Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2022

Новости за 30.06.2022

یو شمېر ښځې: د طالبانو د ديني عالمانو غونډه هیڅ راز مشروعیت نه لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت نن پنجشنبه د لویې جرګې په خېمه کې د علماو ناسته نن رابللې ده، یو شمېر ښځې وايي، دا ناسته مشروعیت نه لري او په دې ډول د دې ناستې له جوړېدو سره خپل مخالفت اعلانوي. د طالبانو د حکومت په رهبرۍ د دیني عالماو ناسته نن د ښځو له ګډون پرته په کابل کې پیل شوه. د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي وویل چې په ناسته کې دوی د ښځو استازیتوب هم کوي. خو ایا ښځې د دې ناستې ګډونوال د خپلو استازو په توګه مني؟ له څو ورځو راهیسې "زما رایه مخالفه ده" کمپاین... Читать дальше...

د پکتيکا زلزله ځپلي: د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ يو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وایي لا یې هم بنسټیزې ستونزې نه‌دي حل شوي. دوی وایي د سرپناه په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، ښځې او کوچني ماشومان یې د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. قادر خان چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی وايي، د تېرې اونۍ په مرګونې زلزله کې یې ده او کورنۍ ته ځاني او مالي درانه تلفات اوښتي او لا هم د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. هغه ازادي راډیو ته وویل: "کورونه مو ټول ړنګ شوي د اوسېدو نه دي، موږ د کورونو ډېرې ستونزې لرو، بل د سولرونو او بيتریو... Читать дальше...

د ديني عالمانو د غونډې لومړۍ ورځ؛ سرچينې: د خبرو تمرکز د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول و

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د علماو دغونډې په لومړۍ ورځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي، چې د ګډونوالو په خبره تر ډېره يې بحثونه د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول وو. ځینې دیني عالمانو په دې غونډه کې ویلي هر څوک چې د اسلامي نظام پر وړاندې درېږي، باید له منځه یوړل شي. د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو درې ورځنۍ ستره غونډه نن پنجشنبه په کابل کې پیل شوه. د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره په دې ناسته کې د هېواد د بیلابېلو ولایتونو نه ۳۵۰۰ کسانو چې دیني عالمان، قومي مشران او مخور چې د طالبانو پلویان دي، ګډون یې کړی دی. Читать дальше...



نن په کابل کې د لویې جرګې تالار ته نږدې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو له لوري د شاوخوا درې زره دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه روانه ده. لا معلومه نه ده چې نننیو ډزو کې د غونډې ګډون والو ته کوم زیان رسېدلی دی او که‌نه خو په خواله رسنیو د جرګې د تالار له شاوخوا سیمو څو ویډیوګانې خپرې شوي چې د ډزو غږونه ترې اورېدل کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې څه ستونزه نشته خو د ده په خبره په یوه مشکوک ځای باندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا څو ډزې شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی. Читать дальше...

اوکراين له روسيې سره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وروسته له هغې له سوریې سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې چې دمشق د اوکراین ختیځې سیمې لوهانسک او دونیڅک د خپلواکو سیمو په توګه وپېژندلې. دغه اعلان پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمر زلنسکي په یوه ویډیویي پېغام کې چې په تلګرام چینل کې ایښول شوې، وکړ. دونیڅک او لوهانسک چې ورته دونباس سیمه ویل کېږي، پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې په وروستیو کې د سختې جګړې په ډګر بدلې شوي دي. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د سوریې ولسمشر بشارلاسد چې د روسیې نژدې متحد دی او په کورنۍ جګړه کې یې د روسیې... Читать дальше...

ماليې وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې له درې ولايتونو ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت مالیې وزارت وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له کمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړي. دغه وزارت په خپل فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې په یادو کمرکونو کې د فساد سره جدي مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولري. که څه هم وزارت ددغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه کړي خو له دې وړاندې یې په کمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه. Читать дальше...

خلک: د ږيرې د نه‌لرلو له امله مو طالبان دولتي ادارو ته نه پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو حکومتي ادارو ته د خپل ستونزو د حل لپاره ورځي، شکایت کوي چې د طالبانو وسله وال یې په دې پلمه ادارو ته دننه نه پرېږدي چې ږیرې نه لري او که ادارو ته دننه هم شي، هلته هم له نامناسب چلند سره مخ کېږي. دا مراجعین وايي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت نظامیانو ته یې ویلي چې دوی حکومتي کارکوونکي نه‌دي خو بیا هم اجازه نه‌ده ورکړل شوې. له دې ډلې یو ځوان چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "په دروازې کې څو تنه ولاړ وو، له ما سره نور کسان هم وو، هغوی ته یې وویل چې تاسې لاړ شئ خو دی نه‌شي تللی ځکه ږیره نه‌لري.

د طالبانو پلاوی له امريکا سره د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې نن د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتو چارواکي سره وګوري او په افغانستان کې له وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پر مسلې بحث وکړي. واشنګټن غواړي داسې یو مېکانیزم رامنځ‌ته شي چې پر اساس یې ازادیدونکې پیسې د افغانستان له خلکو سره پر مرستو ولګیږي. د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ ویلي چې پردې مسلې ډېر ژر غورکوي خو د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې نهایي موافقې ته رسېدل به یوڅه وخت ونیسي. Читать дальше...



د اوکراين دفاع وزارت: روسيې سره مو ۱۴۴ بنديان تبادله کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزارت اعلان وکړ چې له روسیې سره یې ۱۴۴ اسیران تبادله کړي چې د هغو په منځ کې د ماریوپول د ازوف سټیل فابریکې دفاع کوونکي هم شامل دي. دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده. په ۱۴۴ خوشي شویو کې ۹۵ تنه هغه اوکرایني پوځیان دي چې په ازوف سټیل فابریکه کې له اوږدې محاصرې وروسته روسي ځواکونو ونیول. اوکراین نه دي ویلي چې دا تبادله کله او چېرې وشوه او په مقابل کې یې څومره روسي پوځیان خوشې شوي دي.

سعودي عربستان راتلونکې شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان پرون اعلان وکړ چې د ذي الحجې میاشت پرون ولیدل شوه او پر دې اساس جمعه د عرفې او شنبه د لوی اختر ورځ ده. سږ کال له افغانستانه ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته تللي. تېر کمکي اختر کې د طالبانو د حکومت لخوا د اختر ورځ اعلان شوه، خو د لوی اختر د ورځې اعلان په اړه يې لا تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

د کډوالو لويه کمېشنري: تر اوسه مو زلزله ځپلو ولايتونو ته د مرستو ۳ کاروانونه لېږلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، تر اوسه پورې یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سیمو ته د بشري مرستو ۳ کاروانونه لېږلي دي. د دې کمېشنرۍ له خبرپاڼې سره سم، دا مرستې د څه باندې ۱۲ زره تنو لپاره کفایت کوي. ملګرو ملتونو ویلي چې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې څه باندې ۲ لکه تنه اغېزمن کړي دي.

ملګري ملتونه: د سوريې په الهول کمپ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د سوریې په الهول کمپ کې د ښځو په شمول تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتو نو په وینا دا کسان په تېرو ۱۸ میاشتو کې په دغه کمپ کې چې د داعش پخواني جنګي کسان او د هغو د کورنیو غړي ساتل کېږي، وژل شوي دي. په دغه کمپ کې اکثره دېره کسان بهرنیان دي.

ايران د طالبانو له لوري د خپل سرتېري پر وژل کېدو غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت له طالب پوله ساتو سره په نښته کې د خپل یوه سرتېري په وژل کېدو غبرګون وښود. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ وویل چې له افغان واکمنانو غواړي چې د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایتونو ترمنځ د میلک په پوله کې د شخړې په نتیجه کې د یوه ایراني پوله ساتي د وژلو عاملانو ته سزا ورکړي او داسې اقدامات وکړي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه‌شي. راپورونه وايي، د سې شنبې په ورځ د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ هغه مهال شخړه وشوه چې د ځینو راپورونو پر اساس... Читать дальше...

د دبۍ واکمن زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د الوتنو د اسانتيا امر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ واکمن شیخ محمدبن راشد ال مکتوم په افغانستان کې زلزله ځپلیو ته د بشري مرستو د ژر رسېدو لپاره د الوتنو د اسانتیا امر وکړ. د متحده عربي اماراتو د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوبۍ واکمن دا حکم د روغتیا د نړیوال سازمان او نړیوالې ټولنې له غوښتنې وروسته وکړ. د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له دوبۍ څخه په یوه الوتنه کې څلرویشت نیم ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته یووړل شول.

طالبانو پر بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) په هېواد کې دننه په هر ډول سوداګري معامله کې له بهرنیو اسعارو کار اخیستل منع اعلان کړ. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس، د کور، ځمکې او موټر په شمول هر ډول تجارتي معامله په بهرنیو پیسو منع ده. دې وزارت همدا راز ویلي چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره یې د پولیسو قوماندانو ته امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د دې امر سرغړوونکو ته به له قانون سره سم سزا ورکړل شي. د طالبانو... Читать дальше...

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو لوی کمېشنر: د افغانستان اوسنی وضعيت ستونزمن دی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپیو ګراندې د افغانستان اوسنی وضعیت ستونزمن وباله. ښاغلي ګراندې له ازادي رادیو/ ازادي اروپا رادیو سره په دې اړه په مرکه کې وویل: "وضعیت خورا ستونزمن دی. خو زه فکر کوم چې هغې سترې بشرپالې پانګونې، چې په وروستیو څو میاشتو کې شوې، د اوس وخت لپاره بحران محدود کړی دی. ستونره دا ده چې طالبان باید خپلې پالیسۍ، په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو په اړه بدلې کړي. خو مهمه دا ده چې له طالبانو سره دیالوګ ته دوام ورکړئ او له دې لاس مه اخلئ. ګنې هلته به یو ستر بشري بحران اروپا ته د کډوالو سېل مات کړي. Читать дальше...

له پنجشېر او سرپل د وژنو ريپوټونه؛ توماس نیکلاسن: پر ملکيانو د حملې هر راز ادعا د اندېښنې وړ ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، پر ملکیانو د حملې په اړه هر راز ادعا د اندېښنې وړ ده او باید په اړه یې څېړنه وشي. ده زیاته کړه، تل پکار ده چې په دې برخه کې د معلوماتو د سموالي یا ناسموالي په اړه څېړنه وشي. که څه هم طالبانو په سرپُل، پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د وژنو او بد چلند په اړه ادعاوې رد کړي خو د اروپايي اتحادیې استازي ویلي چې دا ډول ادعاوې د اندېښنې وړ دي. ده پرون (چهارشنبې) په دې باب ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل: "د بشري حقونو له اړخه د دې ډول... Читать дальше...

انډپنډنټ: ښايي د علماوو غونډه کې د نجونو تعلیم پر وړاندې تګلارې لغوه شي

Pa.azadiradio.com 

انډپنډنټ: انډپنډنټ بریتانیایي خپرونې په کابل کې د نننۍ غونډې په اړه، چې طالبانو د دیني علماوو لویه غونډه بللې، یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي، ممکن په دې غونډه کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کوونکو د ښونځیو د بندېدو بحث مطرح شي. د انډپنډنټ په لیکنه، ځینې افغان څېړونکي دا غونډه لویه جرګه یادوي، هغسې جرګه چې ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته جوړه او د افغانستان راتلونکی نظام یې جوړ کړ. د خپرونې په لیکنه، طالبان دغې غونډې ته د لویې جرګې نوم نه ورکوي، هغه نوم چې څو... Читать дальше...

د ګوتو په شمېر پاتې افغان هندوان او سېکهان له افغانستانه ژر وتل غواړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ګوتو په شمېر پاتې د هندوانو او سېکهانو کورنۍ غواړي چې ژر تر ژره له دې هيواده وویستل شي. د کابل د شور بازار سیمه کې اوس هم شور او ګڼه ګوڼه شته، خو په دې منځ کې د پخوا په شان د هندوانو او سېکهانو ډېر شتون نه محسوسېږي. کرار کرار د دوى شمېر له زرګونو سلګونو او اوس ان لسګونو ته رارسېدلی دی. په یو نیم پلورنځي کې لا هم سېکهان افغانان ښکاري خو له رسنیو سره د امنیتي ستونزو له امله خبرې نه کوي، یوازې د ازادي راډیو د معلوماتو لپاره وايي، په افغانستان کې د هندوانو د ګوتو په شمېر کورنۍ پاتې دي، چې د دوی ښايي په هېواد وروستۍ شپې وي. Читать дальше...

کابل کې د ديني عالمانو غونډه؛ حنفي: پر ملي او اقتصادي مسايلو به بحث پکې وشي

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې د طالب چارواکو په بلنه د ملایانو یوه لویه غونډه رابلل شوې چې د دوی په وینا د ملي یووالي پر مسلو خبرې وکړي. په دې غونډه کې، چې لا یې هم دقیقه اجنډا او هدف معلوم نه دی، ښځې برخه نه‌لري. د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي پرون ملي ټلوېزیون ته وویل چې په دې غونډه کې د ښځو استازیتوب نارینه کوي ځکه چې نارینه د ښځو اولادونه دي. که څه هم منتقدانو ویلي چې غونډې ته له هرې ولسوالۍ دوه طالب ملایان او یو داسې مخور وبلل شوی چې د طالبانو خواخوږی وي، خو ملاعبدالسلام حنفي وايي چې د... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Музыка и стихи: концерт к 100-летию со дня рождения Булата Окуджавы состоится в Троицке




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Миомир Кецманович

Кецманович отказался от борьбы в игре с Медведевым на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России