يوې افغان الاصله اسټرالیايۍ مېرمن د اسټرالیا سنا جرګې ته لار موندلې
یوه افغان الاصله اسټرالیايي مېرمن، فاطمه پیمان د اسټرالیا د سنا جرګې د غړې په توګه ټاکل شوې. اغلې پیمان د اسټرالیا د واکمن کارګر ګوند غړې ده، چې د جون په ۲۰مه د سنا جرګې د پایلو د اعلان پر مهال وتوانېده د لویدیځې اسټرالیا څخه سنا ته لار پیدا کړي. فاطمه پیمان په وړکتوب کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه د هند سمندرګي له لارې په کښتیو کې اسټرالیا ته تللې وه. هلته یې له زده کړو او څو کلونو کاروبار وروسته بلاخره د جون په ۲۰ د اسټرالیا سنا جرګې ته لار پیدا کړه. هغې له اې بي سي راډیو سره په خبرو کې ویلي: "زما کیسه ۱۹۹۹ کال ته ورګرځي. Читать дальше...