د کندهار له څېړنیز فارم د مېوو حاصلات ترلاسه شوي
له کلونو ځنډ وروسته د کندهار له څېړنیز فارم د مېوو حاصلات ترلاسه شوي دي. د دې فارم د ۱۵ ډوله مېوو پر سلګونه ډولونو څېړنه ترسره شوې چې ډېرو یې مثبته پایله ورکړې ده. د کندهار د کرنې د څېړنيز فارم مسوولان وایي، د انګورو او انارو په ګډون له آب هوا سره د برابرو ګڼو نويو مېوو د ترويج هڅې بريالۍ شوي دي. نور تفصيل د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو اورېدلی شي: