فرانسه کې یو افغان پر جنسي تېري تورن شوی
د فرانسې په نانت ښار کې یو افغان کډوال تورن شو چې پر یوې دوولس کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی. دا پېښه د جون په یوولسمه د نانت ښار په زړه کې شوې وه خو دغه افغان چې ۲۹ کلن دی، د جون په ۲۹ مه رسماً تورن شو. د فرانسې د خبري رسنیو د راپور له مخې، پولیس وايي چې تورن یې د هغو نښو او شواهدو پر اساس وموند چې نجلۍ دوی ته بیان کړي وو. هغې ویلي چې تورن کس په زوره له لاسه نیولې او د ښار په مرکزي برخه کې یې د یوه پله لاندې بیولې او له تجاوزه وروسته یې همالته پرې ایښې ده.