د افغانستان کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو ظرفيت لوړونې لپاره رزونکي ګمارل شوي
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مې په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي کرکټ اکاډمۍ لپاره یې دوه نور بهرني روزونکي هم په دنده ګمارلي دي. يادې ادارې ليکلي: "منډيپ سېنګ چې د ماسټرۍ تر کچې زدهکړې او له ۱۳ کالو ډېره تجربه لري د فیزیوټراپسټ او راجېش چوهان چې د زمبابوې، مالیزیا، سنګاپور، راجستان روبالز او ګڼ شمېر نورو لوبډلو سره د دندې تجربه او لوړې زدهکړې لري د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه وګمارل شول." کرکټ بورډ زیاتوي، د یادو روزونکو تر ګمارنې وروسته به اوس د ټولو لوبغاړو درملنه په افغانستان کې کېږي او دا چاره به د ډېر لګښت مخه ونیسي.