آی او ایم: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پرمهال افغانان له خطر سره مخ دي
د کډوالۍ نړيوال سازمان یا آی او ایم وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ پر مهال ناقانونه کډوال له خطر او سرغړونو سره مخ دي. يو افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، دا چې د پاکستان ویزه اخیستل ډېر سخت شوي اړ شو، چې د سپین بولدک له لارې په قاچاقي ډول دې هېواد ته ولاړ شي. دی وايي، په لاره کې پر څو قاچاق کوونکو وپلورل شو او مالي زیانونه او ان وهل ټکول یې تجربه کړل. یاد افغان کډوال وایي: "ما له یوه قاچاقبر سره خبرې وکړې، پیسې یې رانه واخیستې. Читать дальше...