Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 25.06.2023

پوتين بېلاروس ته د واګنر ډلې د مشر له تلو سره موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین موافقه کړې چې د واګنر ډلې مشر ایفګیني پریګوژین په ازاده بېلاروس ته تللی شي. ایفګیني پریګوژین چې سرتېري یې د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو تر ټولو اغېزناک سرتېري وو، د ټوپک شپېلۍ د روسي پوځیانو خواته اړولې. هغه پرون شنبه د یوه وسله وال خوځښت مشري وکړه او په روستوف ښار کې یې د ځینو سیمو له لاندې کولو وروسته خپلو، د ده په ټکو ۲۵ زره سرتېرو ته د مسکو پر لور د پرمختګ لارښوونه وکړه. هغه 'د عدالت لپاره لاریون' په نوم دغه وسله وال خوځښت پرون د جون په ۲۴مه و دراوه او... Читать дальше...

اختر او د متقاعدینو اقتصادي ستونزې؛ سنجر: اختر په پیسو نمانځل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د لوى اختر په رانږدې کېدو سره يو شمېر متقاعدین وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې يې تقاعدي نه ده ترلاسه کړې او له همدې امله يې د اختر لپاره هېڅ ډول تياري نه ده نيولې. د سید شهزاده په نوم یو متقاعد وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت د ده تقاعدي نه ده ورکړې، نو د لوی اختر لپاره یې کومه ځانګړې تیاري نه ده نیولې. د کابل ښار دغه اوسېدونکی د یوې شپاړس کسیزې کورنۍ سرپرست دی. هغه ازادي راډیو ته وویل، چې په اختر کې د خپلو اولادونو لپاره کالي نه شي اخيستلای او نه قرباني کولی شي. هغه وايي... Читать дальше...



اختر او د تودوخې لوړه درجه؛ خلک: د څارویو قرباني به د ډېرو ناروغيو لامل شي

Pa.azadiradio.com 

لوی اختر ته یوازې درې ورځې پاتې دي، خو یو شمېر کابل ښاریان د لوړې تودوخې له وجې دې ته اندېښمن دي، چې د څارویو قرباني به د ډېرو ناروغیو لامل شي. میر جنید چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي زړه نا زړه دی چې سږ کال قرباني وکړي که نه. هغه وايي: "د کابل هوا ډېره ګرمه شوې او په ټولیزه توګه په ټولو سړو او ګرمو ولایتونو کې د تودوخې درجه ډېره لوړه شوې ده. زما او د نورو هېوادولو اندېښنه همدا ده چې قرباني وکړو او که نه، چې خدای مه کړه کومې ستونزې سره مخ نه شو." د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمد منصور هم ورته اندېښنه لري. Читать дальше...

تازه رپورټ وايي، په سند کې پر ښځو او ماشومانو تشدد زیات شوی

Mashaalradio.com 

د څېړنیزې ادارې مشر نثار احمد سولنګي وایي، په ټولنه کې په ښځو او ماشومانو د تشدد پېښې له پخوا راهیسې زیاتې وې خو پخوا ډېرو کمو خلکو هغه له پولیسو سره ثبتولی او اوس زیاتره پېښې له پولیسو سره ثبتیږي.

يو افغان نابینا لوبغاړي د سرو زرو مډالونه ګټلي

Pa.azadiradio.com 

په انګلستان کې مېشت افغان نابینا لوبغاړي ولي‌محمد نوري د ځغاستې په دوو سیالیو کې اتلولۍ ګټلي دي. يادې سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۵مه نېټه په لندن کې ترسره شوې. نوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا او نیمه نابینا لوبغاړو ګډون کړی و او دی په کې د افغانستان په استازولۍ ولوبېده. د نوموړي په وینا، دا د میټروګیم سیالۍ وې چې د ۴۰۰ او ۱۵۰۰ مترو په واټن کې ترسره شوې. هغه وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې دې سیالیو ته سخت تمرینات ترسره کړي وو. Читать дальше...

د افغانستان لوېدیځ کې د سرطان د ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د سرطان د کنټرول د پروګرام مسوولان وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په لوېدیځ کې د سرطان د ناروغانو شمېر د پخوا پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی. د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې د سرطان د مخنیوي د ملي پروګرام مسوول ډاکتر فاروق احمد صدیقي ازادي راډيو ته وویل، په تېر کال کې د سرطان څه باندې څلور زره پېښې ثبت شوې وې، چې پنځوس سلنه یې ښځې چې له ډلې یې ۲۵ سلنه یې د سینې په سرطان اخته دي. نوموړی وايي: "تقریباً په هرو دوو پېښو کې چې موږ ته راځي، یوه یې د سینې سرطان وي، دا شمېرې د پخوا په پرتله لوړې شوي. Читать дальше...

د طالبانو د مشر پيغام کې ولې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار مسئله نه ده یاده شوې؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر  ملا هبت الله اخندزاده که څه هم اعتراف کوي، چې د افغانستان پنځوس سلنه وګړي ښځې جوړوي، خو د افغانستان د دې نیمایي وګړو د تعلیم او کار حق او د مدني ازادیو په اړه یې په خپل نوی اختریز پیغام کې هېڅ هم نه دي ویلي. زموږ همکار مرسلین ارسلا په دې اړه د ښځو د حقونو له فعالې سونیکا ارین سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې ولې د طالبانو مشر د دوی د حکومت د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د ښځو پر اساسي حقونو چوپه خوله دی؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



د واګنر ملېشو له نه ستنېدو وروسته روسیې پر لارو اېښودل شوې موانع لیرې کړي

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر هغې چې د واګنر ډلې جنګیالیو د مسکو خواته خپل مارش ودراوه، د روسیې د لویو لارو فدرال ادارې نن یکشنبه پر لارو د ایښودل شویو موانعو د بېرته لرې کولو خبر ورکړی دی. د دغې ډلې جنګیالي پرون روستوف ښار ته له ننوتلو وروسته د مسکو خواته وخوځېدل، خو وروسته یې مشر ایفګیني پریګوژین خپلو ملېشو ته امر وکړ چې خپل حرکت بند کړي او خپلو مرکزونه ته ستانه شي. په همدې حال کې کریملین ویلي، پریګوژین د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ځي. کریملین ویلي، دغه هوکړه د بېلاروس د واکمن الکساندر لوکا شینکو په منځګړیتوب ترلاسه شوې ده.

اختریز پیغام؛ د طالبانو مشر د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د طالبانو حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانانو له‌خوا د نجونو او ښځو د حقونو په پراخه نقض تورن دی، د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب ادعا کړې. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ادعا کړې، چې د دوی له واکمنۍ وروسته د ټولو افغان ښځو حقونه خوندي شوي دي. دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا، امنیت شورا، د بخښنې نړیوال سازمان، نړیوالې ټولنې او خپله یو شمېر افغانانو د طالبانو اوسنی رژیم... Читать дальше...

وسله والو په پېښور کې یو سېک وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وایي، وسله والو کسانو په پېښور کې د سیک لږکیو یو غړی تېره شپه د چړې په وسیله وژلی دی. د پولیسو یوه افسر ګوهر خان ویلي، پر دغه وګړي چې من موهن سنګ نومېږي، برید یو هدفي قتل ته ورته معلومېږي. د هغه په خبره، پولیسو د پېښې د انګېزې په اړه پلټنې پيل کړي دي. د پولیسو دغه چارواکي ویلي، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي. د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

زرداري: پاکستان د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره 'له افغانستان سره' ګډ کار کولو ته تیار دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، غواړي له کابل سره همکارۍ او اړیکو ته دوام ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي او وايي، هغه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د تعامل په اړه معلومات ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ د مخنیوي، سوداګرۍ او اړیکو په اړه معلومات هم شامل وو. بلاول زیاته کړې، پاکستان د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره 'له افغانستان سره'  ګډ کار کولو ته تیار دی. Читать дальше...

طالبانو له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي توکو د ټرانزیټ طرحه تايید کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او نفتي توکو د ټرانزیټ طرحه تایید کړه. باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په واک کې دی د شنبې په ورځ ویلي، دغه طرحه د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري د یوې ازمایښتي دورې لپاره تصویب شوې ده. په راپور کې راغلي، چې د طرحې له پلي کېدو سره به له منځنۍ اسیا نه جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي توکو لېږد ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي. د خبر له مخې له دې سره به د افغانستان ملي عواید لوړ او ټرانسپورټي لېږد رالېږد پراخ شي. دا په... Читать дальше...

د طالبانو مشر: افغانستان کې ښځې له ناوړه رواجونو ژغورل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده وایي، په افغانستان کې د دوی له حاکمیت وروسته ښځې له اجباري نکاح، په بدو کې له ورکړې او په خبره یې له ورته نورو دودیزو ظلمونو ژغورل شوي او ټول شرعي حقوق یې ورکړل شوي دي. اخندزاده دغه خبرې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د خپل پيغام په یوه برخه کې کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه دغه پیغام پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او دغه راز پوهنتونونه تړلي... Читать дальше...

د بوټونو انلاین پېر او پلور؛ شاهدالله: پلار مې موچي و، خو اوس لويه مغازه لرو

Pa.azadiradio.com 

شاهدالله هغه ځوان دی چې په ماشومتوب کې د بوټونو سره لوبېدلی دی. هغه وایي، پلار یې موچي و، خو کله چې دی را لوی شو د بوټو انلاین کاروبار یې پیل کړ. شاهدالله د خپل کاروباري ژوند کیسه زموږ همکارې ثنا کاکړ ته کړې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو لېږدونکو سوداګرو قانوني اسناد بشپړېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هغو سوداګرو چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې په ټرانزیټ ډول پاکستان ته لېږدوي، غوښتنه کړې چې د خپلو اسنادو د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره دې وزارت ته مراجعه وکړي. دې وزارت پرون شنبې په یوه بیان کې تینګار وکړ، چې د هېواد له شمال څخه تر جنوبي اسیا پورې د ګاز او نورو نفتي موادو ټرانزیټ نه یوازې د افغانستان سوداګري نه محدودوي، بلکې د ملي عوایدو د زیاتولو ترڅنګ د ټرانسپورټي سکتور د فعالېدو سبب کېږي او افغانانو ته د کار امکانات برابروي. د راپورونو... Читать дальше...

طالبان: تورخم کې بند پاتې افغانان په تذکرو افغانستان ته تللی شي

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، هغه افغانان چې له کوچني اختر وروسته په پاکستان کې بند پاتې وو، اوس کولای شي چې د پېژندپاڼو یا تذکرو په ښودلو سره خپل هېواد ته ستانه شي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې د سفر اسناد نه‌لري او یا یې د ویزو وخت تېر شوی دی، له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې ایسار پاتې دي او دوی ته پر تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کېده. خو باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د تورخم د کمیسار عصمت الله یعقوب له قوله خبر ورکړی چې وايي،... Читать дальше...

په پکتيکا کې نږدې دوه زره کلن لرغوني اثار موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایت کې یې نږدې دوه زره کلن لرغوني اثار موندلي دي. د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې باختر اژانس خپره کړې، وايي، دا اثار چې د خوشامند ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې موندل شوي، له کوشاني دورې سره تړاو لري او زرګونه کاله لرغوني دي. نوموړی ډاډ ورکوي، چې دا اثار ساتل کېږي او وايي، د طالبانو حکومت د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي. طالبان د افغانستان د لرغونو اثارو د... Читать дальше...

روسیه کې د واګنر ډالې مشر خپلې مېلشې بېرته مرکزونو ته ستنې کړي

Pa.azadiradio.com 

د واګنر په نوم د روسیې د خصوصي ملېشو مشر ایفګیني پریګوژین د مسکو پر لور خپل مارش درولی او ویلي یې دي، چې ده خپلو ملېشو ته امر کړی څو خپل حرکت بند کړي او خپل مرکزونه ته ستانه شي. پریګوژین دا اعلان یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړ، چې د روسیې په جنوبي ښار روستوف کې یې د پوځي ادارو اداره په لاس کې واخیسته او د مسکو پر لور یې په دې هدف لاریون پیل کړ چې د ده په وینا د پوځ مشرتابه له دندې لیرې کړي. نوموړي بېګا پر خپله ټلېګرام پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې خپل ځواکونه د خپلو کمپونو پر لور شاګرځ کوي، ځکه نه‌غواړي د روسانو وینې توی شي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Серёга

«Вспомните фильмы, на которых они росли»: рэпер Серега допустил негативное влияние кино на Пугачеву





Rss.plus
PR time

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре




«Семь-Я» экономического будущего России – в МИЦ «Известия» обсудили перспективы отечественного бизнеса

Фигурист Семененко проводит сборы в Италии

Пожарные отметили профессиональный праздник в Орехово-Зуеве

Синоптик Тишковец назвал редкостью для Москвы прошедший накануне сильный ливень




د کاسوو چارواکي د عملياتو پر مهال د وسلو په ځای پر ځای کولو تورن شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاسوو لپاره د سربیا د حکومت د ځانګړي دفتر مشر پیتر پيتکوویچ د کاسوو چارواکي تورن کړي چې د جمعې په ورځ یې په کړکېچنه شمالي سیمه کې د عملیاتو پر مهال موندل شوې وسلې هلته ځای پر ځای کړي. پیتکوویچ چې پرون شنبې په پلازمېنه بلګراد کې خبرې کولې وویل، هغه وسلې چې د کاسوو پولیسو د زویچان سیمې ښاروالۍ ته نږدې وموندلې، په کاسوو کې د بې وسلې کولو د مخکېنیو اقداماتو په ترڅ کې کشف شوې وې، خو وروسته بیا په شمال کې، هلته چې کړکېچ زیات دی، ځای پر ځای شوې دي. د کاسوو لپاره د سربیا د حکومت د کورنیو چارو وزارت... Читать дальше...

بایډن له خپلو متحدانو سره د روسیې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپلو لوېدیځو متحدانو سره په ټليفوني خبرو کې د روسیې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي. که څه هم د واګنر ګروپ د ملېشې مشر ایفګيني پریګوژین بېګا د یوه ناڅاپي اقدام په ترڅ کې وویل، چې د مسکو پر لور د خپلو ملېشو چټک حرکت د وینو بهولو د مخنیوي لپاره دروي، خو لوېدیځ مشران لا هم د روسیې روان حالات په جدي ډول څاري. سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ، چې ولسمشر جوبایډن د فرانسې، جرمني او بریتانیا له مشرانو سره په ټليفوني خبرو کې د روسیې د روانو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.   په دې... Читать дальше...

ایران ته تللي د افغانستان د تېر نظام ځینې سرتېري: ډېری پوځیان د خوراک ډوډۍ نه‌‌‌ لري

Pa.azadiradio.com 

د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر سرتېري چې ایران ته تللي دي وايي، په ډېر بد حال کې ژوند کوي. امین الله رنجبر د پرځېدلي جمهوري نظام د لسګونه زره پوځیانو له ډلې دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته کډه شوی. رنجبر د ځان او خپلو ملګرو د وضعیت په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته ډېری پوځیان ایران او پاکستان ته ولاړل چې د دوی وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي او حتی د خوراک ډوډۍ نه‌‌‌لري. اوس له دې زاویې ورته وګورئ چې وضعیت به یې څنګه وي. Читать дальше...

رسنۍ: طالبانو د نشه يي توکو د کاروبار له طریقه ډېر عواید ترلاسه کول

Pa.azadiradio.com 

سټارس انډ سټرایپس: د امریکا د متحدو ایالتونو سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې پرون په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت په باب لیکنه خپره کړې ده، چې طالبانو پرې بندیز لګولی دی. د لیکنې په پیل کې راغلي، چې افغانستان تر دې مخکې د نړۍ د تریاکو او هیرویینو څه باندې ۸۰ فیصده برخه تولیدول. سټارس انډ سټرایپس د واشنګټن پوسټ په حواله لیکلي، چې طالبانو د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله بندیز اعلان کړ، هغه تور تجارت چې ډېر عواید ورڅخه ترلاسه کېږي. د مقالې لیکوال وايي، په تېرو... Читать дальше...

مولانا خان زيب وايي، د قبايلو د حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو دا اوونۍ له باجوړ ضلعې مدني فعال او سياستوال مولانا خان زيب مېلمه کړی دی. نوموړي د ديني زده کړو سره سره عصري زده کړې هم ترلاسه کړي او په قبايلي سيمو کې د سياسي بيدارۍ او د قبایلو د حقونو لپاره مبارزه کوي. مولانا له عوامي نېشنل ګوند سره تعلق لري. مولانا خان زيب وايي، په سيمه کې له تېرو څو لسيزو راهيسې روانو حالاتو دې ته اړ کړ چې په سياست کې برخه واخلي او د خپلو حقونو لپاره اواز پورته کړي. بشپړه مرکه واورئ.



Москва

Андрей Воробьев: «День добрых дел» объединил учащихся Подмосковья


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пётр Чайковский

В Клину состоится праздничная программа в честь дня рождения Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Карен Хачанов

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России