سيګار: طالب وسلهوال د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش ادارې په یو تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو وسلهوال د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي. سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې نن چهارشنبې خپور شو ویلي، مرستندويې ټولنې له امنیتي ګواښونو، د مثال په توګه د طالبانو د تالاشیو په پوستو کې له ځورونو، دفترونو ته د دوی د بې وخته ورتګ، د کاري پلان، بودیجې، عملیاتو او کارکوونکو په اړه د معلوماتو له پرلهپسې غوښتنو او د پروژو د پلان او تطبیق په برخو کې له لاسوهنو سره مخامخ کېږي. راپور د... Читать дальше...