Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 16.06.2023

پاکستان کې سږ کال د امونو پیداوار ولې کم شوی دی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سیند صوبې باغوانان او د کرنې ادارې چارواکي وايي، د تېر کال بارانونو او سېلابونو له وجې سږ کال کم امونه شوي دي. دوی وايي، د تېر کال د وسې او بیا د پشکال بارانونو له کبله د سېلابونو اوبه تر ډېره وخته ډنډ ولاړې وې چې له وجې یې ونې په سم ډول ګل نه شوې او پیداوار اغېزمن شو. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

په پنځو ولایتونو کې د 'جهادي مدرسو' فعالېدل؛ شنونکي یې په سیمه کې د تروریزم پیاوړتیا لپاره شعوري کار بولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د رياست الوزرا دفتر د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق په حواله وايي، چې سږ کال دوی د افغانستان په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې کړي او طالبان یې ورته جذب کړي دي. په دې اړه د دغه دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق سره مدرسو د نصاب، فعالیت او جوړښت په اړه خبرې کړې دي. په... Читать дальше...

روسي ځواکونو نن پر کييف هوايي بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن د روسیې له لوري هوايي بریدونه وشول. تر دې مخکې د اوکراین څو سیمې د روسيې له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو د وژونکو بریدونو سره مخامخ شوې. دا په داسې حال کې ده چې د افریقايي هېوادونو یو لوړپوړی پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه کییف ته رسېدلی دی. پلاوی د کیيف په شمال لوېديځ کې بوچا ښار ته لاړ چې د هوايي برید زنګ وکړنګول شو. بوچا هغه ځای دی چې د اوکراین په وینا روسي پوځیانو په‌کې د تېر کال په مارچ میاشت کې ملکي خلک وژلي وو. د ازادي راډيو د خبر له مخې،... Читать дальше...



قلم نړيواله ټولنه: طالبان دې افغان شاعر او انځورګر 'حسيب احراري' خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

قلم نړيوالې ټولنې د افغان شاعر او انځورګر حسيب احراري پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي او نورو هغو کسانو چې د دې ټولنې په وینا د سوله‌ییزو څرګندونو له امله بندیان شوي دي، د بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. يادې ټولنې په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه، د حسیب احراري نیول کېدل د طالبانو له‌خوا د مدني ټولنې او د بیان د ازادۍ د پرله‌پسې ځپلو وروستۍ بېلګه بللې، چې د دې ټولنې په وینا د ښځو د حقونو د فعالانو، خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو د خپل‌سرو نیول کېدو لامل شوې. د قلم... Читать дальше...

کابل کې ککړه هوا او شکايتونه؛ طالبان: دا طبيعي ده او څور ورځو کې به ښه شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ګنو نوروستونزو تر څنګ ککړه هوا بله لویه ستونزه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ دي. د زرګونو موټرونو لوګی، په حمامونو او نانوايانو کې د بېلابېلو پلاستیکي او ناتصفیه شويو ډبرو سکرو سوځول هغه څه دي، چې د کابل ښار د څه د پاسه ۶ میلیونو اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی. دغه شان د شنو سیمو او پارکونو کموالی او په مرکز کې د خلکو ګڼه ګوڼه بل لوی لامل دی چې د کابل هوا یې لا ککړه کړې. کابل ښار تر دې وړاندې هم د ککړې هوا په نړیواله درجه بندۍ کې د هغو ښارونو په ډله کې و، چې هوا يې ډېره ککړه ښودل شوې وه. Читать дальше...

ټېسټ کرکټ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۶۲ منډو هدف ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش ملي لوبډلې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په دویمې پاڼۍ کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۲۵ منډې یې وکړې چې نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله. بنګالي توپوهونکي نجم الحسین شانتو په دویمې پاڼې کې هم سلیزه ووهله او ۱۲۴ منډې یې وکړې. افغان لوبډله له لومړۍ پاڼۍ هم قرضداره پاتې وه چې په دې سره په ټولیزه توګه افغان لوبډلې ته د ۶۶۲ منډو هدف وټاکل شو. د دې لوبې درېیمه ورځ هم بشپړه شوه او افغان لوبډلې خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې ده. د دویمې پاڼۍ په لومړي توپ ابراهیم ځدراڼ وسوځېد او ورپسې عبدالمالک هم خپله وېکټ له لاسه ورکړه. Читать дальше...

فوټبال؛ افغانستان نن له ایران سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د ایران پر وړاندې سیالي کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي د اسیا د ملتونو او نړیوال جام لارموندنې پړاو سیالۍ دي چې افغان لوبډله په ب ګروپ کې ځای لري. د یاد فدراسیون د خبر پر اساس چې سیالي د تایلینډ هېواد په بانکوک ښار کې ترسره کېږي. د ویلو ده چې د افغانستان د کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډله به دوه نورې سیالۍ د جنوبي کوریا او قطر هېوادونو پر وړاندې ترسره کړي.

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د 'ایشیز' لوبلړۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

په کرکټ کې تر ټولو تاریخي او پخوانۍ لوبلړۍ 'ایشیز' نن یو وار بیا د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوه. په دې لوبلړۍ کې پنځه ټېسټ سیالۍ شاملې دي او لومړۍ لوبه یې د انګلستان په برمنګهم ښار کې پیل شوې ده. د لومړۍ سیالۍ پچه انګلستان ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده. د دې لوبلړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه به د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېږي. د کرکټ پوهان وايي چې دا سیالۍ دواړو هېوادونو ته خورا مهمې وي او هر ملک یې چې وګاټي د نړیوال جام تر ګټلو ورته کم ارزښت نه‌لري. د انګلستان کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ... Читать дальше...



په نيمروز کې د ۵۰ بې‌وزله جوړو ډله‌ييز واده مراسم ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

د یوه خیریه بنسټ مسوول وايي، تېره ورځ يې نيمروز کې د هغو ۵۰ بې‌وزله ځوانانو ډله‌ييز واده مراسم ترسره کړل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شول کولی ودونه وکړي. بې‌کاري، بې‌وزلي، ناوړه رواجونه او لوړ ولور هغه لوی لاملونه دي چې افغاني ټولنه کې يې د ځوانو جوړو د ودونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي. د افغانستان په لر او بر کې سلګونه زره ځوانان د ولور ګټلو او بې‌کارۍ له امله کلونه کلونه د دوی ودونه ځنډول کېږي. ګل احمد هغه بې‌وزله ځوان دی چې پرون يې نيمرو ولايت کې د ۵۰ جوړو ډله‌ييز ودونو مراسم کې واده ترسره شو. Читать дальше...

روسیې بیا پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې تېره شپه هم پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي دي. د اوکراین پوځ وايي، د اوکراین هوايي مدافع ۲۰ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي، چې دوه یې په جنوبي سیمه میکولایف کې ویشتل شوي دي. د پوځ په وینا، روسیې پر پوځي او ملکي اهدافو پنځه کروز او له راکټ لانچرونو ګڼ شمېر نور توغندي ویشتلي دي. د اوکراین پوځ نن جمعه دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې په میکولایف او ورڅېرمه سیمه خرسون کې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو. د اوکراین پر پلازمېنه کییف هم د روسیې له خوا نن داسې مهال هوايي حملې شوي، چې د افریقا... Читать дальше...

په روسیه کې د ځینو افغانانو سیاسي پناه غوښتنه رد شوې

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ګڼ خلک بېلابېلو هېوادونو او له هغې ډلې روسیې ته ولاړل او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه، خو د ځینو غوښتنلیکونه رد شوي دي. د کابل اوسېدونکی علي اکبرزاده وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ناوړه شرایطو له کبله اته میاشتې مخکې له هېواده وتلو ته اړ شو. اکبرزاده ازادي راډیو ته وویل، د تحصیلي ویزې د لاسته راوړلو لپاره یې ۳ زره ډالر ولګول او د روسې پلازمېنې مسکو ته ورسېد. ده نه غوښتل چې بېرته افغانستان ته ستون شي. اکبرزاده... Читать дальше...

چارواکي: سمندري طوفان هند او پاکستان کې زیات تاوانونه نه دي اړولي

Mashaalradio.com 

چارواکي وايي، په سیند صوبه کې د بیپرجوای تر طوفان وروسته د باد او باران شدت کم شوی دی. په همدې حال کې هندي چارواکي وايي، طوفان په ګجرات کې هومره تاوان نه دی اړولی چې په اړه یې اندېښنه ښوول شوې وه البته په بېلابېلو ځایونو کې یې ونې او د برېښنا ستنې نړولې دي. د رویټرز، اې اېف پي او اې پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

افغانستان د انساني قاچاق له اړخه د نړۍ د بدو هېوادونو کتار کې راغلی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي دي. د ختیځ ولایت کونړ اوسېدونکې سایره وايي، پر افغانستان د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ له پیل وروسته چې په دې هېواد کې بې‌کاري او بې‌وزلي اوج ته ورسېده خپله او د څو نورو خویندو ګاڼه او مال يې خرڅ کړل او ۱۷ کلن ورور یې چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی و د ایران پر لاره د قاچاق کوونکو په وسیله اروپا ته د ښه ژوند په هیله واستاوه. خو د دې په خبره نږدې درې میاشتې وروسته یې مړی کور ته یوړه. Читать дальше...

په غور کې د کوکنارو کښت کم شوی؛ بزګران د مرستو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له اعلان وروسته ګڼ شمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې غنم او نور بوټي کرلي، خو شکایت یې دا دی چې د دې بوټو حاصلات د دوی ورځنۍ مالي اړتیاوې نه پوره کوي. په دې راپور کې تاسو د غور ولایت د غنمو او وربشو کروندو ته بیایو.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: د افغانستان فضا اوس هم د امریکا له خوا اشغال شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر وايي، د افغانستان فضا اوس هم د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا اشغال شوې ده. مولوي محمد یعقوب مجاهد په هغه مرکه چې تېره شپه له طلوع نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه، ویلي، د افغانستان هوايي حریم اوس هم نقض دی، خو هغه دې پوښتنې ته چې دغه الوتکې له کومه الوتنه کوي، ځواب ونه وایه. یعقوب تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی. هغه تېر کال ویلي وو، د افغانستان فضا ته د امریکا بې پېلوټه الوتکې له پاکستانه داخلېږي. د دې موضوع په باب امریکايي او پاکستاني چارواکو رسماً تبصره نه ده کړې.

په دایکندي کې د ترافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په دایکندي کې په دوو جلا ترافیکي پېښو درې کسان مړه شوي دي. د دایکندي لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد نن جمعه رسنیو ته ویلي، دغه پېښې پرون په خدیر او پاتو ولسوالیو کې شوې دي. د هغه په وینا، په خدیر کې یو کاماز ډوله موټر له لارې تر اوښتو وروسته چپه شوی، چې چلوونکی یې مړ شوی، په بله پېښه کې چې په پاتو ولسوالۍ کې شوې، دوه کسان له لارې د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي دي. د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي. Читать дальше...

جنوبي کوریا د شمالي کوریا د سقوط شوي توغندي زیاتې ټوټې پیدا کړي

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا نن جمعه ویلي، د شمالي کوریا د هغه توغندي زیاتې ټوټې یې پیدا کړي، چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې سقوط شوی و. ګومان کېږي دغه ټوټې د هغه توغندي د ټوټو دویمه برخه وي، چې د شمالي کوریا اکتشافي سټلایټ یې لېږداوه او د مې میاشتې پر ۳۱مه یې توغول ناکام شول. د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي، د دې توغندي ټوټې د پنجشنبې پر ماښام له ژړ سمندرګي ایستل شوي دي. د جنوبي کوریا د رسنیو له مخې د دې توغندي ۱۲ متره ټوټه د سمندري ځواکونو یوې اډې ته وړل کېږي چې له امریکايي متخصصانو سره یوځای ورباندې ګډه څېړنه وشي. Читать дальше...

افغان فلمي لوبغاړی او پردېسي؛ بصير مجاهد: په لومړيو کې د سینما له دروازې شړل کېدم

Pa.azadiradio.com 

د افغاني فلمونو یو لوبغاړی او لارښود بصیر مجاهد چې دا مهال په ایران کې ژوند کوي وايي، له هېواده بهر به هم د فلمونو جوړولو ته دوام ورکړي. مجاهد وايي، په ماشومتوب کې هغو فلمونو سینما لېوال ته کړ چې د شپېتمې لسیزې په وروستیو کې ملي تلوېزیون خپرول او همدې لېوالتیا په سینما کې کار کولو ته وهڅاوه. بصیر مجاهد چې تر ۲۰ د ډېرو افغاني فلمونو او ۴ بهرنیو فلمونو په جوړولو کې ونډه درلوده، همایون هېواد یې د هنري سفر په اړه خبرې ورسره کړي چې جزیيات يې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Антонио Вивальди

«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM





Rss.plus
БГАТОиБ

Школьники могут принять участие в конкурсе видеороликов «Байкал без пластика»




С 28 апреля по 1 мая в парках Москвы пройдёт яркая праздничная программа

Эксперт «Выберу.ру» выступил на Всероссийском жилищном конгрессе в Сочи

Курские «Русичи» выиграли бронзу Суперфинала Кубка Федерации по баскетболу

2 тыс родителей выпускников с ОВЗ посетили собрание по инклюзивному образованию




شېري رحمان: د سیند زیاتره برخې له سمندري طوفانه بچ پاتې شوې دي

Mashaalradio.com 

شېري رحمان ویلي دي چې طوفان له کبله په سمندر کې د اوبو سطح لوړه شوې او د سیند د سجاول ساحلي برخې تر اوبو لاندې شوې دي خو حکومت ورڅخه اوسېدونکي وار له مخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي ول، نو بیپرجوای ځکه د تاوان سبب نه شو.

دوبۍ کې خلک د نهنګانو پارک ته ورځي

Mashaalradio.com 

په دوبۍ کې په اپرېل کې د نهنګانو (تمساح یا مګرمچ) ځانګړی پارک پرانیستل شو چې اوس یې لیدو ته خلک ورمات دي. په پارک کې ټول ۲۵۰ لوی او واړه نهنګان ساتل کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

شفيقه: د خاوند د اعتیاد له امله د خپلو نهو اولادونو مسوولیت را ترغاړې دی

Pa.azadiradio.com 

شفیقه د نهو اولادونو مور ده او څو کاله کېږي چې خاوند يې معتاد دی، له همدې امله د اولادونو د روزۍ ګتلو او زده‌‌کړې دروند پېټی د دې پر اوږو پروت دی. دا وايي چې پخوا به يې لوڼو له کوره دباندې پر سړکونو کار کاوه او د کور په مالي برخه کې به يې له دې سره مرسته کوله، خو له کومې ورځې راهيسې چې د طالبانو حکومت د دې د لوڼو پر کار بنديز لګولی، د لس نفري کورنۍ مسوولیت يوازې د دې پر غاړه دی. شفيقه وايي: "پنځه شپږ کاله کېږي چې خاوند مې معتاد شوی دی، کور ته څه نه راوړي، برعکس په کور چې مو څه درلودل هغه يې يووړل... Читать дальше...

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د زاپوريژيا اټومي بټۍ وضعيت جدي وباله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د کاخوفکا بند له ویجاړېدو وروسته په اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ وضعیت جدي دی. په داسې حال کې چې د روسیې تر نیواک لاندې د زاپوروژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، رافایل ګروسي پرون د جون په ۱۵مه د یوې څېړونکي پلاوي په مشرۍ د اروپا دې ترټولو لوی اټومي بټۍ ته ورغلی. تېره اوونۍ، د کاخوفکا بند په ماتېدو سره د هغو اوبو اندازه کمه شوه چې د دې بټۍ د ریکټورونو د ډېرې تودوخې مخه نیسي. ګروسي وویل، د بټۍ دا ډنډ یې له... Читать дальше...

د اوکراين د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين لپاره د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه. یو لایحه چې له مخې به یې په امریکا کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو له لارې اوکراین ته نورې مرستې برابرې شي، د امریکا سنا او د استازو جرګې ته وړاندې شوې. د اوکراینیانو لپاره د اقتصادي هوساینې او فرصتونو بیا رغونه قانوني لایحه پرون د جون په ۱۵مه د متحده‌ایالاتو د کانګرس دواړو جرګو ته وړاندې شوه. دا لایحه د متحده‌ایالاتو ولسمشر ته دا واک ورکوي چې په امریکا کې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ ضبط او د اوکراین سره د مرستې لپاره یې وسپاري. Читать дальше...

د سمندري توپان څپې د پاکستان د سند سمندري غاړو ته نږدې شوي

Pa.azadiradio.com 

د بایپرجوای په نوم د زورور سمندري توپان څپې د پاکستان د سند صوبې سمندري غاړو ته نږدې شوي. پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې دا توپان په بشپړ ډول د سند سمندري غاړو ته ورسېږي. په پاکستان کې د دې سمندري توپان له امله د کیټي بندر، کهارو چان، شاه بندر، جاتي، بدین او نورو اړوند سیمو د اغېزمن کېدو اندېښنې ښودل شوي دي. د سمندري توپان د رانږدې کېدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین او یو شمېر نورو سیمو کې بارانونه پيل او تېزه هوا چلېږي. دغه زورور سمندري توپان د یوې اوونۍ راهیسې... Читать дальше...



Москва

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Развиваем систему здравоохранения



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Ивлеева

Блогера Ивлееву оштрафовали на 50 тыс рублей за дискредитацию российской армии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России