مدني فعال 'نورایل کليوال' د طالبانو له بنده خوشې شو
مدني فعال نورايل کليوال، چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوی و، نن د طالبانو له بنده خوشې شوی دی. د کليوال وراره عبدالقدير پاڅون ازادي راډيو ته تاييد کړه چې تره یې نورايل کليوال خوشې شوی او کور ته ورغلی دی. نورايل کليوال د هلمند ولايت اوسېدونکی او په خپله سيمه کې د پي ټي ايم استازی دی. نوموړی داسې مهال خوشې کېږي، چې یو شمېر هغو کورنيو چې عزيزان یې د طالبانو په بند کې دي د اختر په مناسبت د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې.