Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 31.05.2023

د افغانستان بانک زاړه بانکنوټونه راټولوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د راټولولو خبر ورکوي. دغه بانک نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د لسو او شلو زړو بانکنوټونو راټولول پیلوي او پر ځای به نوي بانکنوټونه بازار ته له فیس او کمېشن پرته عرضه کړي. د افغانستان بانک په خبره، دا پروسه به د غبرګولي په شپاړلسمه پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې خلکو په بازارونو کې د افغانیو د کمښت او د زړو بانکنوټونو له شتون څخه شکایت درلود.

د لوبو له میدانه؛ شهیدي: افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته چمتووالی لري

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي له خپل چمتووالي ډاډ څرګندوي او سریلانکا بیا د دې لوبو لومړنیو دوو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په آی‌پي‌ایل سیالیو کې چینای سوپرکینګز لوبډلې د پنځم ځل لپاره اتلولي وګټله او افغان لوبغاړي نسبتاً تر نورو کلونو دا ځل ښه ولوبېدل. د لبنان پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوه سیالۍ ګټلي دي. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړو ګډون کړی او تر دې دمه یوه لوبغاړي خپله سیالي ګټلې ده. Читать дальше...

راپور: د افغانستان اقتصادي ودې ته په کتو مالي پړسوب ۱.۹۴ سلنې ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په یوه نوي راپور کې د افغانستان د اقتصادي ودې وضعیت ته کتنه کړې او ویلي چې د روان کال په مارچ میاشت کې مالي پړسوب ۱.۹۴ سلنې ته رسېدلې دی. که څه هم په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر وخت په وخت په دغه هېواد کې د بې وزلۍ د پراخېدو او بشري مرستو ته د بېړنۍ اړتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپروي، خو نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان اقتصاد ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې مالي پړسوب په هېواد کې مخ په کمېدو دی. په دغه راپور کې راغلي چې د روان کال په مارچ میاشت کې د مالي پړسوپ کچه ۱.۹۴... Читать дальше...



د بشري حقونو څار نړیوال سازمان: اسلام اباد دې پوځي عدالتونو کې پر ملکیانو مقدمې نه چلوي

Mashaalradio.com 

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو وروسته وویل چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي. د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

د تنباکو نه کارولو نړيواله ورځ؛ حکیمي: د سګرېټ څکولو له امله مجلس کې خبرې نه شم کولی

Pa.azadiradio.com 

نن د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو له خوا د تنباکو او له امله یې د رامنځته شویو مړینو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره نمانځل کېږي. د کریم حکیمي په نوم کس چې د سګرېټ څکولو روږدی دی، وایي: "یو سګرېټ دوه، درې، ورو ورو اوس قطۍ قطۍ سګرېټ څکوم، بلکل مې عمل شوی، ځان ته په غوسه یم، چې دا څه کوم." نوموړی وایي، سره له دې چې ډاکترانو ورته ویلي چې سګرېټو په څو ناروغیو اخته کړی دی، خو په خبره یې، بیا یې هم عمل ګرځېدلی او نه یې شي پرېښودلی. حکیمي ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

په کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه او ۹ ژوبل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو په کنټرول کې د کاپیسا د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالفتاع فایز ویلي، دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د اله سای ولسوالۍ په چای خېلو کلي کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شو. د فایز په خبره یو ماشوم هم په وژل شویو کې شامل دی. هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک تنګوالی د دغې پېښې لامل بولي.

د اسټرالیا لوی درستیز: واشنګټن په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری راکړی و

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا لوی درستیز انګوس کمپبل وايي، واشنګټن ورته په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو له خوا د ملکي بندیانو د وژلو تورونه به له اسټرالیا سره د امریکا پر مرستو اغېز وکړي. امریکا د اسټرالیا تر ټولو ستر امنیتي متحد دی. رویټرز خبري اژانس د ښاغلي کمپبل له قوله راپور ورکړی چې نن يې د خپل هېواد پارلماني کمېټې ته وویل، هغه په کانبیرا کې د امریکا د سفارت له پوځي اتشې یې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې هغه لیک ترلاسه کړی چې په کې د واشنګټن اندېښنې بیان شوې وې. په... Читать дальше...

ګرانۍ په عرب هېوادونو کې پښتانه مزدوران څومره اغېزمن کړي دي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د ورځني اړتياوو د توکو بيې زیاتې شوې دي. هم دې ته په پام سره "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې دا اوونۍ په عرب هېوادونو کې د مېشتو پښتنو پر اقتصادي ستونزو بحث شوی دی.



ملګري ملتونه: مسکو او کییف باید د زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د ناورین مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر له روسیې او اوکراینه وغوښتل چې زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د اټومي ناورین مخنیوی وکړي. له کله چې روسیې څه باندې پنځلس میاشتې مخکې پر اوکراین ناموجه یرغل پيل کړی، دا څویم ځل دی چې ملګري ملتونه په اوکراین کې د احتمالي اټومي ناورین خبرداری ورکوي. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافایل ګروسي د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دغه ناورین د مخنیوي لپاره ځینې وړاندیزونه او سپارښتنې وکړې. ګروسي چې تېره مارچ میاشت کې د اوکراین اټومي تاسیسات له نږدې کتلي وویل... Читать дальше...

متقي: نړیوال دې له افغانستانه علمي کادرونه نه باسي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، نړیوال دې له افغانستانه علمي کادرونه نه باسي. که څه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره خوندی دی، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ډېری نړیوالو او کورنیو بنسټونو له دې وړاندې په بېلابېلو راپورونو کې طالبان د مخکیني جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو، فرهنګي شخصیتونو، خبریالانو، مدني او د ښځو د حقونو د فعالانو په نیولو، شکنجه کولو او ان وژلو تورن کړي دي. د طالبانو د... Читать дальше...

ملاېشیا د پاکستان هوایي شرکت الوتکه نیولې ده

Mashaalradio.com 

د پي ای اې ویاند عبدالله خان د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل قانوني ډلې یې پر هغې موضوع کار پیل کړی او ژر به هغه الوتکه خپل هېواد ته ستنه کړي. ''اصلاً د کمپنۍ اجاره ۱.۸ میلیونه ډالر وه، پي ای اې ورته هغه پیسې ورکړي دي او موږ به کوالالمپور کې عدالت ته خپل ځواب وړاندې کړی دی.''

ګاسمن: پاکستان دې ملکیان په پوځي محکمو کې نه محاکمه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې ملکیان په پوځي محکمو کې محاکمه نه‌کړي. دغه سازمان نن پنجنشبه د مې ۳۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان د وروستیو مظاهرو او ګډوډیو ۳۳ تنه نیول شوي مشکوک کسان پوځ ته سپارلي دي. وړاندې راغلي چې دغه نیول شوي کسان تورن دي چې پر دفاعي تاسیساتو یې برید کړی، ویجاړ کړي یې دي او پوځي وسایل یې ترې پټ کړي دي. د بشري حقونو په سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې پټریشا ګاسمن ویلي، پاکستان د تورنو کسانو د محاکمې حق لري، خو په خبره یې دا بهیر باید بې پلوه او ملکي محاکمو کې ترسره شي. Читать дальше...

ایم‌ایس‌ایف: هرات کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې ډاکترانو سازمان یا ایم ایس ایف وایي، په هرات ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته د ماشومانو شمېر د تېر کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله اووه سلنه ډېر شوی دی. د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې یوه مېرمن وایي، د ضعیف اقتصاد له امله یې دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. دې چې ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، د سه‌شنبې په ورځ یې ازادي راډيو ته وویل: "د امیندوارۍ په وخت کې مې اقتصاد ښه نه و، نو ځکه مې نه‌شوای کولای ځانته سمه رسېدنه وکړم، ماشوم مې خوارځواکی شو، بیا مې بل ماشوم هم همداسې... Читать дальше...

فضا ته د شمالي کوریا د جاسوسې سپوږمکۍ د لېږلو هڅه ناکامه شوې

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا نن هڅه وکړه چې فضا ته د جاسوسۍ یوه سپوږمکۍ ولېږي، خو دغه هڅه یې ناکامه او د سپوږمکۍ لېږدونکی توغندی په سمندر کې ولوېده. فرانس پریس اژانس لیکلي،احتمال شته چې د دغې ویجاړې شوې سپوږمکۍ ځینې ټوټې د جنوبي کوریا پوځ ته په لاس ورغلې وي. شمالي کوریا په فضا کې فعاله سپوږمکۍ نه لري او مشر یې کیم جونګ اون فضا ته د یوې جاسوسي سپوږمکۍ لېږدول د خپل رژیم یو مهم لومړیتوب یاد کړی دی. د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو له مخې، په فضا کې د جاسوسۍ له دې ډول وسیلو نه ګټه اخیستل منعه شوي دي.

د قطر صدراعظم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

رویټرز خبري اژانس نن د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قطر صدراعظم د مې په ۱۲مه کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې اترې کړې دي. کندهار ته د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني له سفر ۱۹ ورځې وروسته، رویټرز خبري اژانس نن خبر ورکړی چې هغه په دې سفر کې د طالبانو له مشر ملا‌هبت‌الله اخندزاده سره هم کتلي دي. رویټرز لیکي، دا معلومات د خپل نوم د نه خپرولو په شرط په دې غونډه کې یو ګډون کوونکي شخص ورکړي. راپور کې د سرچینې له قوله زیاته... Читать дальше...

انیسه؛ هغه افغانه مېرمن چې اووه کاله کېږي په اسلام‌اباد کې پیرکي پلوري

Pa.azadiradio.com 

انیسه، هغه افغانه مېرمن ده چې شاوخوا اووه کاله کېږي د پاکستان په اسلام‌اباد کې پیرکي پلوري. نوموړې چې د بلخ ولايت اصلي اوسېدونکې ده، د خپل مېړه له مړينې وروسته يې افغانستان پرېښوده او اروپايي هېوادونو یا امريکا ته د رسېدو په موخه پاکستان ته ولاړه او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کې يې ځان ثبت کړ. په دې راپور کې به د انیسې د ژوند، ستونزو او کار و بار په اړه واورئ. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:


Музыкальные новости
Пётр Чайковский

В Клину состоится праздничная программа в честь дня рождения Чайковского





Rss.plus
Валерий Гаркалин

Вечная любовь Валерия Гаркалина




Американский истребитель F-16 потерпел крушение в Нью-Мексико

Лишь три четверти жилфонда Тульской области обеспечены сразу горячей водой, канализацией, газом и отоплением

Из аэропортов Москвы депортировали 643 граждан Таджикистана

Шойгу призвал повысить объёмы поставок вооружения и техники в армию




د سعودي عرب لومړنۍ ښځه نړیوال خلايي مرکز ته تللې ده

Mashaalradio.com 

ساینسپوهه ریانه برناوي لومړۍ سعودي ښځه شوه چې د مې پر ۲۲مه نړیوال خلايي مرکز ته ورسېده. نوموړې وايي، دا سفر یې د سعودي عرب د حکومت په مرسته ممکن شوی دی. سعودي عرب په تېرو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه کم کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د قطر صدراعظم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره پټې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د قطر صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د طالبانو له لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره پټې خبرې کړي دي. د رویټرز خبري اژانس په وینا، د مې په ۱۲مه شوو دغو محرمو خبرو کې پر دې بحث شوی چې څنګه د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره لانجې پای ته ورسوي. اژانس له موضوع د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې دا لیده کاته کندهار ته د آل ثاني د سفر پر مهال شوي دي. دغې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د امریکا د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره هم د دغو خبرو جزییات شریک شوي او هغوی له... Читать дальше...

سریلانکا په آی‌پي‌ایل کې خپل ځلېدلی لوبغاړی د افغانستان پر وړاندې لوبوي

Pa.azadiradio.com 

سریلانکا له افغانستان سره د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو لپاره خپل هغه لوبغاړی وربللی دی چې د هند په غوره لیګ کې ښه ځلېدلی دی. ماتیشا پاتیرانا، چې د هند د غوره لیګ په اتلې لوبډلې چینای سوپرګینګز کې لوبېده، پرون سه‌شنبې د افغانستان په وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته وبلل شو. دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا په ملي لوبډله کې شاملېږي. پاتیرانا، چې د کوچني ملینګا په نوم مشهور شوی، د هند په غوره لیګ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځول.

پوليس چارواکي وايي قبايلي سيمو کې د ښځو پوليسو ګومارلو کار دوام لري

Mashaalradio.com 

په خيبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډېدو پينځه کاله وروسته لا هم د عامه نظم او امنيت ساتلو په څانګه کې د ښځينه پوليسو شمېر ډېر کم تر سترګو کېږي. په قبايلي سيمو کې دا وخت شاوخوا ۲۶،۰۰۰ پوليس سرتېري کار کوي چې د ښځو شمېر يې تر ۱۰۰ هم کم دی. په قبايلي سيمو کې د رواج او د پاکستان د قانون له مخې د کورونو د تالاشۍ پرمهال د ښځو پوليسو موجودګي اړينه وي خو دا چې هلته ولې ښځينه پوليسانې لږ دي او حکومت يې د خلا ډکولو لپاره څه اقدامات کوي؟ مجيد بابر يې په اړه راپور جوړ کړی دی.

سپینه ماڼۍ: امريکا د روسيې په خاوره کې د بریدونو ننګه نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویاند پرون سه‌شنبې مازدیګر وویل، د امریکا حکومت په مسکو ښار کې د بې‌پيلوټه الوتکو د حملو په باب د معلوماتو په راټولولو بوخت دی، خو واشنګټن د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو ننګه نه‌کوي او یوازې د خپلې خاورې د بېرته نیولو لپاره له اوکراین سره پر مرسته تمرکز کوي. روسیې پر مسکو بې‌پیلوټه الوتکو د وروستیو حملو تور پر اوکراین پورې کړی. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون سه‌شنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کاملاً واضح ده چې دا د اوکراین د پرېکړو پر مرکز زموږ د یکشنبې د ورځې د پیاوړي... Читать дальше...

د يمن حکومت او حوثي وسله‌والو ترمنځ ۴۳ مړي تبادله شوي

Pa.azadiradio.com 

یو یمنی چارواکی وايي، د دغه هېواد د حکومت او حوثي وسله‌والو ترمنځ ۴۳ مړي تبادله شوي دي. د یمن د حکومت دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، پرون سه‌شنبې وویل، دا د یمن د اته کلنې جګړې له پیله تر اوسه د شمېر له پلوه د مړو تر ټولو لویه تبادله ده. دواړو خواو د یو بل مړي د دوشنبې په ورځ په الجوف ولایت کې د ځايي چارواکو په منځګړتوب تبادله کړل.



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин обнародовал программу развития столичного туризма



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Градский

В Москве семью композитора Градского обязали убрать его машины с парковки концертного зала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

Тренер "Динамо" Личка о самой дорогой покупке в Москве: я купил себе самокат

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России