Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 15.06.2023

ملګري ملتونه: برښنايي تاديات افغانانو ته د مرستو رسولو بهير چټکولی شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' او د ملګرو ملتونو د پانګونې پراختیا وجهي صندوق وايي، چې ډیجیټلي تادیات اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر چټکولی شي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د دغه سازمان د پانګونې پراختیايي وجهي صندوق په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د برښنايي تادیاتو د سیستم خراب وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی. دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د برښنايي تادیاتو سیستم خراب فعالیت خلکو ته زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي. د راپور له... Читать дальше...

آی‌ سي‌ آر‌ سي: د افغانستان بشري ناورین تر ټولو ډېر معلولین زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'آی‌ سي‌ آر‌ سي' وايي، په افغانستان کې بې‌کاري د بشري بحران د ډېرېدو لامل شوې، چې تر ټولو ډېر معلولین ترې زیانمن دي. د هرات ولایت اوسېدونکی ۵۵ کلن احمد الله چې، دواړه لاسونه یې د ماین د چاودنې پر مهال زیانمن شوي ازادي راډيو ته وویل، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ دی او کورنۍ یې د رواني ستونزو سره مخ کړي. نوموړی وايي: "ما پنځه سازمانونه اداره کول، د معلولینو غږ تل زما له‌خوا اوچت و، یوه مجله مې درلوده د تلاش په نوم، ۳۴ ګڼې مو خپرې کړې، د هغه له لارې به مو د معلولینو غږ اوچت کاوه، اوس دا ټول بند شوي دي. Читать дальше...

یونان کې د بېړۍ ډوبېدو پېښه؛ د ژغورونکو ډلو عملیات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې ډلو نن هم په یونان کې د هغې بېړۍ د ډوبو شوو کسانو د موندلو عملیات پر مخ وړل چې پرون ډوبه شوه. فرانس پریس لیکلي، دغې پېښه کې تر اوسه د ۷۸ کسانو د مړینې تایید شوی دی. په یونان کې د سمندر غاړې ګارډانو ویلي، ۱۰۴ ډوب شوي کډوال یې ژغورلي دي. داسې وېره شته چې د بېړۍ له ډوبېدو وروسته ممکن سلګونه کسان تري تم وي. د یو‌ این‌ایچ‌ سي‌ آر مسوولانو ویلي، ممکن دا پېښه په وروستیو کلونو کې د یونان په اوبو کې تر ټولو لویه غمیزه وي. ویل شوي چې بېړۍ کې سپاره کسان تر ډېره د افریقایي هېوادونو اتباع وو.



د چک ولسمشر: امنيتي ادارې بايد په غرب کې مېشت روسان وڅاري

Pa.azadiradio.com 

د چک ولسمشر او د ناټو سازمان پخواني لوړپوړي چاوراکي پیټر پاول پرون چهارشنبه د جون۱۴ مه د ازادي راډیو اوکراینۍ څانګې سره په مرکه کې ویلي، امنیتي ادارې باید هغه روسان چې په لوېديځ کې ژوند کوي وڅاري. پاول ویلي، تمه لري چې د ناټو په کلنۍ ناسته کې چې را روانه میاشت د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړېږي، د ناټو له غړیو هېوادونو څخه د اوکراین د اوږد مهاله ملاتړ او په دې سازمان کې يې د غړیتوب په اړه واوري. پاول د مرکې په یوه برخه کې وویل، که څه هم د هغو روسانو سره چې له روسیې بهر ژوند کوي او د اوکراین... Читать дальше...

“د روسیې پر وګړو باید نظارت زیات شي”: د چک ولسمشر

Pa.azadiradio.com 

د چک ولسمشر، پیتر پاویل د روسیې پر هغو وګړو د نظارت زیاتېدو غوښتنه وکړه چې په غربي هېوادونو کې اوسېږي. پاویل د چهارشنبې په ورځ د ازادي رادیو اوکراین برخې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل “ دا د جګړې بیه” د هغو خلکو لپاره ده چې هېواد یې “د یوې وېروونکې جګړې مشري کوي”.

سمندري توپان؛ هند او پاکستان کې څه باندې يو لک کسان تخليه شوي

Pa.azadiradio.com 

په هند او پاکستان کې څه باندې یو لک کسان د یوه سمندري توپان له څپو مخکې تخلیه شوي دي. داسې وېره شته چې دغه توپان به هستوګنیزې سیمې زیانمنې او د برښنا مزي پرې کړي. د هوا پېژندندنې متخصصان وایي، د هند د ګجرات مندوي او د پاکستان کراچۍ ښار د توپان په مخه کې پراته دي. دغه سمندري توپان له توندو بادونو او بارانونو سره مل دی.

ګلفروشي په افغانستان کې نوی کسب؛ دا کاروبار اوس په کوم وضعيت کې دی؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نورو کسبونو تر څنګ ګلفروشي نسبتاً نوی کسب دی، خو دا کسب د نورو کسبونو برعکس کار یې د خلکو د خوښیو له شېبو سره مل وي. د کابل ولايت يو اوسېدونکی عبدالسميع چې ۳۳ کاله عمر لري او له پنځلس کلونو راهيسې د ګلفروشۍ په کاروبار بوخت دی وايي: "دا مسلک په علاقې او شوق اړه لري، څوک چې شوق او علاقه ولري، ژر یې زده کېږي، داسې دا لکه فطري استعداد چې ځینې یې لري." نوموړی وايي، دا کسب یې له خپل مشر ورور زده کړی. عبدالسمیع څلور ورونه لري او څلور واړه د ګلانو کاروبار کوي. ده که څه هم مسلکي... Читать дальше...

اوکراين ته د نورد سټريم پايپ لاين د ویجاړېدو په تړاو خبرداری ورکړل شوی و

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي‌ آی‌ اې تېر کال اوکراین ته خبرداری ورکړی و چې د نورد سټریم پایپ لاین ویجاړ نه‌کړي. سي‌ آی‌ اې دغه خبرداری وروسته تر دې ورکړ چې د هالند د استخباراتو په وسیله د دغه پایپ لاین د ویجاړېدو له توطیې نه خبر شول. د یو شمېر اروپایي او امریکایي رسنیو له‌خوا په دې اړه خپاره شوي راپورونه به په بالتیک سمندر کې د نورد سټریم پایپ لاین معما نوره هم پېچلې او ژوره کړي. دغه پایپ لاین تېر کال سپټمبر کې د هغو چاودنو له کبله ویجاړ شو چې تر اوسه تر ارزونې لاندې دي. Читать дальше...



کرکټ؛ د اسیا جام سیالۍ په اګست کې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ اسیاي شورا د خبر پر اساس چې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالۍ به په راتلونکي اګست کې پیل شي. یادې شورا د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسیاجام سیالۍ به د اګست په ۳۱مه نېټه په پاکستان کې پيل شي او د سپټمبر په ۱۷مه نېټه به په سریلانکا کې پای ته ورسېږي. په دې اسیا جام کې ټولټال ۱۳ سیالۍ ترسره کېږي، چې ۴ به یې په پاکستان کې او پاتې ۹ سیالۍ به یې سریلانکا کې وي. سږ کال افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او نيپال په دوو بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ وکړي. خبرپاڼه زیاتوي،... Читать дальше...

ټېسټ کرکټ؛ افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۶ منډې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم بشپړه شوه او کوربه لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړې ده. بنګالۍ لوبډلې د دویمې ورځې په پیل کې یوازې د ۱۷ منډو په جوړولو خپل پاتې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او په دې سره یې په ټولیزه توګه په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۸۲ منډې وکړې. نجات مسعود د افغان توپ اچونکو له ډلې ۵ وېکټې واخیستې، یمین بیا د دوه وېکټو په اخستلو بریالی شو. افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۴۶ منډې وکړې، مخکښ توپوهونکي يې افسرځاځی او ناصرجمال و چې دواړو په ترتیب سره ۳۶ او ۳۵ منډې کړې وې. Читать дальше...

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه؛ پر کومو موضوعاتو بحثونه وشول؟

Pa.azadiradio.com 

د ناروې په مرکز اوسلو کې د افغانستان د دوه ورځني فورم یو ګډونوال وايي، په بحثونو کې یې ډېر تمرکز د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو وو چې غوښتنه وشوه په دې مذاکراتو کې دې د طالبانو له لوري پرېکړه کوونکي کسان ګډون وکړي. د ناروې په مرکز اوسلو کې د نړۍ د بېلابېلو مسایلو په اړه جوړ شوي فورم کې د افغانستان په اړه هم بحثونه وشول. په دې فورم کې د تېرې سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د ځانګړي استازي ټام وېسټ، د طالبانو... Читать дальше...

امریکايي چارواکي: افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو زیاتوالي په تړاو شواهد نه شته

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څېړنو او څارنې د کمېټې وروستی راپور په بېلابېلو برخو کې د امریکا د استخباراتي ټولنې له شننو سره سمون نه‌لري. ځينو امریکايي چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، په افغانستان کې د تروریستي شبکو د فعالیت د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو د څېړلو او څارنې کمېټې راپور، چې په وینا یې ترهګرې شبکې په افغانستان کې د زیاتې ازادۍ په لرلو، په دې هېواد او سیمه کې د تروریستي ګواښونو د زیاتوالي لامل کېږي، نه‌شي تاییدولی. Читать дальше...

اختیار ګل: په پښتنو کې غزل خوښوونکي کم دي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی اختيار ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې شوې دي. تېره اوونۍ د اختيار ګل يو نوی غزل خپور شو. نوموړی وايي، په راتلونکې کې هم غزل ثبتول غواړي خو زیاتوي، په پښتنو کې د غزل مینه وال کم دي. د اختيار ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي

Mashaalradio.com 

د یونان په سمندر کې د کډوالو هغه کښتۍ چپه شوې چې پکې له رپورټونو سره سم، سلګونه کسان سپاره ول. یوه ناحکومتي اداره وايي، په کښتۍ کې ۷۵۰ کسان سپاره ول خو د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې د کډوالو شمېر ۴۰۰ وو. د جون تر ۱۵مې پورې د پېښې له ځایه ۷۹ مړي ایستل شوي ول. په کښتۍ کې د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو کډوال سپاره ول. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

سمندري طوفان د سیند سواحلو پر لوري روان دی

Mashaalradio.com 

د بیپرجوای په نوم سمندري طوفان د سیند او د هند د ګجرات پر لوري روان دی. د طوفان له کبله د کراچۍ په ساحلي سیمو کې د اوبو سطح لوړه شوې او باران هم روان دی. نور په دې لنډ رپورټ کې.

د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي راتلونکې ته اندېښمن دي

Mashaalradio.com 

په هند او پاکستان کې د بیپرجوای په نوم د سمندري طوفان له وجې بېکوره شوي خلک د خپل راتلونکي ژوند او کاروبار په اړه اندېښنې لري. دوی وايي، د کب نیونې کښتۍ یې د کاروبار ذریعه دي چې اکثرې یې په ساحلونو کې پاتې دي. دوی داراز وېره لري چې طوفان یې ښايي کښتۍ او له لرګیو جوړې کوډلې ورانې کړي. خو د پاکستان او هند حکومتونه وايي، د طوفان له زیانه د بچ کېدو لپاره یې اقدامات کړي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

ایا انلاین پوهنتونونه کولای شي نجونو محصلانو ته د فراغت معتبر سند ورکړي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یو شمېر نجونو لپاره د زده‌کړو د دوام یوازېنۍ هیلې د دوی لپاره نوې اندېښنې راپارولي دي. د کابل يوه اوسېدونکې مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، یو سمستر کېږي چې په انلاین پوهنتون کې زده‌کړې کوي. که څه هم هغه خوشحاله ده چې د طالبانو حکومت له‌خوا له زده‌کړو بې برخې پاتې کېدو وروسته ورته دا فرصت په لاس ورغلی دی، خو د انلاین پوهنتون څخه خپل د فراغت اسناد د اعتبار څرنګوالي لپاره اندېښمنه ده. يادې مېرمن ازادي راډيو ته وويل: "هغه رسمي اسناد چې په افغانستان کې د معتبرو... Читать дальше...

سپین سهار: سهار: د ژوند له هر ډول شرایطو سره تعامل مې له کتابونو زده کړی

Pa.azadiradio.com 

سپین سهار چې اوسمهال د کتابونو د یوې خپروندویه ټولنې مرستیال دی، وايي ۱۸ کاله یې د کتابونو ترڅنګ تېر کړي او سلګونه کتابونه یې کمپوز، ډیزاین او ایډېټ کړي دي. سهار وايي، د کتابونو ترڅنګ یې خوندوره زندګي کړې او ډېر هغه څه یې له کتابونو زده کړي چې په عادي ژوند کې یې څوک نه شي زده کولای. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре





Rss.plus
Пулково

Из Петербурга в Москву. Эксперты вступились за аэропорт Пулково




FT: КНДР испытывает подъем национальной экономики за счет сотрудничества с Россией

Актер Бурак Озчивит приехал в Москву на съемки

В лесу в ТиНАО обнаружен человеческий скелет

Латвия: подорвёт ли Байба Браже заложенную Кришьянисом Кариньшем мину?




په میدان وردګ کې د چاودنو له کبله ۱۲ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په تېرو دوو میاشتو کې د ناچاوده چاودېدنکو توکو د چاودنو له امله ۱۲ ماشومان وژل شوي. دغه راز ياد ولسوالۍ کې په تېره میاشت کې ۵ نور ماشومانو ټپیان شوي هم دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د یاد ولایت په ګڼو سیمو کې د تېرې شل کلنې جګړې ناچاوده مرمۍ او ماینونه پاتې چې نږدې هر ورځ د ماشومانو، لويانو او حیواناتو ژوند اخلي. خلک له واکمنو طالبانو او نور موسساتو غوښتنه کوي چې سیمې دې له ماینونو څخه ورته پاکې کړي. د دې راپور د نورو جزییاتو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

چارواکي: د سمندري طوفان رفتار ورو شوی دی

Mashaalradio.com 

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې طوفان "په شدت پرمختګ" کوي او کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.

د سکرو له کانه ۴۰ ورځې وروسته د یو مزدور مړی ایستل شوی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي. دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه تر باران وروسته په کان کې اوبه جمع شوې او کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول. ویډیويي رپورت.

روسي ځواکونو يو ځل بيا د اوکراين پر يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر دنیپرو پیروتروفسک ښار د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه. نن د جون ۱۵مه د اوکراین پوځ او د سیمې چارواکو ویلي، توغندیو دوه صنعتي ځایونه په کروی ریح ښار کې په نښه کړي او یو تن يې ټپي کړی دی. د سیمې والي سیرهي لیسک پر خپل ټلېګرام لیکلي چې دې توغندیو صنعتي تاسیساتو ته پراخ زیانونه رسولي دي. د اوکراین هوايي مدافع ویلي، په دنیپرو پیتروفسک ښار کې یې ۲۰ بې‌پیلوټه ایرانۍ الوتکې له منځه وړي دي او د روسیې له لوري د کروي ریح پر فابریکو یې په څلورو توغول شویو کروز میزایلو کې ۳ شنډ کړي دي.

د سیف الله کلا هنرمند پر کاڼو انځورونه جوړوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې سیف الله کلا دانش خان بریال پر کاڼو انځورګري کوي. هغه وايي، دا ډول انځورګري یې په افغانستان کې زده کړی. دی زیاتوي چې د کار لپاره زیات وسایل نه لري. د بریال د انځورونو په اړه ویډیويي رپورټ.

شنونکي ولې د پاکستان په دفاعي بجټ کې پر ۱۶ فیصده اضافې نیوکې کوي؟

Mashaalradio.com 

یوشمېر شنوکي او د چارو پوهان په دفاعي بودیجه کې د اضافې پر وړاندې نیوکې کوي او وايي، حکومت ته په کار ول چې تعلیمي بودیجه یې زیاته کړې وای. خو ځینې نور بیا وايي چې په دفاعي بودیجه کې اضافه د پاکستان مجبوري ده.



Москва

Что можно отметить в этот день


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Rammstein

Минкульт Калининградской области отказался отменять шоу «Tribute Rammstein»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

"Спартак" обыграл "Локомотив" в 26-м туре чемпионата России


Карен Хачанов

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В День Медика пройдет премия в области здоровья The Medical Stars & Beauty Awards



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России