د خبریالانو ملي ورځ؛ افغان خبریالان له ګڼو ستونزو شکایت کوي
سږ کال د کب میاشتې ۲۷مه د خبریالانو په ملي ورځ، په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. یو شمېر افغان خبریالان وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیتونه، د چارواکو ناسم چلند، اقتصادي او امنیتي او یو شمېر نورو ستونزو دوی د رسنیو د کار له دوام څخه زړه توري کړي دي. د طلوعنیوز خبریال عزیز ابرام چې په مزار شریف کې د تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د داعش ډلې په برید کې ټپي شوی او دواړو غوږونو تهیې زیان رسېدلی، وايي چې دی او همکارانیې له دې پېښې وروسته خبریالۍ ته زړه نه ښه کوي. Читать дальше...