليستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې او د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوه تازه خپور کړي بیان کې په افغانستان کې له ژورنالستانو سره د طالبانو د ناسم چلند غندنه کړې او له دوی یې غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې دې بریدونه او تاوتریخوالی کم کړي. په انګلیستان کې د خبریالانو ملي اتحادیه چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون غړې ده، په یوه تازه بیان کې چې د جون په لسمه یې خپور کړی، اندېښنه ښودلې چې طالبان... Читать дальше...

سویلي افریقا تېره ورځ هندوستان ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د انډیا نیوز د راپور له مخې، هندوستان له سویلي افریقا سره د شل اوریزو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ټولو وېکټو په سوزېدو سره په شل اورونو کې ۲۱۱ دمنډو هدف وټاکه. سویلي افریقا یاد هدف د ۷ ویکټو په لرو سره په ۱۹ اور کې پوره او لومړۍ لوبه یې له هندوستان نه وګټله. دغه سیالۍ د نړېوال جام لپاره د سوپر لیګ لوبې دي چې د کرېکټ نړېوالې شورا د مهالوېش له مخې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي.



د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له سيالې هندي لوبډلې سره ډګر ته ښکته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاده سیالۍ د افغانستان په وخت ۷:۳۰ ماښام پیلیږي. د فدارسیون په وینا، ملي لوبډله د یادې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري او کېدونکې لوبه به د هندوستان په کلکتې ښار کې وي. افغانستان له دې وړاندې له هانکانګ سره لوبه وکړه چې ۱-۲ یې ماتې وخوړه. یادې سیالۍ روانه میاشت په هند کې پیل شوي او موخه د ۲۰۲۳ کال د اسیا ملتونو جام ته لاره پیدا کول دي.

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونه د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په ادارو بدل شوي دي. د فراه د ښځو چارو ریاست وايي، د طالبانو له حکومت داسې یو مکتوب ور رسېدلی چې په کې لیکل شوي، دا ریاست د ښځو لپاره د تخنیکي زده‌کړو په مرکز بدل شوی دی. د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مخکنۍ سرپرسته مرضیه نورزۍ وايي، طالبانو د ۱۴۰۱ کال له لومړیو دا موضوع تصویب کړې ده. اغلې نورزۍ زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې ولایت کې د ښځو د تخنیکي زده‌کړو د ادارې لپاره د یوه کال بودجه هم ور استولې ده. هغه د خپل کار ځای او څرنګوالي په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

پوتين: امریکا او متحدین يې بايد د افغانستان د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په ویجاړولو تورنه دی،  ولسمشر یې ولادیمیر پوتین وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې کرملین ته د ترکمنستان د منتخب ولسمشر بردي محمدوف د لومړي سفر کوربه و. نوموړي د افغانستان له شمال لوېديځ ګاونډي هېواد ولسمشر سره په کتنه کې پر امريکا او متحدينو چې په افغانستان کې يې حضور درلود، غږ وکړ چې د دغه هېواد د بيارغونې مسووليت پر غاړه واخلي. ولادیمیر پوتین وویل: "موږ په کلکه باور لرو چې... Читать дальше...

فعالان: د افغان ښځو د وژنو راپورونو خپرېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بيا واکمنېدو تر ۹ میاشتو ډېره موده کېږي، چې په کې د ډېرو مېرمنو د وژنو راپورونه خپاره شوي خو تر اوسه هېڅ  کوم کورني یا بهرني بنسټ د دې پېښو کره ارقام نه دي وړاندې کړي. د بشر حقونو فعالان او مدني فعالان وایي، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته د نجونو او مېرمنو د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي خو د بشر حقونو د خپلواکو ادارو نشتوالي په دې هېواد کې د دې پېښو د شمېرو راټولول او څارل سخت کړي دي. دا فعالان وایي، د مېرمنو د دې ډول وژنو د راپورونو له خپرېدو وروسته د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي. Читать дальше...

عبدالله: په ارامۍ، عدالت او ښه فضا کې د افغانانو د ژوند کولو هیله لرم

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن بېرته افغانستان ته ستون شو. عبدالله عبدالله چې له افغانستانه یې د وتو په اړه ضد و نقیض راپورونه شته، نن بېرته کابل ته ستون شو. عبدالله د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی و او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي. هغه وویل: "بېرته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم. زما هیله همدا ده چې ټول افغانان په ارامۍ، د عدالت تر سېورې لاندې او ښه فضا کې په خپل وطن کې ژوند وکړي. دا... Читать дальше...

عبدالله عبدالله بېرته افغانستان ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله افغانستان ته له درې څلویښت ورځني سفر وروسته، ستون شو. عبدالله چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څو میاشتې په کابل کې و د غویي په میاشت کې له افغانستانه ووت. ده په خپل فیسبوک پاڼه کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او عکسونه یې خپاره کړي، چې په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يې يو شمېر کسان هرکلی کوي. طالبان وايي، چې د دوی په غوښتنه د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال په وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

امریکايي چارواکى: د بشر حقونو برخه کې د طالبانو نظر نه دى بدل شوى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان سوپکو وایي، د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو نظر نه دی بدل شوی. سوپکو ازادي راډیو ته په دې تړاو وویل: "په ښکاره توګه د طالبانو لید د بشري حقونو، ښځو او حتی د رسنیو د ازادۍ په برخه کې چې په افغانستان کې یې موږ سخت ملاتړ کړی، نه دی بدل شوی." طالبانو تر اوسه د سوپکو د دې خبرو په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې د دا ډول سرغړونو تورونه رد کړي دي. طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل کړی دی، له شپږم ټولګي پورته یې د... Читать дальше...

په کراچۍ کې يو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوى کورنيو پرلت وهلى

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر بلوڅ محصلینو او د هغوی د کورنیو غړیو د پریس کلب مخې ته پرلت وهلی. بلوڅ اعتراض کوونکي وايي، چې یو شمېر محصلین په وروستیو کې په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې تري تم شوي دي. دوی امنیتي ادارې په دې چاره تورنوي، خو هغوی دا تورونه ردوي. د پاکستان حکومت په دوه زره یولسم کال کې د ورکو شویو بلوڅانو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ چې سږکال یې د څه باندې شپږ زره دوسیو د هواري خبر ورکړ.

اقتصادي کړکېچ؛ ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان له یاده ونه باسي. په افغانستان کې د بې‌وزلۍ، فقر او لوږې په اړه د اندېښنو دوام! د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو د خوندیتوب او د بشري حقونو د پاللو لپاره میلیونونو افغانانو سره بشري مرستې وکړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍپه خپله ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغه ویډیو خپره کړې، چې په کې لیکل شوي، افغانان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخ دي. Читать дальше...

روغتیا پالان: د روږدو مېرمنو شمېر مخ په زیاتېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د روږدو مېرمنو روغتیا پالان وايي، د روږدو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او په روغتیايي مرکزونه کې هم د دوی د درملنې لپاره لازم ظرفیت نه شته. عادلې په ۱۴ کلنۍ کې د خپلې خوښې پرته واده کړی. د عادلې د روږدې کېدو کیسې د ژوند د نورو ستختو ستونزو په څېر له هغې د تل لپاره خوښي اخیستې. هغه وايي: " کله مې چې خاوند له نشه یې توکو استفاده کوله ما هم غوښتل چې له هغه یو یو دود واخلم، یو ځلې دوه ځلې خو په دریم ځلې د تل لپاره روږدې شوم او دا دی اوس اته کاله کېږي چې زه نشه یې توکي استعمالوم." خو... Читать дальше...

ډبلیو ایف پي: افغانانو سره د مرستې لپاره ۱،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې له اړو خلکو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۲ کال کې ۱،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د دې ادارې مشرې مري ایلین مک ګرورتي په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، چې باید میلیونونه افغانانو او له هغې ډلې مېرمنو، ښوونکو او حتی ډاکټرانو ته حیاتي مرستې برابرې شي. نوموړې زیاتوي، د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او له هغو سره به د خوړو او د نغدو پیسو مرستو ته دوام ورکړي. د ملګروملتونو د راپور له مخې د افغانستان نژدې شل میلیون... Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Как в Уфе прошел первый день музыкального фестиваля «Денис Мацуев представляет: диалог поколений» - сюжет «Вестей»





Rss.plus
Чемпионат

В Екатеринбурге Росгвардия обеспечила правопорядок на переходном матче Чемпионата России по футболу




В Западном Дегунине строят и проектируют пять жилых домов по программе реновации

От лифта до елочки: российская стройка ищет и находит ресурсы и идентичность

Что изменится в жизни россиян с 1 июня

Адвокат Жорин заявил, что полумиллионный долг Заворотнюк перейдет к наследникам




ترکيې لسګونه افغانان کابل ته لېږدولي

Pa.azadiradio.com 

ترکي رسنیو له دې هېواده د نژدې ۲۰۰ افغان وګړو د اېستلو خبر ورکړی. دې رسنیو پرون د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې په ترکیه کې په غیرقانوني ډول دېره ۲۲۱ افغانان په یوه الوتکه کې له استانبول څخه کابل ته واستول شول. ترکیه اروپايي هېوادونو ته د خلکو د قاچاق یوه اصلي لاره ګڼل کېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د تېرې جنوري میاشتې د راپور له مخې اوسمهال په ترکیه کې له درې لکو زیات افغان کډوال اوسېږي چې د ۱۳۰ زرو په شاوخوا کې یې قانوني اسناد نه لري او هره شېبه له ترکیې څخه د ایستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د اریانا هوايي شرکت هند، چین او کویټ ته الوتنې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نژدې راتلونکي کې هند، چین او کوېټ ته د اریانا د هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه بېګا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې څرګندونې وکړې. هغه وویل: "چین ته به د روانې جون میاشتې په شلمه لومړۍ الوتنه وشي او له مهالوېش سره سم عادي الوتنې به پیلېږي. اونیزې الوتنې به کېږي. همداراز له کوېټ او هند سره هم خبرې روانې دي چې خبرې مثبتې دي. انشاالله ژرترژره به هند او کوېټ ته هم مستقیمې الوتنې پیل شي." د طالبانو... Читать дальше...

نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ نن د شل اووریزو لوبو لړۍ پیلېږي. د دې لړۍ کوربه زیمبابوې دی او لومړۍ لوبه د ماسپښین په درې نیمو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده. افغانستان د جون له څلورمې د جون تر نهمې پورې د تېرې لړۍ درې پنځوس اووریزې لوبې په نسبتاً لوی توپیر له کوربه هېواد څخه وګټلې. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دې لوبو د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د نېغ په نېغه ورتګ لپاره د افغان لوبډلې له امتیازونو سره مرسته کړې ده. د افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه سبا یکشنبې او وروستۍ د سه شنبې په ورځ ترسره کېږي.

د اسیايي ملتونو فوټبال جام سیالۍ؛ نن افغانستان او هند سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسیايي ملتونو د فوټبال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ورځي. دا لوبه په سیمه ایز وخت د مازیګر په پنځو بجو د کلکتې ښار د فوټبال په ډګر کې پیلېږي. افغان لوبډلې د ګروپي لوبو په لړۍ کې د چارشنبې په ورځ خپله مخکینۍ لوبه د هانګ کانګ لوبډلې ته وبایلله. د هند او هانګ کانګ ترڅنګ کمبودیا هم له افغانستان سره په یوه ګروپ کې ده.

د اوکراین په دونباس کې د خونړیو جګړو راپورونه خپاره شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو یوځل بیا د دې هېواد په ختیځ او جنوب کې د روسيې د پوځ د حملو د شنډولو هڅه وکړه. پرون د جون په لسمه بیاهم له دونباس سیمې څخه د خونړیو جګړو راپورونه راورسېدل. ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي وویل، سره له دې چې مسکو پر دې سیمې بمباریو ته زور ورکړی خو اوکرایني ځواکونه مقاومت ته دوام ورکوي. په سویرودونېڅک صنعتي ښار کې سختې جګړې روانې دي او زیلینسکي پرون وویل، چې دا جګړه دونباس سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.

ناټو: روسیه پر فنلنډ او سویډن د برید توان ولري

Pa.azadiradio.com 

د ناټو مرستیال مشر وايي، داسې نښې نښانې نه ویني چې روسیه به پر فنلنډ او سویډن د برید توان ولري. د ناتو د عمومي منشي مرستیال وايي، چې په دې ټلواله کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب بهیر به ډېر وخت ونه نیسي او د ترکیې له توافق وروسته به د دې دوو هېوادونو غوښتنه عملي شي. میرشیا جیووانا پرون په کوپنهاګن ښار کې د ډیموکراسۍ په نوم غونډې ته په وینا کې وویل چې اوس مهال فنلنډ او سویډن ته د روسیې له لوري کوم ګواښ نه ویني. هغه زیاتوي: "موږ هېڅ داسې نښې نښانې نه وینو چې روسیه به پر دې دوو هېوادونو چې په ناټو کې د غړیتوب هیله لري د برید توان یا نیت ولري. Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Мэр Москвы: Музею-заповеднику «Царицыно» исполнилось 40 лет 



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Михаил Кутушов

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Электромобиль Xiaomi SU7 начали продавать в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России