د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې په کابل، لوګر او کونړ کې ادبي غونډې شوي دي. کابل کې د کتاب اوونۍ په وياړ په يوه ښوونځي کې د کتاب نندارتون په اړه يو راپور درته وړاندې کېږي. دغه راز په جرمني کې ادبي غونډه او د خپرونې په اوږدو کې درته نور مطالب هم وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې دوه میاشتې مخکې د والیبال د اتلولۍ په لړ کې سیالۍ د مې پر ۲۲مه پای ته ورسېدې. د اتلولۍ پایلوبه د مندوزیو لوبډلې وګټله. په سیالیو کې د خوست د بېلابېلو ولسوالو ۳۰ لوبډلو برخه واخیسته. ویډیويي رپورټ.
له درې میاشتې ځنډ وروسته نن کابل ته د اتلسو هغو افغانانو جسدونه انتقال شول چې د بلغاریا په هېواد کې یې په یوې لارۍ کې یې مړي موندل شوي وو. په يوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د کابل هوايي ډګر مخې ته امبولانسونه ولاړ دي چې له بلغاریا هېواد نه د راانتقال شویو افغانانو مړي خپلو کورنیو ته انتقال کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اتلس مړي کابل ته له انتقال وروسته د عامې ورغتیا وزارت د امبولانسو په وسیله خپلو کورنیو ته انتقال شوي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال... Читать дальше...
اصف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن يې پر ټویټر لیکلي چې د کابل او اورمچي ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه به د اریانا افغان هوایي شرکت لهخوا ترسره شي. واک ته د طالبانو له بيا ځلي ستنېدو وروسته د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه ځنډول شوي وو. همدارنګه د طالبانو په راتګ افغانستان سره زیاتره نړیوال پروازونه یا ځنډول شوی یا محدود شوي دي.
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن چهارشنبې ټینګار وکړ چې حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاري وکړي. هغه دغه څرګندونې د اسوشېټېډپرېس اژانس د روانې اوونۍ د هغه ځانګړي راپور له خپرېدو وروسته کړي چې ویلې يې دي، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومي بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی. د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږي چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوي. د دغه راپور خپرېدو په منځني ختیځ کې ډېرغبرګونونه راپارولي. Читать дальше...
مېشوستېن په داسې وخت کې چین ته سفر کړی چې پر اوکراین د حملې له وجې روسیه پر نړیوال کچ یوازې شوې او مسکو له بیجنګه د سفارتي او اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له تحریک انصاف څخه د ځينو مهمو مشرانو د بېلېدو پر لاملونو او د دې ګوند پر راتلونکې بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مرکزي اسیا هېوادونو د شل کلنو ځوانانو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان نن چهارشنبه خپله درېیمه سیالي له ایران سره ترسره کوي. دغه سیالي به د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې په تاجکستان کې پیل شي. افغان لوبډلې په روانو سیالیو کې لومړي سیالي له ترکمنستان ګټلې او تاجکستان سره یې په مساوي توګه پای ته رسولې ده. د افغانستان د ځوانانو فوټبال لوبډله اوسمهال د نومرو په جدول کې ۴ امتیازه لري او دویم مقام کې قرار لري. د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله وروستۍ سیالي له ازبکستان سره ترسره کړي.
د هندوستان غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو د دویم پړاو په ترڅ کې نن د لکنو سوپر جاینټز او ممبي اینډینز ترمنځ د حذفي پړاو سیالي ترسره کېږي. دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د چینای په ښار کې پیلېږي. د لکنو په لوبډله کې افغان لوبغاړی نوینالحق هم لوبه کوي او لوبډلې یې د ګروپي پړاو په سیالیو کې د نومرو د جدول درېيم مقام ګټلی و. د دې سیالۍ ګټونکی به په دویم 'کوالیفایر' کې له ګجرات ټایټانز لوبډلې سره د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه په احمد اباد ښار کې سیالي وکړي. د پلېاف سیالیو په لومړي کوالیفایر... Читать дальше...
شمبې د مې پر ۲۳مه په کوټه کې د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر ضیا الله لانګو سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې پر وسلوالو ډلو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای دې له قانوني او اییني لارو د بلوچستان د حقونو لپاره مبارزه وکړي.
د افغانستان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې او د کډوالو چارې ادارې راپور وايي چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه کېدو پر مهال ښځې تر نارینه وو ډېرې ځپل شوي دي. د کاپیسا ولایت يوه اوسېدونکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم له خپلو اولادونو سره له خپلې مېنې کابل ته بېځایه شوې. دا چې هلته د نجونو د زدهکړو په یوه لېسه کې ښوونکې وه، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته بې دندې شوه. د پنځه اولادونو دا مور چې نهغواړي نوم یې په راپور... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روان کال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ تنه مړه کړي او اته تنه نور یې ژوبل کړي دي. د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ د سنګان د کلي اوسېدونکی ومان وايي: "زما یې لس دانې پسونه وړي، سېلابونو شنه سيمه ټوله لاندې کړې، هېڅ شی نهدي راپاتې." نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د سهشنبې ورځې په سېلاب کې یې څارويو او څړځایونو ته دروند زیان اوښتی دی. په ورته وخت کې په غور کې سیمهییزو سرچینو... Читать дальше...
د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې فعالې شبانې بسیج راسخ د نېشنل جیوګرافیک شبکې د رولیکس جیوګرافیک اکسپلوریر یا څېړونکې سږنۍ جایزه ترلاسه کړې ده. دې شبکې پر خپله ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې چې پرون سېشنبې یې خپره کړې ویلي چې نوموړې ته دغه جایزه د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې په برخو کې د هغې د هر اړخیزو او مهمو کارونو په خاطر ورکړل شوې ده. د نېشنل جیوګرافیک ټولنې اجراییه رییسې جیل تیفینتالر د دغې جایزې د ورکړې په مراسمو کې وویل چې شبانه یوه تکړه او با استعاده مشره ده چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو تعلیم او پرمختګ ته وقف کړی دی. Читать дальше...
د افغانستان د روباټیک ټیم غړې یلدا امیني وايي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د ژوند پلانونه ګډوډ شول. هغه وايي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، خو بيا هم د ژوند لپاره د بېلابېلو هیلو لارې چارې لټوي. دا چې اغلې امينې اوس پر کومو کارونو بوخته ده او راتلونکي ته يې پلانونه څه دي، تفصيل يې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پښتو ژبې یوشمېر نومیالي سندرغاړي او هنرمندان په پېښور کې د پاکستان دولتي راډیو سوځېدلې ودانۍ ته ورغلي او هلته یې له کارکوونکو سره د یووالي څرګندونه کړې ده. سندرغاړې وږمې د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د رېډیو پاکستان په سوځېدو یې وژړل. په پېښور کې د رېډیو پاکستان ودانۍ د مې پر ۱۰مه پارېدلو مظاهرچیانو سوځولې وه. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. خو د هغه ګوند مشر عمران خان دا تور ردوي او وايي پلویانو یې دولتي او شخصي ودانیو ته زیان نه دی رسولی. ویډیويي رپورټ.
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر کومه چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو سخت دریځو کړنو ته دوام ورکوي، ستونزمنه به وي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. د امریکا د متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته یادوي، چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په حقونو د حملو دوام به یې نړیوال مشروعیت ته رسېدل ستونزمن کړي. د دې وزارت ویاند میتیو مېلر پرون رسنیو ته وویل، طالبان د نړیوال رسمیت په لټه دي، خو دا کار تر هغه ستونزمن دی چې دوی په خپلو خلکو فشار راوستلو ته دوام ورکوي. Читать дальше...
د اوکراین پوځ وایي چې پر باخموت ښار او شاوخوا سیمو یې د ولکې د ټینګېدو لپاره تر اوسه جګړې دوام لري. د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن چهارشنبې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو ۲۶ حملې په شا تمبولي دي. ویل شوي چې د روسیې حملې د باخموت اودیوکا او ماریانکا د جبهې پر لومړۍ کرښې متمرکزې دې. د اوکراین په ختیڅ دویڅک کې دا سیمه اوس د جګړې پر مرکز بدله شوې ده. د اوکراین پوځ دغه راز ویلي، روسي ځواکونو د باخموت په شمال کې پر لیومان او د خارکیف د سیمې پر کوپیانسک هم حملې کړې دي. Читать дальше...
د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالان تر هغې وروسته له ګونده بېل شوي دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د چارسدې ۱۸ کلن حمزه د غریبۍ له امله خپل سبق نه دی پرېښی. هغه کالج ته ځي خو د دې لپاره سختې مزدورۍ کوي. هغه وايي کله کله د کتابونو اخیستو لپاره قرض هم وکړي خو وايي همت یې نه دی بایللی او هيله لري چې د ژوند کړاوونه به یې راتلونکې روښانه کړي. د هغه کیسه د شبیرجان په دې ويډيو راپور کې
د اندونیزیا ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې. احمدتکل په دې اړه د ښځو حقونو د فعالې او د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې شینکۍ کړوخېل نظر پوښتلی. مېرمن کړوخېل په سر کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې په افغانستان کې د اندونیزیا ونډه څومره مهمه ده؟ دا مرکه د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو حکومت او ایران باید د هلمند سیند له اوبو د ایران د اوبه خور پر سر د لانجې لپاره یوه سیاسي حل لاره ومومي. خلیلزاد نن سهار پر خپل ټویټر ولیکل، که دې خبرو نتیجه ورنه کړه نو درېیمګړي لوري ته دې د منځګړتوب اجازه ورکړي او که بیا هم حل نه شوه، نو دا مسئله دې نړیوال قضاوت ته وړاندې شي، خو د ده په وینا له دې تګلارو څخه له یوې هم تر اوسه کار نه دی اخیستل شوی. خلیلزاد زیاتوي چې ایراني مشرانو خپل زور ښودلی او افغانستان ته یې د احتمالي جګړې په ګډون ګواښونه کړي. Читать дальше...
اوکراین وايي چې روسیې د تور سمندرګي له لارې د دې هېواد د غلو، دانو د صادراتو مخه نیولې. یوه اوکرایني چارواکي پرون د مې ۲۳مه وویل چې د اوکراین د پیفدیني بندر له لارې د غلې صادرات درېدلي دي ځکه روسیه کښتیو ته اجازه نه ورکوي او ورسره د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو تړون عملا له منځه تللی. دا تړون چې روسیې او اوکراین د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب په تېره جولای میاشت کې لاسلیک کړ تېره اوونۍ د دوو نورو میاشتو په مخه د دې لپاره تمدید شو، چې د اوکراین د دریو بندرونو، اودېسه، چورنو مورسک... Читать дальше...
د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې مشر وايي، طالبانو ده ته ډاډ ورکړی چې په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو د کار په اړه د طالبانو د حکومت تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده. د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته تللی دی اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په کندهار کې کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا تګلاره به په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي، خو وخت یې نه دی ښودلی. طالبانو په تېر ډسمبر کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости