د بلخ ځینو اوسېدونکو د روضې شریفې د شاوخوا ویجاړیو د بیارغونې غوښتنه وکړه
د بلخ ولایت د مزارشريف ښار ځينې اوسېدونکي وايي، حضرت علي «رض» ته د منسوبې روضې شريفې ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوي او دوی يې د ړنګېدو په اړه اندېښمن دي. د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکی نقيبالله وايي: "د جمهوریت په وخت کې یې کار جریان درلود، کله چې حکومت بدل شو، اوس څوک کار نهکوي." نوموړی وايي، په مزارشريف کې د حضرت علي «رض» د روضې شريفې د ودانۍ د ځينو ويجاړو شويو برخو د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې دي. نوموړي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د روضې بیارغونې ته پاملرنه وکړي. Читать дальше...