د پاکستان د تحريک انصاف لسګونه لوړ رتبه غړو نوی ګوند اعلان کړ
د پاکستان د مخکېني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف لسګونه لوړرتبه غړي له ګوند وتلي او د دوشنبې په ورځ یې نوی ګوند اعلان کړ. د پاکستان د دفاع پخواني وزیر او له هغې وړاندې د خیبرپښتونخوا مخکېني اعلی وزیر پروېز خټک د پاکستان تحریک انصاف پارلیمنټيرین په نوم د دغه نوي انشعابي ګوند مشري کوي. له ده سره د رپوټونو له مخې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ۵۷ غړي چې د پارلمان استازي یا وتلې سیاسي څېرې دي یوځای شوي. دوی په عمران خان تور لګولی چې د مې د میاشتې په تاوتریخوالي کې یې د نفرت او ټکر سیاست تعقیب کړ. Читать дальше...