Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 23.05.2023

اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ځانګړی استازی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي خان درانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. دغه وزارت نن سې شنبه په یوه اطلاعیه کې دغه خبر ورکړی دی. تر دې مخکې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله. صادق د مارچ پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي وو چې خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.

د نېلسن منډېلا مېرمن: نړۍ بايد د طالبانو د ننګولو لپاره نوښتګرې لارې ولټوي

Pa.azadiradio.com 

د نېلسن منډېلا مېرمن او د ښځو د حقونو مخکښه فعاله 'ګراسا ماشل' وايي، د طالبانو له‌خوا د افغان مېرمنو ځورول د تبعیضي اپارټاید یوه بڼه ده، خو د نړیوالې ټولنې غبرګون یې په اړه نرم دی. یو شمېر افغان نجونې او ښځې چې له زده‌کړو بې برخې دي وايي، پر ښځو د بندیزونو له دوام سره د ناخوښۍ احساس کوي. د هرات ولایت یوې زده‌کوونکې فرشتې عظیمي ازادي راډيو ته وویل: "ښوونځي له څه باندې ۶۰۰ ورځو راهیسې تړل شوي او نور محدودیتونه دوام لري. نړیوالې ټولنې په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه‌دی کړی. ټول په لیکلي ډول غندل شوي، خو په عمل کې هیڅ نه‌دي شوي. Читать дальше...

کابل کې اعتراضيه غونډه؛ د ښځينه زندانيانو پر وضعيت يې اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د 'شنبه های ارغواني' په نوم د ښځو یوه غورځنګ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځینه بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د دغه غورځنګ مشرې مریم معروف اروېن د سې‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځینه بندیانو د وضعیت په اړه اندېښمنې دي. نوموړې وويل:" نن مو چې په کابل کې اعتراض درلود، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو د افغانستان... Читать дальше...



د پاکستان محکمې د 'عمران خان' د ضمانت غوښتنه منلې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان محکمې نن تر راتلونکې میاشتې د مخکیني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه ومنله. د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن له خپلې مېرمنې بشری بي‌بي سره یو ځای د اسلام‌ا‌باد محکمې ته حاضر شو. محکمې ته نږدې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، ځکه چې دوه اوونۍ مخکې د خان د نیول کېدو پر مهال د هغه پلویانو له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه وکړل او له پولیسو سره لاس ګرېوان شول. په دې اعتراضونو کې په نامعلوم شمېر کسان ووژل شول، څو ودانۍ وسوځېدې او د عمران خان سلګونه پلویان ونیول شول. Читать дальше...

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله لبنان ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، افغان فوټسال لوبغاړو له څو اوونیو راهیسې په ایران کې تمرینات ترسره کول او له هماغه ځایه نن د لبنان پلازمېنې بیروت ته ولاړل. د فوټسال ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه نېټو له لبنان سره درې دوستانه سیالۍ ترسره کړي. د ویلو ده چې افغانستان د فوټسال په سیالیو کې هم په وروستیو څو کلونو کې ښې لاسته راړونې درلودې.

فوټبال؛ افغانستان خپله درېیمه سيالي له ایران سره کوي

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اسیا هېوادونو د شل کلنو ځوانانو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان د چهارشنبې په ورځ خپله درېیمه سیالي له ایران سره ترسره کوي. افغان لوبډلې په روانو سیالیو کې یوه سیالي ګټلې او بله یې مساوي کړې چې د نومرو په جدول کې دویم مقام لري. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې ترکمنستان هېواد ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او دویمه سیالي يې له کوربه هېواد تاجکستان سره ۱ د ۱ پر وړاندې مساوي کړه. افغان لوبډله به خپله وروستۍ سیالي له ازبکستان سره ترسره کړي.

د 'آی‌پي‌ایل' سیالیو دویم پړاو پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل سیالیو دویم پړاو نن په چینای ښار کې پیليږي. د دې سیالیو په لومړي 'پلې اف' کې به د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز سره سیالي وکړي. دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د چینای په ښار کې پیلېږي. د ګجرات په لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم لوبه کوي چې راشدخان د زیاتو وېکټو اخستونکو په کتار کې له محمد شامي سره برابر دی او ۲۴ لوبغاړي یې سوځولي دي. د دې سیالۍ ګټونکی به نېغ په نېغه پایلوبې ته لار پیدا کوي او بایلونکی... Читать дальше...

افغان کرکټ بورډ د پنځو زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې د کورنیو سیالیو په دوام به روانه میاشت درې ورځنۍ سیالۍ هم پیل کړي. کرکټ بورډ زیاتوي چې دغه سیالۍ به د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې پیل شي. د سیالیو لپاره نن د سه‌شنبې په ورځ د ټولو ۵ لوبډلو ۱۵ـ کسیزه لوبډلې او احتیاطي لوبغاړي هم اعلان شول. د کورني کرکټ مدیر نظیم جار عبدالرحمیزي په دې تړاو ویلي وو چې په درې ورځنیو سیالیو کې به د لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو مخکښ لوبغاړي لوبېږي او بیا به له دې سیالیو ښه وړتیا ښودونکي لوبغاړي فرسټ کلاس سیالیو ته لار پیدا کوي. Читать дальше...



نسرین: ما په خپله لومړنۍ جوړه شوې غالۍ کې درې سوه افغانۍ ګټه کړې

Pa.azadiradio.com 

د غالیو اوبدل د افغانستان لرغونی صنعت دی. که څه هم ښايي خورا سخت وي، خو یو شمېر افغانې مېرمنې پر همدې کاروبار بوختې دي او خپل ورځني لګښتونه له همدې لارې پوره کوي. قالینې یا غالۍ د افغانستان د صادراتو یوه لویه برخه جوړوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته استول کېږي او د نور هېوادونو د غالیو په پرتله ځانګړی بازار لري. دا راپور د هغې ښځې په غږ پیلېږي چې خپل د ژوند تر نیمایي ډېر عمر یې د قالینې په اوبدلو تېر کړی. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

محکمې تر راتلونکې مياشت پورې د 'عمران خان' د ضمانت غوښتنه ومنله

Pa.azadiradio.com 

د اسلام‌اباد محکمې تر راتلونکې میاشتې پورې د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه ومنله. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند احمد جنجوعه نن وویل، د تروریزم ضد محکمې د حکم له مخې خان د جون تر اتمې نېټې نه نیول کېږي. عمران خان په روانه مې میاشت کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د اعتراضونو پرمهال د تروریزم په ګډون په اتو قضیو کې تورن دی. که څه هم خان د ضمانت په بدل کې د دوو اونیو لپاره خوشې شوی، خو د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې دا احتمال شته چې دی بیا ونیول شي، ځکه له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی.

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې د کرونا، تورې ټوخلې او ډينګي ناروغۍ ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا وبا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغيو د زیاتوالي خبر ورکوي. سیف‌الله چې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نه‌شته او د ناروغانو غم یې نه‌خوړل کېږي. نوموړی وايي: "ولسوالي لېرې ده، د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزې لرو. دوه کلینیکه لرو چې یو په مرکز او بل په نېک‌اباد ساحه کې دی. نور په دې کلیوالو سیمو کې چې کوم کسان دي، ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولای." د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد بیا وايي، نه یوازې... Читать дальше...

قامي اسمبلۍ د مې نهمې تشدد پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې سزا ورکولو قراردار منظور کړ

Mashaalradio.com 

د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې د مې نهمه د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده او هر کال به یې په همدې نوم يادونه کېږي. د نوموړي په خبره د تحريک انصاف د دغو مظاهرو پر وخت د شوي تاوان تر شا پلانوونکي او پر پوځي ادارو د حملو هڅوونکي ول چې پر ضد یې ثبوتونه شته او پولیسو نيولي دي.

اوچا: اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ميليون ډالرو ته اړتيا ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۱۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. اوچا نن د مې ۲۳ مه په یوه ټویټ کې وویل، په سږني کال کې به ۲۰،۳ میلیونه افغان وګړي د عمومي خوندیتوب، د ماشومانو د ساتنې، د جنسیتي تشدد پر ضد د مبارزې او د ماین پاکې په څلورو اصلي برخو کې مرستو ته اړتیا ولري. د افغانستان لپاره د اوچا دفتر مخکې ویلي وو چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سره به د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو چارې ته دوام ورکړي.

د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو پر بېلابېلو سیمو لسګونه بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا او خارکییف ښارونو ۲۰ توغندي ویشتلي. د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز نن په خپل ورځني راپور کې همداراز وویل چې روسي ځواکونو د اوکرایني سرتېرو پر سنګرونو او د خلکو د استوګنې پر سیمو د ایراني شاهد ډوله ډرونونو په وسیله ۴۸ هوايي حملې کړي او ۹۰ توپونه یې ویشتلي. بل‌خوا د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د بلګورد ښار والي ویاچیسلاو ګلادکوف نن وویل، پر یوه دولتي ودانۍ او دوو شخصي کورونو د ډرون حملې شوي،... Читать дальше...

د خیبرپښتونخوا په هنګو کې وسله والو ۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عرفان خان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، شاوخوا پنځوسو وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د 'ایم او ایل' په نوم د تېلو او ګاز د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي وسله وال فعال دي او وخت ناوخت پر دولتي سرتېرو بریدونه کوي.

د هلمند ځینې کروندګر د بديل کښت په برخه کې مرسته غواړي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند کروندګر وايي، له يوې خوا يې سړې هوا کښتونه ووهل او بل پلو د کيمياوي سرې لوړو لګښتونو د غنمو کرکېلې برخه کې تاواني کړي دي. هلمند هغه ولايت چې تېروکلونو کې يې د کوکنارو په توليد کې د سيمې په کچه نوم درلود، خو سږ کال د دغه ولايت پر ډېری ځمکو غنم کرل شوي دي. د طالبانو حکومت ادعا کړې چې سږ کال یې په ټول افغانستان کې د کوکنار کښت ته اجازه نه‌ده ورکړې، خو له یو شمېر ولایتونو یې د کښت راپورونه ورکړل شوي دي. احمدالله چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې يې په شاوخوا ۷۰ جريبه ځمکه غنم کرلي دي وايي،... Читать дальше...

۹۷ کلنه وايي عمر يې تېر شو خو کور يې جوړ نه شو

Mashaalradio.com 

د فلسطين يوه ۹۷ کلنه مېرمن وايي چې ۷۵ کاله وړاندې يې د جګړې پر مهال کور ړنګ شوی وو، او اوس يې يو ځل بیا کور وران شوی دی. د انتصار موحانا په وينا ډېر وخت تېر شو، خو ستونزې يې هوارې نه شوې. په دې اړه له رویټرز اژانس ویډیو څخه فرخنده اسد راپور جوړ کړی دی.

سناتور 'تیم سکاټ' د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د کاندېدو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

جمهوريپال سناتور تیم سکاټ اعلان وکړ چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د خپل ګوند له لوري سیالیو کې یو کاندید وي. د جنوبي کارولاینا ایالت دغه ۵۷ کلن سناتور په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند یوازېنی تور پوستی غړی دی. نوموړي خپله انتخاباتي مبارزه پرون دوشنبې له خپل پلرني ټاټوبي شمالي چارلسټون څخه پیل کړه. سکاټ له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سنا جرګې غړی دی. د اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د راپور له مخې نوموړی به خپل کمپاین پر داسې مسایلو چې خلکو ته هیلې ورکوي، متمرکز کړي. ویل شوي... Читать дальше...

د نيلسن مانډيلا مېرمن: پر افغان ښځو محدودیت د توکمپالنې بڼه ده

Pa.azadiradio.com 

د سولې د جایزې د ګټونکي او په جنوبي افریقا کې د هغه مهال د اپارټایډ پر وړاندې د مخکښ مبارز نيلسن مانډیلا مېرمن ګراسا ماشیل وایي، پر افغان ښځو د طالبانو له خوا فشارونه د توکمپالنې یا اپارټایډ یوه بڼه ده او نړۍ یې باید په وړاندې په هغه هوډ مبارزه وکړي چې په جنوبي افریقا کې یې د نژادي تبعیض په وړاندې کړې وه. د برتانوۍ ټلېګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ۷۷ کلنې ماشیل چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو یوه مهمه مبارزه ګڼل کېږي وویل، پر طالبانو باید فشارونه راوستل شي او ورته څرګنده شي چې نړیواله ټولنه یې نژادي تبعیض نه شي منلی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова на Мальдивах пожаловалась на опухший глаз из-за укуса комара





Rss.plus
Владимир Путин

Президент России Владимир Путин подтвердил проведение XVI Международного военно-музыкального фестиваля «Спасская башня»




Акция «Бессмертный полк в автобусах» началась в Котельниках

2-летний ребёнок выпал с 7 этажа в Москве

Юрист Билялова рассказала, что грозит за не поданную до 2 мая декларацию о доходах

В Суворовском районе прошла "Майская многодневка"




ايرو ايشيا ريويو: افغان ځوانان د سولې او فرصتونو له نشتوالي سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

ایرو ایشیا ریویو: ایرو ایشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې په افغانستان کې د ځوانانو ستونزو ته پام اړولی او لیکي، د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق په حواله د افغانستان د نفوس اکثریت هغه ځوانان دي چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کم دي او دوی د هېواد د ټول نفوس څه کم ۶۴ سلنه جوړوي. د خپرونې په لیکنه په تېرو کلونو کې چې دا هېواد په په جګړو کې ښکېل و ځوانانو هم د دولتي ځواکونو چې له طالبانو سره یې مخامخ جګړه کوله، ډېره برخه جوړه کړې وه. د ایرو ایشیا په لیکنه نن ورځ دغه ځوانان د سولې او فرصتونو له نشتوالي سر ټکوي. Читать дальше...

د روسيې او اوکراين پر پوله چاودنې او نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او اوکراین په پوله کې د چاودنو او نښتو راپورونه ورکړل شوي او مسکو د اوکراین یوه ورانکاره ډله تورنه کړې چې دې هېواد ته یې د تاوتریخوالي د غځولو هڅه کړې. خو کییف دغه ادعا رد کړې ده. پرون د بیلګورود په سیمه کې د چاودنو او خال خال نښتو غږونه اورېدل کېدل او د سیمې د والي ویاچسلاو ګلادکوف په وینا جګړه د روسیې ګریورون ولسوالۍ ته چې اوکراین پولې ته څېرمه پرته ده، غځېدلې. هغه ویلي چې په نښتو کې اته تنه ټپیان شوي دي. د روسیې د ازادۍ لوا په نوم ډلې د دغې حملې مسوولیت اخیستی، چې په دې ډله کې... Читать дальше...

د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو پر ځای سبزيجات کرل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو اړوند د نشه‌يي توکو او جرمونو د کنټرول ادارې له لوري د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د نشه‌يي توکو د کښتونو پر ځای د سبزیجاتو کښتونه شوي چې اوس يې تازه د حاصلاتو د ټولولو بهير پيل شوی. په دغه ولسوالیو کې مخکې د کوکنارو پراخ کښتونه کېدل. بل‌خوا ځايي بزګران وايي، د سبزیجاتو دا ډول عصري کښتونه د دودیزي کرنې په پرتله زیات حاصل ورکوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

فوټبال؛ افغانستان او تاجکستان يو يو مساوي شول

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوټبال د سیالیو په دویمه لوبه کې د افغانستان او تاجکستان یو یو مساوي شول. د دوی لوبه د دوشنبې ښار په تالکو ارینا لوبغالي کې وشوه. په دې لوبه کې وروسته له هغې چې تاجکستان په لومړۍ نیمايي کې د ګول په وهلو مخکې شو، افغانستان د دوهمې نیمايي په پیل کې په ۴۸مه دقیقه کې د همایون امین له‌خوا ګول ترسره کړ او لوبه بیا تر پایه مساوي مخته لاړه. د افغان ټیم کپټان احمد رشید سروري تر لوبې وروسته په یوه پيغام کې چې د افغانستان فوټبال فدراسیون خپور کړی ویلي: "که څه هم موږ دمه... Читать дальше...

طالبانو له ايران سره د خوړو، درملو او روغتيايي برخو کې تړون لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ادارې د ایران د خوړو او درملو له ادارې سره د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو تړون لاسلیک کړ. د خوړو او درملو د ادارې رییس ډاکتر عبدالباري عمر په دې اړه په یوه ناسته کې ویلي: "ایران تقریباً تر ډېره حده پورې د درملو، خوراکي توکو او طبي وسایلو په برخه کې خودکفا دی. په همدې اساس موږ هیله لرو چې وکولای شو دا ټکنالوجي افغانستان ته انتقال کړو. د دوی تجاران راشي زموږ له کمپنیو او شرکتونو سره کار وکړي." په دغه هوکړه‌لیک کې د خوراکي... Читать дальше...

ملګرو ملتونو د افغانستان شمال کې سولري تختې وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په شمال زون کې د لمریزي برښنا یا سولر د څه باندې درې زره تختو د وېش اعلان کړی. دا سولر پینلونه یا تختې تر ډېره په راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو وېشل شوي دي. د یو این‌ایچ‌ سي‌ آر افغانستان څانګې پر خپل ټویټر لیکلي چې یوازې یې په بغلان کې په ۱۳۰ کورنیو سولري تختې وېشلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ډاډ ورکړی چې له افغان راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې کوي، خو مهمه ده چې د دوی لپاره کافي بودیجه په واک کې ورکړل شي.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

Касаткина проиграла Путинцевой и не смогла выйти в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России