Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 14.05.2023

ترکیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې؛ د رایو شمېرنه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده. ترکي رسنیو راپور ورکړی چې په نږدې څلوېښت فیصده شمېرل شویو رایو کې د لومړنیو پایلو پر اساس اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو مخکې دی. دا ټاکنې ځکه مهمې دي چې رجب طیب اردوغان په تېرو څو دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د کمال قلیچدار اوغلو په څېر له یوه جدي سیال سره نه وو مخ. قلیچدار اوغلو کيڼ اړخی سیاستوال او د لوېدیځ پلوی دی. هغه د ډیموکراسۍ او ځوانانو ډېر شعارونه ورکړي او هم یې ژمنه کړې چې په بریالي کېدو سره به د ولسمشرۍ... Читать дальше...

ځینې سرپرستې او کونډې مېرمنې: د کور لګښتونه نه‌شو پوره کولای

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ګټیالۍ دي وايي، په اوسني وضعیت کې د کور لګښتونه نه‌شي پوره کولای. رقيه وايي چې مېړه يې موټر چلوونکى و او لرې پرتو کليو ته به یې خوراکي توکي د پلور لپاره وړل. نوموړې وايي، دې او مېړه یې دواړو کار کاوه او د خپلې کورنۍ د پاللو توان یې درلود. رقيه چې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه مهال یې د صفا کارې په توګه په یو روغتون کې کار کاوه. نوموړې وايي، چې مېړه يې یو وار ميدان وردګو ولايت ته په کار پسې تللی و، خو بیا غړېدلې سترګې کور ته راستون نه‌شو، تر دې چې په وینو سور مړی یې ورته کور ته راووړ. Читать дальше...



کابل کې د کورنيو توليداتو نړيوال نندارتون؛ سوداګرې مېرمنې د نړيوال بازار غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د افغانستان نړیوال ننداراتون په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډونوال خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندنې غوښتونکي دي. “ډېر زيات نفر دلته راغلل، لوړ رتبه چارواکي هم راغلل، له هغوی زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته په نړيواله کچه داسې سيستم برابر کړي، چې موږ هلته ولاړ شو او هلته خپل مال بازار ته وړاندې کړو”. له ننګرهاره راغلی د شمس بابا په نوم د دېګ بخارونو د شرکت يو مسوول نېک محمد دی. نوموړی چې د افغانستان نړيوال نندارتون په نوم د جوړ شوي نندارتون په يوه څنډه کې... Читать дальше...

یونېسف: په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه. که څه هم په پام کې ده، چې سبا به د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج واکسین فرعي کمپاین پیل شي، خو په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو دویمه مثبته پېښه د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه. د پولیو لومړۍ مثبته پېښه هم د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په یادې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه. په افغانستان کې د یونېسف د پولیو وېروس... Читать дальше...

ترکان په عامو انتخاباتو کې رایې کاروي

Mashaalradio.com 

د مې پر ۱۴مه د ترکیې خلکو په ولسمشریزو او پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچولو ته دوام ورکړی دی. د ولسمشرۍ څوکۍ ته څلور تنه نوماندان دي چې پکې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردغان او د مخالفه ګوندونو د اېتلاف مشر کمال قیلیچدار اوغلو ترمینځ د سختې سیالۍ تمه ده. د ترکیې اوسېدونکي وايي، د بیان ازادي، د بهرنیو چارو تګلاره، اقتصاد او څو میاشتې مخکې زلزلې ته حکومتي غبرګون هغه مسایل دي چې پر اساس یې رایې کاروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ترکيه کې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات روان دي؛ ايا اردغان به واک کې پاتې شي؟

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې نن د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات روان دي.  دا انتخابات له دې کبله ډېر مهم دي چې په نتیجه کې به یې څرګنده شي چې له شلو کلونو وروسته رجب طیب اردوغان په واک کې پاتې کېږي او که نه. د دغو انتخاباتو پایلې به نه یوازې د دغه هېواد، چې ۸۵ میلیونه نفوس او د ناټو غړیتوب لري، راتلونکی ولسمشر معلوم کړي بلکې د ترکیې په اقتصادي او سیاسي پالیسیو کې هم ښايي لوی بدلون راوړي. نظرپوښتنې ښيي چې د اپوزیسیون د شپږو ګوندونو د ایتلاف مشر کمال قلیچدار اوغلو، تر خپل اصلي سیال یعنې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان یو څه وړاندې دی. Читать дальше...

د پاکستان پر يوه پوځي مرکز د بريد پر مهال ۱۳ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پر یوه پوځي مرکز کې د حملې په نتیجه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. د پاکستان پوځ نن یکشنبې وویل، دا کسان د پاکستان د ملېشه ځواک پر یوه سرحدي اډه د وسله‌والو په هغه حمله کې ووژل شول چې د جمعې په شپه پیل شوې وه او د شنبې تر سهاره یې دوام وکړ. د پاکستان پوځ وايي، وسله‌والو د بلوچستان ایالت په مسلم باغ کې پر یوې سرحدي اډې برید وکړ او درې کورنۍ یې په یوه کور کې یرغمل کړې. تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.



هند کې نږدې دوه‌نيم زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د هند سمندري ځواک او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې نږدې دوه‌نیم زره کیلوګرامه مخدر مواد، چې ادعا کېږي له افغانستان څخه وروړل شوي وو، کشف کړل. هندي رسنۍ وايي، دا مخدر مواد د شنبې په ورځ د کرالا ایالت په سواحلو کې په یوه بېړۍ کې نیول شوي دي. د هند له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا په یوه کال کې له افغانستان څخه هند ته د اندازې له نظره د مخدرو موادو درېیم ستر قاچاق و چې مخه یې نیول شوې ده.

کابل او يو شمېر ولايتونو کې زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز وايي، یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ درجې و، نن سهار کابل او د افغانستان ځینې نورې سیمې ولړزولې. دغه مرکز د دې زلزلې د مرکز په اړه څه نه‌دي ویلي خو د افغانستان د اکثرو زلزلو مرکز په بدخشان کې وي. له تېرو دوو مياشتو راهيسې دا درېيمه زلزله ده چې کابل او شاوخوا ولايتونه لړزوي.

د اوکراین ولسمشر برلین ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جرمني له مشرانو سره د مهمو خبرو لپاره برلین ته لاړ. زیلینسکي نن سهار وختي د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې له ایټالیا څخه جرمني ته ورسېد. دی دا سفر وروسته له دې کوي چې جرمني د روسیې د یرغل په وړاندې اوکراین ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه. تمه ده چې زیلینسکي به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او ولسمشر والتر شتاین مایر سره وویني.

د ترکیې خلک نن په انتخاباتو کې د ګډ‌ون لپاره د رایو مرکزونو ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې خلک نن په انتخاباتو کې د ګډ‌ون لپاره د رایو مرکزونو ته لاړل. دا انتخابات د اوسنۍ ترکیې په سل کلن تاریخ کې تر ټولو مهم ګڼل کېږي. اهمیت یې په دې کې دی چې دا انتخابات د ولسمشر رجب طیب اردوغان شل کلن واک پای ته رسولی شي. رایه ورکوونکي به نه یوازې په دې اړه پرېکړه وکړي چې څوک د ترکیې ولسمشر شي بلکې د ترکیې د اقتصاد لوری او د بهرنۍ پالیسۍ تګلاره به هم وټاکي. نظرپوښتنې ښيي چې تر رجب طیب اردوغان د ده سیال کمال قلیچدار اوغلو لږ څه وړاندې دی.

پاکستان مظاهرې او تاوتریخوالی: د پوځ مشر وايي پر پوځي تاسیساتو حملې نه زغمي

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې جنرال عاصم منیر د مې نهمه "توره ورځ" وبلله او و یې ویل چې د ګډوډیو له پلانوونکو سره به له قانون سره سم چلند کېږي.

امریکا د افغانستان په اړه د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی دی. کندهار ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له سفر او له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه د طالبانو له غوښتنې وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطرې سیال سره ټليفوني خبرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې ټليفوني مکالمه کې انټوني بلېنکن له افغانستان سره د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی دی. ... Читать дальше...

تودو سیمو کې د شیریخ تود بازار؛ عابد: د کامې شیریخ ته له لرې ځایونو خلک راځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان شیریخ له هغو مشهورو خوراکونو څخه دی، چې د کال په هر فصل کې خوښوونکي لري. د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ پاکیزه شیریخ مسوول حاجي عابد وایي، دلته دوی ته له ډېرو لرې لرې ځایونو نه سیلانیان راځي. نوموړی وايي، د کامې شیریخ دومره مشهور دی، چې د بېلابېلو ولایتونو خلک او ان بهر مېشتي هم چې افغانستان ته ورشي، نو د دې شیریخ د خوړلو لپاره یادې ولسوالۍ ته ورځي. حاجي عابد وایي: "ننګرهار خو خپل کور حساب کړه، خو له نورو ولایتونو لکه هلمند، غزني، پکتیا، کندز له هر ولایت نه خلک راځي، بهر نه هم... Читать дальше...

ازبکستان کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې ګډ دفتر پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان-ټرانس اوسپنې پټلۍ د پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو. افغانستان، پاکستان او ازبکستان په دې پروژه کې شامل دي. د طالبانو د حکومت د ریل پټلۍ ادارې د معلوماتو پر اساس د افغان-ټرانس د اوسپنې پټلۍ له مزارشریف تر تورخم پورې ۷۶۰ کیلومترۍ اوږدوالی لري او په جوړولو یې تر شاوخوا شپږ میلیارده ډالره لګښت راځي. لګښت ازبکستان او پاکستان پرې کوي. تمه ده د دې پروژې لپاره یو ګډ کاري دفتر ژر په پاکستان کې هم پرانیستل شي. د افغان-ټرانس د اورګاډي د پټلۍ د پروژې هدف چې په پنځو... Читать дальше...

طالبانو ننګرهار کې د خوش نصيب په نوم يو ترانه ويونکی نيولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ننګرهار کې یو کس په دې تور نیولی چې ترانې یې د سندرو په بڼه ویلې. دا خبره د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر په خپل ټوېټر شنبه ناوخته لیکلې ده. هغه زیاته کړې چې د خوش نصیب په نوم دغه کس ته څو واره سپارښتنه شوې وه چې ترانې د سندرو په طرز ونه وايي، خو بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکړی و. مهاجر ویلي، خوش نصیب دمګړی نیول شوی او وروسته به د نورو اقداماتو په اړه رسنیو ته خبر ورکړل شي. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته موسیقي او سندرې منع... Читать дальше...

له افغانستانه د سرتېرو ايستلو پر مهال د امريکا دفاع وزارت بې شمېره پوښتنې کولې

Pa.azadiradio.com 

ميليټري ټايمز: میلیټري ټایمز خپرونه لیکي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې واشنګن هڅې کولې چې خپل وروستي سرتېري له افغانستانه وباسي، د امریکا دفاع وزارت بې شمېره پوښتنې کولې. د خپرونې په باور دا پوښتنې تر دې راڅرخېدې چې څرنګه افغانستان له دې راګرځولی شي چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر تر یوولسمې مخکې وخت په څېر بیا د ترهګرو په روزن‌ځای بدل نه‌شي. د بایډن ادارې چارواکو هغه وخت دا خبره کوله چې پوځیان کولی شي چې د هوا له لارې ترورستي ډلې وځپي، خو د میلیټري ټایمز خپرونې په وینا، په تېرو... Читать дальше...

نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان له کیڼ اړخي سیاستوال د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند له مشر کمال قلیچدار اوغلو سره سیالي کوي. د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه شنبه پای ته ورسېدل. ولسمشر اردوغان خپل وروستی کمپاین په استانبول کې وکړ، چېرته چې هغه خپل سیال د ترکیې د تجزیې په نیت تورن کړ. خو کمال قلیچدار اوغلو د خپلو اکثرو ټاکنیزو هڅو په څېر د کور له اشپزخانې په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې ډيموکراسي او ځوانان د هغه پروژې دي او دا دواړه انقلاب راوستی شي. رویټرز اژانس د ترکيې د رسمي شمېرو په اساس لیکلي... Читать дальше...

زیلنسکي له پاپ فرانسيس څخه د سولې د پلان ملاتړ غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس څخه غوښتي چې د کییف د سولې د پلان ملاتړ وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زیلنسکي له پاپ سره د شنبې په ورځ په ایټالیا کې کتلي. پاپ فرانسیس ویلي چې واتیکان به د هغو ماشومانو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي چې د روسانو له‌خوا نیول شوي دي. د ایټالیا مشرانو هم له زیلنسکي سره په لیدنه کې له اوکراین سره د بشپړ پوځي او مالي ملاتړ ژمنه وکړه او د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره یې د اوکراین له هڅو خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ. Читать дальше...

نن ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې کېږي؛ مېشت افغانان یې اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

نن یکشنبه په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي. ټاکنیز کمپاینونه د شنبې په ورځ پای ته ورسېدل. په ترکیه کې ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو يو شمېر افغانان هلته د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په ترکیه کې د افغان ځوانانو د یوې فرهنګي ټولنې مشر سیدحامد سادات ازادي راډيو ته وویل، د قلیچدار اوغلو د بریا په صورت کې افغانانو ته لوی سرخوږی جوړېږي. نوموړي وويل: "همیشه جناب مقابل چې د ولسمشر مخالفت هم کوي او اوس په دې برخه کې ډېر مخکې هم تللی وايي، که زه په انتخاباتو کې بریالی شم وايي چې زه به افغانان او مهاجرین له دې وطنه باسم. Читать дальше...

شريف: پاکستان کې د وروستيو ناکراريو ټول عاملان بايد ونيول شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم وايي، په دغه هېواد کې د وروستیو ناکراریو ټول عاملان باید په ۷۲ ساعتونو کې ونیول شي. عمران خان که څه هم د محکمې په امر خوشې دی او تاوتریخجنې مظاهرې هم ظاهراً کرارې شوي، خو حکومت وايي ټول هغه کسان نیسي چې تېره اوونۍ یې په دغه هېواد کې ناکرارۍ رامنځته کړې. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون په لاهور کې یوې غونډې ته وویل، په دولتي ودانیو او تاسیساتو بریدګر باید یو یو ونیول شي او د ترهګرۍ ضد دوسیې ورباندې درج شي. نوموړي ويلي: "زه تاسو ته ۷۲ ساعته وخت درکوم چې ټول مجرمین، پلان جوړونکي،... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

The Beatles

Вышел трейлер отреставрированной документалки о группе The Beatles




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России