د ايټاليا پخوانی صدراعظم 'سلفيو برلوسکوني' د ۸۶کلونو په عمر ومړ
ایټالوي رسنیو د ایټالیا د پخواني صدراعظم سلفیو برلوسکوني د مړینې خبر ورکړی. میلیاردر سوداګر برلوسکوني مخکې له دې چې د سیاست ډګر ته ننوځي د ایټالیا د رسنیو تر ټولو لویه کمپنۍ جوړه کړه. د رسنیو د راپورونو له مخې برلوسکوني چې د څه وخت لپاره یې د وینې د سرطان ناروغي لرله او په دې وروستیو کې د سږو ناروغي هم ورته پیدا شوې وه، نن د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.