Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2023

Новости за 17.06.2023

د کانګو تبې خطر په اختر کې زیاتیږي

Pa.azadiradio.com 

د کانګو تبه هغه وژونکې، اخیستونکې ناروغي ده چې په وروستیو کې یې پیښې په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې زیاتې شوې دي. دا ناروغي له څارویو انسانانو ته لیږدي چې د لوی اختر په ورځو شپو کې دا تماسونه زیاتیږي. څرنګه له دې وژونکې ناروغۍ ځان وساتو. دلته یې په دې بحث کې له متخصص ډاکټر څخه اوریدلی شئ.

په ارزګان کې یو قومي مشر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي. د ارزګان د والي ویاند احسان الله احسان ازادي راډيو ته وویل چې د نجیب الله عرفاني په نوم دغه قومي مشر تېره شپه د په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژل شوی دی. د هغه په وينا، د دې پېښې په تړاو يو شمېر کسان هم نيول شوي دي. ده ونه ویل چې څومره کسان نیول شوي دي. تر دې وړاندې هم د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښو کې خلکو ته مرګژوبلې اوښتي.

په هرات کې اورلګېدنې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د جامو او سینګار توکو په یوه لوی مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته لږ تر لږه سل میلیونه افغانۍ تاوان اوښتی. د هرات سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې اور د هرات ښار په اوومه ناحیه کې لګېدلی وو او څو ساعته یې لمبې ختلې. د اور د بلېدو علت د برښنا د مزو شارټي یاده شوې ده. لږ تر لږه دوه سوه دوکانونه په دې پېښه کې سوځېدلې او مالکان یې د میلیونونه افغانیو د تاوان خبره کوي. چاته په دې پېښه کې د مرګژوبلې د رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د هرات د اطفائيې لس تنه غړي د لوګیو په خاطر مسموم شوي.



په پاکستان کې د موټر د چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، نن د پنجاب ایالت پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. ددغه بس بریک له کاره لوېدلی و. د لويې لارې د پوليسو وياند ثاقب وحيد وايي، دغه بس له پلازمېنې اسلام اباد څخه لاهور ښار ته روان و.

په بامیان کې د سیلانیانو له کمښت سره د لبنیاتو بازار سوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

۶۰ کلنه فاطمه د بامیان اوسېدونکې ده چې د لبنیاتو په پلورلو د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره کوي. فاطمه وايي، اوس چې په دغه ولايت کې د سیلانيانو شمېر کم شوى، د لبنياتو بازار هم سوړ شوى چېله دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

خوستوال وايي د کانټینري موټرو د ثبت بهیر دې وغځېږي

Mashaalradio.com 

د خوست اوسېدونکي وايي، چارواکي دې د ښي لاس سټېرېنګ لرونکو یا کانټینري موټرو د ثبت بهیر درې میاشتې نوره وغځوي. دوی وايي، په هغه ولایت کې کانټینري موټر زیات دي خو چارواکو یې رجسټرېشن ته کم وخت ورکړی دی. له ثبتېدو پرته ډرېوران په هغو ګاډو کې نورو ولایتونو ته نه شي تللای. ویډیويي رپورټ.

شاه وزیر: زموږ د ښځو لپاره بې کوره کېدل ډېر سخت ول

Mashaalradio.com 

اورېدونکیو په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو نهه کاله پوره شول. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې د پوځي عملیاتو له وجې پر بې کورۍ او د ښځو پر ژوند په اثراتو تاسو ته معلومات درکوو.

يونېسف: طالبانو ته د ښوونيزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو په تړاو خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د د دغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو، د مهالوېش او عملي اقداماتو پر لارو چارو د بحث په حال کې دي. محمد صدیق چې په غور ولایت کې د سیمه‌ییزو ټولګیو یو ښوونکی دی وايي، تېره اوونۍ د درېیو ورځو لپاره ښوونیز بهیر ودرول شو، خو د تېرې اوونۍ له چهارشنبې ورځې راهیسې یې بیاځلي پیل شوی دی. دا وايي، د کورنیو غوښتنه دا ده، چې دا ټولګي ونه تړل شي. محمد صديق وايي: "موږ ۲۵ زده‌کوونکي لرو،... Читать дальше...



د لورالايي ځينو اوسېدونکو د احتجاج په توګه تر کوټې په پښو مزل کړی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو لپاره تر کوټې ښاره د احتجاج په توګه نهه ورځې په پښو مزل کړی او شاوخوا ۲۵۰ کيلوميټره لاره يې وهلې ده. احتجاج کوونکو دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرت وهلی او غوښتنه کوي چې هغوی ته دې د اوبو بندونه، تعلیمي ادارې، سړکونه او داسې نورې اسانتياوې ورکړل شي.

بهرنيو هېوادونو کې ځینې افغان خبريالان: هېڅ ډول مرسته مو نه ده ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه بهر یو شمېر خبریالان وايي، تر اوسه یې د خبریالانو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو له‌خوا هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړېواله کمېټه یا 'سي پي جی' افغان خبریالانو سره چې له هېواده بهر دي د مرستو خبره کوي، خو یو شمېر افغان خبریالان چې اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي وايي، په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې هېڅ ډول مرستې نه‌دي ترلاسه کړي. په پاکستان کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل وايي، د خبریالانو نړیوالو بنسټونو له دوی سره هېڅ ډول مرستې نه‌دي کړي. Читать дальше...

د پراختیايي پروژو د چارو ټکني کېدل؛ ځینې افغانان: د بنسټیزو پروژو چارې دې پیل شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دوى په سيمو کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو بهير ټکنى شوى دى. دوی وايي، چې د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه باید دغه پروژې پلي کړي، څو په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي. د کونړ ولایت اوسېدونکی ګوهر رحمان وايي، په دې ولایت کې د ډېری پراختیایي پروژو کارونه نیمايي پاتې دي. نوموړي وویل: "هغه کارونه چې په تېر حکومت کې روان وو، د جمهوري رياست په ړنګېدو سره ودرول شول، دا لويې او اساسي پروژې دي. Читать дальше...

د مريو له پیېلو د نفقې تر ګټلو؛ د افغانو مېرمنو يو داسې لاسي کار چې ميراثي بڼه لري

Pa.azadiradio.com 

د مریو ګنډلو کار په افغانستان کې د ښځو تر منځ یو خورا پخوانی او زړه راښکونکی لاسي هنر دی. دا هنر په کورنيو کې له میندو لوڼو ته انتقال شوی. اوس هم ډېری ښځې شته چې دا کار کوي او له همدې لارې خپل د دسترخوان ډودۍ ګټي. زموږ همکاره نرګس مومند حسنزۍ له همداسې یوې مېرمنې سره غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

راپور: تر ډسمبره به نږدې ۸ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ وي

Pa.azadiradio.com 

د 'قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکه' وايي، د روان میلادي کال له جون تر ډسمبر میاشتې پورې به له ۷ تر نږدې اته ميلیونو پورې افغانان د خوړو له پلوه له شدید نه خوندیتوب سره مخ وي. د ختیځ لغمان اوسېدونکی شاکرالله چې اوس په پلازمېنه کابل کې په لاسي کراچۍ مزدودري کوي، وايي، له اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخ دی. دی چې د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت ور ترغاړې دی، وايي، د ورځې لس یا دوه سوه افغانۍ پیدا کوي چې د کور ګوزاره یې پرې په ډېرې سختۍ کېږي. نوموړی وايي: "دغلته کله دوه سوه کله درې سوه... Читать дальше...

بنګله‌دېش افغانستان ته د کرکټ په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

بنګله‌دېش افغانستان ته د کرکټ په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه. د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې کوربه هېواد لومړۍ بېټېنګ یا توپ وهنه وکړه چې ۳۸۲  منډې یې وکړې او په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۴۶ منډو سره وسوځېدل. په دویمه پاڼۍ کې بنګله‌دېش ۴۲۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې نن افغان لوبډلې ۱۱۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۴۶ منډو په توپیر وبایلله. تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۹م کال کې شوې وه، چې هغه لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر ګټلې وه.

د یوګندا پولیس: د اسلامي‌ دولت‌ ډلې اړوندو وسله‌والو ۲۵ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د یوګندا پولیسو نن وویل چې د اسلامي‌ دولت‌ ډلې اړوندو وسله‌والو پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۵ کسان یې وژلي دي. دا ښوونځی د یوګندا په لوېدیځ کې د کانګو له پولې سره نږدی دی. د پولیسو په وینا، د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم د یوګندا یوې ډلې، چې د کانګو په ختیځ کې مېشته ده له اسلامي دولت ډلې سره بیعت کړی دی. دې ډلې د جمعې په ورځ په مپوندي کې د لهوبیریرا پر منځني ښوونځي برید وکړ، د دې مکتب لیلیه یې وسوځوله او چور تالان یې وکړ. پولیسو نه‌‌ده څرګنده کړې چې په وژل شویو کې څو تنه زده کوونکي دي.

پوتین: د تاکتیکي اټومي وسلو لومړۍ جوپه بېلاروس ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسشمر وایي، د تاکتیکي اټومي وسلو لومړۍ جوپه بېلاروس ته رسېدلې ده. ولادمیر پوتین په سنت پیټرزبرګ کې پرون یوې غونډې ته وویل چې یوه اندازه تاکتیکي اټومي وسلې به بېلاروس ته انتقال کړي، چې یوه برخه یې هلته رسېدلې او د اوړي تر اخره به له ژمنې سره سم د دې وسلو پاتې برخې په بېلاروس کې ځای پر ځای شي. د روسیې ولسمشر بیا وویل، ماسکو او منسک د مې په ۲۵مه داسې اسناد سره لاسلیک کړل چې دغه هېواد ته د روسیې د تاکتیکي اټومي وسلو د انتقالېدو اجازه ورکوي. د شوروي اتحاد تر ماتېدو راوروسته دا لومړی ځل... Читать дальше...

محصلانو فراغت غونډه؛ افغانستان کې دا ځانګړې ورځ څه ډول نمانځل کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له پوهنتون د فراغت د ورځې نمانځه په بېلابېلو ډولونو کېږي. په دې ورځ محصلان ډېری لکه د نورو هېوادونو د محصلانو په څېر تورې چپنې او تورې خولۍ، چې ورباندې زرغونه، سره، شنه یا ژېړه فیته ګڼدل شوې وي اغوندي. دې چپنو سره ډېری وخت د دوی سپین کمېسونه او تور پتلونونه وي، نجونو محصلانو به هم ورته جامي جوړولې، خو اوس د طالبانو حکومت پوهنتونونه او منځني ښوونځي د دوی پر مخ تړلي او دا دود یوازې تر هلکانو پورې محدود پاتې دی. خو یو شمېر نارینه محصلانو په دې وروستیو کلونو کې دا دود بدل کړی دی،... Читать дальше...

مرینا خان نړۍ ته د افغانستان فرهنګ ورپېژني

Mashaalradio.com 

افغان توکمه برتانیوۍ مرینا خان د افغاني جامو او سینګار توکو کاروبار لري او غواړي له دې لارې نړۍ ته د افغانانو فرهنګ ښيي. نوموړې وايي، افغانان سلګونه کاله پخوانی کلتور لري خو په رسنیو کې یې زیات ذکر نه کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

یو ایس آی پي: له پرمختيايي پروګرامونو پرته پر کوکنارو بنديز ناوړه اغېزې لري

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ وايي چې په افغانستان کې له پرمختيايي پروګرامونو پرته به د کوکنارو منع کول اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي نوره هم ډېره کړي. په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لومړی فصل پای ته رسېدلی او د يوې برتانوۍ موسسې اټکلي سروې ښيي چې يوازې د هلمند ولایت د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو تر دې مهاله هېڅ يوه مسوول بنسټ دا راپور نه‌دی تاييد کړی. اوس د امريکا متحده ایالتونو د سولې انسټېټيوټ یا 'یو ایس آی پي' په يوه راپور کې راغلي که د کوکنارو کښت په همدې ډول بند... Читать дальше...


Музыкальные новости
Александр Градский

В Москве семью композитора Градского обязали убрать его машины с парковки концертного зала





Rss.plus
PR time

Концерт «7 хитов И.С.Баха» в Эрмитажном театре




Сервис проверки графика отключения горячей воды запустили на сайте мэра Москвы

Пешеходные дорожки обновят по ФКГС в сквере Иконникова в Сормове

В Москве открылась выставка фотографий «Магия природы»

В Сосновом бору в Москве обнаружены человеческие кости




'ټایمز اف انډیا' د اوسلو فورم په نوم د ناروې پر غونډه لیکنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ټایمز اف انډیا: د هند، ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د اوسلو فورم په نوم د ناروې پر هغه غونډه لیکنه خپره کړې، چې د سیمې د هېوادونو استازو په کې برخه لرله. د لیکنې په پیل کې راغلي، هند او پاکستان هم د امریکا له متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو سره پر افغانستان د سولې په هغه رابلل شوي فورم کې یوځای شوي وو. دغه غونډه د ناروې له خوا داسې وخت تنظیم شوې وه، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري بحران پراخ شوی دی. په دې فورم کې د تېرې سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا،... Читать дальше...

کرکټ؛ نن د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن له بنګله‌دېش سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده. افغان لوبډله په پاتې دوو ورځو کې ۶۱۷ منډو ته ضرورت لري او بنګله‌دېش اتو وېکټو ته. پرون چې کله د لوبې وخت پای ته رسېده افغان لوبغاړو په خپلې دویم ځلي لوبې کې ۴۵ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي تر ټپي کېدو وروسته له میدانه بهر شو. په دې لوبه کې د پاتې دوو ورځو په ترڅ کې افغانانو ته دا لوړ هدف پوره کول ډېر سخت ښکاري. تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ... Читать дальше...

د اسلامي همکاریو سازمان او جاپان په افغانستان کې پر مرستو او پروژو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو د سازمان استازیو له جاپاني چارواکو سره په افغانستان کې د بشري مرستو او اقتصادي پراختیا پر پروژو خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د دې سازمان د بشري مرستو د وجهي صندوق مسوول جمال الساعاتي د جاپان د حکومت له چارواکو او د دغه هېواد د هغو موسسو له مشرانو سره چې په افغانستان کې فعالیت کوي له دوشنبې تر جمعې پورې په جاپان کې غونډې لرلې. په هغه بیان کې چې د اسلامي همکاریو سازمان پرون خپور کړ په‌کې راغلې چې دواړو لوریو موافقه... Читать дальше...

په اماراتو کې د افغانستان د معاشونو د سيستم پر پياوړتيا خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په متحده عربي اماراتو کې د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د معاشونو د سیستم د پیاوړتیا مسئله وڅېړل شوه. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون په دوبۍ کې پای ته ورسېده تر سلو د ډېرو نړیوالو بانکونو استازیو، د ډیجیټل سیستمونو متخصصانو او د مدني ټولنې کارپوهانو برخه اخیستې وه. دې غونډې ته د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلینډا ګوډ وویل، داسې یو سیستم باید رامنځته شي چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانانو ته مرسته رسېږي او په افغانستان کې له خصوصي سکتور سره کومک کېږي. د افغانستان بانک لپاره د طالبانو... Читать дальше...

امریکا له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېر ماښام په یوه بیان کې وویل چې دا مرستې د اساسي خدماتو لپاره دي لکه د خوړو، اوبو، روغتیایي چارو، پوهنې او د داسې نورو شیانو لپاره چې ډېر اړین دي. بلېنکن زیاته کړه چې دا مرستې به هغو خلکو ته د خپلو کورنیو له غړیو سره د تماس نیولو زمینه هم برابره کړي چې د جګړې له امله خواره واره شوې دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال د فبروري له میاشتې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین... Читать дальше...

د امريکا او ايران ترمنځ د احتمالي مذاکراتو د پيل خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

ایراني او غربي چارواکي د امریکا او ایران تر منځ د احتمالي مذاکراتو د بیا پيلېدو خبر ورکوي. رویټرز اژانس د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې واشنګټن پر دې لارو چارو بوخت دی چې له ایراني چارواکو سره د تهران د اټومي پروګرام د محدودېدو او په ایران کې د امریکایي اتباعو د نیولو په تړاو خبرې وکړي. همداراز په بهر کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو پر مسئلې وغږېږي. د چارواکو نوم د موضوع د حساسیت له امله نه‌دی اخیستل شوی، خو رویټرز اژانس څرګندوي چې دا خبرې تر یوه توافق یوه تفاهم ته نږدې ښکاري. ... Читать дальше...



Москва

“Вилла Ливадия” - последние 6 апартаментов в уникальном комплексе у моря


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в Москве начался сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган запретит дочери Ариеле встречаться с определенной категорией парней




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


WTA

Мирра Андреева установила новый рекорд на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Авто

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России