Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 22.06.2023

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د فوټبال له نړيوال فدراسيون یا فيفا څخه غوښتي چې د افغان ښځينه فوټبالرانو ملاتړ وکړي چې په جلاوطنۍ کې ژوند تېروي. د فوټبال د نړيوال فدراسيون یا فيفا رييس ته په يوه ليک کې د بريتانيا د پارلمان له سلو زياتو غړو غوښتنه کړې، چې افغان ښځينه فوټبالرانو ته چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، په نړيوالو لوبو کې د سيالۍ زمينه برابره کړي. د فیفا مشر جياني اینفانتينو ته په خپل لیک کې دغو استازو د جنورۍ په میاشت کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د... Читать дальше...

د مقاومت جبهې ادعا: طالبانو په شمال کې د سیمه ییزو ترهګرو ځای پر ځای کول پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو ضد وسله واله جبهه ادعا کوي، چې طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لوېدیځ کې د هغو کسانو ځای پر ځای کول پیل کړي چې د دوی په خبره 'سیمه ییز ترهګر' دي. دې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا پلان 'د قومونو پر یووالي او سوله ییز ګډ ژوند وروستۍ ګوزار' ګڼلی دی. دغه جبهه ادعا کوي، چې افغانستان د یوې نیابتي ډلې او د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو تر اشغال لاندې دی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته... Читать дальше...

'آی او سي' د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د المپیک نړېوالې کمېټې یا 'آی او سي' خبرداری ورکړی که په افغانستان کې د دغې کمېټې د چارو د سمون او ښه کېدو لپاره پیل شوې هڅې ګړندۍ نه شي نو دوی به په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي. د المپیک نړېوالې کمېټې په یو تازه اقدام کې د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی که خپلې کړې ژمنې چې د افغان نجونو لپاره د سپورټ په برخه کې لازم او هر اړخیز فرصتونه برابرول دي پوره نه کړې نو د المپيک راتلونکې نړیوالې ناستې که به د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي. Читать дальше...



امریکا: طالبان د ښځو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای. د امریکا دبهرنیو چارووزارت وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل؛ د ښځو او نجونو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کولو سره نه یوازې دا چې د افغانستان راتلونکی شا ته بوزي، بلکې خپلو تمایلاتو ته چې د نړیوالو د مشروعیت د پېژندلو په اړه دی، دوی لا هم دوام ورکوي. Читать дальше...

شوکت سواتی وايي خوښ دی چې سندرې یې په ولسي پاڅونونو کې غږول کېږي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شوکت سواتی دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. سواتی وایي، د موسيقۍ هدف يې ولس ته د مينې او امن پيغام ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

چارواکي: روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر وايي، په تېر یوه شپه او ورځ کې روسيې پر اوکراین د راکټي او بې پیلوټه الوتکو لسګونه بریدونه کړي. اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین د هوایی مدافعې سیستم د ایران ساخت شپږ بې پیلوټه الوتکې چې روسیې کارولې نسکورې کړي. دوی ویلي، چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو ۴۴ راکټونه توغولي دي. په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو نور جزییات یې نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، که طالبان پر ښځو د محدودیتونو فرمانونه لغوه نه‌کړي، هېڅ امکان نه‌‌شته چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو متمرکزه وه چې له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو د محدودیت فرمانونه لغوه کړي. د طالبانو... Читать дальше...

پېژندل شوی افغان دیني عالم 'صدیق الله فدايي' ومړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو پېژندل شوی دیني عالم په جرمني کې مړ شوی دی. د صدیق الله فدايي د کورنیو غړو تایید کړې، چې هغه نن پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. فدايي د افغانستان د هغو دیني عالمانو له ډلې و، چې په ډېرو دیني بحثونو کې برخه اخیستې او په جرمني کې يې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې له کلونو راهیسې هڅې کولې او په دین کې د منځلاریتوب پلوی و. صدیق الله فدايي، په اروپا کې په کلتوري او فرهنګي چارو کې هم فعال رول درلود او ډېر کله یې په مونشن کې د افغانانو فرهنګي او کلتوري غونډې جوړولې چې ګڼو اروپا مېشتو افغانانو په کې ګډون کاوه.



طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، ټولو هغو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن دي چې د اسلام او د افغانستان له کلتور په ټکر کې نه وي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی. اوتونبایوا په دې غونډې کې طالبانو ته په ښکاره وویل، تر هغې چې پر افغانو ښځو او نجونو بندیزونه لرې نه کړي نړۍ به يې حکومت په رسیمت ونه پیژني. Читать дальше...

کرکټ؛ افغان لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره څو ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ. د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دغه کمپ یې په ابوظبۍ ښار کې د لا ښه چمتوالي په موخه پیل کړی دی. که څه هم یادې ادارې د شل اوریزو سیالیو لپاره لا لوبډله نه ده اعلان کړې، خو د یو ورځنیو سیالیو لپاره یې روانه اونۍ د ۱۹ـ کسیزې لوبډلې ترڅنګ ۱۰ احتياطي لوبغاړي هم اعلان کړل. ټاکل شوې، چې افغانستان او بنګله‌دېش د جولای په ۵مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي. Читать дальше...

فوټسال؛ د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان سیالان معلوم شول

Pa.azadiradio.com 

د فوټسال د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د پچه اچونې له لارې افغانستان په ب ګروپ کې راغی او سیالان یې معلوم شول. د پنجشنبې په ورځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پچه اچونه د جون په ۲۲مه نېټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې ترسره شوه. د یاد فدراسیون د خبر پر اساس، افغان لوبډله به د اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو هېوادونو پر وړاندې سیالۍ وکړي. د اسیا د ملتونو جام د لارموندنې پړاو سیالۍ د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۷ نېټه په اندونیزیا هېواد کې پیلېږي چې تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي. Читать дальше...

کرکټ؛ د انګلستان او اسټرالیا د ښځو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان او اسټرالیا د ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ د انګلستان په کوربتوب پیل شوه. په دې لوبلړۍ کې به یوازې یوه ټېسټ سیالي وي چې نن پنجشنبه د انګلستان په ناټینګهم ښار کې پیل شوې ده. د دې ټېسټ سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې او توپوهنه یې پیل کړې ده. دا سیالي به پینځه ورځې دوام وکړي. دغه راز دواړه هېوادونه به د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ جولای میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کړي او ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم پيل کړي. باید وویل شي، چې د یادو هېواونو... Читать дальше...

ملګري ملتونه: بزګران د کوکنارو د کښت منع کولو له امله متاثر شوي او مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي. په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو تر اوسه په افغانستان کې د کوکنارو د وضعیت په اړه د سروې پايلې نه دي اعلان کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ځينو ادارو د راپورونو پر بنسټ ادعا کوي، چې طالبان تر یوه حده د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې بريالي شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې سازمان د امنیت شورا هغې غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه... Читать дальше...

افغانستان د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ اقتصادي فورم افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد بللی، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض په کې ډېر دی. د نړۍ اقتصادي فورم په ۲۰۲۳م کال کې د زده کړو او اقتصادي او سیاسي مشارکت په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه په خپل نوي راپور کې چې د جون په ۲۰مه یې خپور کړی، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد بللی دی. د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د نړۍ د اقتصادي فورم په راپور کې افغانستان د ۱۴۶ هېوادونو په لست کې وروستی هېواد دی. د دې راپور پر بنسټ د ۱۴۶ هېوادونو له ډلې ۱۱۷ یې په دې... Читать дальше...

په يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانيانو پر کورنيوو ماتم دی

Mashaalradio.com 

په یونان کې د جون پر ۱۴مه یوه کشتۍ ډوبه شوه چې پکې د راپورونو له مخې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره وو. په دې کې ګڼ پاکستانیان هم وو چې پکې یو شمیر د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر اوسېدونکي دي. دوی وايي په کورونو کې یې ماتم دی ځکه چې ځوانان یې د ښې راتلونکې جوړولولپاره تللي وو خو اوس یې مړي هم نه دي معلوم. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز او د اې ایف پي اژانسونو له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

ریچارډ بېنیټ په لغمان کې د طالبانو له‌خوا د یوه کس اعدام 'ظالمانه او ناانساني' وباله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د طالبانو د حکومت له خوا په لغمان ولایت کې د اعدام تطبیق 'ظالمانه او ناانساني' بولي. طالبانو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د محمد اجمل په نوم یو کس د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ. ریچارډ بېنیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو دغه عمل غندي. بېنیټ دا هم وویل، چې دا یوازې د غیرقانوني اعدامونو او له افغانستان سره د لاسلیک شویو ژمنو د ماتولو یوه بېلګه ده. Читать дальше...

اوتونبایوا: د طالبانو حکومت ټولشموله نه دى

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی. روزا اوتونبایوا پرون چهارشنبه، د جون ۲۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت به تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شي چې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو فرمانونه لغوه نه کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې کړې او هم یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونو منع کړې. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Трофимов

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ





Rss.plus
ВДНХ

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ




Продолжаются работы по озеленению города

Евгений Чуланов из Воскресенска выиграл олимпиаду по ОБЖ

Искусственный успех: как блогеры-миллионеры на самом деле заработали состояние

«Блестящие профессионалы»: Московский зоопарк поздравил ветеринаров с прадником




د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په دې مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو ټولنو سره مرستو ته ژمنه ده او لا هم د افغانستان په دې زلزله ځپلو سیمو کې فعال ټیمونه لري. د بیان له مخې یونېسف هلته د څه باندې ۲۲ زرو کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ۱۲ نوي سیستمونه جوړ کړي. یونېسف همداراز ویلي چې د شپږ نیمو زرو ماشومانو لپاره یې ۱۴۰ ټولګي پرانیستي دي. د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۱ او ۲۲ باندې په پکتیکا او خوست کې سختو... Читать дальше...

هکرانو د چک راډیو پر ویبپاڼو سایبري بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د چک راډیو 'چیسکي روزلاس' وايي، چې د اوکراین په اړه د رسنیو کنفرانس له پیل څخه څو ساعته مخکې نن جون ۲۲مه د دوی پر ویبپاڼو د هکرانو پراخ سایبري بریدونه وشول. د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول او د کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د رسنیو په رول ویناوې کولې. د چک راډیو په وینا، هکرانو د دې راډیو ټولې ویبپاڼې او همدارنګه د دې غونډې د دوو نورو تنظیم کوونکو ویبپاڼې راډیو ژورنال او iROZHLAS سټېشنونه غیر فعال کړل. د چک د ولسمشر او د کییف د ښاروال ویناوې بیا د یوټیوب له لارې خپرې شوې.

په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان موسیقۍ څنګه مزل کړی؟

Pa.azadiradio.com 

موسیقي د نورو کلتوري او ټولنیزو پدیدو په څېر د کلونو په اوږدو کې له بدلونونو سره مخ کېږي. په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان موسیقۍ څنګه مزل کړی؟ په دې اړه نرګس مومند حسنزۍ له افغان سندرغاړي احمد مريد سره خبرې کړي، چې له ماشومتوبه له موسیقۍ سره پاتې شوی دی. دا راپور چې د احمد مرید په غږ پیلېږي د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

د پاکستان وزيراعظم د قرض اخیستو لپاره د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فرانس په سرښار پېرس کې د نړيوال مالي صندوق له چارواکو سره کتلي دي. شهباز شريف د نوې نړیوالې مالیاتي معاهدې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانس ته تللی دی. د هغه دفتر د جون پر ۲۲مه پر ټويټر ليکلي‌چې نوموړي د نړيوال مالي صندوق (ای اېم اېف) له اداري مشرې، کريسټالېنا جورجيووا سره ملاقات کړی دی. د وزيراعظم دفتر ويلي چې شهباز شريف په دې ملاقات کې د ای اېم اېف د قرض پروګرام او دوه اړخيزو چارو ټينګار وکړ. پېرس ته د شهباز شريف تر تګ مخکې پاکستاني رسنيوو ويلي وو چې وزيراعظم... Читать дальше...

اوتنبایوا: تر څو طالبان لګولي‌بندیزونه ختم نه کړي، هېڅ هېواد یې په رسميت نه پېژني

Mashaalradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي طالبان بايد هغه سختدريځه فرمانونه ختم کړي چې پر ښځو یې د بندیزونو لپاره ورکړي دي. اوتنبایوا د جون پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ. هغې په دغه مناسبت د خپلې وينا په يوې برخه کې وويل چې که په افغانستان کې د طالبانو د سختدريځه حکومت کړنې همداسې روانې وي، د نړۍ هېڅ‌هېواد به یې په رسميت ونه پېژني. اوتونبایوا وویل طالبان له ملګرو ملتونو د رسمیت پېژندنې غوښتنه لري خو د همدې سازمان... Читать дальше...

په اوبو کې مو د بایسېکل چلول لیدلي؟

Mashaalradio.com 

په فرانسه کې په یوه مېله کې خلکو ته په اوبو کې د بایسېکل چلولو چل ښوول کېږي. هغه برقي بایسېکلونه چاپېریال نه ککړوي او په وروستیو کې یې یوشمېر کسان چلولو ته ورځي. د اسوشيېټېد پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.



Москва

Спецвыпуск журнала «Стратегии развития» посвященный героям Великой Отечественной войны и Специальной военной операции


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: С 28 апреля до 12 мая городские службы будут работать в усиленном режиме



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

Таунхаус Фрэнка Синатры впервые выставлен на продажу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России