Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2023

Новости за 20.05.2023

سارا واحدي د فوربس نړیوالې مجلې نوملړ کې راغلې؛ دا څه کول غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

یوه افغانه مېرمن چې په دې وروستیو کې د فوربس په نړیواله مجله کې له ۳۰ کلونو کم عمره اغېزناکو ځوانانو په نوملړ کې شامله شوې وايي، چې غواړي د افغان ځوانانو له لارې نړۍ ته د افغانستان نوې څېره ور وښيي. د 'احتساب' پلټفرم بنسټ اېښودونکې، ۲۷ کلنه سارا واحدي له دوو کلونو راهیسې امریکا کې ژوند کوي. نوموړې چې د کولمبیا په پوهنتون کې د ډیتا ساینس او اسلامي مهندسۍ په برخو کې زده کړې کوي وايي، د خپلو زده کړو تر څنګ د احتساب خپرونې کارونه هم پر مخ وړي. دا چې احتساب څه ډول پلټفرم دی په اړه اغلې واحدي وایي... Читать дальше...

په هلمند کې د بېلابېلو پېښو له امله ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ هلمند کې د خپلمنځي شخړو او جنایي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا پېښي د دې ولایت په سنګین، باباجي، مارجې، نادعلي، موسی کلا او ګرمسېر ولسواليو کې رامنځته شوي دي. د سرچنې د معلوماتو له مخي د جنایي پېښو لامل معلوم نه‌دی، خو خپلمنځي شخړي تر ډېره په حقوقي مسایلو رامنځته شوي دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه راز په یو بل بیان کې ویلي، تېره اوونۍ یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او شاوخوا... Читать дальше...

طالبانو د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له ایران سره پر پوله د فراه د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار پیل کړ. د طالبانو د حکومت د رییس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور فراه ته تللي وو او د کار پرانیسته یې وکړه. ملا برادر وویل، له اقتصادي ستونزو سره سره دولت ژمن دی چې دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي. د بخش اباد بند ۲۷ مېګاواټه برښنا تولیدوي او په جوړېدو سره به د سیمې د نږدې ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د بخش اباد بند د جوړولو لپاره طالبانو داسې وخت کې هڅې پيل... Читать дальше...



د جي۷ ډلې په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي ناورين اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادو مشرانو ویلي چې په افغانستان کې په زیاتېدونکي بشري او اقتصادي ناورین باندې سخت اندېښمن دي. د امریکا، جاپان، جرمني، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا مشران د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شوې دي. دوی په خپله اعلامیه کې د افغانستان په تړاو څو نور موارد هم یاد کړي. له طالبانو غوښتل شوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې ژمنې عملي کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو په امن ځاله واوړي او یا له هغه ځایه په کوم بل هېواد برید ترسره کړي. د نړۍ د اووه سترو صنعتي... Читать дальше...

د افغانستان اقتصادي ستونزې؛ د هنډبال ځينې لوبغاړي په ایران کې درانه کارونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې یو شمېر غړي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله په ایران کې درانه کارونه کوي. ۲۵ کلن ذبیح‌الله اسلامیار چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی وايي، ۶ کاله د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې غړی و. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د اولمپیک پر کمېټه د نړیوال المپیک د بندیزونو، د طالبانو له واکمنېدو سره سم پر افغان ورزشکارانو د محدودیتونو د لګېدلو او اقتصادي ستونزو له امله اوس په ایران کې اوسېږي او د ودانیزو چارو په یو شرکت کې کار کوي. نوموړی وايي: "کله چې په افغانستان کې... Читать дальше...

افغان لیکوال او فلم جوړونکی عتیق رحیمي د نړۍ د یو له مهمو فیسټیوالونو داور دی.

Pa.azadiradio.com 

د 'کان' فلم فيسټیوال په فرانسه کې جريان لري او د ژوري یو غړی یې عتیق رحیمي دی، چې افغان الاصله فرانسوي لیکوال او فلم جوړونکی دی. عتیق رحیمي په ۱۹۸۴ کال کې فرانسې ته کډوال شو. هغه په خپل مسلک کې د ‘سنګ صبور’، خاک او اشکستر په ګډون درې فیچر فلمونه لري چې د افغانستان په اړه کیسه وي.

کاکړ: افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د ګټې یوه سرچینه ګرځېدلې

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منيزه کاکړ وايي، په پاکستان کې افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو لپاره د ګټې یوه سرچینه ګرځېدلې ده. حامد ستانکزی یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې درېیم هېواد ته د تګ په موخه په پاکستان کې دی. نوموړی چې په پېښور ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، ازادي راډيو سره يې په خبرو کې ادعا وکړه، چې پاکستاني پوليس له افغان کډوالو څخه په بېلابېلو دلايلو پيسې اخلي او له ده یې هم اخیستې دي. هغه وايي: "زما ویزه خلاصه شوې او ما د ویزې د تمدیدولو غوښتنلیک ورکړی او د غوښتنلیک... Читать дальше...

جي۷ ډلې د پنځوونکي مصنوعي ذهانت د اغېزو د ارزونې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګونو له چټکېدو سره یوځای بشري ټولنو تل دا اندېښنه لرله چې کمپیوټر د انسان ځای ونه نیسي. د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مې په شلمه په خپله سرمشریزه کې د پنځوونکي مصنوعي ذهانت یا اې ای AI د اغېزو د ارزونې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې، سږ کال به د دې ټکنالوژۍ د مسوولانه کارولو په اړه بحثونه پیل کړي. د جاپان په هیروشیما ښار کې د جي اووه سرمشریزې نن په یوه بیان کې وویل، له کاپي رایټ څخه نیولې تر ناسمو معلوماتو پورې د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره به یوې کاري ډلې ته دنده وسپارل شي. Читать дальше...



د ايران د بشري حقونو سازمان: ايران په روان کال کې ۶ افغانان اعدام کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۶ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي. ياد سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو لړۍ چټکه شوې ده. دغه سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، خپل د جمعې د ورځې ټویټ کې یې ویلي، لږ تر لږه ۶ افغانان په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، په وروستۍ قضیه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سعید په نوم یو افغان د قتل په تور اعدام شو. د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې... Читать дальше...

والیبال؛ کام ایر لوبډلې بحرین هېواد ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کام ایر د والیبال لوبډلې د اسیا اتلانو سیالیو په ترڅ کې بحرین هېواد ته ۳ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. د افغانستان د والیبال دغه استازي کلب لومړی سیټ ۲۵ د ۱۸، دویم سیټ ۲۵د ۱۷ او وروستی سیټ ۲۵ د ۲۲ پر وړاندې وګاټه. کام ایر لوبډله به اوس د دیارلسم مقام خپلولو په موخه د تایلینډ او یا هم هانګ کانګ له لوبډلو سره یوه بله سیالي هم ترسره کړي. دا په روانو سیالیو کې د کام ایر لوبډلې دویمه بریا ده، نوموړې لوبډلې د می په ۱۹مه نېټه هانګ کانګ ته هم درې صفر ماتې ورکړې وه.

د جي۷ مشرانو غونډه؛ د اوکراين جګړې د پای ته رسېدو وړانديز شوی

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو امریکا، جاپان، جرمني، فرانسې، بریتانیا ، ایټالیا او کاناډا مشران د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شوي دي. په دې سرمشریزه کې چې سبا به هم وي نن دوه بیانونه خپاره شول، په یوه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو وړاندیز وشو او په بلې کې یې پر ایران غږ وکړ چې روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو له ورکړې لاس واخلي. د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو چین هڅولی چې پر روسیې فشار راولي چې په اوکراین کې مداخله ختمه کړي او خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي. د جي اووه مشران د جاپان... Читать дальше...

يو شمېر افغانان د انټرنېټ له لوړې بيې او ټيټ کيفيت شکايت کوي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ادعا کوي، چې د انټرنېټ بیی یې راکمې کړي او خلک کولای شي په کمو پیسو له انټرنېټي کڅوړو ګټه واخلي، خو یو شمېر د انټرنېټ کارونکي بیا دغه ادعا ناسمه بولي. د کابل ښار اوسېدونکی لعل ګل وايي، بیې په خپل ځای دي او له دې سره په خوا کې د انټرنېټ کیفیت هم ښه نه‌دی. لعل ګل وايي: "انټرنېټ په ډېره لوړه بیه عرضه کېږي، د حکومت پرې څار نه‌شته، په تېرو حکومتونو کې داسې اقدامات شوي و، خو ټول نمایشي و عملي نه و، لکه څنګه چې د افغانستان په ګاونډیو... Читать дальше...

عمران خان: د پوځ له مشر سره هېڅ لانجه نه لرم

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د مې پر نهمه نیمه پوځې ځواک (رېنجرز ) سرتېرو د درغلۍ په یوه قضیه عمران خان ونیو. د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو  په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې

د هلمند د سيند پر اوبو ناندرۍ؛ د افغانستان او ايران تړون او حل‌لاره

Pa.azadiradio.com 

د هلمند سیند له اوبو د ایران د اوبه‌خور په اړه د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستۍ څرګندونې تندې وې، خو لومړۍ نه‌دي. افغانستان په هغه تړون کې چې په ۱۳۵۱ کال کې یې له ایران سره لاسلیک کړی، د ایران اوبه‌خور منلی او وايي، د وروستیو کلونو له وچکالیو سره سره یې برخه ورکوي. خو د ایران ولسمشر د غويي په ۲۷مه په سیستان بلوچستان ولایت کې د وینا پر مهال د ګواښ ژبه وکاروله. نوموړي ويلي: "خبره ډېره جدي وګڼئ. د افغانستان چارواکو او واکمنو ته خبرداری ورکوم چې د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو حق ورکړي." بل... Читать дальше...

طالبان له ایران سره پر پوله د بخش اباد بند کارونه چټکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو په سر نانندرې او ترینګلتیا مخ پر ډېرېدو ده، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ایران سره په پوله پروت ولایت فراه کې د بخش اباد بند د کارونو د چکټیا خبر ورکړی دی. په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د رییس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور نن د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه. په خبرپاڼه کې د عبدالغني برادر له قوله ژمنه شوې چې د بخش اباد بند د پروژې د بشپړولو هڅه کوي. Читать дальше...

امريکا د روسيې پر يوه شتمن وګړي 'اناتولي کاراچنسکي' بنديزونه لرې کړل

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د ۲۰۰۲م کال په فبروري کې د روسیې د برید له پيله تر اوسه د لومړي ځل لپاره د امریکا متحد ایالتونو له یوه روسیي څخه بندیزونه لرې کړل. د امریکا خزانې وزارت پرون وویل، د روسي ستر شتمن اناتولي کاراچنسکي نوم چې د ای بي ایس ټکنالوژي بنسټګر دی د بندیزونو له لېسته لرې شو. په دې برخه کې نور توضحیات نه‌دي ورکړل شوي. پر کاراچنسکي د ۲۰۰۲م کال په اپرېل کې بندیز لګېدلی و.

عبداللهیان: په ایران کې د افغان کډوالو مدیریت نړیوالې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوه چارواکي ویلي چې د دوی په هېواد کې تر پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې د دې سترې شمېرې مدیریت نړیوالې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دا خبره د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال وکړه. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې ګوټېرېش د دې خبرو پرمهال ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په برخه کې د ایران ملاتړ وکړي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال په ایران کې له بد چلنده شکایت کوي. Читать дальше...

د جي۷ هېوادونو پر روسيې نوي بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د سرچینو په وینا د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو مشرانو ته وویل چې واشنګتن چمتو شوی چې له خپلو متحدانو سره پر دې کار وکړي چې اوکرایني پیلوټان د ایف شپاړس جنګي الوتکو لپاره وروزي. په ورته وخت کې اوو سترو صنعتي هېوادو د جاپان په هیروشیما کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د اوکراین د اشغال په خاطر پر روسیې د نویو بندیزونو د لګېدو اعلان وکړ. یو شمېر لوېدیځو اژانسونو خبر ورکړی دی چې د ایف شپاړس الوتکو د روزنې چارې به په راتلونکو څو اوونیو کې په اروپا کې پيل شي.


Музыкальные новости
Певица

Певица Любовь Успенская назвала дурной композицию Пугачевой «Балалайка»





Rss.plus
Театр

Театр, искуство, Россия и дети: кукольная фотосессия в Бурятии




Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности

Юрист Билялова рассказала, что грозит за не поданную до 2 мая декларацию о доходах

Le Parisien: на Олимпиаде в Париже будут подавать около 40 разных блюд ежедневно




روسيې د اوکراين يو شمېر سيمې په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو د هوا له لارې تېره شپه په اوکراین کې د پلازمېنې کییف په شمول یو شمېر سیمې په نښه کړي دي. بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي جاپان ته تللی چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي. په کییف کې د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو په ټلېګرام کې لیکلي چې تېره شپه تېري کوونکو یو ځل بیا په ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړې دي او په هوا کې ټول کشف شوي اهداف د دوی د هوایي مدافع له لوري له منځه وړل شوي دي. پوځي چارواکي وایي چې تېره شپه یې په کییف کې اتلس ډرون ویشتلي او غورځولي دي.

پي ټي اېم په بلوچستان کې پر امنیتي پوستو د اوږدو تلاشیو ضد مظاهرې کړې

Mashaalradio.com 

تر احتجاج  وروسته د غورځنګ مخکښ نور باچا مشال راډیو ته وویل چې د کوټې او چمن پر لویه لار یارو سیمه باندې د ملېشې پر پوسته باندې ولسي وګړي زیات ځورول کیږي د هغه په خبره چې پر دې پوسته یې ښځې،  سپېنږيري او ناروغان په یوه نه بله بهانه په ساعتونو ساعتونو درولي وي

ادیب که ترکاڼ؟ خالد اتل دواړه پالي

Pa.azadiradio.com 

ادیب که ترکاڼ؟ د لغمان ولایت اوسېدونکی خالد اتل د دواړو سړی دی. ثنا کاکړ له خالد اتل سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

پر ډنډپټان پاکستان ته تلونکي ناروغان اسانتیاوې غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پکتیا په ډنډ پټان کې هغه ناروغان چې د خپلو ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره پاکستان ته روان دي وايي، په ډېر ځنډ ورته د تګ نوبت رسیږي. دوی وايي، یادې سیمې ته د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو هره ورځ لسګونه ناروغان او ناروغ لرونکي ورځي، خو یوازې ۷۰ کسانو ته اجازه ورکول کیږي، چې پاکستان ته واوړي. د پکتیا په ډنډ پټان باندې ډیری خلک د خپلو ناروغیو د درمنلې لپاره د کورمې د خرلڅیو پر لاره پېښور او د پاکستان نورو لویو ښارونو ته ځي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي رپوټ چمتو کړی

نجونې ولې په کم عمرۍ کې ودول کېږي؟

Mashaalradio.com 

په خبر پښتونخوا کې د يوشمېر نجونو ودوه په کم عمرۍ کې کېږي. دا چې د دې ودونو څه تاوانونه دي او حکومت ولې نه دی توانېدلی چې د دې د مخنيوي لپاره اغېزناکه قوانين جوړ او عملي کړي. د مشال راډيو خبريالې عاصمه ګل دا او نور موضوعات په دا راپور کې څېړلي دي.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: «Я ходил в компьютерные клубы в Ростове. Любимый боец в MK – Шан Цунг»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Елена Рыбакина

Названы победительницы матчей Рыбакиной и Путинцевой за четвертьфинал турнира в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Ресторатор Беркович сообщила о тяжелейшем состоянии здоровья Ефремова



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России