Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 19.06.2023

ډبلیو ایچ او: افغانستان کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په وروستیو کې دا هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې په مختلفو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی. د دې سازمان په وینا، په وروستیو دوو اونیو کې د ډينګي، کانګو تبې، او کولرا ناروغیو پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي. دې سازمان پرون په خپلو خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د ډينګي د ۳۲ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې تر دې د مخکې اوونۍ په پرتله ۱۸،۵ سلنه لوړوالی ښيي. دې سازمان همدا شان ویلي په وروستیو دوو اوونیو کې د کابل... Читать дальше...

د افغان نجونو او ښځو پر حالت اندېښنه څرګنده شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو پر حالت اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د پېژندلو او له هغو د پوښتنو ګروېږونو غوښتنه یې کړې. احمدتکل په دې اړه د ښځو د حقونو له فعالې ګلالۍ مموزۍ سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې که په افغانستان کې د طالبانو اقدامات د نړیوالو قواننیو په اساس بشري جرم وبلل شي نو د افغان ښځو او نجونو د حقونو په وضعیت کې به بدلون راولي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

میټا شرکت د طالبانو اړوند د 'وټس‌ اپ' حسابونه بندوي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، میټا شرکت طالبانو پورې اړوند د وټس‌اپ حسابونه تړي. میټا شرکت ویلي، د وټس‌اپ اپلیکېشن د طالبانو ترمنځ د اړیکو په اصلي وسیله بدل شوی او طالبان په خپلو کې د اړیکو لپاره له دې اپلېکېشن استفاده کوي او ان هغه طالبان چې لیک لوست هم نه‌شي کولی، د یوی تڼۍ په کېکاږلو سره کولی شي له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شي. د نیویارک تایمز په راپور کې راغلي، په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د وټس‌اپ کارونه ډېره شوې او طالبان د شخصي اړیکو ترڅنګ، ان د رسمي چارو لپاره هم له وټس‌اپ استفاده کوي. Читать дальше...



ځینې بزګران او بڼوال: د سړو خونو د نشتوالي له امله مو حاصلات خرابېږي

Pa.azadiradio.com 

د بېلابېلو ولایتونو ځینې بڼوال او بزګر وايي، د سړو خونو د نه‌شتوالي له امله یې حاصلات خرابېږي او ډېر کله تاوانونه کوي. د غزني ولایت بڼوال محمد قاسم وايي، چې په خپل باغ کې مختلفې مېوې لري، خو اندېښنه لري چې دا مېوې یې له پخېدو وروسته ورستې نه‌شي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په ولایت کې یې اوس سړې خونې نه‌شته چې د خپل بڼ مېوې په‌کې وساتي او په مناسب وخت کې یې وپلوري. دا بڼوال وايي: "په هر ولایت کې باید ډېرې سړې خونې وي، چې موږ بڼوال او بزګر لږ تر لږه شل ورځې یا یوه میاشت وکولای شو چې مڼې او خپل نور محصولات په کې وساتو. Читать дальше...

خلک د حج له زیاتو لګښتونو سر ټکوي

Mashaalradio.com 

په لسګونه زره پاکستانیان پر دې سربېره حج ته ځي چې سږ کال یې لګښتونه ډېر پورته شوي دي. ډېری کسان د پیسو نه لرلو له کبله له حجه بې برخې پاتې شوي دي. حکومتي چارواکي وايي، وجه یې د ډالرو پرتله د روپۍ ارزښت کمېدل دي. د اسوشیېټېډ پریس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

سخته ګرمي او د چاپېریال ککړتیا کومې روغتیايي ستونزې پیدا کولای شي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په اوړي کې د تاو یا جل وهنې په اړه غږېدلي یو. د خپرونې په دویمه برخه کې مو پر انساني صحت د چاپېریال د ککړتیا پر موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د دوبي په موسم کې د صحت ښه ساتلو او داراز د الودګۍ له اثراتو څخه د ځان ساتلو په اړه مشورې هم لرو. بشپړه خپرونه واورئ.

رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرو د پیلولو هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د قبایلي مشرانو د یوه پلاوي په استولو سره د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي. اکسپرس تریبیون ورځپاڼې د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قبایلو یو پلاوی په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي له مشر نورولي محسود سره لیدلي او هڅې یې پیل کړي چې دا خبرې بیا پیل شي. خو ورځپاڼې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې دوی وايي، اسلام آباد نور له پاکستاني طالبانو سره خبرې نه غواړي. د... Читать дальше...

رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو د امکان لپاره د طالبانو د حکومت د هڅو خبر ورکړی دی. دې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، سرچینې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د قبایلي مشرانو یوه پلاوي په همدې موخه د تحریک طالبان پاکستان له مشر نورعلي محسود سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. وړاندې راغلي چې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول دا موضوع نه‌ده تایید کړې. Читать дальше...



اوکرايني ځواکونو په زاپوريژيا کې يو کلی بېرته نيولی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې نن بیا هم توده جګړه روانه ده، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار نن تایید کړه چې، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا کې، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ په‌کې ده یو کلی له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولی. اوکراین د پیاتي خاتکي په نوم کلي د بېرته نیولو خبر څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي بېګا په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په هدف د اقداماتو په ترڅ کې ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي.

امریکايي او چینايي چارواکو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د چین ولسمشر شي جین پينګ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي او یو لړ نورو مسلو خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پېکېنګ ته د خپل کم‌ساري دوه ورځني سفر په پای کې نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل. د چین ولسمشر دغه خبرې 'ډېرې ښې بللي او ویلې یې دي: "دواړه لوري د یو شمېر مشخصو مسایلو پر سر له پرمختګ وروسته هوکړې ته سره ورسېدل." شي هیله ښودلې چې دغه لیده کاته به د چین او امریکا د اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او په خبره یې... Читать дальше...

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو افغان خبریال 'رضا شهیر' نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د راه فردا راډیو تلوېزیون خبریال رضا شهیر نیولی او نا معلوم ځای ته یې بیولی دی. دې مرکز نن په یوه بیان کې د رضا شهیر د ورور، وهاب شهیر له قوله لیکلي چې رضا د شنبې په ورځ له هرات څخه کابل ته پر لار و، چې د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ونیوه. په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه بې‌خبري ښودلې. د طالبانو حکومت رسماً د رضا شهیر د نیولو په اړه څه نه دی ویلي، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۱۴۰۱... Читать дальше...

نړيوال بانک: افغانستان د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې یاد کړی دی چې د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري. دې بانک په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو، افغانستان داسې یوه هېواد بللی دی چې ورځ تر بلې په‌کې د ښځو تجارت او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط او قانوني حالت خرابېږي. په دې راپور کې چې عنوان یې دی،۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون د طالبانو د حکومت له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، طالبانو داسې لارښوونې او حکمونه صادر کړي دي چې د ښځو د سفر ازادي او د یوې دندې د موندلو لپاره د هغوی وړتیاوې محدودوي. Читать дальше...

په افغانستان کې ښځينه سوداګرې له کومو ستونزو او خنډونو سره مخ دي؟

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو د سوداګرۍ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه په قانوني بڼه نه‌دي تسجیل شوي، بلکې دا محدودیتونه په شفاهي ډول پلي کېږي او د ښځو سوداګریز فعالیتونه یې محدود کړي. مرسلین ارسلا د نړیوال بانک د دغه راپور په اړه له یوې سوداګرې مېرمنې ممتاز یوسفزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو سوداګري له کومو خنډونو سره مخ ده؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ریچارډ بېنیټ: افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یو شمېر کارکوونکو د افغانستان په اړه د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په بېرته ستنېدو ټینګار وکړ. په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له‌خوا د پلان شوي تبعیض له امله په افغانستان کې د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنه وښوده. Читать дальше...

بلېنکن د چين له ولسمشر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل. دغه لیده کاته نن دوشنبه پېکېنګ ته د بلېنکن د دوه ورځني کم‌ساري او محوري سفر په پای کې شوي دي. د چین دولتي رسنیو ویلي، د دغو لیدو کتو هدف دا دی څو ډاډ ترلاسه شي چې د لویو قدرتونو ترمنځ اوسنۍ لانجې په شخړه وانه‌وړي. دا له ۲۰۱۸ کاله وروسته چین ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي. بلېنکن چین ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د بهرني سیاست له یوه لوړپوړي چارواکي او دغه راز بهرنیو چارو وزیر او نورو مسوولانو سره کتلي دي.

نړیوال بانک: افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی چې د ښځینه سوداګرو لپاره ښه ځای نه‌دی. نړیوال بانک وايي، افغانستان د ۳۱.۹ نمرو په لرلو سره له یمن او سوډان وروسته د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. دې بانک په خپل تازه راپور کې چې نن یې 'په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' عنوان لاندې خپور کړی، افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې تر ټولو ټیټ عاید او اقتصاد لري او تر څنګ یې تاوتریخوالي او جګړو، ناسمو پالیسیو، جنسیتي توپیر او د ادارو او بنسټونو بې‌ثباته حالت د ښځو په سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده. Читать дальше...

د پاکستان امنیتي ځواکونو د قامي اسمبلې غړی 'علي وزیر' بیا نیولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په قامي اسمبله کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی علي وزیر بیا د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې د حکومتي سرچینو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په حواله دا خبر ورکړی دی. د علي وزیر موټر چلونکي بادشا پښتین نن مشال راډیو ته ویلي، دوی موټر کې روان وو، چې په سپلګه سيمه کې امنيتي ځواکونه علي وزیر کوز او له ځان سره يې پوځي کلا ته يووړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادريس پښتين هم پر ټويټر ليکلي چې علي وزیر هغه مهال نيول... Читать дальше...


Музыкальные новости
The Beatles

«Если прищуриться, мы похожи на The Beatles» // Евгений Цыганов о своей карьере музыканта





Rss.plus
Росгвардия

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже дорогостоящего электрооборудования




Действительно

Токаев создал серьезную головную боль для России. Казахстан всё-таки отправил советскую авиацию в США.

РИА «Новости»: брата арестованного Курбонова ранее привлекали за хулиганство

Авиакомпанию S7 оштрафовали на 30 тысяч рублей за нарушение прав пассажиров




د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د 'ولکر تورک' په خبرو پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د بشري حقونو په چارو کې د دغه سازمان د لوی کمېشنر ولکر تورک په خبرو پیلېږي. تورک به دغې غونډې ته چې نن دوشنبه پیلېږي، غړو هېوادونو ته د نړۍ د بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له ښځو او نجونو سره د تبعیض په چارو کې د ملګرو ملتونو د یوې کاري ډلې مشره دوروتي ایسترادا غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي. بېنیټ تېره اونۍ د افغانستان بشري په ځانګړې توګه د... Читать дальше...

بلېنکن د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره وکتل. وانګ یي، د چین په حکومت کې د بهرنیو چارو تر وزیر کین کانګ هم لوړ ځای او صلاحیت لري. بلېنکن پرون له خپل چینایي سیال کین ګانګ سره هم وکتل او د لیدو کتو موده یې ۷ نیم ساعته وه، د ملاقات دا موده تر پلان شوي وخت زیاته وه. بلېنکن په دې کتنه کې څرګنده کړه چې امریکا د یوې ازادې، خلاصې او په نړیوالو قوانینو او نظم ولاړې نړۍ غوښتونکې ده. بلېنکن خپل چینایي سیال ته د واشنګټن د سفر بلنه هم ورکړه.

ډېره اسماعيل خان کې نجونې تايکوانډو زده کوي

Mashaalradio.com 

په ډېره اسماعیل خان کې د نجونو لپاره د تایکوانډو په یوازیني کلب کې تر ۵۰ زیاتې نجونه زده کړې کوي. د مرکز ښوونکی وايي، پینځه کاله مخکې ورسره یوازې خپله لور شاګرده وه خو اوس د وزیرستان کډوالې نجونې هم ورڅخه لوبه زده کوي. ویډیويي رپورټ.

رسنۍ: افغان طالبانو د القاعده په مرسته ټي‌ټي‌پي ته په مستقیم ډول پناه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

انډيپينډنټ: د بریتانیا چاپ انډيپينډنټ ورځپاڼې د هغه افغان پیلوټ په باب لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره همکاري کړې او له بریتانیا څخه روانډا ته د اخراجېدو له خطر سره مخامخ دی. هغه چې د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې یې همکارې کړې، ویلي، کله چې یې بریتانیا هلته د استوګنې درخواست رد کړ، دی فکر کوي چې هېر کړای شوی دی. د ورځپاڼې په لیکنه، د دغه افغان پوځي خدمت دومره نه‌دی، چې له بریتانیا یې د اخراج مخه ونیسي. د افغانستان د هوايي ځواک دغه بریدمن چې د ايتلافي ځواکونو... Читать дальше...

کرکټ؛ له بنګله‌دېش سره د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. په دغه نوملړ کې د ۲۹ لوبغاړو نومونه شامل دي چې نولس یې اصلي لوبغاړي یعنې د بنګله‌دېش په وړاندې په را روانو سیالیو کې به لوبېږي او لس نور به یې احتیاطي لوبغاړي وي. د اصلي لوبغاړو په نوملړ کې د ځینو نورو تجربه لرونکو لوبغاړو ترڅنګ د ځینو نویو څېرو لکه شاهدالله کمال، ضیا اکبر، ریاض حسن، اظهارالحق نوید او یو شمېر نورو نومونه هم شامل دي. افغان مخکښ لوبغاړی راشد خان چې له بنګله‌دېش سره په ټېسټ لوبو کې ونه لوبېده، هم په دې نوملړ کې شامل دی. Читать дальше...

په کابل کې د کورنيو توليداتو لوی نندارتون جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه راتلونکې میاشت په کابل کې د کورنیو تولیداتو یو لوی نندارتون پرانېزي. د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د دغه نندارتون په اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جولای د میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه رح په نوم یو لوی نندارتون جوړوي. په دغه نندارتون کې به زموږ صنعتکاران، تجاران، پانګه‌وال او د سیمې له هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي." د کورنیو تولیداتو دغه نندارتون به د کابل په چمن حضوري کې پرانستل کېږي او زر غرفې به ولري. Читать дальше...



Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: С 28 апреля до 12 мая городские службы будут работать в усиленном режиме



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

Таунхаус Фрэнка Синатры впервые выставлен на продажу




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


Карен Хачанов

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России