د کندهار ځینې بېکاره شوې مېرمنې په کورونو کې کار کوي
کندهار کې د ښځو د ځانګړي سوداګریز مارکېټ تر بندېدو وروسته ډېری مېرمنو د اولادونو د روزنې لپاره کورونو کې کار ته مخه کړې. دغه مېرمنې وايي، د زياتو اړتیاو او کورنیو د ساتنې لپاره محبوره دي چې په کورونو کې دننه کار وکړي. مېرمنې وايي، په کورونو کې ګټه کمه ده، که د طالبانو حکومت بېرته د ښځو د سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو اجازه ورکړي، نو د دوی اقتصاد به بیا وغوړېږي. د ښځو سوداګریز مارکېټ په تېره جنوري میاشت کې د طالبانو د حکومت لهخوا په مؤسسو کې د ښځو د کار تر بندیز وروسته وتړل شو. ياد سوداګریز... Читать дальше...