طالبان: په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه نجونې له ۱۸کلنۍ مخکې واده کوي
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه نجونې له ۱۸کلنۍ څخه مخکې واده کوي. ۳۴کلنه صنم کبيري چې د کندز ولايت اوسېدونکې ده او درې ماشومان لري، ازادي راډيو ته يې وويل، هغه مهال چې هېڅ د واده په معنا نه پوهېده، کورنۍ واده کړه. صنم وايي: "زه په داسې يوې کورنۍ کې لويه شوم، چې پلار او مور مې دواړه نالوستي وو، په ټوليزه توګه ويل کېده، چې نجلۍ پېغله شي، بايد واده وکړي، دې خبرې ته يې پام نه کاوه، چې په کومې کورنۍ کې مې چې لور ودېږي ۱۵ يا ۲۰کسيزه ده او ايا زما... Читать дальше...