Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 23.06.2023

یوه تایلېنډۍ ۳۰ بیزې لري او ۱۵ قسمه پنېر جوړوي

Mashaalradio.com 

د تای لینډ په یوه کلي کې یوه ښځه ۱۵ قسمه بیلا بیل پنېر جوړوي. تای لینډ کې د پنېرو د خوړو دود ډېر کم دی خو دغه ښځه غواړي چې په پنېرو جوړولو کې ځان ته نوم پیدا کړي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیويي راپور کې تفصیل وګورئ

افغانستان کې د کونډو مېرمنو د ژوند ناوړه وضعیت؛ طالبان: د کونډو د ثبت نوې لړۍ پیلوو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو څخه زیات دی. د ملګرو ملتونو سازمان وايي، هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې مېرمنې کوي، د بې وزلۍ له خطر سره مخ دي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. دغه سازمان د جون د ۲۳مې د کونډو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، جګړې، بې ځایه کېدو، کډوالۍ او کرونا ویروس په دې وروستیو کې لسګونه زره مېرمنې کونډې کړې او د ډېرو مېړونه ورک شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو زیات دی. Читать дальше...

رانا ثنا الله: د یونان کشتۍ پېښه کې د ۸۲ پاکستانیانو د مړینې تصدیق شوی

Mashaalradio.com 

رانا ثنا الله قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دغو کسانو د شناخت عمل د هېواد د قامي شناختي  کارتونو د ادارې نادرا په مرسته ترسره کېږي او دا یې هم وویل چې ممکنه ده په دغه شمېره کې زیاتوالی راشي.



د اوکراین پوځ: پر یوې پوځي اډه مو د روسیې هوايي برید په شا تمبولی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ نن جمعه ویلي، پر خپله یوه پوځي اډه یې هغه هوايي حمله په شا تمبولې چې له کروز توغندیو هم په کې کار اخیستل شوی و. د اوکراین پوځ وايي، دوی په مرکزي سیمه خمیل نیڅکي کې پر خپله یوه پوځي اډه د روسي ځواکونو ۱۳ توغول شوي کروز میزاییل ویشتلي او نسکور کړي دي. پوځ نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حمله د کسپین سمندرګي له استقامتونو د یوې ستراتېژیکې الوتکې له خوا شوې ده. د اوکراین د جنوب په خرسون ښار کې نن د روسیې په یوه حمله کې چې د عمومي ټرانسپورټ تاسیسات یې په نښه کړي، لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. Читать дальше...

کابل ته د فریدون سینیرلي اوغلو سفر؛ معترضو افغان مېرمنو ترې څه غوښتي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو افغانستان ته تللی او په کابل کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره کتلي دي. د فریدون سینرلي له سفر سره سم د معترضو مېرمنو د ایتلاف غړو په یو لیک کې له هغه غوښتي، چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي تر څو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله حساب ورکړي. د معترضو مېرمنو د ایتلاف په لیک له فریدون اوغلو او د هغه له ټیمه غوښتنه شوې، چې په هېواد کې د بشري حقونو روان بحران ته لومړیتوب ورکړي. په دغه لیک کې راغلي، چې افغان... Читать дальше...

طالبانو په دایکندي کې د تېر نظام د پولیسو یوه امره له بنده خوشې کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ړنګ شوي جمهوري نظام کې د دایکندي ولایت د امنیه قومندانۍ د جلب و جذب د امرې صبرو رضایي د ماما لور رخشانه رضایي وايي، صبرو رضايي د طالبانو له بنده خوشې شوې ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، صبرو د پنجشنبې په ورځ د مشرانو په منځګړتوب خوشې شوې ده. هفه وايي: "له څه مودې راهیسې د کورنیو چارو وزارت پخوانی لوړ رتبه افسره صبرو رضايي د طالبانو په بند کې وه، پرون د مشرانو په منځګړتوب او د خپلوانو په ضمانت خوشې شوه، خو نورې خبرې دې وي، نه غواړم دلته یې ووایم، ښایي ستونزې ورته پېښې شي، خو داسې... Читать дальше...

طالبان: خصوصي پوهنتونونه دې د ښځينه محصلانو دفاع او اتم سمیستر ازموینې په انلاین بڼه واخلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، ټول خصوصي پوهنتونونه دې له ښځینه محصلانو د مونوګراف دفاع او د اتم سمېستر وروستۍ ازموینې په انلاین بڼه د سږ کال د خزاني سمستر تر پایه پورې واخلي. په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مکتوب چې ازادي راډيو ترلاسه کړی په‌کې لیکل شوي، هغه ښځینه محصلانې په دې پلان کې شاملېدای شي چې د وروستي سمستر له ازموینې او یا هم د مونوګراف له دفاع پاتې وي. په دې مکتوب کې که څه هم ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دا چاره باید د ۱۴۰۲ کال د خزاني سمېستر تر پایه او په انلاین ډول ترسره شي. Читать дальше...

اوکرایني پوځیانو د روسیې ۱۳ کروز توغندي ویشتلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځي چارواکي وايي، هوايي مدافع یې د مرکزي سیمې خمیل نتیڅکي پر یوه پوځي اډه د حملې پر مهال د روسیې له خوا توغول شوي ۱۳ کروز توغندي ویشتلي او نسکور کړي دي. د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونه وايي، دغه حمله تېره نیمه شپه د یوې سټراتېژیکې الوتکې له خوا د کسپین سمندرګي له لوري شوې وه. د اوکراین پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی هوايي مدافع نامشخصې بې پېلوټه الوتکې هم ویشتلي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، د اوکراین پر پوځي اډې حمله، په اوکراین کې د روسیې د میزایلو او بې پېلوټه الوتکو د حملو د تازه څپې یوه برخه ده. Читать дальше...



بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۲۲ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د بغلان د ترافیکو مدیر رسنیو ته ویلي، چې د نن سهار دغه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله ګی سیمه کې له یوه بار وړونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي موټر ټکر و. په وروستیو کې له بېلابېلو ولایتونو د ترافیکي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي. د چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي.

د صرافانو بوخت ژوند؛ 'حاجي داد ګل حضرت زي' څه باندې ۴۰ کاله لاسونو کې پیسې اړولي راړولي

Pa.azadiradio.com 

د صرافانو په اړه ویل کېږي، چې یوازې پیسو سره خبرې کوي، خو نن یې ازادي راډیو سره یې هم خبرې کړي. داسې صراف چې یو عمر، یعنې له څلوېښتو کلونو زیاته موده یې له کار کېږي. د حاجي داد ګل حضرت زي په اړه نورې خبرې په دې راپور کې اورو چې نرګس مومند حسنزی جوړ کړی دی. دا راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ارزګان کې د هغو نابينایانو درملنه پیل شوې چې ازادي راډیو راپور پرې جوړ کړی و

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان دهراود ولسوالۍ کې د ازادي راډيو د راپور تر خپرېدو وروسته د هغو ناروغانو درملنه پیل شوې چې د یوې کورنۍ لسګونه کسانو د سترګو د دید مشکل درلود. د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت له لوري روغتيايي ډله سیمې ته لېږلې، چې د یو شمېر کسانو عملیات يي هم ترسره کړي. د یادې کورنۍ غړي خوښ دي چې د درملنې په برخه کې یې مرسته کېږي، خو د دې کورنۍ غړي وايي، تر اوسه پورې د پنځو کسانو عملیاتونه شوي چې د څلورو پایلې منفي ختلي دي. روغتيا پالانو دا ناروغي ارثي بللې. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

د حج د اداینې مراسمو پیل؛ یو شمېر افغان زیارت کوونکي: سم خدمات راته نه وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، خو یو شمېر افغان زیارت کوونکي، چې دغو مراسمو ته ورغلي شکایت کوي، چې خدمتونه ورته سم نه دي. يو افغان حاجي چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي، کومه ډوډۍ چې دوی ته ورکول کېږي د خوراک نه ده. یاد حاجي وايي: "زه یو وخت په لاهور کې بندي ومه، په بندې خانه کې به یې داسې ډوډۍ راکوله، بېنډۍ به یې په اوبو کې جوش کړې او در به یې کړې، یو وار مې په بندي خانه کې دغسې ډوډۍ خوړلې... Читать дальше...

یونېسف ۶۵۰۰ زلزله ځپلو افغان ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ۳۵۰۰ نجونو په ګډون یې ۶۵۰۰ زلزله ځپلو ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي دي. د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په ټویټر کې لیکلي، چې کال مخکې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې زلزله د ماشومانو د تعلیم په وړاندې د خنډ سبب شوه. یونېسف وايي، د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق په همکارۍ یې ۱۴۰ نوي ټولګي ایجاد کړل، چې دغه شمېر زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابره شوه او د یونېسف په وینا زیاتره دغو ماشومانو له سره ښوونځی نه و لیدلی. Читать дальше...

د پاریس المپیکي سیالیو کې د روس او بېلاروس ورزشکارانو د نه ګډون غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د بشري حقونو یوې مخکښې څارونکې ډلې غوښتنه وکړه، تر هغو چې په اوکراین کې د روسیې تهاجم روان وي، د روسیې او بېلاروس ورزشکالان دې په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال له لوبو کاملاً منع شي. د اروپا شورا، د المپیک له نړیوالې کمېټې او د هغه د سپورټي فډراسیونونو له تنظموونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې پر خپل هغه دریځ کلک ودرېږي، چې په ۲۰۲۲م کال کې یې اعلان کړی و او په دغو سیالیو او نورو مهمو ورزشي مناسبتونو کې د روسیې او بېلاروس د ورزشکارانو ګډون منع اعلان کړی و. د المپیک نړیوالې کمېټې په مارچ میاشت کې توصیه... Читать дальше...

روسي چارواکی: د کريميا ټاپووزمه کې د پُل ویجاړېدل د اوکرایني چارواکو د توغنديو له امله و

Pa.azadiradio.com 

د روسیې له خوا د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې یو پُل چې دغه سیمه د اوکراین له خرسون سیمې سره تړي، د هغه څه له کبله زیانمن شوی، چې د روسیې له خوا یو ګمارل شوی چارواکی یې د اوکرایني ځواکونو له خوا توغول شوی توغندی ګڼي. د خرسون په اشغال شوې سیمه کې د مسکو له خوا ګمارل شوي مشر ولودمیر سالدو په خپل ټلېګرام کې لیکلي، دغه حمله د 'کریمیا د دروازې' په نوم پله باندې شوې ده. دا له کریمیا ټاپووزمې څخه په جنوب کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تر ټولو لنډه غځېدلې لار ده. د اوکراین د مرکزي استخباراتو ادارې ویاند اندري... Читать дальше...

زرګونه زيارت کوونکي په مکه مکرمه کې د حج فريضې ادا کولو لپاره راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

نن جمعه د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې په زرګونو کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سره غونډ شوي دي. د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې اټکل کېږي، د سعودي عربستان په دې سخته ګرمۍ کې سږ کال تر دوو ميلیونو ډېر کسان د حج په مراسمو کې برخه واخلي. دغو حج کوونکو چې سپین احرامونه یې اغوستي، ټوله مکه پوښلې ده. چارواکو ویلي، د حج په مراسمو کې د زیارت کوونکو د بې ساري شمېر له کبله ښايي د مراسمو پر مهال د خلکو حضور له خنډ سره مخامخ شي. د عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق الربعیه په یوه ویډیو کې ویلي،... Читать дальше...

د ټایټن اوبتل د پنځه واړه مساپرو مړینه تایید شوه

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې  د داود کورنۍ او د نورو وژل شویو د خپلوانو سره  خواخوږي څرګنده کړی ده. دا راز داود فاونډیشن د جون پر ۲۳مه پر ټویټر د کورنۍ د قرباني شویو غړو عکسونه خپاره کړي او د هغوی په مړینه یې د خفګان څرګندونه کړې

د کونډو نړيواله ورځ؛ کندهار کې کونډې مېرمنې او د هغوی د کړاو کیسې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې کونډې مېرمنې وايي، د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، یتيمان ور د غاړې دي او نه شي کولای اړتیاوې یې پوره کړي. چیني ګله څو کاله مخکې کونډه شوې او اوس د یوه معتاد زوی، دو نږېندو او د ۷ لمسیانو سپرستي پر غاړه لري. نوموړې وایي، د مېړه تر مړینې څو میاشتې وروسته یې یو زوی د تېر جمهوري حکومت پر مهال چې په سره صلیب غیر دولتي اداره کې یې دنده درلوده، ووژل شو. له زوی یې یوه مېرمن او درې ماشومان پاتې شول. چیني ګله وايي، اوس د یوه زوی سره چې هغه هم د نشه یي توکو معتاد دی ژوند... Читать дальше...

امريکا ته کډه شوی شپږ کلن افغان ماشوم په یوه نظارت خونه کې مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

امریکايي رسنیو له هغې ډلې 'سي بي ايس' دا خبره د امریکايي چارواکو په حواله راپور کړې. د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا افغان ماشوم له یو ډول سختې رواني ناروغۍ کړېده. دا امریکا ته د کډه شویو افغان ماشومانو له ډلې درېیم کس و چې سږ کال مړ شوی. سلګونه داسې بې سرپرسته ماشومان له دې چې له خپلو کورنیو لرې دي د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت په نظارت خانو یا هستوګنځایونو کې دېره کړای شوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس نږدې یو نیم زر افغان ماشومان... Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Поклонник Басты сделал предложение девушке на концерте рэпера в Новосибирске





Rss.plus
Apple

Apple возобновляет переговоры с OpenAI о внедрении функций ИИ в iPhone




Жителям Подмосковья напомнили об оплате ЖКУ перед поездкой на дачу

Эксперт «Выберу.ру» выступил на Всероссийском жилищном конгрессе в Сочи

В Музее Победы представят проекты празднования 80-летия Победы

Танцы, демонстрации и мини-футбол. Как Москва отпразднует Первомай




د ټایټن اوبتل د پنځو سپرلیو د مړینې خبر تايید شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ساحلي ګارډ او د اوشن ګېټ شرکت تایید کړه چې د ټایټن اوبتل پنځه واړه سپرلۍ مړې شوي. پاکستانی سوداګر شهزاده داود او زوی یې سلیمان، د اوشن ګېټ شرکت مشر سټاکټن رش، برېټانوی سوداګر او شتمن همېش هارډېنګ او پاول-هنري نارجیولیټ په اوبتل کې وو. دا اوبتل شاوخوا پنځه ورځې مخکې د اوبو تل ته له ښکته کېدو وروسته ورک او له خپل مرکز سره یې اړیکې پرې شوې. د پنجشنبې ناوخته د امریکا د ساحلي ګارډ او د ځینو نورو هېوادونو د پلټونکو له خوا یې د اوبو په تل کې ټوټې وموندل شوې. د امریکا ساحلي ګارډ یوه قومندان... Читать дальше...

په کراچۍ کې د قربانۍ د څاروو لویه منډيي لګېدلې

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د څاروو تر ټولو غټه منډيي په کراچۍ کې لګېدلې ده. د کراچۍ په سپر های وی سيمه کې په ۷۰۰ اېکړه غځېدلې منډیۍ ته شاوخوا څلور لاکه څاروي وروستل شوي. خلک وايي چې سږ کال د قرباني څاروي ګران دي. تفصيل په دې ویډیو کې وګورئ.

ذیشان غواړي چې د وېرات کوهلي په څېر نومیالی کرکټر شي

Mashaalradio.com 

د ژوب اووه کلن ذیشان ښوون د کرکټ په نړۍ کې د نوم ګټلو ارمان لري. هغه اساسي وسایل نه لري خو د خپلې کورنۍ په مرسته کرکټ او تمرینونه کوي. د نوموړي ورور امیر سلیم وايي، د پاکستان کرکټ بورډ ورسره ژمنه کړې چې له قانون سره سم به په نهه کلنۍ کې ذیشان له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو په ډله کې شامل کړي. ویډیويي رپورټ.

انډیپنډنټ: ملګري ملتونه هېڅ افغان ښځینه کارکوونکې له سړي سره نه بدلوي

Pa.azadiradio.com 

انډیپنډنټ: انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د خبرو یوه برخه راخیستې چې ویلي یې دي ملګري ملتونه به په افغانستان کې د دغه سازمان ښځینه کارکوونکې د نارینه‌وو پر ځای بدلې نه کړي او نه به د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د امنیت په برخه کې غفلت ترسره شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې اغلې روزا اوتونبایوا، چې د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره هم پاتې شوې ویلي چې د ملګرو ملتونو له هڅو سره سره طالبانو د هغه فرمان له... Читать дальше...

په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویلي، په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی دی. دغې ادارې پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه مرکز د یو این ایچ.سي آر، له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې په ملاتړ جوړېږي. وړاندې راغلي چې دغه مرکز به د بې ځایه شویو او ستنو شویو په ګډون سوداګرو مېرمنو ته روزنیر پروګرامونه جوړوي او د هغوی مالي ملاتړ به کوي. ویل شوي نه دي،... Читать дальше...

اروپایي ټولنې له بې وزله افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د میلیونونه بې وزله کسانو د لاسنیوي په موخه د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. ټاکل شوې چې دغه پيسې د آغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي. اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه مرسته د افغانستان خلکو ته چې په نړۍ کې له لوی بشري ناورین سره مخامخ دي، ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.



Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва завершает переход на новый стандарт экстренной медпомощи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию

Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники


Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Весенние субботники прошли на предприятиях «Московского» филиала ООО «ЛокоТех-Сервис»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России