Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 21.06.2023

ملګرو ملتونو د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره بیا خپل شرایط وړاندې کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، تر هغو چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه لغوه نه شي، د دوی حکومت به نړیواله ټولنه په رسمیت ونه پېژني. روزا اوتنبایوا نن په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال دا خبره وکړه. دې دا هم وویل چې په افغانستان کې د کوکنار کښت له دې وروسته خورا کم شوی، چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د دوی مشر ملاهبت الله د کوکنارو د کر د مخنیوي فرمان صادر کړ. اوتنبایوا د ټولشموله حکومت... Читать дальше...

ایران کې یو سیاستوال اعدام شو

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د بشري حقونو دوو ډلو وویل، چې کردی سیاستوال هیمن مصطفایي نن د ایران په لوېدیځ کې د سنندج په مرکزي زندان کې سهار وختي اعدام شو. د راپورونو له مخې پرون د خلکو یوه لویه ډله د زندان بهر راغونډه شوې وه او له چارواکو یې دا غوښتنه کوله چې ۳۴ کلن مصطفایي اعدام نه کړي، دا کسان تر سهار پورې لا هلته انتظار و. مصطفایي په ۲۰۱۲م کال کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د یوه غړي په وژلو تورن شوی و. داسې راپورونه خپاره شوي چې مصطفایي مخکې تر دې چې په اعدام محکوم شي شکنجه شوی و.

پاکستاني پولیسو د انسانانو د قاچاق په تور ۷ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو نن اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل چې اووه تنه یې د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي. دا کسان د یونان په اوبو کې تېره اوونۍ د یوې بېړۍ تر ډوبېدو وروسته نیول شوي دي. په دې پېښه کې تر پنځه سوه ډېر کډوال وو، چې یو شمېر یې پاکستانیان هم وو. پولیس وایي، نیول شوي هغه کسان دي، چې اروپا ته خلک قاچاقي وړي. یو کس چې له پاکستانه اروپا ته ځي قاچاقبر ته د پنځه زرو او اتو زرو ډالر ترمنځ پیسې ورکوي.



ډایکنډي کې دیني مدرسو ته د تلونکو نجونو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د هغو نجونو شمېر زیات شوی چې په ډایکنډي کې یې په دې وروستیو کې دیني مدرسو کې نوم لیکنه کړې ده. دغه نجونې دیني مدرسو ته د تللو اصلي لامل د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل کېدل بولي.

تر اګسته په افغانستان کې د تودوخې درجې د لوړوالي اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک د سه‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، امکان لري چې د روان کال له جون څخه تر اګست میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د تودوخې درجه تر منځنۍ کچې لوړه وي. نړیوال بانک زیاته کړې، چې د وچکالۍ د دې باثباته هایدولوژیکي شرایطو سربېره 'د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو، سیندونو او د اوبو د زېرمو کمښت' په پرلپسې توګه د درېیم کال لپاره، د کښت او حاصلاتو ساحه محدوده کړې ده. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې د اورښت اندازه او د واورو د اوبو اندازه له منځنۍ کچې څخه کمه ده، په اکثرو زونونو... Читать дальше...

ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته: د محکمې له حکم پرته هېڅ مجرم ته سزا مه ورکوئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له بشري حقونو نه په سختې سرغړونې تورن دی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي. د ملا هبت الله دا تازه حکم چې تېره ورځ د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس خپور کړی، په کې راغلي چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته. Читать дальше...

قاضي فایز عیسی د پاکستان نوی چيف جسټس مقرر شو

Mashaalradio.com 

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سپریم کورټ مشر قاضي، جسټس فایز عیسی د پاکستان د راتلونکي چیف جسټس په توګه ټاکلی دی. نن د جون پر ۲۱مه، د ولسمشر علوي دفتر په دې اړه يو امرنامه (نوټيفېکیشن) خپور کړی دی. د ولسمشر دفتر ويلي‌چې قاضي فايز عیسی به سږکال د سيپتمبر پر ۱۷مه، کله چې د موجوده چيف جسټس عمر عطا بندیال د کار موده ختمه شي، په خپله دنده پيل کوي. د پاکستان رسنيوو په دې وروستيوو کې ليکلي وو چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت ښايي قاضي فايز عیسی د راتلونکې چيف جسټس په توګه وټاکي. نوموړی د اپريل... Читать дальше...

کاکړ: په کراچۍ کې د سند پولیسو نږدې ۳۰۰ افغان کډوال نیولي

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافعه وکیله منیزه کاکړ وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای له میاشتې راهیسې ۳۰۰۰ افغانان یوازې د پاکستان په سند کې بنديان شوي او تازه په تېرو څو ورځو کې د سند د پولسو لخوا نږدې ۳۰۰ تنه نیول شوي دي. مېرمن کاکړ افغان کډوال پاکستاني پولیسو ته د سرو زرو په مرغۍ تشبیه کوي، وایي، که کډوال اسناد لري که یې نه لري دوی یې نیسي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "افغانان نن سبا د پاکستان د پولیسو لپاره د سرو زرو مرغۍ دي. زه خپله داسې کسان پېژنم چې دوه درې ځلې یې ما دوسیه مخکې بیولې، خوشې شوي،... Читать дальше...



واشنګټن ته د مودي سفر؛ له امریکايي چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبې په سپینه ماڼۍ کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي کوربه وي.  مودي به نن له بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې خبرې ترسره کړي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې واشنګټن غواړي هند د چین په وړاندې پیاوړی ستراتېژیک دریځ ولري او مودي هم هڅه کوي چې هېواد یې په نړیوال ډګر کې چې اوس د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی دی، زیات نفوذ ولري.  د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ سکتورونو... Читать дальше...

کاکړ: په کراچۍ کې د سند پولیسو نږدې ۲۷۰ افغان کډوال نیولي

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافعې وکیلې منیزه کاکړ وايي، په تېرو څو ورځو کې د سند د پولسو لخوا نږدې ۲۷۰ افغانان نیول شوي. مېرمن کاکړ افغان کډوال پاکستاني پولیسو ته د سرو زرو په مرغۍ تشبیه کوي، وایي، که کډوال اسناد لري که یې نه لري دوی یې نیسي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "افغانان نن سبا د پاکستان د پولیسو لپاره د سرو زرو مرغۍ دي. زه خپله داسې کسان پېژنم چې دوه درې ځلې یې ما دوسیه مخکې بیولې، خوشې شوي، اسناد هم لري بیا یې هم نیسي او جېل(زندان) ته یې اچوي." نوموړې دا مهال د پاکستان په زندانونو... Читать дальше...

پاکستان ولې افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي او ۱۹ لوبغاړي یې ورته اعلان کړې دي. دغه راز مس عینک د درې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې او اسټرالیا د ایشیز په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه. د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې په راتلونکي اسیا او نړیوال جام کې د افغانستان سیالان څوک دي او پاکستان ولې له افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟ د دې ترڅنګ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو او د کریسټیانو رونالډو د یوې... Читать дальше...

اوچا: څه د پاسه ۱۵.۵ میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د شدت کچه خورا لوړه ده. که څه هم د افغانو نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله افغانستان سره د بشري مرستو اندازه ډېره را کمه شوې، 'اوچا' په دې هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په شدت سره لوړه شوې ده. په افغانستان کې د اوچا دفتر زیاته کړې... Читать дальше...

پاکستاني چارواکي وايي يونان ته د انساني قاچاق مرکزي ملزم یې نیولی دی

Mashaalradio.com 

چارواکي وايي په يونان کې د کډوالو د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته، د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د انساني قاچاق کوونکو ګرفتارولو لړۍ روانه ده.  چارواکو يونان ته په غیرقانوني ډول د پاکستانيانو د لېږلو په تور د يو مرکزي ملزم د نيولو اعلان کړی او وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف ای اې) د جون پر ۲۰مه خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې د پنجاب صوبې د ګجرات او لاهور په ګډون ځينو نورو ښارونو څخه يې پنځه انساني قاچاق کوونکي نيولي دي. ياده اداره وايي چې د څه باندې ۲۰ انساني سمګلرانو خلاف يې مقدمې درج کړي دي. بلخوا د پاکستان... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۱۵ میلیونه ډېر افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دي. دې پروګرام په یوه راپور کې چې پرون سې شنبې یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دغه راز ویلي چې پر سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوي او زیاتوي هر کال سخته هوا په ټول هېواد کې پر میلیونونو خلکو ویجاړونکي اغېزه لري. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د بودیجې د کمښت له کبله مجبور دي چې... Читать дальше...

روسي رسنۍ: مسکو ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنۍ په مسکو کې د دې هېواد د قانون د تنفیذ چارواکو له قوله خبر ورکوي چې وایي پلازمېنې ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي دي. د روسیې د خبري آژانسونو او ټلیګرام چینلونو د راپورونو له مخې دوه ډرونونه په نارو فومینسک سیمه کې یوه پوځي جزوتام ته نږدې راغورځول شوي او بله یوه په لوکینو کلې نسکوره شوې ده. د سیمې والي اندرې وروبوییف تایید کړې چې دوه ډرونونه یوې پوځي ډیپو ته نږدې راغورځول شوي. پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوام له امله د روسیې یو شمېر سیمې په وروستیو میاشتو کې د ډرونونو تر بریدونو لاندې راغلي دي. Читать дальше...

افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ پر امنیتي، بشري حقونو او مرستو خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي. د راپورونو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتي وضعیت، د بشري حقونو حال او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده‌عربي اماراتو دایمي استازې او د امنیت شورا دوره‌يي مشرې لانا ذکي نسیبې د جون په دویمه نېټه یوې خبري غونډې ته د دې ناستې په اړه له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي و، امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي. Читать дальше...

د هند صدراعظم نن له ولسمشر بايډن سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نرندرا مودي به نن په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به په سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې ترسره کړي. مودي به له امریکا څخه په دې رسمي کتنه کې چې پرون سې شنبې یې پیل کړې، د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی. له متحدو ایالتونو د مودي دغه رسمي کتنه به تر شنبې پورې دوام وکړي. د روېټرز د راپور له مخې تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت... Читать дальше...

په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ ځینو ښځو ځان ته نور کاري فرصتونه برابر کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له خوا د په دولتي او نادولتي ادارو کې د افغان ښځو په کار تر بندیز وروسته ښايي ډېرې افغان مېرمنې ناهیلي شوې وي، خو داسې هم شته چې له کوچنیو فرصتونو ګټه اخلي. نور ضیا ساپۍ د تېر جمهوري حکومت پر مهال په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ او د ښځو په کار تر بندیز وروسته د نورو فرصتونو په لټه کې شوه. دې ځان ته د لاسي صنایعو او خوراکي توکو شرکت جوړ کړ او د بوختېدو تر څنګ یې شلو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړه. نرګس مومند حسنزۍ په دې اړه راپور چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Денис Мацуев выступит на фестивале "Владивостокские сезоны" в рамках ВЭФ-2024





Rss.plus
Джо Байден

Байден заявил о стремлении вернуть Гершковича и Уилана




ФСБР выставили счёт за проверку борцов на причастность к силовым структурам

Песков: РФ в случае изъятия ее активов будет бесконечно отстаивать свои интересы

Приложение "Память": дистанционно ухаживайте за могилами, ремонтируйте и возлагайте цветы

В РУСАДА отметили рост числа нарушений после использования БАДов




د عثمان کاکړ د انځورونو نندارتون جوړ شوی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني صوبايي‌مشر او سېنېټر عثمان کاکړ د مبارزې ستایلو لپاره د هغه د انځورونو نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې بېلابېلو هنرمندانو د عثمان کاکړ جوړ کړي انځورونه ايښي دي. په نندارتون کې د ګڼو ښځينه انځورګرو په لاس جوړ کړي انځورونه پراته دي چې په لسګونو ځوانان یې کتلو ته ورځي. په دې اړه د صمد شبنم ويډيو راپور وګورئ.

د بلدياتو استازو بیا د فنډونو او واک لپاره احتجاج وکړ

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په بلدیاتي ټاکنو کې منتخب شوي استازي وايي نېږدي دوه کاله یې وشول چې حکومت ورته فنډونه نه ورکوي. دوی د جون پر ۲۰مه، يو ځل بیا په پېښور کې احتجاج وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې دوی ته دې د ترقیاتي‌کارونو لپاره پیسې او په قانون کې موجود واکونه ورکړي. د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکو د کال په اوږدو کې ويلي وو چې کوښښ کوي د ځايي حکومتونو چارواکو مسایل حل کړي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.

په چین کې خلک قازقستانۍ ګلدوزي ډېره خوښوي

Mashaalradio.com 

د چین په غربي سېنکیانګ (شېنجیانګ) ولایت کې د ښځو یوې ډلې د ګلدوزۍ مرکز پرانیستی دی. په هغه مرکز کې پر قالینو، جامو او نورو شیانو د قازقستان دودیزه ګلدوزي کېږي. د مرکز چلوونکي وايي، په چین او قازقستان کې په لاس جوړ شیان ډېر مشهور دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ملګرو ملتونو له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر نیونو او ځورونو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي چې د افغان کډوالو د وروستیو نیونو او ځورونو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. په اسلام اباد کې د 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصر اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، دا ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې او هغوی ژمنه کړې چې حل به یې کړي. پرون د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو ځورول او نيول بند کړي. ... Читать дальше...

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي. همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازي به هم غونډې ته ویناوې وکړي. تمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستانه د تروریزم پر ګواښ هم خبرې وشي. Читать дальше...

چارواکي: ارمني ځواکونو د اذربایجان په سرحدی سیمو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان دفاع وزارت وايي چې د نخچېوان سیمې د سدارک ناحیې په حیدراباد ښارګوټي کې یې پر ځینو مرکزونو د ارمنستان د ویدي سیمې په سرحد کې برید شوی. دې وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو همدا راز د ناګورنا قره باغ د بېلتونپالې سیمې په سوشا سیمه کې هم د اذري ځواکونو پر سنګرونو ډزې کړې دي. بیان زیاتوي چې اذري ځواکونو هم دې ډزو ته مناسب ځواب ویلی دی. په دې اړه د ارمنستان د حکومت له لوري تر اوسه څه نه دي ویل شوي او دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا هم نه دی تایید شوی.



Москва

“Вилла Ливадия” - последние 6 апартаментов в уникальном комплексе у моря


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин поздравил работников скорой помощи с профессиональным праздником



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Алла Пугачёва

Гитарист Пугачевой Левшин рассказал о проблемах со здоровьем у певицы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»


WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

В Крыму прошли «Большие гастроли» к 10-летию воссоединения полуострова с Россией



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России