Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 10.09.2023

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې ضد لاریون کړی دی

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوشمېر مخکښه مشرانو او لسګونه غړو او پلویانو د سېپټېمبر پر نهمه په کوټه کې د وروستۍ برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې او ګرانۍ پرضد لاریون او مظاهره کړې ده. هغه ګوند دریځ لري چې په برېښنايي سرشمېرنه کې په بلوچستان کې د پښتنو ابادي کمه ښوول شوې ده نو پخوانۍ مردم شماري دې پر ځای وساتل شي. تر دې مخکې هغه ګوند په چمن او پښین کې هم د سرشمېرنې د پایلو ضد مظاهرې کړې دي. خو د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې په برېښنايي سرشمېرنه کې یې خلک د هغوی د دایمي پتې پر ځای د خپل اوسني استوګنځي پر اساس شمارلي دي. Читать дальше...

خیبر پښتونخوا کې ځانوژنې ولې زیاتې شوې دي؟

Mashaalradio.com 

د سېپټېمبر ۱۰مه د ځانوژنې مخنیوي له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال په دې اړه د پوهاوي او اګهۍ په موخه غونډې کوي. د سازمان په خبره، په نړۍ کې هر کال شاوخوا اووه لکه کسان د بېلابېلو وجوهاتو پر اساس ځان وژني. په خیبر پښتونخوا کې هم په تېرو درو کلونو کې خودکشۍ زیاتې شوې دي. ځینې خلک ولې ځان وژني او په خیبر پښتونخوا کې یې کچ ولې لوړ شوی دی؟ د ځواب لپاره یې دا رپورټ.

دويم واده او د ښځو بېوسي

Mashaalradio.com 

د پښتنو نجونو او ښځو د ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د دويم واده او د دې پر وړاندې د ښځو د بېوسۍ پر موضوع بحث شوی دی. دا چې په پښتني ټولنه کې د خاوند تر دويم واده وروسته پر ښځو څه تېرېږي او دوی څه ډول احساس کوي، په دې خپرونه کې يې واورئ.



د سالنګ لویه لاره به سر له ننه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي

Pa.azadiradio.com 

د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چې طالبان یې اداره کوي د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی. د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا پرون ازادي راډیو ته وویل، د سالنګ لویه لاره به د یکشنبې له ورځې څخه د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بنده وي. د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې مخکې پیل شوې وې خو د طالبانو حکومت څو ورځې ویلي وو چې له نننۍ ورځې څخه وروسته به په تونل کې دننه د کانکرېټ اچولو چارې پیل شي. Читать дальше...

ډبلیو ایف پي: افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژونده څنډې ته شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي چې په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي. د طالبانو حکومت له نژدې یو کال راهیسې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. 'ډبلیو ایف پي' چې د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده، پر خپل ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له ټولنیز ژوند څخه د مېرمنو له څنډې ته کېدو سره د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د ښځو فرصتونه محدود شوي دي. یاد سازمان پر ایکس شبکې په یوه... Читать дальше...

طالبانو په بامیان کې د یو شمېر لرغونو او عتیقه آثارو د نیولو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت پوځي چارواکي په بامیان ولایت کې د یو شمېر لرغونو او عتیقه آثارو د نیولو خبر ورکوي. باختر دولتي خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي راپور ورکوي چې دا آثار په بامیان کې دېره د ۲۰۹ قول اردو د ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي دي. راپور زیاتوي چې په ضبط شویو آثارو کې دوه بُتان، دوه مومیايي جسدونه، یو د سروزرو تاج، یو کتاب چې په سروزرو لیکل شوی او نور توکي شامل دي. طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د قاچاقبرانو له منګولو د لرغونو آثارو د کشف او ضبط خبر ورکړی او... Читать дальше...

د اقلیمي بدلون په برخه کې له یو شمېر هېوادونو  همکاري غوښتل شوې

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه او ایران وايي چې د منځني ختیځ، افریقا او آسیا هېوادونه، باید د دوړو او د شګو د هغو توپانو د مخنیوي لپاره په خپلو همکاري سره وکړي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله زیاتوالی په کې راغلی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سپټمبر په ۹مه په تهران کې د شاوخوا پنځوسو دولتونو او پنځلسو نړیوالو بنسټونو استازو ته واورول شو، ویلي دي چې په دې برخه کې د مشارکت رامنځته کول خورا مهم دي. ګوټېرېش د غونډې ګډونوال په خپلو کې د همکارۍ پراخولو او د عملي اقداماتو په برخه کې ژمنتیا ته وهڅول. Читать дальше...

'جي شل' ډلې افریقايي ټولنې ته د خپل ځواکمن غړي په توګه هرکلی ووایه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل ډلې پرون افریقايي ټولنې ته د خپل ځواکمن غړي په توګه هرکلی ووایه. دا اقدام د افریقا لپاره یو لوی پرمختګ دی ځکه له پنځوسو زیات هېوادونه یې په نړیوال ډګر کې د ځانونو لپاره د یوه مهمې ونډې په لټه کې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن پروسږ کال په جي شل ډله کې د افریقايي ټولنې د غړیتوب په اړه ویلي وو چې تراوسه ډېره موده ورته په کار ده. د هند صدراعظم نریندرا مودي د جي شل ډلې په پرونۍ غونډه کې چې هند یې کوربه دی، د افریقايي اتحادیې رییس علي عسوماني ته غاړه ورکړه او ویې ویل چې له دې پرمختګ څخه خوشاله دی.

مراکش کې مرګونې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۳۷ ته لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په مراکش کې د وروستۍ سختې زلزلې له کبله د مړو کسانو شمېر ۱۰۳۷ ته لوړ شوی دی. د جمعې په ورځ د اګست په اتمه ماښام مهال د مراکش په نوم د مراکش تاریخي ښار سختې زلزلې ولړزاوه چې له زرو زیات کسان یې ووژل. د دې زلزلې له کبله په اطلس غرونو کې د پرتو کلیو له کورونو نیولې د مراکش تر تاریخي ودانیو پورې زیانمنې شوې. د زلزلې عیني شاهد د الکترونیکي چارو کارګر حسن بونا اسوشېټېډپرېس خبري آژانس ته ویلي چې په لومړي سر کې یې د تالندې په څېر غږ واورېده او ورپسې یې کور پرېښوده او سړک ته راووت. هغه وویل: "د تالندې... Читать дальше...

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ یو شمېر موټر چلوونکي: پاکستان د غلام خان بندر دروازه هم تړلې

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه پرون د څلورمې ورځې لپاره بنده وه. یوځل بیا د افغانستان د یوه مهم صادراتي قلم یعنې مېوو د حاصل موسم دی او بیا د دې صادراتو یوه مهمه لاره بنده شوې ده. د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ د تورخم په دروازه کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د یوې پوستې د جوړولو پرسر له ناندریو وروسته وسله‌واله نښته وشوه چې د تلفاتو په اړه یې د دروازې دواړو غاړو ته بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي. په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسارۍ ویلي چې په دې نښته کې یو طالب سرتېری او یو ولسي وګړی وژل... Читать дальше...

مککینزي: تاریخ به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

میلیټري ټایمز: میلیټري ټایمز خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ځانمرګي برید په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د پخواني مشر خبرې رااخیستې دي. جنرال فرانک مککینزي وایي، تر دې چاودنې مخکې د استخباراتو راپور هغسې مفصل نه و لکه څرنګه چې ویل کېږي. په دې چاودنه کې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په شپږ ویشتمه د کابل له هوایي ډګر سره وشوه ۱۳ امریکایان او نږدې ۲۰۰ افغانان ووژل شول. میلیټري ټایمز وړاندې لیکي چې تر دې چاودنې وروسته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ګډوډ شوی دی. Читать дальше...



Москва

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Любовь Аксенова, Олег Трофим, Сергей Шнуров и другие на премьере фильма «Майор Гром: Игра»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Премию Фета получил поэт из Югры



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России