اروپايي ټولنه: افغانستان د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه ګالي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانستان له تر ټولو زیانګالو هېوادونو بللی، چې د سېلابونو او وچکالۍ په څېر د طبیعي افتونو له کبله ډېر زیانونه ګالي. دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې په بدخشان کې د اروپايي ټولنې په مالي لګښت یو استنادي دېوال جوړ شوی، چې له سېلابونو د افغانانو او د هغوی د معیشت په خوندي کولو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې پرون د څلورویشتو ساعتونو لپاره د افغانستان په ختیځ، مرکزي او جنوب ختیځو برخو کې د سختو اورښتونو دغه راز تالندې او برښنا اټکل کړی دی. Читать дальше...