Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 04.05.2023

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خیرالله پرهر خوشې کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د طالبانو له بنده د ورزشي خبریال خیرالله پرهر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. دغه مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرهر له شاوخوا څلورو میاشتو زندان وروسته خوشې شو، خو د خبرپاڼې په وینا، د هغه توقیف د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف و. د خبرپاڼې له مخې، طالبانو تر اوسه د پرهر د نیولو او خوشې کېدو لاملونه نه‌دي روښانه کړي. د خبریالانو مرکز ویلي، دا مهال یو بل خبریال مرتضی بهبودي هم د طالبانو په بند کې دی چې باید خوشې شي. طالبانو تر دې وړاندې ویلي، هغه خبریالان... Читать дальше...

په ننګرهار کې ټیک ټاک ته د ویډیو ثبتولو پر مهال د یو ځوان قاتل نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ننګرهار کې هغه کس نیولی چې په تېروتنې سره یې یو ځوان د ټیک ټاک اپلېکیشن ته د ویډیو ثبتولو پر مهال وژلی دی. په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره چې تورن کس ته منسوبه ده ویلي، دغه قضیه به عدلي او قضایي ادارو ته راجع شي. راپورونو کې ویل شوي چې، ویډیو ثبتونکي د خالي شاجور یوه تومانچه په قتل تورن کس ته ورکړې چې د ویډیو د ثبت پر مهال یې ماشه کش کړي، خو تومانچې کې یوه مرمۍ پاتې وه چې د وژنې لامل شوه. د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي، په دې ویډیو کې... Читать дальше...

خیبر پښتونخوا کې د دوو جلا پېښو پر مهال اووه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوو جلا جلا پېښو کې د ښوونځي د استادانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي. د ضلعي پولیسو مشر محمد عمران د ازادي‌ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دواړه پېښې نن د مې پر څلورمه شوې دي. د ده په وینا، د پنجشنبې پر ماسپښین شاوخوا یوه بجه نامعلومه کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې په کې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شو. دی وايي، تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یوه دولتي ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې چې په کې د څلورو استادانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. Читать дальше...



د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي. دا په څه باندې یوه لسیزه کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

ګودر ځاځی وايي پر موسيقۍ بنديز نه شي لګېدای

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی ګودر ځاځی دی. ده له سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره په ګډه يوه ولسي سندره ويلې او په تېر وړوکي اختر کې یې خپره کړې وه. ځاځی وايي سندره يې د ټولنيزې ميډيا له لارې زياتو خلکو ته ورسېده او هغوی خوښه کړه. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې د ځاځي په ګډون یوشمېر هنرمندانو هېواد پرېښود. خو نوموړی په دې اند دی چې د موسيقۍ او سندرې مخه نه شي نيول کېدای. د ګودر ځاځي دا خبرې او د یوشمېر سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ.

راپور: افغانان د لوږې او مړینې له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د بحران نړیوال راپور ښيي چې د افغانستان او شپږو نور هېوادونو اوسېدونکې د لوږې او مړینې له ګواښ سره مخ دي. يو شمېر افغانان وايي چې په سختۍ سره د درې وختو خواړه پیدا کوي. یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، کله چې ډوډۍ خوري نو ډاډه نه وي چې د بل وخت لپاره به ډوډۍ ترلاسه کړي او که نه. هغه وايي: "د شپې لپاره که کچالو پیدا شي، موږ یې خورو، که کچالو پیدا نه کړو، درې یا څلور وچې ډوډۍ راوړم، که ډوډۍ هم پیدا نه‌کړم، ګاونډیان یې راوړي، موږ یې خورو." له بلې خوا... Читать дальше...

خیبر پښتونخوا کې بارانونو فصلونه او باغونه زیانمن کړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې وروستیو بارانونو او ږلۍ د غنمو فصل او باغونو ته زیان رسولی دی. کروندګر وايي، تر پرله پسې بارانونو وروسته د غنمو په بوټو کې مرضونه هم پیدا شوي دي. اخوا باغوانان وايي، یوه میاشت مخکې بارانونو د الوچو د ونو ګلونه ودوړول چې له کبله یې د پیداوار کمېدو امکان دی. ویډیويي رپورټ.

طالبان کابل کې د ښاري ټکسيانو رنګ بدلوي؛ خلک دا پرېکړه حيرانوونکې بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست په کابل ښار کې د ښاري ټکسیانو رنګونه له ژیړ په روښانه فېروزي رنګ بدلوي. د ښاري ټکسیانو ځانګړی رنګ ښايي کومه نوې خبره نه وي، خو دا چې اوس د افغانستان د ټرافیکو عمومي ریاست پرېکړه کړې چې له ژیړ رنګ یې په روښانه فېروزي بدل کړي د ټکسي چلونکو ترڅنګ یې عام ښاریان هم حیران کړي دي. له یوې خوا ورته دا پرېکړه عجیبه ښکاري او له بل پلوه یو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، له اقتصادي پلوه د دې توانايي نه‌لري چې د خپلو ټکسیانو رنګونه بدل کړي. رحمت چې د کابل... Читать дальше...



د طالبانو له لوري د امريکايي اتباعو پر نيول کېدو اندېښنه ښودل شوې

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خپلو نیول شویو اتباعو په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې ده. د امریکا کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمټې مشر مایکل مککال او د منځني ختیځ، د افریقا د شمال او منځنۍ اسیا د فرعي کمېټې مشر جو وېلسون د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې دغه امریکايي اتباع باید ژر تر ژره خوشې او په خوندي شکل امریکا ته انتقال شي. دوی په یاد لیک کې چې د چهارشنبې ورځې ناوخته ‌یې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته استولی ویلي چې طالبانو دغه امريکايي اتباع یرغمل کړي. Читать дальше...

امريکا او ځینو هېوادونو د افغانستان د بشر حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو او د نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه لري. د کابل د ځوانانو د پارلمان پخوانۍ غړې سمیعه قادري د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کړنو نیوکه کوي. هغه وایي، د دوحې د ناستې په اړه څنګه چې د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو تمه او نظر درلوده؛ د هغوی غوښتنې او ګټې په پام کې ونه نیول شوې. نوموړې وايي: "تل زموږ ټولو نړیوالو سازمانونو ته هیله وه، خو له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې وروسته... Читать дальше...

افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو پر وړاندې ننګونې

Pa.azadiradio.com 

نږدې دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ هره ورځ له تازه ستونزو سره مخ کېږي. د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې د افغانستان د ازادو رسنیو یوه لویه برخه خپل فعالیتونه ودروي او ګڼ شمېر خبریالان هم هېواد پرېږدي. دا راپور د دریم د مې، د رسنیو د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت په بهر کې د افغان خبریالانو پر وضعیت او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د رسنیو پر وضعیت جوړ شوی دی.

د چک په برنو کې د اورلګېدنې له امله ۸ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت پولیسو نن د مې ۴مه وویل، د دغه هېواد په دوهم لوی ښار برنو کې تېره شپه د اورلګېدنې په پایله کې ۸ کسان مړه شوي. د چک جمهوریت د پلازمېنې پراګ سوېل ختیځ ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت برنو ښار کې تېره نیمه شپه اور لګېدلی. د چک تلوېزیون په وینا، په پېښه کې وژل شوي کسان ښايي په یوه پناه ځای کې بې کوره کسان وي. د چک جمهوریت پولیس او د اور وژنې اداره د اور د لامل په اړه پلټنه کوي.

غزني کې يوه موسسه۱۷۰زره غواګانو ته د پوستکي د ناروغۍ واکسين لګوي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یوه نادولتي موسسه ۱۷۰ زرو غواګانو ته د پوستکي د یو ډول ناروغۍ لمپي سکین واکسین لګوي. د دغې موسسې سيمه‌ییز چارواکي وايي، خلک باید غواوې واکسین کړي چې له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه په امان شي. د راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې زرګونه غواوې د لمپي سکین ناروغۍ له امله تلف شوي دي. لمپي سکین ناروغي غواګانو ته د ککړو غوماشو له لارې انتقالېږي چې پرې تر اخته کېدو وروسته د غواګانو تبې کېږي، په ځان یې دانې راخیژي او ان د له منځه تلو سبب یې کېږي.

کراچۍ کې د یو هندو ځوان د وژنې ضد پرلت پیل شوی دی

Mashaalradio.com 

رام کېشن وویل، کمل کېشن د مې پر لومړۍ نېټه د خپلو خویندو د ودونو لپاره د سودا اخيستو په غرض له خپل تره زوی سره يو ځای د کراچۍ ليارۍ سيمې ته روان وو چې د هغه په وينا، پولیسو په "جعلي نښته" کې وواژه.

ټوماس وېسټ: د افغانانو ترمنځ سياسي ډيالوګ د ستونزو بنسټيزه حل‌لاره ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د افغانانو ترمنځ سیاسي ډیالوګ د افغانستان د ننګونو بنسټیزه حل‌لاره ده. نوموړي په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما افغانستان ته د بشري مرستو رسولو او له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي. وېسټ لیکلي: "هغه ډول چې ملګرو ملتونو په واضح ټکو بیان کړه چې په دوحه کې وروستۍ ناسته د رسمیت پېژندلو لپاره نه‌وه، بلکې غونډه د ګډو ګټو په مشخص کولو او دغه ‌شان له... Читать дальше...

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هند ته ولاړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا غونډه نن او سبا د هند په ګووا ښار کې کېږي چې بلاول بوټو زرداري په‌کې د پاکستاني پلاوي مشري کوي. بوټو په خپل ټوdټر په یوه پیغام کې ویلي: "زما تګ دا واضح پیغام ورکوي چې پاکستان څومره د شانګهای د همکارۍ سازمان ناستو کې خپل غړیتوب ته اهمیت ورکوي. زه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو سره د دوه اړخیزو رغنده بحثونو په تمه... Читать дальше...

د طالبانو مشر کندهار او يو شمېر ولايتونو ته نوي واليان ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده د کندهار په شمول د ځینو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي چې د دفاع وزارت د ستراتېژيکو استخباراتو معین ملا محمد علي حنفي د کندهار د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی. د کونړ لپاره محمد ایوب خالد، د نورستان لپاره بشیر احمد حقاني، د جوزجان لپاره ګل حیدر شفیق او د بغلان لپاره عبدالرحمان حقاني نوي والیان ټاکل شوي. دوی ټول مخکې د قول اردوګانو او نورو ولایتونو مشران وو. د طالبانو د رهبر په فرمان کې همداراز... Читать дальше...

پېښور کې خبریالانو د رسنیو ازادۍ لپاره مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت مظاهره شوې ده چې پکې یوشمېر خبریالانو د مطبوعاتو پر ستونزو خبرې وکړې. د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.





Rss.plus
Вячеслав Тихонов

VIII Международный кинофестиваль «17 мгновений…» имени Вячеслава Тихонова объявил победителей




Предзаказы Senua's Saga: Hellblade 2 доступны в России, а игра получит русский язык

Егор Башкатов возглавил ХК «Химик» из Воскресенска

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая

В Москве рабочий упал в шахту лифта бизнес-комплекса




که انځور اخیستل غواړئ د مصر د سېلفیانو تالار ته ورشئ

Mashaalradio.com 

په مصر کې په وروستیو کې په نوي انداز د سېلفۍ (د خپل ځان انځور) اخیستو رجحان پیدا شوی دی. په پلازمېنه قاهره کې دوو خویندو د انځورونو مینه والو ته د سېلفیانو تالار په نوم یو پارک جوړ کړی دی. هغه تالار د خلکو د ساعت تېرۍ لپاره هم ډېر څه لري. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

چين: نړيواله ټولنه بايد د طالبانو حکومت سره تماسونه او خبرې ګړندۍ کړي

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره تماسونه او خبرې اترې ګړندۍ کړي، د بیا رغونې او پراختیا له هڅو یې ملاتړ وکړي او د یوه ټولشموله حکومت جوړولو، منځلارې حکومتولۍ، له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزې ته یې وهڅوي. دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې نن پنجشنبې په پېکېنګ کې په یوه خبرې غونډه کې پاکستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر چین ګانګ د کېدونکي سفر او د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو... Читать дальше...

د اوکراين ولسمشر هالنډ ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ حکومت وایي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي به نن له دې هېواد څخه کتنه ترسره کړي. د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده چې زیلنسکي به په دې سفر کې له چارواکو سره په لیدنو کتنو سربېره، د اوکراین لپاره له عدالت پرته سوله نه‌شته، تر عنوان لاندې یوه وینا هم وکړي. دا به د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې هالنډ ته د زیلنسکي، له مخکې نااعلان شوی، لومړی سفر وي. د اوکراین ولسمشر له دغه یرغل راهیسې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبې د فنلنډ له پلازمېنې هیلسنکي څخه کتنه ترسره کړه.

وېسټ: د دوحې په غونډه کې ډېر تمرکز د افغانانو ترمنځ پر سياسي خبرو و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د دوحې په غونډه کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د ډېرو اجماع د افغانانو ترمنځ پر سیاسي خبرو اترو وه. وېسټ پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده. په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره په خبرو کې د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیل ټینګار کړی دی. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې غونډې د همدې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې د طالبانو له ګډون پرته ترسره شوه. Читать дальше...

سيګار: امريکا د طالبانو بيا واکمنۍ له پيله افغانستان سره ۲.۱ ميليارد ډالره مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي اداره یا سیګار وایي، متحده ایالاتو د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله له افغانانو سره دوه اعشاریه یو میلیارده ډالره مرسته کړې ده. د سیګار په راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو راغلي، په بشري مرستو کې هم چې تر ډېره د ملګرو ملتونو ادارې یې ترسره کوي، امریکا لوی لاس لري. له دې مرستو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین تر ټولو ستر بلل کېږي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، ۹۷ په سلو کې افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو خبرداری... Читать дальше...

ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا د خبريالانو ګواښ او شکنجې ته اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې د خبریالانو وضیعت ته پام کړی او وايي، ملګرو ملتونو د طالبانو له‌خوا د افغان خبریالانو تهدیدول، وېرول، پر دوی بریدونه او نیول نه مننونکي بللي او په دې هېواد کې یې د رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ورځپاڼې په وینا، په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو را وروسته ګڼو افغان خبریالانو د رسنیو ته د تړل کېدو او یا د هېواد د پرېښودو له کبله خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د لیکوال په باور ګڼې دا رسنۍ د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوي دي. Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Басков

«20-летних я уже не потяну»: Басков раскрыл идеальный возраст избранницы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России