Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 06.05.2023

ولې د کوه نور الماس د برتیانیا د ملکې له تاج څخه لرې شول؟

Pa.azadiradio.com 

د کوه نور الماس چې د نړۍ له ارزښتناکو الماسو څخه ده د برتیانیا ملکې د تاج په سرولو مراسم کې يې ځای خالي وه. د ملکې له تاج څخه د دغه ۱۰۵ قراطي الماسو د لرې کولو دلیل د دغو الماسو"کوه نور¬" د مالکیت پر سر اختلاف دی.

اوکراین او روسیې یو شمېر بندیان سره تبادله کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني او روسیې چارواکو نن د ځينو بندیانو د تبادلې خبر ورکړ. کيیف وايي، ۴۵ سرتېري يې د راتګ په حال کې دي او مسکو هم ویلي، درې پیلوټان يې بېرته مسکو ته ستانه شوي دي. د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د دفتر رییس اندري ایرماک پر خپل ټیلګرام لیکلي، د راستنو شویو سرتېرو ۴۲ يې هغه دي چې په ماریوپول کې د فولادو د فابریکې له دفاع څخه د راستنېدو په حال کې وو. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې پیلوټان يې د یوې پېچلې مذاکرې وروسته هېواد ته راستانه شول.

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره شوه. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ چارواکو ویلي، په دغې ناسته کې د افغانستان د امینتي وضعیت د ښه کېدو او د اقتصادي ثبات پر ټینګښت تمرکز وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو رسنیو ته ویلي چې پیغام يې افغان چارواکو ته دا دی چې افغانستان دې پاکستان او پاکستان دې افغانستان سره مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ ویلي، اسلام اباد او پېکېنګ چمتو دي د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي. Читать дальше...



مهم ورزشي خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د راشد خان روزونکي وايي سیال ټیمونه د هغه د باولنګ تاب نه لري. د نړۍ د سوک وهنې دوه اتلان سره لوبه لري. ریال مادرید او اوساسونا د هسپانیې شاهي جام کې لوبیږي.

د پاچا چارلس د تاجپوشۍ مراسم

Pa.azadiradio.com 

د بریټانیا پاچا دریم چارلس د شنبې په ورځ تاج پر سر کېښود. دی د بریټانیا څلوېښتم او تر ټولو زوړ پاچا دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

یونېسف: په بشپړه توګه زیانګالو افغان ماشومانو ته خدمتونه نه شو چمتو کولای

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف اعلان کړی، دوی نه‌شي کولای چې په بشپړه توګه زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو ته روغتیايي خدمتونه، اوبه، خوراک او ټولنیز خدمتونه چمتو کړي. په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ اندېښمنې دي چې بې‌وزلۍ دوی او د دوی ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي. دوی وايي چې وزګاره دي او مناسب خواړه نه‌شي برابرولای. د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور جوهر وايي، ماشومان يې د بې‌وزلۍ له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. جوهر زیاتوي چې تر اوسه دوی هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. Читать дальше...

امریکا د افغانانو لنډمهاله استوګنې د تمدید لپاره نوی پروګرام جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کډوالو کمېټه وايي، د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانانو د موقتي بشري استوګنې د تمدید لپاره به یو پروګرام جوړ کړي. دغه وزارت د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، هغه افغانان چې د ایستلو په بهیر کې د بشردوستانه ویزو یا پارول له لارې امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولای شي د جون له پیل څخه د انلاین او کاغذي فورمو له لارې، د موقتي استوګنې د تمدید لپاره غوښتنلیک ورکړي. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي دي، موقتي استوګنې به د قضیو پر بنسټ وڅېړل شي. د امریکا... Читать дальше...

سوډان کې جګړه؛ ښکېل لوري په عربستان کې خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د واشنګټن او ریاض په نوښت د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د روغې جوړې خبرې کېږي. د متحده ایالتونو او سعودي عربستان په نوښت دا خبرې لومړۍ جدي هڅه ده چې د سوډان د دوو پوځي ډلو ترمنځ روانه جګړه به ښايي پای ته ورسوي. دا جګړه چې د پلازمېنې خرطوم په شمول په ځینو ښارونو کې روانه ده، تر اوسه په‌کې په سلګونه ملکیان وژل شوي او په لسګونه زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. ریاض او واشنګټن د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه مخکې هم هڅولي وو چې خبرې سره وکړي. Читать дальше...



ولسي پاڅون په کبل کې د بدامنۍ ضد جلسه وکړه

Mashaalradio.com 

د سوات په کبل کې د یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو او فعالانو د مې پر پنځمه، د ناامنۍ پر ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په سوات کې شوې وروستۍ چاودنې او د بدامنۍ وروستۍ پېښې د ترهګرۍ او بدامنۍ د لړۍ نوې کړۍ ده. دا جلسه په داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې ده. د اپرېل پر ۲۴مه د کبل د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په تاڼه کې په چاودنه کې ۱۸ کسان ووژل او تر ۵۵ زیات ژوبل شول. Читать дальше...

یو شمېر افغانان: د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره بايد مياشتې انتظار وکړو

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، څو میاشتې وړاندې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي، خو د دوی په خبره د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست تر اوسه د دوی د ورتګ نېټه نه‌ده معلومه کړې. د عبدالولي په نوم د پاسپورټ يو غوښتونکی وايي، تېر کال يې د پاسپورټ انلاين فورمه ډکه کړې وه، خو د ٨ میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم پاسپورټ نه‌دی اخیستی او نه ورته د سفر د دغې کتابچې نېټه کره شوې ده. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د کورنۍ دوه غړي يې ناروغه دي او غواړي د درملنې لپاره يې پاکستان ته بوځي. Читать дальше...

ایا طالبان به په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کولو ته اجازه ورکړي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سره له دې چې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لا هم دوام لري، ملګرو ملتونو ويلي، دې هېواد کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. دغه راز ياد سازمان ويلي، د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز د دوی چارې اغېزمنې کړي دي. خو ایا طالبان به په نږدې راتلونکې کې افغان مېرمنو ته په نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي؟ محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې فریدې حفیظ نه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښودل شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي، له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یو لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي غوښتي چې له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌و سره د بشري مرستو د دوام په اړه کلک مخالفت وکړي. Читать дальше...

د پاکستان، چین او طالبانو بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې غونډه وکړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې دا د خپل نوعیت پنځمه غونډه ده چې پکې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران او د طالبانو سرپرست خارجه وزیر د خپلو پلاوو په ملتیا په مذاکراتو کې برخه اخلي.

ايران يو ايراني الاصله سویډنی اعدام کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي چې نن سهار یې حبیب چعب مشهور په حبیب اسیود په تهران کې اعدام کړ. اسیود ایراني الاصله سویډنی دی چې دوه کاله مخکې د ترکیې له یوه هوایي ډګره تري تم شو. دی د نضال په نوم د یوه غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه دی چې دې ډلې ته ایران د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري. د نضال غورځنګ بیا په ایران کې په مسلحانه عملیاتو کې لاس لرل ردوي او وایي چې په ایران کې یې هدف د عربانو د حقونو دفاع ده.

د سوډان د جګړې ښکېل لوري په عربستان کې خبرو ته کېني

Pa.azadiradio.com 

د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو استازي نن د سعودي عربستان په جده ښار کې خبرو ته سره کېني. ریاض او واشنګټن د دې خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی. په سوډان کې نږدې درې اوونۍ مخکې د عبدالفتاح البرهان د ځواکونو او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې. د دې جګړو له امله تر اوسه په سلګونه کسان وژل شوي او په لسګونه زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

په ننګرهار کې سېلابونو څلور کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار کې بارانونو مالي او ځاني زیانونه اړولي. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي. اعلاميه کې د باختر اژانس په حواله ويل شوي، د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې تر ۴۰ پورې کورونه زيانمن شوي دي. سرچينه زياتوي، د کامې په زايدخېلو، ماماخېلو، مېرازخېلو، ګوچ، شېرګړ او صفدري کليو کې سېلابونه راوتلي چې په‌کې ۵۰ کورونه ويجاړ شوي، ۴ تنه مړه شوي او درې کسان نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...

مککال د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې. دا لیک چې پرون د دې کمېټې د مشر مایک‌ مککال له‌خوا انټونیو ګوټېرېش ته لېږل شوی او د ډیموکرات ګوند ملاتړ هم لري په کې لیکل شوي، له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌وو سره د بشري مرستو د دوام په اړه خپل مخالفت ته دوام ورکړي. په دې کې لیک کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې تر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Деменко: у «Спартака» мало шансов на чемпионство, они будут бороться за Кубок

Верный защитник: в Москве шестилетний сын спас свою маму от смерти

В Саратовской области два человека погибли в ДТП

Лишать приобретённого гражданства за нарушение присяги и точка




اوکرايني چارواکو پر باخموت ښار د روسي ځواکونو د بريدونو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزارت د باخموت پر ښار د روسي ځواکونو د سختو بریدونو خبر ورکوي. د اوکراین پوځ پرون وویل، روسیې د دې ښار شاوخوا نوي تازه دمه سرتېري ځای پرځای کړې دي. د اوکرایني پوځیانو په وینا، روسي ځواکونو پر باخموت د توغندیو بریدونه کړي دي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسي ځواکونو لږ تر لږه شپېته حملې کړي چې بېرته شاته تمبول شوي دي. روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکرایني ځواکونو د توغندیو حملې زیاتې کړي دي.

نن د بریتانيا د پاچا د تاج اېښودنې مراسم ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د بریتانیا د پاچا درېیم چارلز د تاج پر سرولو رسمي مراسم ترسره شي. د پاچا چارلز مور ملکه دویمه الیزابت پروسږ کال په سپتمبر کې مړه شوه او له تېرو اوه میاشتو راهیسې یې زوی پاچا دی. په پام کې ده چې د تاج پر سرولو ځانګړي مراسم نن په لندن کې په ویسټ مینسټر ماڼۍ کې ترسره شي. چارلز فلیپ جورج څلور اویا کلن دی او د ویلیم او هري په نوم دوه زامن لري.

ملګري ملتونه: له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کوي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ دا هم ویلي، دوی د طالبانو له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي چې دوی د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. طالبانو تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل... Читать дальше...

طالبانو له ايرانه د سرطاني ناروغيو د تشخيص برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ایران څخه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرون رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ. د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان وایي، قلندر عباد د ایران د ولسمشر له مرستیالې انیسې خزعلي سره لیدلي او له هغې سره یې د خبرو پر مهال د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د همکارۍ په تړاو خبرې کړي دي. په افغانستان کې د سرطان ناروغیو لپاره نه ډاکتران شته او نه هم طبي پرسونل.

ډاکټران: پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د معتاد د درملنې بهير ګډوډوي

Pa.azadiradio.com 

متخصص ډاکټران وايي، په افغانستان کې پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د ډېرېدو په حال کې دي چې دې کار د معتادینو د درملنې بهير له ستونزو سره مخ کړی دی. سردارګل د اتو اولادونو پلار دی چې اعتیاد له کندهار څخه تر فراه پورې رسولی دی. دی پر یوه وخت څو ډوله نشې کوي او هغه نشه يي مواد چې دی ډېره اړتیا ورته لري په فراه ولایت کې اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای فراه ته کډه شوی دی. سردارګل دوه ځله د معتادینو د درملنې په مرکزونو او یو ځل يې هم د طالبانو د حکومت په زندان کې نشه... Читать дальше...

امریکا په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې میلیونونه ډالر لګولي

Pa.azadiradio.com 

د سيګار اداره وايي چې امریکا په افغانستان کې په تېر یوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر دېرشو ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي. د افغانستان د بیا رغونې د څار امريکايي بنسټ یا سيګار په درې میاشتني راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ملاتړ پروګرام محدود شوی او دوی اوس په دې برخه کې په غير مستقيم ډول مرستې کوي. په دې راپور کې راغلي چې د امريکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د جمهوریت له نسکورېدو سره سم خپلې... Читать дальше...



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Григорий Лепс

«Я не джентльмен»: Лепс вновь объяснился за инцидент с телефоном фанатки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Прокуратура Москвы: школьница попала в больницу после наезда электросамоката



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России