Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 17.05.2023

عمران خان: پولیسو مې کور کلابند کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکیني صدراعظم وايي، پولیسو یې کور کلابند کړی او دی وېرېږي چې بیا به ونیول شي. عمران خان دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې حکومت ده ته خبرداری ورکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په حملو تورن کسان وسپاري. د اسلام اباد لویې محکمې نن له دې مخکې په ضمانت سره د عمران خان د خوشې کېدو د حکم اعتبار د روانې مې میاشتې تر پايه تمدید کړ. دې محکمې د می په نهمه د فساد د یوې قضیې په اړوند د عمران خان له نیول کېدو او د هغه په دوام له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته د تېرې جمعې په ورځ نوموړی په ضمانت خوشې کړ. Читать дальше...

اوکراين کې د غلو د لېږد د خونديتوب لپاره چمتووالی روان دی

Mashaalradio.com 

د اوکراین سرحدي ځواکونو په تور سمندرګي کې د مې پر ۱۶ مه د دې لپاره خپله تیاري وکړه چې که نورو هېوادونو ته د غلو دانو پر سر یې له روسيې سره موافقه وشي نو دوی به یې امنیت ټینګوي. په دې لړ کې د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګرتوب د روسيې او اوکراین ترمينځ خبرې روانې دي چې په ترڅ کې به یې اوکراین د تور سمندرګي له لارې بهر هېوادونو ته خپل مالونه استولای شي. دا ډول یوه موافقه د ۲۰۲۳ز کال په مې میاشت کې هم شوې وه چې په نتیجه کې یې اوکراین خپله غله نورو هېوادونو نه واستوله خو دغه موافقه تر یو کال پورې وه او اوس نوې کېدو ته اړتیا لري.

محکمې د عمران خان د خوشې کېدو حکم د مې مياشتې تر وروستيو تمديد کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسلام‌اباد لویې محکمې په ضمانت سره د مخکیني صدراعظم عمران د خوشې کېدو حکم د روانې می میاشتې تر پايه تمدید کړ. دې محکمې د مې په نهمه د فساد په یوه قضیه کې د عمران خان له نیول کېدو او په دوام یې له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته نوموړی د تېرې جمعې په ورځ په ضمانت خوشې کړ. د عمران خان مدافع وکیل نن وویل، د خان د ضمانت اعتبار چې نن پای ته رسېده تمدید شو، ځکه څارنوالانو غوښتنه کړې چې د ده د اړوندې قضیې د څېړنې لپاره وخت ته اړتیا لري. د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان نیول کېدو په پاکستان کې خونړي اعتراضونه وپارول.



د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو د افغانستان پر روان وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان استازي بېګانۍ عمومي غونډې ته وویل چې هېواد یې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي ډلو د فعالیت له کبله اندېښمن دی. په عین حال کې د قزاقستان استازي په الماتا کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږي کولو لپاره د یوه مرکز د جوړېدو خبر ورکړی. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره غږ وکړ.

ساینسپوهانو په نړۍ کې ریکارډ کچې ته د تودوخې د رسېدو اټکل کړی

Pa.azadiradio.com 

ساینسپوهان اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ تودوخه په متوسط ډول د ریکارډ ترکچې ورسېږي. ساینسپوهانو دغه وړاندوینه په هغه راپور کې چې نن چهارشنبې یې خپور کړی کړې ده او ویلي یې دي چې د تودوخې دغو څپو له هند او ټایلنډ څخه نیولې د امریکا د شمال لوېدیځ تر ارام سمندر پورې چې هوایي معتدله ده، په ټوله نړۍ کې ریکارډ مات کړی دی. دغو ساینسپوهانو ویلي، په ځانګړي توګه، د ایل نینو په نوم د هوا نوی ترکیب چې په جون کې پیلېږي او د اقلیم د بدلون په نتیجه کې له شنو خونو د خپرو شویو ګازونو دوام به د نړۍ تودوخه یوه ناڅرګند لوري ته سیخه کړي. Читать дальше...

د امریکا د سولې انسټېټوټ: د افغانستان کړکېچ منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سولې انسټېټوټ وايي، د افغانستان کړکېچ یوه همغږي او منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري. په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د هغوی پرېکړو د دغه هېواد د ټولنې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند اغېز کړی دی. له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د پرانستلو انتظار زده کوونکې نجونې ناهیلې کړي دي. په کابل ښار کې د لسم ټولګي زده کوونکې حسنا ازادي راډيو ته وويل، ډېر ارمانونه يې درلودل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو اوس دا څو کلونه يې په کور کې بې ځایه تېر شول. هغې زیاته کړه... Читать дальше...

کرکټ؛ افغانستان او بنګله‌دېش په جون کې درې لوبلړۍ پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې په راتلونکي جون میاشت کې به افغانستان او بنګله‌دېش د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو درې لوبلړۍ ولوبوي. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان لوبډله به د جون میاشتې په لسمه بنګله‌دېش هېواد ته سفر وکړي او هلته به لومړی یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او بیا به په درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو کې هم د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. کرکټ بورډ زیاتوي: "په دغه سفر کې به د ټېسټ لوبه د جون په ۱۴مه پیل شي، ورپسې به د جولای په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه نېټو افغان لوبډله د سیالې... Читать дальше...



کرکټ؛ د زرغون جام سیالۍ د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د زرغون جام په نوم د پیل شویو سیالیو پایلوبه د ورښت له امله بشپړه نه شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده. د دې سیالیو پایلوبه نن د مې ۱۷مه نېټه په خوست ولایت کې د پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه، چې میوند لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۹۷ منډو هدف یې وټاکه. یادې لوبډلې ته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۲۴ او صدیق اتل ۵۳ منډې وکړې. د پامیر په توپ اچونکو کې شرف الدین اشرف ۳، ګلبدین نایب او ظاهرخان بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول. لیجینډز لوبډلې... Читать дальше...

په کابل کې یوه بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو هنري بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده. د دغه مرکز مسوولان وايي، هڅه یې دا ده چې په خپل دې مرکز کې هغه بې سرپرسته نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي چې بې وزله وي. دې بنسټ د کابل په ۱۲مه ناحیه یا احمدشاه بابا مېنه کې بې سرپرسته نجونو د یتیمو او بې سرپرسته نجونو لپاره په وړیا توګه د زده کړو یو ټولګی جوړ کړی. د ياد مرکز مسوول بختيار يار ازادي راډيو ته وويل، په دې هنري مرکز کې نجونو او هلکانو ته د هنري زده‌کړې ترڅنګ عصري مضامین هم تدرسېږي. هغه وايي، په... Читать дальше...

والیبال؛ کام ایر لوبډله د اسیا اتلو کلبونو په جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

Pa.azadiradio.com 

د کام ایر د والیبال لوبډلې په درېیمې سیالۍ کې د عراق له استازي کلب څخه هم ماتې وخوړه او په دې سره د اسیا اتلو کلبونو په سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه. کام ایر لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې د ایران او چین هېوادونو کلبونو ته بایللې وې. د کام ایر د والیبال لوبډله د افغانستان له نوموتو کلبونو څخه ده او دا یې لومړی ځل دی چې د اسیا د اتلو کلبونو په سیالیو کې برخه اخلي. په یادو سیالیو کې د ایران، جاپان، اسټرالیا، قزاقستان، عراق، کوریا او بحرین کلبونه تر نورو ښه لوبیدلي او ډېرې نومرې لري. د ویلو ده... Читать дальше...

د ترکيې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو په اړه شکايتونه ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د اپوزیسیون مهم ګوند نن وویل چې په وروستیو د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو کې یې چې د مې په ۱۴مه ترسره شول، د رایې پاڼو زرګونو صندوقونو کې د مشکوکو بې نظمیو په اړه شکایتونه ثبت کړي دي. په دغو انتخاباتو کې د توقع خلاف ولسمشر رجب طیب اردوغان ډېرې رایې خپلې کړي. د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند 'سي ایچ پي' چې یو سیکولاریستي ګوند دی، مرستیال یې محرم ارقیق وویل، د رایو په هر صندوق کې بې نظمۍ د یوې غلطې شمېرل شوې رایو څخه نیولې تر سلګونو رایو پورې وې. هغه وویل چې 'سي ایچ پي' په رسمي ډول په ټول... Читать дальше...

تاجکستان د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بولي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان دایمي استازی جاني بیک حکمت د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او ټولې نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ بولي. نوموړی وايي، له افغانستانه سیمې او نړۍ ته ترهګري، بنسټپالنه، د نشه‌يي مواد قاچاق او ګډ امنیتي ګواښونه سرچینه اخلي. هغه پرون د ملګر ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وویل، اړتیا ده سیمه او نړۍ له دې ګواښونو سره په ګډه مبارزه وکړ. نوموړی وايي: "د اسیا او اروپا ترمنځ د وصل د ټکي په توګه د مهم جغرافیایی موقعیت په درلودو سره، په ځانګړي توګه په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو... Читать дальше...

طالبانو مولوي عبدالکبیر ته د ریاست الوزرا د چارو سپارل یوه عادي چاره وبلله

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مولوي عبدالکبیر ته د ریاست الوزرا د چارو سپارل د حکومتولۍ یوه عادي چاره وبلله او ویې ویل، څوک دې په دې اړه د تشویشونو د خپرېدو او تبلیغاتو هڅه نه‌کوي او نه دې هم هېوادوال کومه اندېښنه ولري. مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې مخکې یو شمېر رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا د ملا محمد حسن اخند د لیرې کېدو او پر ځای یې د مولوي عبدالکبیر د ټاکل کېدو راپورونه ورکړي وو. مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د معالجې... Читать дальше...

امریکايي چارواکي: ښايي اوکراین کې د توغندیو دفاعي سیستم زیانمن شوی وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا جوړ شوی د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیستم چې د اوکراین له‌خوا کارول کېږي، احتمال لري چې د روسیې په برید کې یو څه زیانمن شوی وي. دا خبره دوو امریکایي چارواکو پرون چهارشنبې وکړه خو ویې ویل، داسې نه ښکاري چې دغه سیستم به ویجاړ شوی وي. د پیټریوټ سیستم یو له هغو پرمختللو هوایي دفاعي واحدونو څخه دی چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړی څو د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې له دې هېواد سره مرسته وکړي. روسیې په دغو هوایي بریدونو کې د اوکراین زیربناوې، د برښنا تاسیسات او نور ځایونه په نښه کړي دي. Читать дальше...

پاکستان کې د مې نهمه د "تورې ورځې" په توګه د لمانځلو پرېکړه شوې ده

Mashaalradio.com 

د مې پر نهمه د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون د هغه هېواد په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې کړې وې چې پکې یې مهم ملکي او پوځي ځایونه په نښه کړي ول.

رمضان: د رنګمالۍ فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوم

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې چې څوک کورونه رنګوي، په رنګمالانو پسې چوکونو ته ځي، خو رنګمال رمضان وايي، دی د کار فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوي. په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول د فېسبوک استعمال ښايي ځینو خلکو ته یوازې د ساعت تېرۍ وسیله وبرېښي، خو داسې کسان هم شته چې له همدې لارې خپل ورځنی کار روزګار پر مخ وړي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رمضان چې رنګمالي کوي وايي، د فېسبوک د مسنجر له لارې د کار لسګونه غوښتنې ترلاسه کوي. هغه د نورو کارګرانو برعکس چوک ته د کار په لټه د تګ پر ځای یوازې خپل فېسبوک فعال ساتي او د خپل کار نموني خپروي. Читать дальше...

معاشق‌الله هغه افغان خیاط چې لس کاله وروسته یې ځان ته ماشین اخیستی

Pa.azadiradio.com 

خیاطي ښه کسب دی، خو اسانه نه‌دی، که څه هم اوس ډېری خلک په کورونه کې خپل جامې خپله ګنډي په ځانګړې ډول ښځې، خو شته داسې کسان چې کلونه کلونه یې دې ارمان ته کار کړی چې یو د خیاطۍ خپل ماشین ولري. نرګس مومند حسنزۍ له همداسې یو خیاط سره خبرې کړي او پر بنسټ یې دا راپور چمتو کړی چې د خپل لاس د ماشین په غږ سره یې پيلېږي. دا راپور د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Shaman

Екатеринбуржец исполнил хит Shaman’а в метро и получил тростью от бабушки





Rss.plus
РПЛ

Якубко: в декабре все опять будут плеваться от календаря РПЛ, но это легко можно исправить




23-летняя девушка из Бобруйска пропала в Московской области.

Матч сборных Ирана и России может пройти без зрителей

Деньги за иномарки уехали по другому маршруту // Экс-директор ФГУП Минздрава и автодилеры осуждены за махинации со списанными машинами

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России




فوټبال؛ مانچسټر سيټي له ریل مادرید سره مخامخېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د اروپایي اتلولۍ په ترڅ کې نن په دویمه نیمه پایلوبه کې د انګلستان مانچسټر سیټي له ریل مادرید سره په لندن کې مخامخ شي. د دې دوو لوبډلو تر منځ په مخکینۍ لوبه کې دواړه د یوه یوه ګول امتیاز لري. که په دې دوو لوبډلو کې هر یو نن بریالۍ شي په پای لوبه کې به له انټر میلان سره مخامخېږي چې پرون یې په نیمه پایلوبه کې اې سي- میلان ته ماتې ورکړه. د دې لوبو پایلوبه به د جون په لسمه په استانبول کې ترسره شي.

مولوي عبدالکبیر په موقتي توګه د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ټاکل شوی

Mashaalradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مې پر ۱۶مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې ملا حسن اخوند د ناروغۍ له کبله ارام کول غوښت نو ځکه يې پر خپلې چوکۍ د لنډې مودې لپاره مولوي عبدالکبير معرفي کړ. دا خبره د سه‌شنبې شپې ناوخته ازادي راډیو ته وکړه.

د پاکستان حکومت ځینې اعتراض کوونکي محاکمه کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت او پوځ ویلي چې هغه کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي چې تېره اوونۍ یې د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو او دولتي ملکیتونو حملې کړې دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون چې یوه خپلواکه اداره ده، وایي چې له ملکیانو باید په هېڅ ډول په پوځي محاکمو کې تحقیقات ونه شي. بل لور ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان پرون د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره یا آی ایس آی تورنه کړې ده چې تېره اوونۍ د ده تر نیولو وروسته یې د مظاهرو پرمهال په ډزو او د اور اچولو په پېښو کې لاس درلود. Читать дальше...

د هرات بایسکل ځغلوونکو ډله ننګرهار ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د بایسکل ځغلوونکو ډله نن له کابله جلال اباد ته ځي. دا اووه کسیزه ډله له هراته په یوولسو ورځو کې پرون کابل ته ورسېده. د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې دې لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پيغام له ځان سره لېږداوه او دا یې درېیم ځل دی چې پر دې اوږده لاره سفر کوي. د هرات د باسیکل ځغلونې دا ډله به له ننګرهاره بېرته د هرات پر لور ستنه شي.

ازادي راډيويي مجله؛ غزني ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

په دې خپرونه کې به واورئ چې د یوروویژن د سندرو سیالي ترسره شوه. په خپرونه کې به د پښتو ژبې د لیکدود په اړه به مالومات واورئ. د ښوونځيو د نصاب په اړه د ډاکتر زرین انځور نظر اخيستل شوی دی. دغه راز له دې به هم خبر شئ چې غزني ته بهرني سیلانیان نن سبا ډېر ورځي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

د هرات د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله کابل ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هرات ولایت د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله تر یوولس ورځني سفر وروسته کابل ته رسېدلې ده. د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست د راپور پر بنسټ چې کابل ته تر رسېدو وروسته د یادو لوبغاړو تود هرکلی شوی. په دې رپوټ کې ویل شوي چې یادو لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پیغام له ځانه سره لېږداوه او دا یې درېيم ځل دی چې د اوږد واټن سفر کوي. دغه لوبغاړي په پلان کې لري چې د مې په ۱۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ننګرهار ولایت ته هم په بایسکلونو سفر وکړي او تر هغې وروسته بېرته خپل ولایت هرات ته ستانه شي.



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

23-летняя девушка из Бобруйска пропала в Московской области.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России