پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ د ځینو افغانانو بحثونه او تبصرې
که په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي ډک اعتراضونه تاوده وو، نو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ګاونډي هېواد پر روان وضعیت د افغانانو بحثونه او تبصرې هم ګرمې وې. ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو تبصرو او لیکنو کې د پاکستان وروستي حالات او پر دولتي او نظامي ادارو د اعتراض کوونکو بریدونه د خپل هېواد د څو لسیزو له وضعیت سره مقایسه کړي او ځینو دا د پاکستان لپاره د افغانستان د اوږدې کورنۍ جګړې منفي پایلې بللې دي. د ټویټر افغان کارونکي پامیر شنصب په پاکستان کې د یوې اور لګېدنې له تصویر سره د رحمان بابا یو شعر لیکلی او ویلې یې دي... Читать дальше...