د عمران خان له نيول کېدو وروسته د هغه د پلويانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي
د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه ورکړل شوي دي. عمران خان نن په اسلاماباد هغه مهال ونیول شو چې د فساد د څو تورونو په قضیه کې د سپیناوي لپاره یوې محکمې ته ورغلی و. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي مشر فواد چودري نن وویل، مخکینی صدراعظم د اسلاماباد د عالي محکمې له ودانۍ د احتساب د ملي ادارې د کارکوونکو لهخوا د ځانګړیو پولیسو یوه موټر ته واچول شو. چودري د عمران خان نیول کېدل یرغمل کېدو ته ورته بللي دي. Читать дальше...