د روغتيا سازمان تېره میاشت ۱.۴ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمات رسولي
د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، په مې میاشت کې یې په افغانستان کې د څه باندې زرو روغتیایي مرکزونو له لارې ۱.۴ ميلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه رسولي دي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۲۲۲ لویو روغتیایي مرکزونو سره څه کم ۴۴ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو مرستې کړي دي. 'ډبلیو ایچ او' همدارنګه ويلي چې په هغو روغتیایي مرکزونو کې چې دا سازمان یې ملاتړ کوي په مې میاشت کې په خوارځواکۍ اخته ټولټال ۴۲۸۴ ماشومان بستري شوي او درملنه یې شوې ده. Читать дальше...